پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د عیسی علیه السلام قوم
بسم الله الرحمن الرحيم
د عیسی علیه السلام قوم

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

ایا عیسی علیه السلام ته - چې پلار یې نه درلود- د قوم نسبت ورکول سم دي؟ دا خبره  د "نقض الفکری الغربی" کتاب په ۱۳۸مه پاڼه کې ذکر شوې. الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته خیر او نصرت درکړي! انیس طرده له فلسطین څخه.

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمت الله و برکاته!

تاسو چې د کومې مسلې پوښتنه کړې؛ د "نقض الفکری الغربی" کتاب په ۱۳۸مه پاڼه کې داسې راغلې: «الله سبحانه وتعالی یې له مخلوق سره د اړیکې کیفیت ټاکلی او واضح کړی دی؛ د همدې لپاره یې بشر ته رسولان استولي دي چې د دغو رسولانو له ډلې موسی علیه السلام خپل قوم ته استول شوی. عیسی علیه السلام خپل قوم ته او محمد صلی الله علیه وسلم ټولو خلکو ته.» پای.

تاسو پوښتنه کړې چې؛ په داسې حال کې چې د عیسی علیه السلام پلار نه و، ایا هغه ته د قوم نسبت ورکول سم دي؟ له دغې پوښتنې ستاسو اشاره هغه څه ته ده چې په «نقض الفکری الغربی الرأسمالی» کتاب کې ویل شوي چې «عیسی علیه السلام د خپل قوم لوري ته استول شوی.» داسې ښکاري چې ستاسو په اند د دغه کتاب خبره ناسمه او نامناسبه ده.

ستاسو پوښتنې ته د ځواب ویلو لپاره اړینه ده چې لاندې ماخذونو ته مراجعه وکړو:

۱. له لغوي اړخه:

- په لسان العرب (۴۹۶-۱۲) کې راغلي: «...له قوم څخه موخه د نارینه‌وو او ښځو جماعت دی او د ځینو په اند، قوم د ښځو نه، بلکې یوازې د نارینه‌وو جماعت ته ویل کیږي... د یوه کس له قوم څخه موخه د هغه لارویان او خپلوان دي...» پای.

- قاموس المحیط (۲۷۵-۳): «قوم؛ د نارینه‌وو او ښځو جماعت دی او یا یوازې د نارینه‌وو جماعت دی او یا دا چې په قوم کې ښځې د نارینه‌وو تر تبعیت لاندې دي. ...»

- الصحاح (مخ-۲۶۴): قوم؛ له قوم څخه موخه ښځې نه، بلکې نارینه دي او د دې لپاره قوم واحد او یا مفرد لفظ نه دی... الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿لا يَسْخَرْ قومٌ من قوم؛ یو قوم دې بل قوم نه مسخره کوي. بیا فرمايي: ﴿ولا نِساءٌ من نِساءٍ﴾؛ او نه دې ښځې نورې ښځې مسخره کوي. او په ډېرو ځایونو کې نارینه‌وو ته په خطاب کې ښځې د تبعیت له اړخه شاملېږي؛ ځکه چې د هر نبي په قوم کې ښځې او نارینه دواړه دي... .

نو قوم په لغت کې له ښځو پرته، د نارینه‌وو جماعت ته وايې او یا د یوه کس پلویان، خپلوان او کورنۍ. په دې کې شک نشته چې عیسی علیه السلام د خلکو یوه جماعت، یعنی بني اسرایلو ته، چې ښځې او نارینه دواړه پکې شامل وو، را استول شوی و. عیسی علیه السلام ته د قوم نسبت چې «قومه» ورته ویل شوي، دا نه لازموي چې عیسی علیه السلام دې هرو مرو له بني اسرایلو څخه پلار ولري. نو یو چا ته د قوم نسبت ورکول دې ته اړتیا نه لري چې دغه کس دې هرو مرو له دغه قوم څخه نسب ولري؛ بلکې د دغه نسبت د صحت لپاره، دا بسنه کوي چې یو کس د رسول په توګه یوه قوم ته ولېږل شي او هغه قوم یو جماعت یا د خلکو ډله وي چې رسول ورته لېږل شوی دی.

نو د «قوم» یوه معنا خپلوان او د کورنۍ غړي دي، خو قوم د جماعت او همدارنګه د پلویانو په معنی هم کارېږي چې د کس لپاره د دغه نسبت کارول، د نسب نیږدېوالي ته اړتیا نه لري.

۲. د قوم په اړه شرعي نصوص:

 په دې کې شک نشته چې د قوم کلیمه او عیسی علیه السلام ته د قوم نسبت په شرعي نصوصو کې روښانه ذکر شوی؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ﴾ [ابراهیم: ۴]

ژباړه: «موږ هېڅ پيغمبر نه دی لېږلی، مګر د خپل قوم په ژبه، تر څو هغوی ته (الهی احکام) روښانه کړي».

په دې کې شک نشته چې عیسی علیه السلام د خپل قوم، یعني بني اسرایلو لوري ته لېږل شوی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللهِ إِلَيْكُمْ ... [صف: ۶ ]

ژباړه:« او هغه وخت چې عیسی د مریم زوی وویل: اې بني اسرایلو، زه تاسو ته د الله له لوري رالېږل شوی پیغمبر یم. ...»

نو د دغو دوو مبارکو ایتونو له مخې د عیسی علیه السلام قوم، د بني اسرایلو قوم دی.

- بخاري په خپل صحیح کې له جابر ابن عبدالله رضي الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«أُعْطِيتُ خَمْساً لَمْ يُعْطَهُنَّ أَحَدٌ قَبْلِي نُصِرْتُ بِالرُّعْبِ مَسِيرَةَ شَهْرٍ وَجُعِلَتْ لِي الْأَرْضُ مَسْجِداً وَطَهُوراً فَأَيُّمَا رَجُلٍ مِنْ أُمَّتِي أَدْرَكَتْهُ الصَّلَاةُ فَلْيُصَلِّ وَأُحِلَّتْ لِي الْمَغَانِمُ وَلَمْ تَحِلَّ لِأَحَدٍ قَبْلِي وَأُعْطِيتُ الشَّفَاعَةَ وَكَانَ النَّبِيُّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً وَبُعِثْتُ إِلَى النَّاسِ عَامَّةً»

ژباړه: ماته پنځه شیان راکړل شوي چې تر ما وړاندې هېڅ پیغمبر ته نه دي ورکړل شوي. ماته د رعب یعنې وېرې په وسیله د یوې میاشتې مسیر (لرې والي) نصرت راکړل شوی. ځمکه راته د سجدې ځای او پاکه ګرځول شوې ده، نو که پر هر چا، هر چېرته د لمانځه وخت ورغئ، ویې دې کړي. همدارنګه زما لپاره غنیمتونه حلال شوي، په داسې حال کې چې تر ما وړاندې پیغمبرانو ته نه وو حلال. همدارنګه ماته شفاعت راکړل شوی. په همدې ډول تر ما وړاندې هر پیغمبر یوازې د خپل قوم لپاره رالېږل شوی دی؛ خو زه د ټول بشریت لپاره رالیږل شوی یم.

نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه قول: «كَانَ النَّبِيُّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً وَبُعِثْتُ إِلَى النَّاسِ عَامَّةً» ټولو قومونو ته شاملېږي او شک نشته چې عیسی علیه السلام خپل قوم ته رالېږل شوی و. د دغه حدیث له مخې، د عیسی علیه السلام پیروان د هغه قوم دی.

دغه راز له عربان بن ساریه سلمي څخه روایت دی چې ویلي يې دي: ما واوریدل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إنِّي عَبْدُ اللَّهِ فِي أُمِّ الْكِتَابِ لَخَاتَمُ النَّبِيِّينَ وَإِنَّ آدَمَ لَمُنْجَدِلٌ فِي طِينَتِهِ وَسَأُنَبِّئُكُمْ بِتَأْوِيلِ ذَلِكَ دَعْوَةِ أَبِي إِبْرَاهِيمَ وَبِشَارَةِ عِيسَى قَوْمَهُ وَرُؤْيَا أُمِّي الَّتِي رَأَتْ أَنَّهُ خَرَجَ مِنْهَا نُورٌ أَضَاءَتْ لَهُ قُصُورُ الشَّامِ»

ژباړه: زه په ام الکتاب «لوح محفوظ» کې عبدالله ( د الله بنده) او خاتم الانبیاء شوم؛ هغه وخت ادم علیه السلام په خپله خټه کې وو. زه به د دغې مسلې تأویل،  زما په حق کې د خپل پلار ابراهیم دعا، قوم ته یې د عیسی علیه السلام زیری او د خپلې مور خوب تاسو ته بیانوم؛ هغې خوب لیدلی و چې له بدن څخه یې یوه رڼا وځي چې د شام قصرونه روښانه کړي.

دغه حدیث احمد په خپل مسند کې او حاکم په خپل مستدرک کې روایت کړی دی او ویلي یې دي چې دغه حدیث صحیح الاسناد دی.

له دغه حدیث څخه ښکاري چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د عیسی علیه السلام قوم صریح ذکر کړی او عیسی علیه السلام ته یې د هغه نسبت ورکړی؛ لکه څنګه چې یې ویلي: «وَبِشَارَةِ عِيسَى قَوْمَهُ» دغه اشاره په حقیقت کې د الله تعالی دغه قول ته ده:

﴿وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَابَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّراً بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُبِينٌ﴾ [صف: ۶]

ژباړه:« او کله چې عیسی د مریم زوی وویل: اې بني اسرایلو، زه د الله له لوري رالېږل شوی پیغمبر یم، د هغه تورات تصدیق کوونکی یم چې له ما څخه مخکې رالیږل شوی؛ او د یوه پیغمبر زیری ورکوونکی یم چې له ما څخه وروسته به راځي نوم به یې احمد وي. خو کله چې هغه (محمد صلي الله علیه وسلم) له څرګندو نښانو سره هغوی ته راغی، نو دوی وویل: دا خو ښکاره جادو دی.»

د بیهقي تألیف دلائل النبوت کتاب (۵-۱۷) کې له حاتم بن ابی بلتعه څخه روایت شوی چې ویلي یې دي: «رسول الله صلی الله علیه وسلم زه د اسکندريې پاچا مقوقس ته ولېږلم او ویې ویل: له ما سره د رسول لله لیک و او د اسکندریې له پاچا سره مې ولیدل. هغه زه خپلې خواته وغوښتلم، زه ورغلم؛ خپل قوماندانان يې راغونډ کړي وو او ویې ویل: زه تاته خبره کوم له تا څخه غواړم چې خبره مې په غور سره واورې او پوه شې! ورته ومې ویل چې مهرباني وکړئ، وروسته يې وویل: د خپل ملګري په اړه راته ووایه، آیا هغه رسول نه دی؟ و مې ویل هو، هغه د الله رسول دی. ویې ویل: نو ولې يې خپل قوم ته ښېرا نه ده کړې؛ په داسې حال کې چې هغه يې له خپل ښار څخه بل ښار ته شړلی؟ ابو بلتعه وویل: ما يې په ځواب کې وویل: ایا ته د دې شاهدي نه ورکوې چې عیسی علیه السلام د الله رسول دی؟ نو کله چې د هغه قوم هغه ونیوه او غوښتل يې چې پر هغه غالب شي او هغه له منځه یوسي، ولې یې ښېرا ونه کړه چې الله سبحانه وتعالی هغوی هلاک کړي؟ تر دې چې الله سبحانه وتعالی هغه آسمان ته پورته کړ. هغه راته وویل: ته حکیم سړی یې او د یوه حکیم کس له لورې راغلی یې.»

ابن حاطب بن ابی بلتعه د رسول الله صلی الله علیه وسلم استازی و چي له مقوقس سره په استدلال کې یې وویل: «کله چې یې قوم هغه ونیوه او غوښتل يې چې هغه مغلوب کړي او له منځه یې یوسي، ولې یې ښېرا ورته ونه کړه چې الله سبحانه و تعالی هغوی هلاک کړي؟»

۳- نو دغو خبرو ته په کتو؛ زموږ په دغه خبره کې «و عيسى عليه السلام إلى قومه» عیسی علیه السلام ته د بنی اسرایلو قوم نسبت ورکول هېڅ ستونزه نه لري او په دې کې کوم خنډ نشته؛ ځکه چې بني اسرایل د عیسی علیه السلام پیروان وو او عیسی علیه السلام ورته رالېږل شوی و او دا چې پلار یې نه درلود، دا خبره د دغې اصطلاح په کارولو کې هېڅ کوم خنډ نه راولي؛ پورته مو دا خبره روښانه کړه.

همدارنګه قران کریم دې ته اشاره کوي چې د عیسی علیه السلام قوم شته:

﴿وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ﴾ [ابراهیم: ۴]

ژباړه: «موږ  هېڅ پيغمبر نه دی لېږلی، مګر د خپل قوم په ژبه، تر څو هغوی ته (الهی احکام) روښانه کړي».

د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول هم د عیسی علیه السلام قوم ثابتوي:

«كَانَ النَّبِيُّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً وَبُعِثْتُ إِلَى النَّاسِ عَامَّةً»

ژباړه: رسولان خپل خپل قوم ته لېږل کېدل؛ مګر زه ټول بشریت ته لېږل شوی یم.

هغه صلی الله علیه وسلم ان په صریح ډول عیسی علیه السلام ته د قوم نسبت کړی: «وَبِشَارَةِ عِيسَى قَوْمَهُ» يعنې قوم ته یې د عیسی زیری!

همدارنگه له مقوقس سره په استدلال کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم استازی یا سفیر وایې: «فما له حيث أخذه قومه».

۴- نو په «نقض الفکرالغربی الرأسمالی» کتاب کې ویل شوې دغه خبره چې (وعيسى عليه السلام إلى قومه)، سمه خبره ده.

الله سبحانه و تعالی دې وکړي چې مسله درته روښانه شوې وي.

ستاسو ورور، عطاء ابن خلیل ابوالرشته

۱۴۴۴هـ.ق، د ذوالقعدې ۱۳مه

۲۰۲۳م کال، د جون ۲مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې