جمعه, ۰۱ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
المان او د ملي امنیت سټراټېژي یې
بسم الله الرحمن الرحيم
المان او د ملي امنیت سټراټېژي یې

(ژباړه)

پوښتنه:

د المان حکومت د ۲۰۲۳م کال د جون په ۱۴مه د دویمې نړیوالې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د خپل ملي امنیت لپاره یوه ملي سټراټېژي تصویب کړه. دغه سټراټېژي په المان کې د بېلابېلو اړخونو ترمنځ تر یو کال بحثونو او خبرو اترو وروسته تصویب شوه.

پوښتنه دا ده چې ایا دغه سټراټېژي د هغو محدودیتونو د پای ته رسېدو په معنا ده چې په ۱۹۴۵م کال کې په دویمه نړیواله جګړه کې د المان تر ماتې وروسته پر دغه هیواد وضع شول؟ او دا چې د دغې سټراټېژۍ تر تصویب وروسته په نړۍ او اروپا کې له المان څخه د څه ډول سیاست تمه کېږي؟

ځواب:

المان په دویمه نړیواله جګړه کې د مات شوي دولت په توګه په څلورو برخو ووېشل شو او هره برخه یې د جګړې د بریالیو اړخونو (امریکا، شوروي اتحاد، برېتانیې او فرانسې) تر واک لاندې شوه. بیا یې درېیو لوېدیځو برخو یا دولتونو لوېدیځ المان تاسیس کړ او روسیې ختیځ المان رامنځته کړ. د لا ډېرو معلوماتو لپاره باید ووایو چې لوېدیځ المان په امریکا او ختیځ المان په شوروي اتحاد پورې تړلی و او په دې توګه ختیځ المان د غربي بلاک پر وړاندې د شوروي اتحاد د مخکښې پوځي اډې رول لوباوه او لوېدیځ المان د شرقي بلاک پر وړاندې د غرب پوځي اډه وه. دا واقعیت تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته و؛ خو ورو ورو بدل شو، داسې چې:

۱. له ځینو ظاهري چارو پرته، د المان له دوو دولتونو یوه هم خپلواک سیاست نه درلود. دا واقعیت تر هغه روان و چې شوروي اتحاد کمزوری شو او په ۱۹۹۰ کې یې د المان یووالی ومانه؛ یعنی مسکو له ختیځ المان څخه د غرب په ګټه تېر شو. په ۱۹۹۲ کې د اروپا د یووالي لپاره د ماستریخت تړون المان ته دا فرصت ورکړ چې په اروپا کې د یوه مهم اقتصادي ځواک په توګه راپورته شي؛ د اروپا دغه یووالی د امریکا د خوښې خلاف و او دا وخت روسیه هم په ۱۹۹۱ کې د شوروي اتحاد تر راپرځېدو وروسته پر کورنیو ستونزو متمرکزه وه. المانیان پوه شول چې نړیوال شرایط بدل شوي او د المان د خپلواکۍ لپاره د یوې اصلي پایې په توګه د اقتصادي ودې لپاره غوره فرصت برابر شوی. نو المان د یوه اقتصادي ځواک په توګه راپورته شو او له نورو اروپايي قدرتونو سره یې سیالي پیل کړه؛ البته دا کار یې داسې وکړ چې د نړیوالو قدرتونو، روسیې او امریکا په ګډون اروپايي قدرتونه لکه انګلستان او فرانسه یې را ونه پارول؛ په ځانګړي ډول دا چې د المان دفاعي سیاست تر ټولو ټیټې پوځي کچې ته پابند و.

۲. المان په اقتصادي او صنعتي برخو کې د لاسته رواړنو او له روسیې سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو له لارې وکولی شول چې د اروپايي دولتونو اقتصادي رهبري خپله کړي؛ د المان دغه رهبري د یوه موجود واقعیت په توګه اعمال کېدله، د بېلګې په توګه په ۲۰۱۰م کال کې د یونان اقتصادي کړکېچ یادونه کولی شو. لنډه دا چې د اروپا دننه یا بهرنیو اړیکو کې له المان پرته د کومې لویې اقتصادي مسلې په اړه پرېکړه نه شي کېدی.

که څه هم د المان دغه واقعیت د نورو اروپايي هېوادونو، په ځانګړي ډول فرانسې نه خوښېده؛ خو د المان پوځي کمزورۍ تل فرانسې ته هیله ورکوله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیالي لا هم په ښه ریاضيکي چوکاټ کې ده او باید دوام ورکړل شي. المان هغه وخت د امنیتي ګواښونو پر وړاندې خپل دريځ له دفاع وزارت څخه د سپینو کتابونو په خپرولو منعکساوه؛ له دغو کتابونو لومړی یې په ۱۹۶۹ او وروستۍ یې په ۲۰۱۶ کې خپور شو. المان په دغو کتابونو کې د امنیت، ترهګرۍ او د ملګرو ملتونو له لارې مشارکت په اړه خبرې کولې. کله چې روسیې په ۲۰۱۴ کې کریمیه جزیره له اوکراین بېله او په ځان پورې وتړله؛ المان یې کلک مخالفت وکړ او د روسیې پر وړاندې د غرب په تحریمونو کې شریک شو؛ خو دا چې له روسیې سره یې سترې اقتصادي ګټې لرلې، د روسیې پر وړاندې یې د کوم اقدام رهبري نه کوله. که څه هم ویل کېدل چې روسیه به له خپلې خاورې سره د کریمیه په یو ځای کولو سره د اروپا د امنیت معادله ګډه وډه کړي؛ خو په مینسک تړونونو کې د المان ګډون المان ته هیله ورکوله چې د کریمیه او دونباس-چې روسیې د جګړې اور پکې بل کړ او د اوکراین د حکومت پر وړاندې یې د روسي بېلتون غوښتونکو ملاتړ وکړ- له پولو هاخوا د روسیې د ګواښونو مخه نیولی شي.

۳. په ۲۰۲۲م کال کې د اوکراین د جګړې له پیل سره او دا چې امریکا پوه شوه چې روسیه د هغه نړیوال امنیت د بېخ‌بنسټ له منځه وړلو نیت لري چې امریکا جوړ کړی؛ د اروپا او نړۍ شرایط داسې بدل شول چې المان ته یې فرصت ورکړ چې د پیاوړي اقتصاد ترڅنګ خپلې پوځي ستنې هم ټینګې کړي. د دې کار سبب دا و چې امریکا له اروپا غواړي چې د امریکا په استازولۍ د روسیې پر وړاندې ودرېږي او پخپله وکولی شي د چین د مخ د زیاتېدونکې ودې مخه ونیسي.

دلته المان پوه شو چې د یوه ستر پوځي دولت په توګه د راپورته کېدو لپاره نړیوال ډګر ورته خالي شوی؛ له روسیې سره یې د خپلو سوداګریزو اړیکو د اساس په پرې کولو سره د خپل پوځ د پیاوړي کولو او تجهیز لپاره د ۱۰۰ ملیارده یورو په ارزښت لوی مالي صندوق جوړ کړ چې خپل امنیت وساتي. المان وویل چې د اوکراین جګړه د تحول ټکی دی؛ ان تر دې چې خپلې پوځي الوتکې یې د ارام سمندر شاوخوا ګزمې لپاره واستولې. د المان دغه اقدام ښيي چې پوځي ځواک یې ورو ورو ځان تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته محدودیتونو څخه باسي.

په دې توګه د المان د خلکو ترمنځ د لویوالي احساس لوړ شو؛ المان د اوکراین او ان ختیځې اروپا په اړه د ځانګړو اقداماتو خبر ورکړ او المانیان د روسیې د امپریالېزم د حرص پر وړاندې د درېدو لپاره د تیارۍ خبرې کوي؛ هغه حرص چې د دوی په نظر د اوکراین تر پولو نه محدودېږي.

۴. د المان لومړي وزیر، شولتز د ملي امنیت سټراټېژۍ جوړولو پر مهال د ۲۰۲۳م کال د جون په ۱۴مه ټینګار وکړ چې المانیان له دغې سټراټېژۍ سره همغږي دي او د حکومت په ایتلاف کې د المان د ګوندونو استازي د یادې سټراټېژۍ جوړولو پر وخت له لومړي وزیر سره وو؛ لکه د شنه ګوند، ازاد ډیموکراټ ګوند او پخپله د شولتز ګوند، سوشیل ډیموکراټ منتخب وزیران. دغه واقعیت د المان د ننه د دغو تحولاتو او له پوځي موقعیت څخه تر اوسني موقعیت پورې د هغه د انتقال د پایلو خطر ښيي چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته څو لسیزي روان و؛ که څه هم مخالفو ګوندونو د دغې سټراټېژۍ د نا روڼتیا په سبب پر حکومت ډېرې نیوکې وکړې.

۵. ښايي د المان د لومړي وزیر، شولتز خبرې د المان د نوي او ستر تحول بهیر ښه واضح کړی:

«د المان لومړي وزیر ټینګار وکړ چې د ملي امنیت سټراټېژي به - چې نن د المان حکومت تصویب کړه- په اوسني بدلېدونکي وضعیت کې د المان د خلکو د امنیت په خوندي کولو کې مهم رول ولري. دغه سوشیل ډیموکراټ سیاستوال وویل چې د المان د وزیرانو شورا د دغې سټراټېژۍ په تصویب سره مهم او نا معمولي تصمیم نیولی. شولتز وویل چې د المان د امنیت د سیاست محیط پر اکراین د روسیې له برید او د چین حکومت له زیاتېدونکي خصومت سره په خپل ټول ځواک بدل شوی. شولتز دغه راز وویل چې د دولت اساسي مسولیت دا دی چې له کومې نیمګړتیا پرته د خلکو د امنیت خوندي کولو لپاره کار وکړي. ده اشاره وکړه چې دغه مسولیت د ملي امنیت د دغې سټراټېژۍ له لارې ادا کېږي چې موخه یې د خلکو امنیت خوندي کولو ته ځانګړې پاملرنه ده. ده زیاته کړه: تر اوسه چې د دفاعي سیاست په ترسیم کې د المان حکومت څه نیمګړتیاوې لرلې؛ اوس به د یوه کلي او جامع منهج له لارې حل شي.» (سرچینه: دویچه‌ویله، د ۲۰۲۳م کال د جون ۱۴مه)

۶. د المان د ملي امنیت سټراټېژي د هغو اساساتو ممثله ده چې د المان حکومت د خلکو د امنیت ټینګولو لور ته بیایی. د دویمې نړیوالې جګړې له وخت څخه یو مهم منل شوی اساس چې په دغې سټراټېژۍ کې راغلی دا دی چې د المان پوځ د امنیتي ګواښونو پر وړاندې درېدو لپاره دفاعي عملیات کوي او د پراخو اقداماتو کولو پر لور ځي؛ یعنې برید هم پکې شاملېږي او باید پوه شو چې دا په اروپا کې یو لوی او خطرناک پرمختګ ګڼل کېږي. یاده سټراټېژي د المان د پوځ د جامع او چټکې ودې یادونه کوي.

نو امنیت او پوځ ته د لږ تر لږه ۲ سلنه ملي عاید ځانګړي کولو په اړه د ناټو سازمان د ۲۰۱۴ کال پرېکړو ته پر پابندۍ د ټینګار سربرېره؛ المان هڅه کوي نور وزارتونه داسې تجهیز کړي چې خپله بودیجه د پوځ په ګټه کمه کړي او دا هم د المان د هوساینې مفکورې په کمولو کې لوی بدلون ګڼل کېږي. د المان د مالیې وزیر، کرېسټین لیندنر وویل: «المان څو لسېزي "د سولې په عاید" تېرې کړې. دا په دې معنا ده چې المان تل دا مفکوره ترویجوله چې د دفاع مسلې ته اړتیا نشته. مالیې وزیر د دغې سټراټېژۍ د وړاندې کولو پر مهال په برلین کې وویل: دا په په دې معنی ده چې د بودیجو ونډې به دوامداره بدلون وکړي.» (سرچینه: دویچه‌ویله: ۲۰۲۳م کال د جون ۱۶مه)

۷. د دغې سټراټېژۍ تړون‌لیک دغه راز د خطرونو په تحلیل او تجزیه کې د المان دولت نظر تمثیلوي او د روسیې پوځ د دوی د تعبیر له مخې د بهرنیو ګواښونو په سر کې دی. په هغه پسې د چین د ودې او په چین کې د حاکم نظام پر وړاندې درېدل دي؛ غرب د چین نظام خپلسری او مستبد بولي؛ شولتز هم د دې یادونه وکړه: «د چین زیاتېدونکی خصمانه ظهور».

یاد تړون‌لیک د داخلي خطرونو؛ لکه سایبري امنیت، د المان بېخ‌بنسټونو ته ګواښ او د اقلیم بدلون یادونه هم کوي؛ دا مسایل هم مستقیماً له بهرنیو ګواښونو سره اړیکه لري؛ لکه روسیه یې چې تورنه کړه چې په غربي هېوادونو کې سایبري بریدونه کوي؛ دغه راز د اقلیم خطرونو کمولو لپاره نړیواله همغږي. یعنې دا چې د المان د ملي امنیت سټراټېژي په بهرني سیاست کې له یوه وضعیت څخه بل ته بدلون دی؛ که څه هم د المان د سیاسي مفکورې په اړه ځینې شکونه لا هم شته دي.

۸. المان د خپل پوځ په پیاوړي کولو او د پراخې پوځي بودیجې له لارې د هغو په تجهیز او دغه راز د تهاجمي اقداماتو په ګډون په بهر کې پوځي اقداماتو ته د خپلې لارې په پرانیستو ځان له هغو تحمیل شوو پوځي محدودیتونو خلاص کړ چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته محدودیتونه ورته وايي؛ یعنې دغه محدودیتونه نور په تېر کې پاتې شول. دغه نوی واقعیت د المان او فرانسې ترمنځ لوی او اساسي اختلافات راپاروي؛ دغه اختلافونه اوس د چا له سترګو نه دي پټ؛ که څه هم المان د اټومي وسلو د نه پراختیا تړون ته ژمن دی او خپل د نا اټومي‌والي حالت یې ساتلی؛ خپل دا حالت یې په ۱۹۹۰م کال کې «د المان په اړه وروستي حل و فصل تړون» کې بیا تایید کړ. دغه معاهده هغه وخت د څلورو لویو دولتونو له لوري لاسلیک شوه.

۹. په المان کې د وروستیو بدلونونو د ښه درک لپاره باید ووایو چې د المان د اردو پیاوړتیا لپاره د هغو د سرتېرو شمېر زیاتولو ته اړتیا ده او دا خبره «د المان په اړه وروستي حل و فصل تړون» خلاف ده چې په ۱۹۹۰م کال کې د المان د یو کولو لپاره د څلورو لویو دولتونو لخوا لاسلیک شو. په دغه تړون کې د المان د سرتېرو شمېر معلوم شو چې باید تر ۳۷۰ زرو زیات نه شي. خو دا چې اوس المان د امریکا او انګلستان له لوري د روسیې پر وړاندې نوي رول لوبولو ته پارول شوی، المان دا فرصت پیدا کولی شي چې خپله پښه تر دغه تړون واړوي او دا د المان د پوځي ځواک پر وړاندې د روسیې له محدودیتونو څخه د المان د وتو په معنی دی. خو د المان په پیاوړي کولو کې د امریکا او انګلستان تګلارې پر وړاندې د فرانسې دریځ کمزوری ښکاري؛ ان دومره چې ښايي د المان او فرانسې ترمنځ زیاتېدونکي اختلافات د ټولې اروپا د پاشل کېدو سبب شي؛ که داسې وشي انګلستان او امریکا به یې هرکلی وکړي.

۱۰. د فرانسې د اندېښو، په ځانګړي ډول د المان د پوځي پیاوړتیا او دغې سټراټېژۍ په برخه کې د فرانسې د اندېښنو کمولو لپاره یې هغه د اروپايي اتحادیې برخه بللې او وايي: «حکومت په دغه سټراټېژۍ کې څو موخې ټاکلې؛ لکه د اروپا په کچه د ټکنالوژیکي دفاع پیاوړي کول، د تجسس، تخریب او سایبري بریدونو پر وړاندې د مبارزې پیاوړتیا. سربېره پر دې، د اروپا په کچه د وسلې د صدور د اصولو پر سر همغږي.» (سرچینه: دویچه‌وله، ۲۰۲۳م کال د جون ۱۶مه) خو دغه مسله له بلې زاویې پاریس ته نورې اندېښنې پیدا کوي؛ په ځانګړي ډول دې ته په کتو چې د اروپا سټراټېژۍ معمولاً له برلین څخه صادرېږي؛ ځکه چې المان د اروپا د هوايي دفاع پروګرام رهبري کوي: « نوې سټراټېژي ښيي چې المان د اروپا تر ټولو لوی اقتصادي ځواک دی، نو تمه کېږي چې د اروپا او ناټو سازمان د دفاعي منظومې په پیاوړي کولو کې به فعاله ونډه ولري. په دغې سټراټېژۍ کې د اروپایي اتحادیې د رهبرۍ لپاره د المان لېوالتیا ته اشاره شوې؛ په ځانګړي ډول دا چې المان د اروپا د راکټي ډال "سکای شیلډ" جوړولو په هڅه کې دی او د المان دفاع وزیر، ببیستوریوس وویل چې په دغه اقدام کې د ګډون لپاره تر اوسه ۱۸ دولتونو خپله لومړنۍ موافقه کړې.» (سرچینه: الشرق، ۲۰۲۳م کال د جون ۱۷مه)

۱۱. د المان دولت چین او روسیې ته د خپلسرو نظامونو په سترګه ګوري؛ د المان د بهرنیو چارو وزیر، بیربوک د المان د ملي امنیت سټراټېژۍ تشریح کولو پر وخت وویل: «دغه سټراټېژي په امنیتي سیاست کې په "درېیو مرکزي اړخونو" ولاړه ده؛ دفاع، ثبات او تداوم. په دفاع کې د پوځ او پولیسو پیاوړي کول او له هېوادوالو ملاتړ شاملېږي. ثبات یا د مقاومت وړتیا د "نا رسمي بهرني نفوذ پر وړاندې زموږ د ډیموکراټ اساسي نظام" دفاع پورې اړه لري، پر دې سبېره باید "د انرژۍ سرچینو او خامو موادو په برخه کې یو اړخیزه پایلې" کمې شي.» (سرچینه: دویچه‌ویله، ۲۰۲۳م کال د جون ۱۶مه)

ښکاره ده چې په دې اړه المان تر ډېره حده د چین په صادراتو پورې د تړاو کمولو په برخه کې د امریکا د سیاست پیروي کوي؛ لکه امریکا چې المان او ټوله اروپا اړایسته چې له روسیې سره د انرژۍ واردولو په برخه کې ډېرې لارې پرې کړي. دغه مسله په صراحت او له کومې پردې پرته د المانیانو په خبرو کې ښکاري؛ د پورتنۍ سرچینې په خبره، د المان لومړي وزیر، شولتز ویلي: «له اروپايي اتحادیې سره اړیکې او له اتلانتیک سره ایتلاف موږ ته یوه اساسي مسله ده.»

۱۲. نو د المان د ملي امنیت د دغې سټراټېژۍ اړخونه داسې خلاصه کولی شو:

الف- دغې سټراټېژۍ تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته پر المان وضع شوي پوځي محدودیتونه کم کړل؛ المان په چټکۍ او کوټلو ګامونو د خپل پوځ پیاوړي خواته روان دی؛ خو المان دغه محدودیتونه د نړیوالو شرایطو په برابرېدو لرې کوي او د یوه داسې دولت په توګه پاتې کېږي چې د اټومي وسلې نه خپرولو تړون یې لاسلیک کړی.

ب- المان د غرب له نړیوالو شرایطو سره په همغږۍ خپل دښمنان تعریفوي او د دغو شرایطو له مخې د روسیې پوځ د هغوی لومړۍ درجه دښمن دی او ورپسې چین د المان دویمه درجه دښمن ګڼل کېږي. د المان سټراټېژي چین ته د یوه سوداګریز شریک او په ورته وخت کې داسې دولت په سترګه ګوري چې د المان پر وړاندې زیاتېدونکی خصمانه لید لري؛ خو نه غواړي د نړیوالو ستونزو په حل کې له چین سره خپلې همکارۍ لغوه کړي. په دې اړه د المان دریځ هماغه د اوو لویو دولتونو اعلان شوی دریځ دی.

ج- المان د اروپايي اتحادیې او ناټو سازمان د غړي هېواد په توګه هڅه کوي خپل شاوخوا امنیتي او پوځي ګواښونه کم کړي؛ د المان نوې سټراټېژي ټینګار کوي چې المان له اروپايي او نړیوالو استازو سره همکارۍ ته پابند دی.

د- که څه هم دغه سټراټېژي ټینګار کوي چې المان د اروپا او ناټو غړی، خپل امنیت د اروپا او اتلانتیک منظمونو د جمعي امنیت برخه بولي او ټینګار کوي چې د امریکا په رهبرۍ د نړیوال نظام ملاتړ کوي. خو له دغو ادعاوو یوه هم د المان د دغې سټراټېژۍ خطر نه کموي او نه د دې مسلې ارزښت کموي چې دغه سټراټېژي په حقیقت کې مسکو ته یو نړیوال زیان دی؛ لکه له ناټو سره د سویډن او فنلنډ د یو ځای کېدو زیان.

هـ - المان په تېرو درېیو لسیزو کې په اروپايي اتحادیه کې له خپل موقعیت څخه په اقتصادي مسایلو کې د خپل رهبري کوونکی رول ښودلو لپاره کار اخیستی او دا پر لوی ځواک د بدلېدو لپاره د المان لومړنی ګام و. اوس هم د اوکراین له جګړې او نړیوالو شرایطو استفاده کوي چې پیاوړی پوځ او پوځي صنعتي مرکز جوړ کړي او له دې سره پر لوی ځواک د بدلېدو لپاره خپل دوهم ګام پورته کړي. له دغو دوو ګامونو وروسته به المان وکولی شي ځان له نورو محدودیتونو او بندونو خلاص کړي او له امریکا او اروپايي دولتونه بېله او خپلواکه سټراټېژي به جوړه کړي. که څه هم داسې نه ښکاري چې المان دې په لنډمهال کې دغو موخو ته ورسېږي، خو پېښې ښيي چې المان پر همدغه لار روان دی.

۱۳. په پای کې باید ووایو چې د نننۍ نړۍ لوی دولتونه د بېګناه خلکو په وینې تویولو، ظلم، تېري، په ځمکه کې فساد خورولو، د انسانانو او نباتاتو په له منځه وړلو کې له یو بل سره سیالي کوي. د بشر دغه ګډوډ وضعیت یوازې هغه وخت سمېدلی شي چې پر ځمکه یو ځل بیا د خلافت رڼا خوره شي او نه یوازې د مسلمانانو، بلکې ټولو هغو کسانو لپاره امنیت او هوساینه راوړي چې تر سیوري لاندې یې ژوند کوي. هغه وخت به د حق چغه ټوله نړۍ ونیسي:

﴿وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقاً

ژباړه: «او اعلان وکړه چې حق راغئ او باطل له منځه لاړ؛ له شک پرته چې باطل له منځه تلونکی دی»  [اسراء: ۸۱]

﴿وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيباً

ژباړه: «او وايي چې دا به کله وي؟ ورته ووایه: ښايي ډېر نږدې وي.»  [اسراء: ۵۱]

۱۴۴۴هـ.ق کال د ذولحجې ۵مه

۲۰۲۳م کال د جون ۲۳مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې