دوشنبه, ۱۱ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د کوسوو پېښې او پر اروپا یې اغیزې
بسم الله الرحمن الرحيم
د کوسوو پېښې او پر اروپا یې اغیزې

(ژباړه)

پوښتنه:

په دې وروستیو کې، د کوسوو اقلیم سربیانو د دغه اقلیم په شمال کې د میشتو پولیسو او ناټو ځواکونو پر وړاندې پراخ لاریونونه وکړل. سربیا خپل ځواکونه د چمتووالي حالت ته راوستي، چې د اړتیا په صورت کې د سربیایي لږکیو د دفاع لپاره دغه اقلیم ته ننوځي.

الجزیرې د نشنل انټرسټ وېبپاڼې په حواله ویلي چې ښايي راتلونکې اروپايي جګړه په کوسوو کې پیل شي. په راپور کې ویل شوي: «د کوسوو د وضعیت او په اوکراین کې د جګړې تر منځ ځینې ورته‌والي شته او له غربي سیاستوالو غوښتل شوي چې دِغې مسلې ته پام وکړي. راپور زياتوي: «د کوسوو په شمال کې وروستي ناورین نړۍ ته دا فکر ورکړی چې ښايي د اوکراین وحشیانه جګړه د اروپا اوسني ثبات ته ترټولو لوی ګواښ وګڼل شي، خو دا جګړه په هیڅ صورت یوازینی ګواښ نه دی.» (سرچینه: الجزیره + نشنل انټرسټ، ۲۰۲۳م کال، د جون ۱۰مه)

پوښتنه دا ده چې د دغو پېښو تر شا څه روان دي؟ او لکه څنګه چې د نړیوالو چارواکو له څرګندونو ښکاري، ایا دا شونې ده چې د کوسوو پیښې به په بالکان سیمه کې د جګړې اور بل کړي او په دې توګه اروپايي دولتونه د اوکراین پر جګړې سربېره په یوه بله جګړه کې ښکېل شي؟

ځواب:

د کوسوو په شمال کې د اوسنيو ناندریو د اړخونو روښانه کولو لپاره، لاندې موضوعات څیړو:

لومړی: تاریخي مخینه:

۱. په پنځلسمه پېړۍ کې په بالکان سیمه کې د عثمانیانو تر فتوحاتو وروسته؛ اسلام یوې داسې سیمې ته خپله لار پرانیسته چې د روم دولت هغه مسیحیانو ته ځانګړې کړې وه. آلبانیان چې اوس د آلبان او کوسوو اقلیم خلک بلل کیږي، تر فتوحاتو وروسته مسلمانان شول؛ بیا بوسنیایانو چې اوس د بوسنیا او هرزیګوینا خلک بلل کیږي او په ۱۹۹۲م کال کې یې له یوګوسلاویا څخه خپلواکي ترلاسه کړه؛ اسلام ومانه. وروسته په دې سيمه کې یوه جګړه وشوه؛ په دغه جګړه کې ټولوژنه وشوه او زرګونه مسلمانان پکې ووژل شول.

۲. کوسوو د عثماني دولت برخه وه؛ خو په ۱۹۹۲ کې د هغو قومي بېلتون غوښتونکو ناندریو او شخړو په پایله کې له عثماني دولت څخه بېل شو چې انګلستان د بالکان په ټوله سیمه کې پیل کړې وې. وروسته، ډیرو هیوادونو پر کوسوو د حاکمیت لپاره سیالي سره وکړه؛ لکه سربیا، تور غره او ایټالوي استعمار، چې کوسوو یې له البانیا سره یو ځای خپله مستعمره کړه. بیا په ۱۹۴۶م کې د یوګوسلاویا واکمن، تیتو تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته کوسوو د یوه جوړجاړي په چوکاټ کې له خپلې خاورې سره یوځای کړ او خپلواک حاکمیت یې ورکړ. کوسوو همداسې د یوګوسلاویا برخه ګڼل کېده، بیا د شلمې پېړۍ په نهمه لسیزه کې یوګوسلاویا ووېشل شوه او په دې توګه کوسوو د یوګوسلاویا له نورو برخو سره له سربیا سره یوځای شو.

د دې لپاره چې کوسوو خپلواکي وا نه خلي، د سربیا بدنام ولسمشر، سلوبودان میلوسویچ په ډېر ظلم حکومت پرې وکړ او د دوی خپلواک حاکمیت یې لغوه کړ. په ۱۹۹۰م کال کې د کوسوو د خپلواکۍ په اړه تر ټولپوښتنې وروسته، په دې سیمه کې تر ۱۹۹۹م کال پورې ډېرې شخړې، ناکرارۍ، تاوتریخوالي او وژنې وشوې. بیا د رامنځته شوي نړیوال وضعیت له مخې د شمالي اتلانتیک هیوادونو ائتلاف یا ناټو په سیمه کې مداخله وکړه؛ پر سربیا یې بمبار وکړ او هغوی یې له کوسوو سیمې څخه وتلو ته اړ کړل. له هغه وخت راهیسې په دې سیمه کې د ناټو ځواکونه د سوله ساتو ځواکونو په توګه مېشت دي.

۳.  کوسوو په ۲۰۰۸م کال کې رسماً له سربیا څخه خپله خپلواکي اعلان کړه او د نړۍ ډیری حکومتونو؛ په ځانګړي توګه امریکا او ډیری اروپایی حکومتونو یې خپلواکي په رسمیت وپیژندله. روسیې او سربیا له دې خپلواکۍ سره کلک مخالفت وکړ؛ روسیې او چین په خپلو مخالفتونو له ډېرو نړیوالو سازمانونو سره د کوسوو د یوځای کېدو مخه ونیوله. بیا د ۲۰۲۳م  کال د مارچ په ۱۹مه، په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب د ژمنې او د اوکراين تر جګړې وروسته د روسیې ښکاره دښمنۍ ښودلو په سبب اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې سربیا او کوسوو موافقه کړې چې خپلې اړیکې بېرته عادي حالت ته راوګرځوي او دا به په دې معنی نه وي چې سربیا د کوسوو خپلواکي په رسمیت پیژني. دا تړون په اروپايي اتحادیه کې د سربیا او کوسوو د غړیتوب لپاره د دروازې پرانیستو په معنی و.

دویم: تر دغو پېښو وړاندې کورنی او نړیوال وضعیت:

۱. په ختیځه اروپا کې سربیا د روسیې د نفوذ وروستۍ سیمه ده؛ کله چې سربیا له ناټو سره په جګړه کې ښکېله وه، روسیې مرسته ورسره کوله. یا که ووایو له سربیا څخه د کوسوو د بېلولو لپاره په ۱۹۹۹م کال کې د ناټو مداخله په بالکان کې د روسیې د نفوذ وروستۍ سیمې ته سخته ضربه وه؛ د ناټو مداخلې له خپلو پیروانو څخه په ملاتړ کې د روسیې کمزورتیا په ګوته کړه. روسیې د سربیا ملاتړ ته دوام ورکړ؛ پوځي مرستې یې ورولېږلې، په نړیوالو سازمانونو کې یې سیاسي ملاتړ وکړ او د کوسوو له خپلواکۍ سره یې په قاطعیت مخالفت وکړ. په ​​بوسنیا او هرزګوینا کې یې له سربیا سره د مرستې لپاره د اقتصادي پروژو پیل اعلان وکړ؛ د دواړو هیوادونو د کلیساوو ترمنځ یې اړیکې پیاوړې کړې؛ په بلګراد کې یې د سپوتنیک خبري اژانس ادارې لپاره یو لوی رسنیز مرکز جوړ کړ او دا د کړکیچ زیاتولو او د روسیې د مرستو روښانه کولو مرکز شو. خبره ان دې ته ورسېده چې د سربیا مشرانو هڅه کوله د رایو ترلاسه کولو لپاره تر ټاکنو وړاندې د روسیې له ولسمشر، پوتین سره عکسونه واخلي. لنډه دا چې روسیه په سربیا کې او د کوسوو او بوسنیا او هرزیګوینا د سربیانو ترمنځ ډېر نفوذ لري.

۲.  وروسته له دې چې روسیې د اوکراین جګړه پیل کړه او پوه شوه چې غربي قدرتونه یې پر وړاندې سره یو ځای شوي دي؛ غرب سربیا ته د نیږدې کېدو هڅې پیل کړې. د ۲۰۲۳م کال په مارچ کې د سربیا او کوسوو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو تړون یې تایید کړ او په راتلونکي کې یې د سربیا لپاره په اروپایي اتحادیه او ښايي ناټو سازمان کې د غړیتوب لار هواره کړه. د غرب موخه دا وه چې په نړیواله کچه د روسیې ملاتړي کم کړي؛ دغه موخه یې له ناټو سازمان سره د سويډن او فنلنډ په یو ځای کولو کې هم وه.

په دې توګه غرب او سربیا یو بل ته ډیر نږدې شول؛ تر دې اندازې چې د ۲۰۲۲م کال په مارچ میاشت کې، اروپایی دولتونو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف ته اجازه ورنه کړه چې سربیا ته د سفر لپاره د اروپا له اسمان څخه تېر شي، چې دغه ممانعت سربیا راوپاروله، لکه څرنګه چې د سربیا د کورنیو چارو وزیر په یوه وینا کې وویل: "سربیا په اروپا کې یوازینی هیواد دی چې پر روسیې یې بندیز نه دی لګولی او د روسیې پر وړاندې د دښمنۍ په جنون کې نه ده ښکېل شوې.» (سرچینه: الیوم السابع، ۲۰۲۳م کال، د اګست ۲۲مه) له دې څرګندونو څخه په ډاګه کېږي چې سربیا د روسیې سره د خپلو اړیکو له امله څومره تر فشار لاندې ده، په ځانګړې توګه دې ته په پام سره چې غربي دولتونو یې پر وړاندې خپلې دروازې پرانیستې دي.

د سربیا پر وړاندې د غرب دروازو پرانیستل او د غرب لوري ته یې راښکته کول هم ښايي پراخې پایلې ترلاسه کړي وي، لکه څنګه چې د عرب سکای نیوز د ۲۰۲۳م کال د مارچ په ۴مه‎ راپور ورکړ: "روسیې د پنجشنبې په ورځ له خپل متحد سربیا څخه د راپورونو په اړه وپوښتل چې د خپرو شوو راپورونو پر اساس، د بالکان سیمې حکومتونو اوکراین ته زرګونه توغندي سپارلي دي، باید رسماً وضاحت ورکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا د هغو راپورونو په اړه "ژوره اندیښنه" څرګنده کړه چې تیره میاشت د روسیې په دولتي رسنیو کې خپاره شول.

که څه هم سربیا د اوکراین په شخړه کې لاسوهنه نه مني، خو پورتني دریځونه ښيي چې سربیا ورو ورو له روسیې څخه ځان لیرې کوي. خو بیا هم په دې لاره کې له خنډونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

په داسې حال کې چې د اوکراین تر جګړې وروسته د روسیې او سربیا ترمنځ اړیکو نوې بڼه غوره کړې، روسیه چې په سربیا کې دننه پراخ نفوذ لري هڅه کوي چې د سربیا په منځ کې له خپل نفوذ څخه په استفادې د تاوتریخوالي په رامنځ ته کولو سره له روسیې څخه د سربیا د جلا کولو د نفوذ له بهیر څخه مخنیوی وکړي لکه: "د کوسوو حاکم روسیه تورنه کړه چې د کوسوو، بوسنیا او مونټینیګرو د بریدونو په ګډون د "سیمې له ویجاړولو" څخه ګټه پورته کوي. (سرچینه: انډپنډنټ عربي، ۲۰۲۲م کال، د ډسمبر ۲۲مه) همدا سرچینه لیکي: "واشینګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې په اوکراین کې د روسیې جګړې پراخ کړکیچ رامنځ ته کړی او د شنونکو په حواله یې ویلي چې د روسیې د قومپالنې له څرګندونو څخه د ولسمشر په ګډون د یو شمیر مشرانو له لوري تود هرکلی شوی دی، چې یو هم پکې د سربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ دی، چې سخت نژاد پرست او د پخواني ولسمشر سلوویډن میلوسوویچ همفکره دی. وال سټریټ ژورنال هم هغه وخت لیکلي وو چې د شمالي اتلانتیک تړون او اروپايي ټولنې د کوسوو او سربیا ترمنځ د وروستیو مخ پر ډېرېدونکو ترینګلتیاوو وروسته د کړکیچ د ارامولو لپاره په چټکۍ سره لاس په کار شول، په داسې حال کې چې په دې اړه اندیښنې شته وې چې ښايي روسیه به د دې دواړ هیوادنو تر منځ له شخړې څخه په کار اخیستلو سره په اروپا کې سوله اخلال کړي.»

۴. ایوانا سټراډنر، د عامه پالیسۍ د څیړنې لپاره د امریکا د پروګرامونو د مرکز یوه څیړونکي، په اوکراین کې د جګړې له پیل څخه وړاندې خبرداری ورکړی و چې روسیه په بالکان کې د ګډوډۍ د رامنځ ته کولو نیت لري. هغه په ​​یوه مقاله کې چې "روسیه په بالکان کې له اور سره لوبې کوي" کې لیکلي چې په "فارین افیرز" مجله کې خپره شوې او د ۲۰۲۳م کال د اپریل په ۲۰مه د انډپنډنټ عرب لخوا هم خپره شوې وه: "ليرې نه ګڼم چې د بالکان سیمه به پر یوې نوې نندارې بدله شي چې روسیه به ترې په کار اخیستلو سره د اروپا اتحادیه او ناټو له ستونزو سره مخ کړي او استدلال به یې دا وي چې اروپا او ناټو خپلې پښې له بړستنې ایستلې دي.» (سرچینه: انډپنډنټ عربي، ۲۰۲۲م کال، د فبرورۍ ۲۰مه)

له همدې امله، ډیری وختونه انګیرل کیږي؛ همدا روسیه ده چې په کوسوو کې د اوسنۍ جګړې اور ته لمن وهي ترڅو د اوکراین په جګړه کې له خپلې کمزورۍ څخه د خلکو افکار واړوي او هغه اروپايي هېوادونه چې ورسره دښمني لري، په یوه بله جګړه کې ښکېل کړي، تر څو پر سربیا د خپل نفوذ د لیرې کېدلو بهیر ودروي.

دریم: د وروستیو پیښو واقعیت:

۱. په کوسوو کې له نږدې دوو ملیونو وګړو څخه چې په دې سیمه کې ژوند کوي، د سربیانو شمیر له ۱۲۰،۰۰۰څخه نه اوړي، د دغو سربیانو درېیمه برخه له سربیا سره پر پوله په ښارونو کې ژوند کوي. هغه ښارونه چې د وروستیو شخړو مرکز ګڼل کېږي. په دغو څلورو ښارونو کې "۵۰ زره کسان" ژوند کوي، چې ۹۰ سلنه یې سربیان دي، چې د کوسوو په پلازمینه پرستینا پورې د تړلي حکومت کنټرول په پرله پسې توګه کمزوری شوی دی. تر دې اندازې چې پولیس نه شي کولای د نژادي دلایلو له امله له مجرمینو سره ښکېل شي او ویې نیسي، ځکه چې پر پولیسو تور پورې دی چې سربیان په نښه کوي. د نژادي دلایلو له امله په دې ښارونو کې سربیان پاڅون کوي ​​او له سربیا سره د یوځای کیدو غوښتنه کوي او د سربیا دننه د پولې بلې غاړې ته خلک هڅوي چې د کوسوو سربیانو ننګه وکړي.

۲. د ۲۰۲۲م کال، په اګست کې له سربیا سره په سرحدي ښارګوټو د خپل کنټرول د کارولو لپاره، د کوسوو حکومت داسې قوانین تصویب کړل چې له مخې یې هر وګړی اړ دی چې تذکره ولري او هغه څوک چې موټر لري باید د شمالي کوسوو ځانګړی نمبر پلېټ ولري. د شمالي کوسوو دا عمل د دې لامل شو چې د ښاروالۍ مشران او همدارنګه د پولیسو مشران چې د سربی نژاد وو د ۲۰۲۲م کال د نومبر میاشت کې ‎په ډله ییزه توګه استعفا وکړي، چې په دې سره په ټوله شمالي کوسوو کې لاریونونه پیل شول.

بیا د کوسوو حکومت د ۲۰۲۳م کال په اپریل میاشت کې داخلي ټاکنې پیل کړې، خو سربیانو ګډون پکې ونه کړ او اعلان یې وکړ چې مسلمانو کاندیدانو ګټلي دي. سربیان دې پایلې ته په غوسه شول، ځکه دوی نه غواړي د دوی د ښاروالیو ښاروالان د "کوسوو" البانیايي مسلمانان وي. په پایله کې؛ په هر ځای کې ګډوډي وه، د سړکونو له تړلو او نورو اقداماتو نیولې تر دې چې د کوسوو حکومت اړ شو چې خپلو بستونو ته د نوو ښاروالانو د معرفي کولو په بهیر کې له امنیتي ځواکونو څخه کار واخلي، سربیانو پر دولتي ودانیو برید وکړ او د هغوی د نیولو پلان یې درلود، خو ناڅاپه د کوسوو له پولیسو سره مخامخ شول. دوی اجازه نه ورکوله چې د ښاروالۍ ودانۍ ته ننوځي. لږ وړاندې د سربیا ولسمشر خپل پوځ ته خبرداری ورکړی و او په دې کار سره یې غوښتل ووایي چې د پوځي مداخلې احتمال شته.

۳.  خو روسیې هڅه کوله چې د اور اچوونکي په توګه وښيي چې چمتو دی له سربیانو سره ډیره مرسته وکړي، لکه څرنګه چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ۲۰۲۳م کال د می په ۲۹مه نیټه له لاریونونو څخه وړاندې په یوه وینا کې وویل: "روسیه په کلکه د کوسوو ټولې پاروونکې کړنې غندي؛ هغه کړنې چې وضعیت یې خورا کړکیچن کړی دی. هغه زیاته کړه: "د سربیا پر وړاندې د پاروونکو اقداماتو مسوولیت د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې پر غاړه دی." (سرچینه: الیوم السابع، د ۲۰۲۳م کال، د مې ۲۸مه) له مظاهرو وروسته، سرګي لاوروف وویل: په کوسوو کې مخ پر زیاتیدونکی تاوتریخوالی ښايي د اروپا په زړه کې "د یوې لویې چاودنې" پړاو ته ورسیږي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: دا وضعیت «خطرناک» دی. هغه خبرداری ورکړ چې ښايي د بالکان په سیمه کې یو لوی اتشفشان رامنځته شي. (سرچینه: صوت الخلیج، ۲۰۲۳م کال، د مې ۳۰مه) همدارنګه، "د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ټینګار وکړ چې په شمالي کوسوو کې سربیان د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي. هغه وویل چې پوځ د چمتووالي په حال کې دی او پریکړه به د سربیا ولسمشر کوي. (سرچینه: انډپنډنټ عربي، ۲۰۲۳م کال، د مې ۳۰مه)

۴. د امريکا دريځ د اروپا له دريځ سره ډېر توپير نه لري، ځکه امريکا، انګلستان، فرانسې، جرمني او ايټاليا يوه ګډه اعلاميه خپره کړه چې په ترڅ کې يې د دې سيمې په شمال کې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره پر بيړنيو اقداماتو ټينګار وکړ. (سرچینه: پر انټرنیټ د برتانیا حکومت ویب پاڼه، ۲۰۲۳م کال، د مې ۲۶مه)

انګلستان ټينګار کاوه چې د پلازمېنې پرستينا په سيمه کې د مرکزي ځواکونو مشري ـ چې په ۱۹۹۹م کال کې د ناټو د مداخلې په ترڅ کې د ناټو تر چوکاټ لاندې سيمې ته ننوتلې ـ بايد د انګلستان په لاس کې وي او په ناټو کې انګلستان لومړی حکومت و چې د کوسوو له خپلواکۍ وروسته یې دکوسوو  پلازمینې پريستنیا ته خپل سفیر واستاوه. (سرچینه: د سیوا راډیو ویب پاڼه، ۲۰۰۸م کال، د فبرورۍ ۲۱مه). امریکا هم پنځه میاشتې وروسته خپل سفیر هلته واستاوه (سرچینه: الیوم السابع،  ۲۰۰۸م کال، د جولای ۱۹مه).

بلینکن د پریسټینا چارواکو پریکړه د سیمې په شمال کې اداري مرکزونو ته د ښاروالیو د ښاروالانو د استولو لپاره د امنیتي ځواکونو په کارولو سره "د تاوتریخوالی د چټک او غیر عادلانه ډېروالي لامل" بللې. (سرچینه: RT، ۲۰۲۳م کال، د مې ۳۱مه) همدارنګه، "د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سربیا او کوسوو مشران وهڅول چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي او خبرداری یې ورکړ چې د اروپا سره د یوځای کیدو خوبونه له خطر سره مخامخ کوي." بلینکن په اوسلو کې د ناټو د خبرو پر مهال خبریالانو ته وویل، "موږ د کوسوو او سربیا له حکومتونو څخه غواړو چې ژر تر ژره د کړکیچ د پای ته رسولو لپاره کار پیل کړي." (سرچینه: الجزیره نېټ، ۲۰۲۳م کال، د جون ۲مه).

۵. ډېر احتمال شته چې د غرب  دغه دريځونه د کړکېچ د کمېدو لامل شي، ځکه په داسې حال کې چې د کوسوو لومړي وزير البين کورتي سخت او شدید دريځونه درلودل، ناڅاپه له دغو دريځونو راښکته شو او نرمښت يې وښود. "د کوسوو لومړي وزیر البین کورتي په یوه بیان کې وویل چې هغه هڅه کوي د کوسوو د ټولو سربیانو دفاع وکړي او ټینګار یې وکړ چې دوی حق لري په سوله ییز ډول خپل غږ پورته کړي. هغه زیاته کړه: په کوسوو کې واک د تاوتریخوالي له لارې نه، بلکې د ټاکنو له لارې ترلاسه کیدلای شي. "کورتي د کوسوو په شمال کې د وروستیو تاوتریخوالو د مخنیوي لپاره د ښاروالیو لپاره د نویو ټاکنو د پیلولو وړاندیز وکړ." (سرچینه: الجزیره نیټ، ۲۰۲۳م کال، د جون ۲مه) ورته مهال، د فرانسې ولسمشر مکرون او د آلمان صدراعظم شولتز د مالدیف ناسته کې د کوسوو پر ولسمشر فشار راوړی چې د تاوتریخوالی کمولو لپاره د سربیا له ولسمشر سره وګوري او خبرې ورسره وکړي.

۶. له پورته ټولو خبرو داسې ښکاري چې روسیه، په سربیا کې د خپل نفوذ سربیره، د کوسوو په اقلیم کې د تاوتریخوالي د زیاتولو توان لري، ځکه په سربیا او د کوسوو په سیمه کې د سربیانو ترمنځ ډیری اغیزې او عوامل شته. روسیه غواړي د اوکراین په جګړه کې د خپلې کمزورۍ د پټولو لپاره دغه کړکېچ ته لمن ووهي او همدارنګه غواړي پر سربیا د نفوذ د ليرې کېدو د بهیر مخه ونیسي. خو اروپایی حکومتونو او امریکا د شخړو له پیل څخه یې‎ د مخنیوی هڅه وکړه او امریکا او اروپایی دولتونه په دې لټه کې وو چې ژر تر ژره د دغو شخړو اور مړ کړي.

څلورم: په لنډه توګه، روسیه په کوسوو کې له هغه کړکیچ څخه لیرې نه ده چې د کوسوو سربیانو له خوا پیل شوې او سربیا یې پارولې. روسیې هیله درلوده چې دا کړکیچ به غرب ته په دې دلیل پام واړوي چې ناټو په کوسوو کې حضور لري او په دې توګه به د سربیا او کوسوو ترمنځ جګړه پیل شي او غرب او ناټو به د دې جګړې په منځ کې ښکېل شي. د روسیې موخه دا وه چې د امریکا او د شمالي اتلانتیک د تړون د سازمان (ناټو) تمرکز د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د ډېرېدو په اړه کم کړي. داسې ښکاري چې امریکا او غرب د روسیې دغه هدف درک کړی او په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې د سربیا او کوسوو تر منځ وضعیت ارام کړي، ځکه دوی دواړو لورو ته په اشارې سره ویلي چې له اروپايي ټولنې او بیا ناټو سره یوځای کېدل شوني دي، خو په دې شرط چې د دغو کړکېچونو په پای ته رسولو کې له یو بل سره همکاري وکړي. لکه څنګه چې د چارواکو په ځانګړې توګه د امريکا او کوسوو د چارواکو څرګندونې مو پورته یادې کړې، داسې ښکاري چې امريکا او غرب په دې کار کې بريالي شوي دي.

د يادو شويو پېښو د پايلو، اغیزو او جريان په اړه زموږ اغلب ګومان دغه و.

په آخرکې باید وویل شي چې کوسوو لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د عثماني دولت یوه برخه وه او د دې خاورې خلکو ډیر پخوا اسلام منلی و. که مسلمانانو هماغه د خلافت دولت له لاسه نه وای ورکړی چې د استعماري کفارو د ظلمونو پر وړاندې یې ترې ملاتړ کاوه، نن به چارې د دغو کفري او استعماري حکومتونو په لاس کې نه وې، چې د بالکان او کوسوو برخلیک یې په لاس کې اخیستی او پر دغو ځمکو چې یو وخت یې د اسلام بیرغ رپاوه، حاکم دي.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې د اسلامي امت کړاو ته د پای ټکی کېږدي او د خلافت په بیا تاسیس سره دا امت خپل ورک شوی وقار او عزت بیرته راوګرځوي!

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (۴) بِنَصْرِ اللهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾

ژباړه: «او په هغه ورځ به مسلمانان د الله تعالی د مرستې له امله خوشاله شي. الله تعالی له هر هغه چا سره مرسته کوي چې خوښه یې شي، هغه برلاسی او پوره رحم لرونکی دی» [روم: ۴-۵]

۱۴۴۴هـ.ق کال، د ذي القعدې ۱۲مه

۲۰۲۳م کال، د جون ۱۱مه

ژباړه: فریدون محتاط

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې