سه شنبه, ۲۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د موصل د بیا نیولو تر شاه څه روان دي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د موصل د بیا نیولو تر شاه څه روان دي؟

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

د ۲۰۱۶ زکال د اکټوبر پر ۱۷ مه د موصل د بیا نیولو لپاره مبارزه پیل شوه، له دغو خبرو څخه موخه څه ده؟ د امریکا د لوړ پوړو چارواکو له څرګندونو څخه چې هیله کېده، د موصل جګړه له څو کلونو وروسته تر سره شوه، له دې نه څه برداشت کیږي؟ که چېر په موصل کې داعش ماته وخوري، دا به د داعش د کار پای ته رسېدل وي؟ ولې د عراق د حکومت او ترکیې د رژیم تر منځ شخړې روانې وې او ولې ترکیه په دغه جګړه کې ګډون ته زړه ښه کوي؟

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته!

که چېرته د عراق مسلې ته وګورو، دې پایلې ته رسیږو چې دا د هغو بدبختیو لړۍ ده چې عراق یې ټوټې ټوټې کړ او یوه سیمه یې د سنیانو او بله سیمه یې د شیعه ګانو په واک کې ور کړه. دا په داسې حال کې ده چې د کردانو رژیم ورځ په ورځ ځواکمنیږي. د امریکا دا سیاست له نن ورځې او یا د عراق له اشغال څخه نه دی پیل شوی، بلکې هغه وخت چې امریکا په ۱۹۹۱ زکال د عراق په شمال کې یو شمېر سیمې ونیولې او په هغه ځای کې یې هېچا ته د الوتو اجازه نه ورکوله، پیل شو. کله چې امریکا په ۲۰۰۳ زکال عراق اشغال کړ، هغه رژیم چې په عراق کې واکمن شو، داسې رژیم و چې د عراق او په دغه هېواد کې د موقت حکومت د رییس لپاره په ۲۰۰۳ زکال کې د امریکا د ولسمشر د استازي (بریمر) په واسطه وټاکل شو او دا رژیم د دیني تعصبونو پر بنسټ نه و.

بریمر د جولای په میاشت کې د عراق مجتمع نمادین حکومتي شورا او د ۲۰۱۶ زکال د اګیسټ په میاشت کې ۲۶ کسیزه کمیټه چمتو او اساسي قانون یې جوړ کړ. دغې کمیټې عراق فدرالي حکومت اعلان کړ او یو شمېر سیمې یې د کردستان د سیمو په نوم ونومولې او د ۲۰۰۵ زکال د جنوري پر ۳۱مه یې د اساسي قانون د پروسې د قانوني کولو لپاره ټاکنې تر سره کړې. په هغو ناوړه تګلارو کې چې له ظلم نه ډکې وې، ۵۸ سلنه ګډونکونکي د رایې د صندوقونو پر لور ولاړل چې همدې کار اساسي قانون ته قانوني بڼه ور کړه.

د اساسي قانون ځینې مادې په لاندې ډول دي:

لومړۍ ماده: په ۲۰۰۵ زکال کې د عراق اساسي قانون داسې بیانوي: «عراق یو فدرالي دولت دی».

۱۱۶ مه ماده: «د عراق ولسمشریز فدرالي سیسټم له پلازمېنې پرته نورې سیمې، ولایتونه او اداري واحدونه سیمییز بولي».

۱۱۷ مه ماده: اساسي قانون د کردستان د سیمې له اجرایي صلاحیتونو څخه ملاتړ کوي او په سیمه کې د فدرال ټول قدرتونه په رسیمیت پېژني».

د فدرالي سیمیو حالاتو ته په کتو سره، د عراق تیت پرک کېدل د وړاندوینې وړ دي چې دغه امر ته په ۱۱۹ مه ماده کې په څرګنده ډول اشاره شوې ده چې وایي: «په عراق کې به نوې فدرالي سیمې جوړې شي». نو پر همدې اساس امریکا د عراق د تیت پرک کېدو تخمونه په دغه کار سره شکمن کړي او دغه اساسي قانون چې د عراق له مخکني قانون څخه ډېر خراب دی، اخیستل شوی. امریکا د دغه اساسي قانون د بریا تر منلو وروسته چې د عراق د پاشل کېدو ریښه ده، کبر وکړ او خپل مزدوران یې په دغه اداره کې وټاکل چې د کار لومړیتوب یې د دغه قانون لپاره فضا جوړول وو؛ خو په دې چاره کې بریالۍ نه شوه. هغه سیمې چې د سني او شیعه په نوم له یو بل څخه بېلې شوې وې، په مختلفو نومونو سره له یو بل نه بېلې شوې او دغه د سني او شیعه نومونو د عراق د خلکو په ذهنونو کې ځای ونیو او د ټولو لپاره حیرانونکي وو.

امریکا د خپلو تګلارو د پلي کولو لپاره فضا جوړونه پیل کړه او د دغه کار لپاره یې نوري المالکي په ۲۰۰۶ زکال د مې پر ۲۰ مه د لومړي وزیر په توګه وټاکه؛ هغه کس چې د اسلام او مسلمانو له کرکې څخه یې زړه ډک و. المالکي ته چې لومړۍ دنده وسپارل شوه، هغه د سنيانو او شیعه ګانو تر منځ شخړې او فتنې پیلول و چې د حالاتو د خرابېدو لامل شوې او هغوی یې له یو بل نه لرې کړل. المالکي امریکا ته په مزدورۍ او ډلییزو شخړو ته په لمن وهولو کې ډېر بریالی و او د نورو د احساساتو د راپارولو لپاره یې سیمې تجزیې ته چمتو کړې. المالکي د کردانو او سنیانو تر منځ داسې ډله ییزې شخړې پیل کړې چې د عراق ځینو خلکو پخپله د تجزیې او بېلتون نارې وهلې.

المالکي ته چې د امریکا له لوري کومه موخه ټاکل شوې وه چې هغه د فضا جوړول او د سیمو وېشل وو، بریالی شو. د همدې لپاره امریکا د نوموړي د قدرت دوره وځنډوله. د المالکي دوره توره دوره وه، که څه هم امریکا د ۲۰۱۱ زکال تر سپټمبر پورې په نظامي بڼه ځان څرګنداوه، خو په عام ډول په امنیتي او سیاسي کنټرول کې وه.  المالکي په خپل ظلم او ناپوهۍ سره په عراق کې د فتنې او شخړو ونې وکرلې او هر ځل به چې په عراق کې د دې شخړو لمبې مړې کېدې، نو المالکي به له سره بلولې. د المالکي د واکمنۍ په دوره کې ډلییزو نفاقونو ریښې وغځولې او په دغه هېواد کې د وسلوالو ملېشو د رامنځته کېدو سبب شوې. امریکا د المالکي په مرسته د مسلمانانو تر منځ د تشې رامنځته کېدو ته لار ومنده. المالکي پخپل ظلم او کرکې سره له یو بل څخه د مسلمانانو په بېلولو کې هڅه وکړه. که څه هم خلکو د عدالت او خپلو حقونو غوښتنه کوله، خو نوموړي پخپل ظلم سره هغوی له پښو وغورځول؛ څنګه چې په ۲۰۱۲ زکال کې د سني مېشتو سیمو خلکو د عدالت غوښتنې، له بنددونو څخه د ښځو د خلاصون او د شپنیو عملیاتو د بندېدلو لپاره سوله ییز لاریونونه تر سره کړل، نو هغوی یې له ټروریزم سره په اړیکو درلودلو او د دولت د رانسکورولو په پلمه وځپل او په دې کار سره یې د فدرال دولت اداري تشکیل ته لار هواروله. المالکي د امریکا له اجازې پرته دا کارونه نه دي تر سره کړي.

همدارنګه له سوله ییز لاریون وړاندې په انبار کې د شیعه ګانو ځینو ډلو د شیعه ګانو لپاره د کردستان د سرحدي کرښو په اوږدو کې بېلې سیمې غوښتې. د دې تر څنګ سیمه ییزو هېوادونو هم د دغو ډلو لپاره بېلې ډلې غوښتې. دغه ټولې کړنې د امریکا د سیاست د پلي کېدو لپاره دي چې یو متحد عراق نه غواړي او داسې ډلې غواړي چې یو بل سره ووهي او خپلې بېلې شوې سیمي وغواړي چې په دې چاره کې تر ډېره امریکا بریالۍ وه او دغه بېلتون غوښتنه یې د خلکو په عامه رایه بدله کړې ده. د دې تر څنګ په عراق کې د داعش نمایشي کړنې ډېرې شوې او امریکا له داعش ښه ګټه واخیسته: د امریکا په اند که چېرته داعش په سیمه کې ځواکمن شي، دا ډېر ښه فرصت دی چې سنیان او شیعه ګان پخپلو کې سره اخته شي. په دې وخت کې المالکي ته دنده وسپارل شوه چې خپل پوځونه له وسلو پرته او د بانکونو پیسې له موصل څخه وباسي. نو هغه و چې په ۲۰۱۴ زکال کې د داعش په لاس د موصل د سقوط اعلان وشو. خو ډول ډول راپورونه خپرېدل چې د عراق پوځونو دا ښار له جګړې پرته داعش ته وسپاره او تر دې چې وسلې، وسایل، جامې او پیسې یې په موصل کې پرېښودل او د عراق پوځونه په دومره ډېر شمېر سره له عراقه وتښتېدل.

اوس ټول په دې اړه فکر کوي چې ولې عراقي پوځونو دغه ښار داعش ته په لاس ور کړ؟ دې خبرو تر دې کچې زور واخیست چې المالکي پخپله وویل چې دا ټول یوه نقشه وه. (سرچینه: ۲۰۱۶ زکال د اګیسټ ۱۸ مه د المالکي د فیسبوک پاڼه).

که څه هم المالکي غوښتل چې دا خبرې پټې کړي، خو نوموړی لومړی وزیر، د وسلوالو ځواکونو علی سر قومندان او د جکړې مسول و. د عراقي ځواکونو دا کړنه یو ځل بیا په رمادي کې تکرار شوه. له رمادي څخه د ځانګړو ځواکونو له مقامت پردته دغه په شاتګ تر پوښتنو لاندې راغی؛ خو یو ځل بیا پر دې قضیه سترګې پتې شوې او وتړل شوه. دلته امریکا د دې مسلې تړلو ته سخته اړه وه، څنګه چې د عراقي ځواکونو د په شاتګ تر شاه اصلي هوډ نیونکې امریکا وه. امریکا په دې کار سره غوښتل چې د داعش د اوسېدو لپاره ځای برابر کړي او په دې کار سره یې کولی شول چې په عراق کې د سنیانو او شیعه ګانو تر منځ په بېلتون رامنځته کېدو بریالۍ شي او خپلې اصلي موخې ته چې په عراق کې د یو فدرال حکومت غوښتنه ده، ورسیږي. همدا دلیل و چې امریکا عراقي ځواکونو ته د په شاتګ امر وکړ چې داعش په اسانۍ سره دغه ښار ته دننه شي. د دې تر څنک امریکا د داعش له بمبارولو څخه ډډه وکړه. څنګه چې اوباما د ۲۰۱۴ زکال د جون پر ۱۳ مه وویل: «موږ له داعش سره جګړې ته له نظامي پلان پرته چې عراقیانو موږ ته راکړی، نه ځو». دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او عراق تر منځ امنیتي هوکړه لیک لاسلیک شوی او عراق له امریکا څخه د داعش د بمبارولو غوښتنه وکړه؛ خو امریکا په دې اړه هېڅ اقدام ونه کړ. دغه څرګندونې په جده کې د عراق د بهرنیو چارو وزیر «زبري» هم وکړې.

همدارنګه دغه څرګندونې د امریکا د نظامي ځواکونو رییس جنرال ډمپسي په یو کنفرانس کې ومنلې، پخپله یې دا وویل چې امریکا په دې اړه هېڅ کومه بیړه نه کوي او خپله لاسوهنه یې تر یو څه وخت پورې وځنډوله چې په عراق کې د دوی د سیمه ییزو پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره شي. په عراق کې د امریکا د سیمه ییز پلان چې هغه د سنیانو او شیعه ګانو په بېلو سیمو سره فدرال عراق دی، ډېر ژر د خلکو په ذهنونو کې دغه مفکوره پیل شوه؛ داسې چې د عراق په کردستان کې امریکا له داعش سره د جګړې امر ورکړ او داعش یې له هغه ځای وایست. خو دلته هغه خبرونه را اخلو چې د نن ورځې عراق له ویبپاڼې نه د ۲۰۱۶ زکال د ډیسمبر پر ۶مه اعلان شول: «د عراق لپاره حل لاره یو فدرال عراق دی، داسې عراق چې په هغه کې به په فدرالي صلاحیتونو سره درې بېلابېلې سیمې په رسمیت وپېژندل شي؛ دا د داعش د ستونزې د لمنځه وړلو لپاره یوازینۍ لاره ده او دا په بغداد کې د ټولو دویمي قدرتونو د لمنځه وړلو په ځانګړي ډ‌ول هغه ملېشې چې د ایران له خوا رهبري کیږي، حل لاره ده».

دې ورځپاڼې همدارنګه څرګنده کړه: «واشنګټن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ملاتړ له عراق څخه د ساتنې هوډ لري». نو پر همدې اساس امریکا له المالکي نه په ګټې اخیستنې سره د سنیانو او شیعه ګانو تر منځ بېلتون اچونه پیل کړه او په دې کار سره یې غوښتل چې عراق ټوټه ټوټه کړي او له عراق نه مختلفې سیمې په فدرالي صلاحیتونو سره جوړې کړي چې له مرکز سره ډېرې کمزورې اړیکې ولري او وروسته به دا کمزورې اړیکې هم له منځه ولاړې شي. د دې تر څنګ امریکا د شیعه ګانو په اړه د داعش له مفکورې او د هغوی د خلافت له اعلان څخه ګټه واخیسته او موصل ته په اجازې ور کولو سره یې د دغو دوو ډلو تر منځ دښمني ډېره کړه.

امریکا د داعش هر عمل لکه وژل، په اور سوځول او د بې ګناه کسانو ځورول مخکې له مخکې پر خلافت پورې تړل؛ خو الله سبحانه وتعالی د دوی دغه کړنې شنډولې او خلک پوه شول چې د عراق خلافت له خرافاتو پرته بل څه نه دي او هغه خلافت چې الله سبحانه وتعالی فرض کړی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیر دی، داسې خلافت به وي چې خلک به د عدل لپاره هلته مهاجر کیږي او دغه خلافت به د خپلو کسانو او نړیوالو لپاره عدل راوړي. د عراق په شمال کې له سنیانو څخه د ترکیې ملاتړ همغه له شیعه ګانو څخه د ایران د ملاتړ موخه ده چې ترکیه د سنیانو د ځواکمنتیا او ایران د شیعه ګانو د قدرت لپاره جګړه کوي چې دا پخپله د دغو دوو ډلو تر منځ په بېلتون رامنځته کېدو کې مرسته کوي. د عراق په موضوع کې د ترکیې د دننه کېدو موخه د سني او شیعه مسلمانانو تر منځ د تشې رامنځته کېدل دي؛ څنګه چې ترکیه د سنیانو د ساتنې او ایران د شیعه ګانو د ساتنې لپاره جګړه کوي چې ټول غشي پر یوه موخه (د عراق پر تجزیې) لګیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اردوغان او عبادي تر منځ لفظي شخړې هم رامنځته شوې دي. ترکیه د عراق په جګړه کې ګډون ته لېواله ده او د سنیانو د ساتنې ادعا کوي؛ په داسې حال کې چې عبادي له ترکیې غوښتي چې د عراق له شماله ووځي چې دې خبرو اردوغان حیران کړ. اردوغان او عبادي دواړه پر دې پوهیږي چې د دوی کړنې د دوی له صلاحیتونو سره هېڅ اړیکه نه لري او دا ټول د امریکا د سیاست پلي کېدل دي چې هغه یو سیمه ییز او فدرال عراق دی. دا څرګندونې دا ښیي چې اردوغان له سنیانو او عبادي له شیعه ګانو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی چې دا پخپله د عراق له تجزیې سره مرسته کوي. عبادي پخپلو خبرو کې یوازې د ترکي ځواکونو وتل یادوي، په داسې حال کې چې د عراق ځمکه او اسمان له ډول ډول ځواکونو څخه ډک دي او د دکار موخه یې له شیعه ګانو څخه ملاتړ دی چې د دې کړنو پایله یوازې د عراق تجزیه کېدل دي او د دې لفظي شخړو دوام او بندېدل د امریکا په سیاست پورې اړه لري.

دا لومړی ځل نه دی چې د عراق حکومت د ترکي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي. د عراق پر دغه غوښتنه د عربو په اتحادیه کې هم خبرې وشوې او ومنل شوه؛ د عربو اتحادیې دغه غوښتنه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړه او له سازمان نه یې د ترکیې د حکومت د محکومولو غوښتنه وکړه. نو دا هغه راز دی چې ترکي ځواکونه په عراق کې پرمختګ نه شي کولی، دا همغه د امریکا د سیاست پلي کېدل دي چې په عراق کې مختلفې فدرالي سیمې جوړې کړي. اردوغان د موصل لپاره د خپلواک دولت بحثونه پر مخ وړي، خو هغه کسان چې د عراق په مرکز د کردستان په سیمه کې د شخصي دولت هڅه کوي، هغوی په موصل کې د بل دولت جوړېدل رد کړل او په کلکه یې غندي. اردوغان د ترکیې د انقرې په بسټپ سیمه کې پخپله بیانیه کې د موصل د پرمختګ په اړه وویل: «کومو کسانو چې د عراق په شمال کې د سیمه ییز دولت لپاره خوښي ښودلې، په موصل کې د دا ډول دولت لپاره خوښ نه دي». (سرچینه: د ۲۰۱۶ زکال د اکټوبر ۱۸ مه د The time Turk Newspaper خبرپاڼه)

امریکا په دې فکر کې وه چې اوس د داعش د ایستلو وخت نه دی او اوباما غوښتل چې خپلې دورې ته په دغې مسلې سره د پای ټکی کېږدي؛ په داسې حال کې چې د امریکا ځینو لوړپورو چارواکو پخپلو بیانیو کې ویلي وو: «دغه کار به ډېر کلونه ونیسي، خو حالات داسې شول چې اوباما یې د دې کار چټکتیا ته اړه کړ». اوباما غوښتل چې له خپلې دورې څخه بریالی ووځي، خو د ایران د مرستو او ملېشو او د روسیې د هوایي بمباریو له لارې د سوریې په مسله کې د بریا په اړه په فکر کې شو؛ خو د سوریې او په ځانګړي ډول د حلب د خلکو مقاومت و چې دا هیله یې له لاسه ور کړه. 

د موصل جګړه د ۲۰۱۶ زکال د اکټوبر پر ۱۷ مه پیل شوه. راپورونو ویل چې په دغه جګړه کې ۱۴۰ زره ځواکونو برخه اخیستې وه چې په دوی کې عراقي ځواکونه، د کرد پیش مرګه ځواکونه او نور کسان شامل وو. د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیټرکوک په دې اړه خپل نظر داسې څرګند کړ: «د واشنګټن په رهبرۍ د نړیوال ائتلاف ټول ځواکونه د موصل په جګړه کې له عراقي ځواکونو څخه په عام ډول ملاتړ کوي». نوموړي همدارنګه د موصل د بیرته نیولو لپاره د امریکا د ځمکنیو ځواکونو د شتون خبر ور کړ او وې وویل: «دغه ځواکونه به د عراقي او پیش مرګه ځواکونو لپاره لوجستیکي خدمتونه برابر کړي». رویټرز خبري اژانس د ۲۰۱۶ ز کال د اکټوبر پر ۱۷مه د عراق د لومړي وزیر حیدر العبادي په غوښتنه په عراق کې د امریکا پر ۴۴۰۰ ځواکونو د ۶۰۰ نورو ځواکونو د ډېرېدو خبر ور کړی دی. دغه جګړه به د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په دوام او د اوباما د کاري دورې تر وروستیو پورې دوام وکړي چې نوموړی د خپل ځان لپاره لاسته راوړنه ولري.

په داسې حال کې چې د موصل جګړه اسانه جګړه نه ده، دا جګړه د کورنیو او سیمییزو قدرتونو لکه د ایران او ترکیې د سیالۍ جګړه ده. دغه شخړې د موصل جګړې ته لمن وهي. موږ باید پر دې پوه وو چې د دې جګړې اصلي لوبغاړې امریکا ده او دغه شخړې به جګړې ته تر هغه دوام ور کړي چې د امریکا ګتې پکې وي او وروسته به دغې جګړې ته د پای ټکی کېږ دي. همدارنګه د موصل جګړه اسانه جګړه نه ده، دا د کورنیو او د امریکا د قدرتونو تر منځ سیالي ده او اروپا ته په ځانګړي ډول فرانسې او انګلستان ته هم په دې جګړه کې برخه ور کړل شوې ده، په داسې حال کې چې هغوی خپلواک هېوادونه نه دي؛ خو یوازې د دې هېوادونو د متحدینو په توګه د امریکا په رهبرۍ اتحاد پر مخ وړي او امریکا له دوی نه په ګټې اخیستنې سره غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې هېڅوک د امریکا د موخې خنډ چې هغه د عراق تجزیه ده، نه شي.

فرانسه د تېر په څېر غواړي چې په فرانسه کې د داعش د برید د غچ اخیستلو لپاره په دغه اتحاد کې ښه څېره وي؛ د همدې لپاره دغه هېواد د ۲۰۱۶ زکال د اکټوبر پر ۲۰ مه د موصل ښار د راتلونکي او د ملکي خلکو د ساتنې لپاره په پاریس کې کنفرانس ونیو او د ۲۰ هېوادونو او سازمانونو وزیرانو او استازو ته یې په هغه کنفرانس کې د ګډون بلنه ور کړه.

له دې لیدنو او خبرو وروسته د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر وویل: «د دوی هېواد د دغې اتحادیې مشري او رهبري په لاس کې لري او د دې خبرو اصلي محور له داعش څخه د رقې ښار د خلاصون لپاره حل لارې لټول او د دوی د پلان په اړه فکر و چې غړي هېوادونه څرنګه کولی شي خپلې سیمې له داعش څخه په امن کې وساتي چې همدې موخې ته ورسېدل». (سرچینه: ۲۰۱۶ زکال د اکټوبر ۲۰مه الجزیره). دا پر دغه هېوادونو د امریکا رهبري ده چې د خپلو سیمو د دفاع لپاره د داعش له ګواښ څخه دغه هېوادونو ته پنا وړي.

که چېرته داعش په موصل کې له ماتې سره مخ شي، ایا دغه ډله به له منځه ولاړه شي؟ نه داسې نه ده، دغه ډله به جګړې ته دوام ور کړي او له ښار نه بهر به بریدونه کوي او تښتي به او د ښار په شاوخوا کې به شته وي؛ څنګه چې دغه ډله له رمادي څخه ویستل شوه؛ خو په شاوخوا کې همداسې پاته شوه. همدارنګه که چېرته له موصل څخه دغه ډله ویستل شي، په شاوخوا سیمو کې به همداسې پاته شي او د موصل د بیرته نیولو هڅه به وکړي، لکه په ۲۰۱۴ زکال کې یې چې دغه ښار ونیو او دغه ډله به په دښتو، غرونو او کلیوالو سیمو کې فعالیتونه وکړي. دغه ډله به د خپلې سیاسي پوهې د نشتون له امله داسې کړنې تر سره کړي چې دوی به داسې فکر کوي چې د دوی په ګټه دي؛ خو د دوی له دغو کړنو څخه به ښکلاکګر کافران ګټه واخلي چې پر دې داعش هم پوهیږي.

امریکا به هېڅ وخت له خپل پلان څخه چې هغه په درې فدراسیونونو سره د عراق وېشنه ده، په شا نه شي او دا په عراق کې د امریکا پالیسي ده. دا کار تر دې کچې جدي دی چې د امریکا مشرانو جرګې په عراق کې د امریکا دغه پروژه چې په درېیو فدراسیونونو سني، شیعه او کرد سره د عراق وېشنه ده، تصویب کړه او دغه هوډ یوازې د اوباما هوډ نه دی. د امریکا پخواني ولسمشر بوش د دغه پرېکړه لیک د پلي کېدو په اړه وویل: «د دغه پرېکړه لیک لپاره زمینه نه ده برابره». خو د اوباما لومړي مرستیال «جوبایډن» دغه پرېکړه لیک د دویم ځل لپاره د پلی کېدو پړاو ته وړاندې کړ. «جوبایډن» په غیر رسمي ډول د دغه پرېکړه لیک د پلی کېدو لپاره بېله هڅه وکړه او اوباما هم د عراق دوسیه نوموړي ته وسپارله. امریکا د عراق اساسي قانون د همدې پرېکړه لیک پر بنسټ جوړ کړی او په راتلونکي کې به د دوی کړنې د همدې پرېکړه لیک د پلی کېدو پر لور روانې وي.

امریکا به د موصل تر نیولو وروسته د دغو سیمو د رهبرۍ لپاره د نورو سیاستونو په لټه کې شي، څنګه چې دغه سیمې په عراق کې د امریکا د کار تر ټولو ستونزمنه برخه ده او شیعه مېشتې سیمې د امریکا لپاره دومره سختې نه دي. دغه کار دومره اسانه هم نه دی؛ څنګه چې په عراق کې ډېر داسې کسان شته چې یوازې الله سبحانه وتعالی او رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته ژمن دي او هېڅکله د خپل هېواد ټوټه ټوټه کېدل نه مني او د دغو پروژو پر وړاندې ان شاء الله راپاڅیږي او الله سبحانه وتعالی تر ټولو ځواکمن دی.

اې د عراق سپڅلو خلکو! موږ پر تاسو لکه مخکې مو چې غږ کړی و، بیا غږ کوو: اسلام تاسو د پېړیو پېړیو لپاره متحد ساتي او تر دې چې ستاسو بیرغ ته به د ډېر وخت لپاره پوښښ ور کړي او تاسو عزتمند یاست؛ څنګه چې تاسو خپلې ښګڼې ګډې کړې دي او د شخړو او فتنو پر وړاندې مو هم یو ځای جګړه کړې ده. ستاسو خاوره بریالۍ ده، د قادصیې او بویبې خاوره ده. ستاسو خاوره د هارون الرشید، صلاح الدین او فاتحانو خاوره پاته شوې ده او انشاء الله په راتلونکې کې به هم د فاتحانو خاوره وي.

عراق پخپلو خلکو سره قوي او متحد دی او وېشل شوی عراق وېشل شوو کسانو ته کمزوری عراق دی. که چېرته د کردستان خلک دا فکر کوي چې د کردستان بېله سیمه او بېل دولت به هغوی ته پت ور کړي، دغه پت به د ګوتو په شمار ورځو لپاره دوام وکړي او له څو ورځو وروسته به له ناورین سره مخ شي. که چېرته سنیان دا فکر کوي چې د سنیانو بېل دولت به د عراق په شمال او لودیځ کې هغوی ته ښه ژوند ور کړي، دغه عزت به بیا هم د څو ورځو لپاره وي او وروسته به له ډېرو ستونزو سره مخ شئ. که چېرته د عراق شیعه ګان دا فکر کوي چې بېل دولت به په جنوب کې هغوی ته د ظلم کولو قوت ور کړي، دغه قوت به بیاهم د ګوتو په شمار ورځو لپاره وي او ډېر وخت به ونه وځي چې دغه ټولې کړنې به سرچپه وي او هغوی ته به له کمزورۍ پرته بل څه نه وي.

دَعُوهَا فَإِنَّهَا مُنْتِنَةٌ (صحیح البخاري)

هغوی پرېږدئ، څنګه چې هغوی خسا دي.

 ډلې جوړونه پای ته ورسوئ او د الله سبحانه وتعالی پر نوم راټول شئ:

هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمِین (حج: ۷۸)

 الله سبحانه وتعالی پر تاسو د مسلمانانو نومونه ایښي دي

پر الله سبحانه وتعالی پورې ځانونه ونښلوئ، نو تاسو بریالي کېږئ، له دې پرته له هر لوري پر تاسو ناخوالې بریدونه کوي.

[إِنَّ فِی ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِید] (ق:۳۷)

نو په دغو عذابونو کې د هر زړه څښتن او د حق اورېدونکي ته چې پوهیږي، یو پند دی.

 

اړوند مطلبونه:   له برجام څخه د ټرامپ وتل »

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې