جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له برجام څخه د ټرامپ وتل
بسم الله الرحمن الرحيم
له برجام څخه د ټرامپ وتل

(ژباړه)

پوښتنه:

په دې ټول پوهېږو چې امریکا په اصل کې د ګڼو سازمانونو دولت دی او د سیاست په نړیوال ډګر کې یې اساسي او مهمې کرښې همدغه سازمانونه ترسیموي، نه ولسمشر؛ مګر دا څنګه کېدی شي چې یو مهال امریکا له ایران سره د برجام اټومي تړون کوي او دا تړون خپله لویه بریا بولي او اوس ټرامپ له دې تړون څخه وځي او خپل دې کار ته بریالیتوب وايي؟ 

ځواب:

هو، دا سمه خبره ده چې د امریکا بنسټيزو او مهمو سیاستونو کرښې همدا سازمانونه ترسیموي، نه یوازې ولسمشر. که څه هم هغه اسلوب چې ولسمشر یې غوره کوي په عملي کولو کې یې سیاسي سازمانونه لویه ونډه لري، مګر هغه څه چې په پوښتنه کې نه دي یاد شوي، چې هغه په حقیقت کې د امریکا د لویو سیاستونو د بنسټ ډبره جوړوي او د ځواب اصلي ټکی هم دی، هغه د امریکا ملي ګټې دي چې د امریکا د تر ټولو مهم ارزښت په توګه د سازمانونو دا دولت ورته ژمن دی. نو پر همدې بنسټ؛ کله چې په ځینو مشخصو حالتونو کې د امریکا ګټې وي، نو سازمانونه هم ور سره موافقه کوي او ولسمشر هم ور سره موافقه کوي او کله چې د امریکا ګټې  وغواړي چې هغه لغوه کړي، نو هم یې سازمانونه او هم ولسمشر هغه لغوه کوي، چې جزیات یې په لاندې ډول دي:

1-په سوریه کې د بشار الاسد د قاتل، ظالم او د امریکا د مزدور رژیم د ساتلو لپاره، څو امریکا د بشار پر ځای بل بدیل پیدا کړي، ایران د امریکا لپاره خورا زیات ارزښت درلود. امریکا په سوریه کې د ولس له پاڅون څخه سخته وېرېده، ځکه چې یاد پاڅون د اسلام او د اسلام د حاکمیت شعارونه بدرګه کول. پر همدې دلیل امریکا سخته اندېښنه درلوده چې هسې نه په سوریه کې مزدور رژیم نسکور او پر ځای یې اسلام حاکم شي او په دې سره په سیمه کې د امریکا نفوذ له منځه لاړ شي، په ځانګړې توګه کله چې په ۲۰۱۵ز کال کې دا ولسي پاڅون خورا پراخه شو او په ډېره چټکۍ له یوې سیمه بلې سیمې ته وغځېده. په همدې وخت کې امریکا پرېکړه وکړه چې په دې موضوع کې د ایران ونډه غوښنه کړي او پر ایران باندې لګول شوي بندیزونه لرې کړي، څو ایران وکړی شي چې هغه ونډه چې په پام کې ورته نیول شوې ده، په ښه توګه ترلاسه کړي. نو د دې موخې دې تر لاسه کولو لپاره د امریکا مصلحت دا و چې د برجام اټومي هوکړه لیک له ایران سره لاسلیک کړي او په دې سره هغه خنډونه چې د ایران پر وړاندې وو، له منځه یوسي. که څه هم دا یو داسې هوکړه لیک و، چې د ایران لپاره له هر اړخه ذلیل کوونکی و.

د ۲۰۱۵ز کال د جولای د میاشتې په ۱۴مه د دې هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د امریکا د ولسمشر څرګندونې د دې واقعیت ښکاره ثبوت دی. پر هغه مهال د امریکا ولسمشر اوباما د برجام د هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته داسې وویل: (په دې اړه هېڅ شک مه کوئ چې د دې هوکړه لیک په لاسلیک سره پر ایران باندې ټولې هغې لارې تړل کېږي چې ایران دې ګواکي اټومې وسلې جوړې کړي. د دې هوکړه لیک پر بنسټ په ایران کې له دریو دوې برخې ټولې هغه دستګاوې چې په ایران کې لګول شوې دي، بیرون ته استول کېږي او ملګري ملتونه به ورباندې څارنه کوي او ۹۸ سلنه غني شوي یورانیم به یې له منځه وړل کېږي. که ایران له دې هوکړه لیک څخه سرغړونه وکړه، نو هر ډول بندیزونه به ورباندې ډېر ژر پلي کېږي. نړیوال هستوي اژانس به اجازه لري چې هر وخت او په هر ځای کې په پرلپسې توګه د ایران له هستوي اډو څخه لیدنه وکړي.) (سرچینه: بي بي سي: د ۲۰۱۵ز کال د جولای د میاشتې په ۱۴مه)

مخکې مو د ۲۰۱۵ز د جولای په ۲۲مه له هغه وروسته چې ایران د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا سره د ۲۰۱۵ز د جولای په ۲۰مه د برجام هوکړه لیک لاسلیک کړ، یوې پوښتنې ته د ځواب یوه برخه داسې وه: (که دغو ټولو چارو ته له وروستیو بدلونونو سره تړاو ورکړو، نو ویلی شو چې د دې معاملې شا ته د امریکا پټه موخه دا ده چې د ایران لپاره د بندیزونو د لغوه کېدلو لاره اواره کړي او له ایران سره خپلې اړیکې په علني توګه پراخه کړي او په دې سره ایران هغه نقش چې ورته په پلان کې نیولی شوی دی ښه ولوبوي او په دې نقش سره په سیمه کې د امریکا کار اسانه کړي او ورباندې پراته فشارونه راکم کړي او پر امریکا باندې د سیمې د دولتونو او خلکو د انتقاد ګوته هم ټیټه شي او په پایله کې ایران د امریکا د سیاستونو په پلي کولو کې د لوبې ډګر ته راودانګي. لکه څنګه چې په عراق، سوریه او یمن کې ایران د پردې تر شا دا کار کوي، تر دې وروسته به د یوې نرۍ پر دې تر شا او یا هم پرته له پردې خپل نقش ته دوام ورکوي.) چې بیا همداسې وشول؛ ایران په عراق، سوریه او یمن کې د امریکا په ګټه په څرګنده او ښکاره توګه یو وژونکی او جنایت کوونکی نقش لوبوي، خو خپل دغه نقش ته یې د مقاومت دروغجن، مکار، مذهبي او قومي رنګ ورکړی دی. 

2-     هغه مهال د امریکا ګټې د برجام د هوکړه لیک په لاسلیک کې نغښتې وي او موخه یې له دې هوکړه لیک څخه دا وه چې د ایران اقتصادي وضعیت ښه شي او په سیمه کې د امریکا پلانونه په ښه توګه او په خورا خوشالۍ پلي کړي او په ورته وخت کې امریکا په دې ښه پوهېده چې د دې هوکړه لیک لاسلیک د امریکا لپاره هېڅ تاوان نه لري. په هغه وخت کې د سوریې له وضعیته داسې ښکارېده چې امریکا به خپل نفوذ ډېر ژر د بشار الاسد د رژیم په نسکورېدو سره په سوریه کې له لاسه وکړي، ځکه هغه وخت د بشار نظام دومره کمزوری شوی و، چې هره شېبه یې د نسکورېدو شونتیا وه. امریکا اړینه وبلله چې د دې پېښې د مخنیوي لپاره د ایران نقش غوښن کړي او په دې سره د بشار نظام ته نوې ساه ورکړي. امریکا د همدې موخې لپاره د ۲۰۱۵ز د جولای په ۱۴مه له ایران سره د برجام هوکړه لیک لاسلیک کړ. امریکا په دې هم بسنه ونه کړه، بلکې له روسیې سره یې د ۲۰۱۵ز د سپټمبر پر ۳۰مه چې کله اوباما روسیې ته سفر وکړ، هوکړه لیک لاسلیک کړ او روسیه یې له خپلو پوځي تجهیزاتو سره په سوریه کې له ایران سره په همغږۍ د بشار الاسد د رژیم د ساتلو لپاره ښکېله کړه. دا نقش به روسیه او ایران تر هغه لوبوي، څو امریکا د بشار پر ځای یو بل لاسپوڅي پیدا کړي.

3-     مګر اوس د امریکا لیدلوري بدل شوی دی، ځکه چې د بشار الاسد نظام ښه شوی دی او لاس یې بر دی او دا د دې لامل شوی چې په دې اړه د ټرامپ د ادارې نظر بدل شي، په ځانګړې توګه د امریکا هغه مستقیمې او غیر مستقیمې لاسته راوړنې چې په دې وروستیو کې يې په عراق او سوریه کې د ازادۍ غوښتونکو خلکو د ځپلو په پایله کې درلودې. دا چې اوس حالات بدل شوي دي، نو نوره اړتیا نشته چې امریکا ایران ته مستقیم او بنسټيز نقش ورکړي او حتا د تګلارې دا بدلون د اوباما د ادارې په وروستیو وختونو کې څرګند شوی و، هغه وخت وپتېیل شوه چې بنسټيز نقش ترکیې او سعودي ته ورکړل شي، ځکه چې د سوریې د انقلاب د ځپلو لپاره د دغو دوو حکومتونو دسیسه او چل د روسیې، ایران او حزب الله تر ویجاړوونکو وسلو خورا خطرناک دی. ځکه چې ترکیې او سعودي پاڅون کوونکي داسې وغولول او په داسې لومو کې یې راګیر کړل چې خپله پاڅون کوونکي یې د پاڅون کوونکو پر وړاندې وکارول.

د ترکیې او سعودي دولتونه وتوانېدل چې د پېچلو او پټو اسلوبونو په کارولو سره د بشار الاسد د حکومت بریاوې او پرمختګونه محقق کړي او دا کار د دې لامل شو چې د سوریې په قضیه کې د ایران هغه نقش چې په یوازې سر یې لوباوه په طبیعي ډول له منځه لاړل شي. په دې سره امریکا پرېکړه کړې چې د سوریې په قضیه کې نه یوازې د ایران نقش کم، بلکې بیخي یې نقش لغوه کړي او دا مسئله د استانې په خبرو اترو کې بیخي څرګنده شوله، چې پر مټ یې وکړی شول چې د (لانجې د کمولو) په پلمه د سوریې د انقلاب چټکي له خنډ سره مخ کړي او دا مسئله خپله په دې دلالت کوي چې امریکا اوسمهال پرېکړه کړې چې له ایران سره د هستوي هوکړه لیک له منلو مخ واړوي، ځکه د امریکا ګټې دا غواړي چې د دې هوکړه لیک له منلو مخ واړوي او په دې سره په سیمه کې د ایران د نقش د کمولو لپاره نوي شرایط رامنځته کړي. نو ځکه اړینه وه چې ټرامپ داسې وښيي چې دا هوکړه لیک د ایران لپاره ډېر په ګټه و او له دې هوکړه لیک څخه د وتلو په پلمه د ایران لپاره د هستوي وسلو د جوړولو فرصت په لاس ورکړي.

ټرامپ د ۲۰۱۸ز د جولای په اتمه د برجام د هستوي هوکړه لیک له وتلو د ایران په اړه په یوه تلویزیوني وینا کې داسې وویل: (د دې هوکړه لیک دوام به ډېر ژر د دې لامل شي چې په منځني ختيځ کې هستوي وسلو ته د لاسرسي سیالي پیل شي) نوموړي زیاته کړه: (ایران هستوي وسلو ته تر لاسرسي بل هېڅ خطرناک کار نه دی کړی.) همدارنګه نوموړي وویل: (داسې پتېیل شوې وه چې دا هوکړه لیک امریکا او د امریکا ملګري وساتي، مګر دې هوکړه لیک ایران ته د دې زمینه مساعده کړه چې د خپلو یورانیمو د غني کولو لړۍ ته دوام ورکړي.) ټرامپ د خپلو مخاطبینو د غولولو لپاره داسې وویل: (زه چمتو یم او د دې وړتیا هم لرم چې کله ایران چمتو شي د نوي هوکړه لیک لپاره د خبرو اترو پر میز کښېنم.) نوموړي زیاته کړه: (کله مې چې د نړۍ له مشرانو سره مشوره وکړه، نو دې پایلې ته ورسېدم چې د دې هوکړه لیک په دوام سره نه شو کولی چې ایران د هستوي بم له جوړولو راوګرځوو، نو ځکه ا اعلان کوم چې زه له ایرن سره د هستوي هوکړه لیک څخه وځم، دا هوکړه لیک د ایران له هغو فعالیتونو څخه چې په سیمه کې یې سرته رسوي، مخنیوی نشي کولی. څو شېبې وروسته به پر ایران د نوو بندیزونو طرحه لاسلیک کړو.) وروسته نوموړی له خپل ځای څخه جګ شو او نوموړې طرحه یې لاسلیک کړه او داسې یې وویل: (له ایران سره د هستوي هوکړه لیک پر سر خبرې ناوړه وې، دا هوکړه لیک له ستونزو او عیبونو څخه ډک دی او موږ یې باید پر وړاندې یو څه وکړو. په هوکړه لیک کې اېښوودل شوي شرطونه موږ نه منلي او له دې هوکړه لیک څخه تر وتلو وروسته موږ غواړو دا ستونزې د تل لپاره حل شي. دا هوکړه لیک یوه فاجعه وه، د همدې هوکړه لیک له امله د ایران تروریستي رژیم میلیاردونه ډالر تر لاسه کړل.) (سرچینه: سپونتیک خبرپاڼه او د الجزیرې شبکه؛ ۲۰۱۸ز د مې اتمه)

د ټرامپ له پرړو په څرګنده ښکارې چې ده په خپلو خبرو کې مبالغه وکړه او هڅه یې کوله خلک د ایران له وړتیاوو وډار کړي او له ایران سره له اټومي هوکړه لیکه وتل توجیه کړي. مګر ټرامپ له دې هوکړه لیکه د وتلو اصلي لامل ته هېڅ اشاره ونه کړه او هغه دا چې اوس د امریکا ګټې په دې کې دي چې په سیمه کې د ایران نقش لنډ کړي، مګر په ورته وخت کې ایران دې ته چمتو وي چې د امریکا هرې غوښتنې ته لبیک ووايي. رښتیا خبره همدا ده چې د امریکا سیاست تل همدا و او همدا دی؛ امریکا خپل سیاستونه د خپلو ګټو په غوښتنه بدلوي او مقابل لوري ته هېځ ارزښت نه ورکوي. له روسیې سره یې کټ مټ همدا سیاست وکړ؛ اوباما د ۲۰۱۵ د سپټمبر په ۳۰ روسیې ته لاړ او پوتین یې د بشار الاسد د ساتلو لپاره له ایران سره په مرسته کولو مامور کړ. روسیه هم دې کار ته چمتو شوه او د اوباما په امر یې خپل پوځونه سوریې ته واستول. مګر تر یو څه وخت وروسته روسیې هڅه وکړه چې نړۍ ته داسې وښيي چې ګواکي په خپلواکه توګه او د خپل ځواک پر مټ په سوریه کې حضور لري، چې د روسیې په دې کار سره د امریکا ګټو غوښتنه کوله چې د روسیې غوږونه ورباندې تاو کړي، چې بیا خپلې پښې تر خپلې بړستنې ونه باسي.

د همدې موخې لپاره امریکا په سوریه کې د روسیې پوځي اډو ته څېرمه توغندي وویشتل. دا مسئله مو د ۲۰۱۸ د اپرېل په ۱۴ مه د يوې پوښتنې د ځواب په یوه برخه کې هم داسې بیان کړې وه: (د امریکا وروستي توغندییز بریدونه په دې موخه نه دي تر سره شوي چې د سوریې اټومي وسلې ویجاړي کړي، بلکې روسیې ته د درس ورکولو په موخه شوي دي. نن یې لس هدفونه وويشتل، چې د پوځي چارو کارپوهان وايي چې دغه توغندي یوازې په خورا لږو اټومي او څېړنیزو مرکزونو باندې شوي دي، زیات بریدونه په پوځي اډو باندې شوي دي.) نو  د ملي ګټو پر محور ورباندې د امریکا د ګټو د لوري بدلول کومه نوې خبره نه ده، بلکې دا یوه معمولي چاره ده.

4-     په ورته وخت کې یوه بله خبره هم ده چې د برجام له هوکړه لیکه ټرامپ بهر شو او د امریکا ګټې ور سره تړلي دي او هغه د یهودو له لوري د فلسطین او قدس له ښکېلاک څخه د عامه ذهن اړول دي. امریکا له ډېره وخته داسې پلان درلود چې خپل سفارت د قدس ښار ته یوسي، مګر تر اوسه یې دې ته انتظار کاوه چې د امریکا په غوښتنه د قدس ښار د یهودو او مسلمانانو ترمنځ ووېشل شي او په فلسطین کې د یهودو او مسلمانانو دوه خپلواک دولتونه جوړ شي. مګر اوس امریکا دې پایلې ته رسېدلې ده چې یوه بله حل لاره وړاندې کړي او هغه د ورتوش تعدیلات دي چې د (پېړۍ د معاملې) په نامه یاده شوې ده او د دې حل لارې لازمه دا ده چې د قدس ښار ته خپل سفارت یوسي، خو دا کار باید له ځان سره لږ احساسات ولري.

نو له همدې امله امریکا پر ایران باندې تمرکز وکړ او د هغه نقش یې پیاوړی کړ، د ۲۰۱۷ د مې په ۲۱مه یې د اسلامي خاورو د هېوادونو د خاینو دولتونو په ګډون یې یو لوی کنفرانس جوړ کړ او په دې کنفرانس کې ټرامپ د ۵۵ اسلامي هېوادونو د خاینو چاراکو په استازيتوب خبرې وکړې، چې د یهودو او سعودي دولت او نورو ټولو نظامونو ترمنځ یې د سولې خبرې توجیه کړي. امریکا تر اوسه د فلسطین د کشالې لپاره مشخصه حل لاره نه ده وړاندې کړې، مګر د سعودي رژیم یې توظیف کړی دی چې د دې نا اعلان شوې طرحې لپاره لاره اواره کړي او په فلسطیني حکومت زور راوړي چې دا حل لاره ومني. په دې معنا چې ټرامپ هڅه وکړه چې د یهودو لخوا د اسراء او معراج د سپېڅلې خاورې ښکېلاک په اړه عامه ذهنیت له ایران سره د دښمنۍ موضوع ته واړوي او دا مسوولیت یې سعودي ته ورکړ چې د ټرامپ د خبرو د توجیه لپاره لاره جوړه کړي. د امریکا ګټه دا ده چې اوسمهال له ایران سره اټومي هوکړه لیک ګرمه موضوع وګرځوي او داسې وښيي چې ګواکي له ایران سره دا هوکړه لیک چې د ایران په ذلت باندې دلالت کوي، د ایران په ګټه دی او دا هېواد نور هم پیاوړی کوي، په داسې حال کې چې هم ټرامپ او هر سړی په دې پوهېږي چې د ایران لپاره دا تړون خورا ذلیل او ناوړه تړون دی.

په دې وروستیو کې امریکا داسې هڅې پیل کړي دي چې وښيي چې ایران ګواکي دښمن هېواد دی او د سیمې لپاره ایران خطرناک هېواد دی، نه د یهودو رژیم. د بېلګې په توګه؛ کله چې په ایران کې وروستي لاریونونه وشول، امریکا تمرکز ورباندې وکړ، په داسې حال کې چې ټول خلک پوهېږي چې په سیمه کې د ایران نقش د امریکا د هغو سیاستونو پلي کول دي چې امریکا په خورا دقت سره پلان کړي دي. د امریکا له لوري د ایران د وروستیو لاریونونو برجسته کول په دې موخه نه وو چې د ایران رژیم نسکور کړي، بلکې د نورو موخو لپاره وو، چې موږ یې په اړه د ۲۰۱۸ د جنوري په ۱۱مه د يوې پوښتنې په ځواب کې ورباندې رڼا اچولې وه: (... پوښتنه دا ده چې امریکا څرنګه د ایران لاریونونو ته لاره پیدا کړه او هڅه کوي چې دې لاریون ته په جهت ورکولو کې خپله ونډه ولري؟ ځواب دا دی چې امریکا دا کار په دوو دلیلونو کوي: ۱. د فلسطین په اړه د ټرامپ د خبرو په اړه د عامه ذهنیت اړول او د ایران په موضوع باندې يې مصروفول، چې د خلکو پام ایران ته واوړي او د فلسطین موضوع ته د خلکو پام کم او یا یي بیخي له منځه یوسي. ۲. په سیمه کې د امریکا د مزدورانو د پاېښت توجیه او پر امریکا پورې تړل، چې دوی ګواکي د ایران پر وړاندې درېږي او امریکا یې له ایران څخه د شته خطر پر وړاندې حمایه کوي.

د ټرامپ دا خبرې چې قدس د یهودي دولت پلازمېنه ده، په دې دلالت کوي چې نوموړی له اسلام او مومنانو سره سخته کرکه او دښمني لري او د نوموړي دغو خبرو پر وړاندې د مسلمانانو پام د مسلمانانو د خاینو مشرانو موقفونو ته وګرځېدل، ځکه قدس د مسلمانانو په زړونه کې ځانګړی ځای لري او په دې اړه د مسلمانانو د خاینو چارواکو غلي پاتې کېدل، له امریکا سره د خپلې مزدورۍ دوام او دوستي لویه رسوايي ده. پر همدې بنسټ د ایران پر وړاندې د ټرامپ ستوغې او توندې خبرې د دوی لپاره ښه پلمه شولې چې له امریکا سره خپله دوستي داسې توجیه کړي چې ګواکي امریکا د ایران پر وړاندې چې زموږ دښمن هېواد دی درېدلې ده او زموږ ملاتړ کوي او په دې سره د فلسطین موضوع د خلکو له پامه وغورځوي، چې دا خپله لویه جفا ده. ﴿قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ﴾.

5-     په دې کې هېڅ شک نشته چې له ایران سره په اټومي هوکړه لیک کې امریکا مرکزي نقش درلود او اورپا د امریکا په خوښه له دې هوکړه لیک څخه ملاتړ وکړ او په دې يې بسنه وکړه چې اجازه ورکړل شوه چې د هوکړه لیک په پای کې لاسلیک وکړي. د اورپا د موقف د وضعیت په اړه مو د یوې پوښتنې په ترڅ کې د ۲۰۱۵ د جولای په ۲۲ اشاره کړې وه او داسې مو ویلي وو: (اورپا پوه شوه چې له ایران سره د امریکا له اټومي تړونه مخنیوی نشي کولی او یا هم نشي کولی چې د امریکا په نفوذ باندې اغېز ولري، نو یوازې دا یو څه یې کولی شوی چې هغه د ایران خواته درېدل و، چې په دې سره یې ځینې ګټې تر لاسه کړلې او هغه په ایران کې پر ځینو اقتصادي پروژو باندې پانګونه وه او له دې فرصت څخه ګټه واخلي او په ایران کې داوږده مهال لپاره خپل نفوذ پراخه کړي.) نو ځکه اورپا له ایران سره اټومي هوکړه لیک غنیمت وباله او له ایران سره یې خپلې سوداګریزې اړیکې پراخه کړلې او له ایران سره یې د سوداګریزو توکو کچه خورا زیاته کړله.

دا درېیم لامل و، چې ټرامپ یې دې ته اړ کړ چې له ایران سره د دې هوکړه لیک له وتلو اورپا ته هم ټکان ورکړي، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ په برخه کې. په همدې موخه ټرامپ دومره لېوال و چې په خپله ټويټر پاڼه یې ولیکل چې نوموړی غواړي د مې په ۱۲مه نه، بلکې د مې په اتمه دا هوکړه لیک لغوه کړي. ټرامپ ځکه دا هوکړه لیک ژر لغوه کاوه چې اورپا یې له وتلو څخه مخنیوی ونه کړي.په دې اړه (نوې عربي) وېبپاڼې د (اکسیوس) د وېبپاڼې په حواله داسې ولیکل: (د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ۲۰۱۸ د مې په څلورمه خپلو انګریزي، فرانسوي او الماني سیالانو ته وویل چې ټرامپ غواړي له ایران سره د اټومي هوکړه لیک د تعدیلاتو راوستلو هڅې رد کړي او حتا غواړي چې دا هوکړه لیک له سره لغوه اعلان کړي.) نو امریکا نه د اورپایانو غوښتنه ومنله او نه هم دې ته حاضره شوه چې له اورپایانو سره په دې اړه همکاري وکړي، بلکې دوی ته یې هېڅ ارزښت ورنه کړ او دا هوکړه لیک یې په یوازې سر لغوه کړ، دا په دې دلالت کوي چې امریکا د ځان لپاره بېل حساب لري او غواړي اورپا له دې موضوع لرې وساتي، نه دا چې همکاري ور سره وکړي.

6-               اورپا پوه شوه چې د دې هوکړه لیک لغوه کول نه یوازې دوی ته سیاسي زیان رسوي، بلکې اقتصادي زیان هم ورته رسوي. همدا لامل و چې اورپا هڅه کوله چې ټرامپ له دې پرېکړه په شا کړي او د دې کار لپاره د فرانسې ولسمشر ماکرون امریکا ته سفر وکړ او هڅه یې وکړه چې ټرامپ له خپلې پرېکړې په شا کړي، مګر په دې کار کې بریالی نه شو. وروسته مېرکل رامختې شوه او امریکا ته یې په دې اړه ځینې امتیازونه هم ومنل، خو امریکا ونه منل. په پایله کې د اورپایانو هڅې ناکامې شوې. وروسته انګلیستان ورته هڅې وکړې او له ماکرون او مېرکل سره يې په ګډه اعلان وکړ چې دې هوکړه لیک ته به ژمن وي. لږ وروسته د انګلیستان د بهرنیو چارو وزیر جانسون امریکا ته لاړ او هلته یې اعلان وکړ چې نړۍ به له دې هوکړه لیک سره خوندي وي. له همدې امله ټرامپ دا ښه وبلله چې د یاد هوکړه لیک د لغوه کولو لپاره د مې د ۱۲مې نېټې پرځای د مې پر اتمه نېټه اعلان وکړي او په دې سره د اورپایانو هڅې ودروي او پرته له دې چې اورپایانو ته کوم ارزښت ورکړي، امریکا خپل موقف اعلان کړ، ځکه امریکايي سازمانونه دې پایلې ته رسېدلې وو، چې د پورته دریو دلیلونو پر بنسټ د امریکا ګټې د یاد هوکړه لیک په لغوه کېدلو کې نغښتې دي.

  1. 1.     له برجام څخه د امریکا د وتلو په اړه غبرګونونه داسې وو:

الف: اورپا په دې اړه خورا غمجنه او اندېښمنه وه. د المان لومړۍ وزیرې مېرکل داسې وویل: (د برجام په اړه د امریکا د ولسمشر ټرامپ پرېکړه، رسوا کوونکې او د اندېښنې وړ ده.) نوموړې وویل: (موږ به دې هوکړه لیک ته ژمن وو او د دې هوکړه لیک د دوام لپاره به ټولې هڅې وکړو. المان دا پرېکړه د انګلیستان او فرانسې په مرسته ونیوه.) نوموړې زیاته کړه: (حل لاره په ګډو خبرو کې ده او بس. اورپا مکلفه ده چې د بهرني سیاست او امنیت په برخه کې زیات مسوولیتونه په خپله غاړه واخلي.) نوموړې په دې ټینګار وکړ چې المان به خپلې ټولې هڅې وکړي چې ایران د هوکړه لیک د ټولو مسوولیتونو منلو ته وهڅوي. نوموې وویل: (ایران تر اوسه یاد هوکړه لیک ته ژمن دی، خو په دې اړه شکونه شته او ښه ده چې په دې اړه په پراخه کچه خبرې وشي.) (سرچینه: رویټرز خبرپاڼه؛ ۲۰۱۸ د مې اتمه)

د مېرکل له خبرو داسې ښکاري چې نوموړې له امریکا څخه ناهیلې شوې ده او له هوکړه لیک څخه د امریکا د وتلو په اړه او دا چې تر شا به څه پایلې ولري اندېښمنه ده. لکه څنګه مو چې مخکې یادونه وکړه اورپایانو خپلې نهايي هڅې وکړې چې ټرامپ له خپلې پرېکړې راوګرځوي او له ایران سره د یوځل بیا خبرو لپاره یې ترې غوښتنه وکړه، مګر ټرامپ ورباندې هېڅ غوږ ونه ګراوه، بلکې له یاد هوکړه لیک څخه د وتلو د اعلان نېټه یې رامخته کړه او دوی يې حیران کړل. نو اورپایانو ونه شو کړای چې د امریکا پر وړاندې ودرېږي. وروسته اورپایانو د ۲۰۱۸ د مې د میاشتې په دویمه اونۍ کې متناقض او ګډوډ نظرونه ورکړل، چې د دوی له اندېښنو او ګډوډیو څخه استازیتوب کوي. ځینو د اورپا په پلوی امریکا ته ګواښ وکړ، د بېلګې په توګه د اورپا د بهرنیو چارو او امنیت مسوولې فیدریکو مدروني داسې وویل: زه د ټرامپ د پرېکړې په اړه او دا چې پر ایران به نوي بندیزونه لګوي، په ځانګړې توګه اندېښمنه یم.) نوموړې زیاته کړه: (له شک پرته چې اورپايي اتحادیه به یاد هوکړه لیک ته ژمنه وي او موږ به له نورو نړیوالو ټولنو سره یوځای یاد هوکړه لیک ته ژمن وو.) (سرچینه: د رويټرز خبرپاڼه؛ ۲۰۱۸ د مې اتمه)

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جان اف لودریان د ټرامپ له پرېکړې لږ وروسته داسې وویل: (په ډاډ سره وایم چې د برجام هوکړه لیک اوس هم پر خپل ځای دی او د انګلیستان، فرانسې، المان او ایران د بهرنیو چارو وزیران به د مې په ۱۴مه د وروستیو بدلونونو د ارزونې په موخه سره راټول شي. په دې لیدنه کې به د ایران د بالستیکي توغندیو او نورو قضیو باندې خبرې وشي. په ورته وخت کې اړینه ده چې د برجام هوکړه لیک پر خپل ځای پاتې شي او ټینګار کوم چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس دا مني چې ایران اټومي هوکړه لیک ته ژمن دی.) (سرچینه: د الجزیرې شبکه: ۲۰۱۸ د مې نهمه)

انګلیستان، فرانسې او المان خپل ګډ موقف په یوه اعلامیه کې داسې څرګند کړ: (موږ د هوکړه لیک دوام ته ژمن یو او د یاد هوکړه لیک له ټولو غاړو سره د هوکړه لیک د دوام په موخه کار کوو، چې هغه ګټې چې د دې هوکړه لیک له امله ایران ته ورځی دوام وکړي،) سرچینه: الجزیرې شبکه. ۲۰۱۸ د مې نهمه) جون سون د خپل هېواد پارلمان ته داسې وویل: (له هوکړه لیک څخه د واشنګټن په شا کېدل به موږ په هېڅ دلیل بدل نه کړي. موږ نه غواړو چې له یاد هوکړه لیک څخه په شا شو. موږ له امریکا غواړو چې د یاد هوکړه لیک نورې غاړې دې ته ونه هڅوي چې له هوکړه لیک څخه ووځي، ځکه دا هوکړه لیک زموږ ټولو د امنیت په ګټه دی.) (سرچینه: ګارډین د ۲۰۱۸ د مې نهمه) له دې موقفونو څخه داسې ښکاري چې اورپا امریکا ته چلنیج ورکړی دی او غواړي د امریکا پر وړاندې ودرېږي.

له بل اړخه؛ ځینو نورو اورپايي چارواکو په خپلو موقفونو کې نرمي ښودلې ده، ځکه دوی وېره لري چې شرکتونه یې له ستونزو سره مخ نه شي. د مېرکل د ګوند د نړیوال سیاست رییس نوربرت رویتګن داسې وویل: (دا به ډېره سخته وي چې له امریکا پرته له اټومي هوکړه لیک سره ودرېږو، په ځانګړې توګه هغه شرکتونه چې له ایران سره سوداګریزې راکړې ورکړې لري، شونې ده د امریکا له سختو بندیزونو سره مخامخ شي چې د دې زیانونو جبران هېڅوک هم نشي ورکولی.) نوموړي زیاته کړه: (نو هغه شرکتونه چې زیات اغېزمن کېږي، په غالب ګومان ډېر ژر به له خپلې پانګونې مخ وګرځوي او یا به خپلې پانګې له یاد هېواد څخه وباسي.) (سرچینه: شپیګل المان؛ ۲۰۱۸، د مې نهمه)

همداراز د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لودریان د ۲۰۱۸ د مې په نهمه RTL شبکې ته داسې وویل: (ایران منلې وه چې د خپلو اټومي فعالیتونو د بندیز په بدل کې باید د خپل هېواد لپاره اقتصادي ګټې تر لاسه کړي او اورپایان باید هڅې وکړي چې دا ګټې خوندي کړي. ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې مسوولین په ایران کې له فرانسوي شرکتونو سره لیدنه وکړي او په ایران کې د دوی د ممکنه مرسته کوونکو فعالیتونو په څرنګوالي باندې خبرې وشي، څو وکړی شي چې د امکان تر بریده د امریکا له هڅو مخنیوی وشي.) په دې سره لیدل کېږي چې اورپایان د خپلو اقتصادي ګټو په اړه اندېښنه لري.

ب. له دې اټومي هوکړه لیک څخه د امریکا د وتلو په اړه د ایران موقف هم یو څه ارام و، په ورته وخت کې ایران هڅه کوي چې د اورپا لوری ونه نیسي، لکه څنګه چې د ایران ولسمشر حسن روحاني د ټرامپ دا پرېکړه یوه رواني جګړه او اقتصادي فشار یاد کړ. نوموړي وویل: (موږ به کله هم ټرامپ ته دا اجازه ورنه کړو چې په خپله دغه رواني جګړه او اقتصادي فشارونو کې د ایران د خلکو پر وړاندې بریالی شي.) نوموړي زیاته کړه: (له امریکا پرته په برجام کې د ایران پاتې کېدل په دې شرط سره به وي چې ایران په راتلونکو څو اونیو کې په دې ډاډه شي چې د برجام د هوکړه لیک امتیازات په بشپړه توګه او د ټولو لوریو په تضمین سره ایران تر لاسه کوي او که نه. موږ به څو اونۍ نور هم د دې پرېکړې پلي کولو ته ودرېږو او له خپلو ټولو دوستانو او د اټومي هوکړه لیک له ټولو ښکېلو لوریو سره به په دې اړه خبرې وکړو. اصلي خبره دا ده چې ایا زموږ ګټې خوندي کېږي او که نه؛ که زموږ ګټې خوندي شولې، نو هوکړه لیک ته به هم ژمن وو، مګر که دا هوکړه لیک یوازې یو پاڼه وي او د ایران ګټې نه شي خوندي کولی، نو بیا مو لاره روښانه ده.) (سرچینه: د ایران رسمي ټلویزیون: ۲۰۱۸ د مې نهمه)

د ایران د پارلمان رییس علي لاریجاني هم په دې اړه داسې وویل: (اورپا مخکې د امریکا فشارونو ته غاړه اېښې وه او دا کار د دې لامل شوی و چې زیات شمېر شرکتونه د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ کلونو د نړیوالو بندیزونو له امله له ایران څخه ووځي. له همدې امله اوس د اورپایانو په خبرو باندې چې یاد هوکړه لیک ته به ژمن پاتې کېږي، باور وکړو، غوره خبره دا ده چې څو اونۍ ودرېږو او دوی وازمویو او په دې سره ټولې نړۍ ته دا وښیو چې ایران ټولې سوله ییزي لارې وکارولې.) سرچینه: دویچله؛ ۲۰۱۸ د مې نهمه) پر دې بنسټ ایران په اورپایانو باندې زیات باور نه لري او د خپلو ګټو په اړه اندېښنې لري او د بندیزونو په لګولو سره به له زیانونو سره مخ شي.

ج. روسیې هڅه ونه کړه چې د ټرامپ د موقف پر وړاندې د اورپا د موقف سره همعږي وکړي، بلکې خپل موقف یې بېل او په خپلواکه توګه اعلان کړ. په دې اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف داسې وویل: (روسیه د ټرامپ د پرېکړې په اړه خورا ناهیلې ده، د دې اټومي هوکړه لیک د لغوه کولو لپاره هېڅ دلیل نشته او نه شو کولی چې هېڅ کومه توجیه ورته پیدا کړو. روسیه چمتو ده چې د یاد هوکړه لیک له ټولو غاړو سره همکارۍ ته ادامه ورکړي او له ایران سره به خپلو اړیکو ته همداسې ادامه ورکړي.) (سرچینه: الجزیره شبکه: ۲۰۱۸، د مې نهمه)

روسیې په خپله بې شرمې سره وویل چې د اټومي هوکړه لیک له ټولو لوریو یعنې اورپا سره خبرې کوي او له دوی سره یې اړیکې ونه نیولې. مګر اورپایانو پرېکړه وکړه چې له ایران سره پرته له روسانو لیدنه وکړي. نو د روسیې موقف نامتوازن دی، نه د امریکا تر څنګ درېدلی شي، ځکه دا کار یې د ایران پر وړاندې د خپلو سیاستونو سره تناقض لري او نه هم کولی شي چې د اورپا تر څنګ ودرېږي، ځکه اورپایان غواړي چې له روسيې سره خپلې اړیکې کړکېچنې کړي، چې ونه شي کړی امریکا له روسیې څخه د اورپا د منزوي کولو لپاره کار واخلي. همدارنګه چین په دې اړه خپل موقف په منځني ختيځ کې د خپل استازي په خوله داسې څرګند کړ: (د برجام د اټومي هوکړه لیک ټول لوري باید د یاد هوکړه لیک دوام ته ژمن وي او خپلمنځي اختلافات باید د خبرو اترو له لارې حل کړي. زموږ هېواد چمتو دی چې د دې هوکړه لیک له ټولو لوریو سره همکاري وکړي.) (سرچینه: شینهوا؛ ۲۰۱۸ د مې نهمه)

نو پر دې بنسټ؛ چین په خپل نرم موقف سره د اورپایانو له موقف څخه ملاتړ ونه کړ، بلکې د امریکا او اورپا موقفونه یې په یوه کچه وارزول. په دې اړه په چین باندې زیات حساب نه شي کېدلی، ځکه چین د امریکا پر وړاندې په نړیوالو سیاستونو کې کمزوری دی او د امریکا سره یوازې په سوداګریزو اړیکو باندې فکر کوي او بس.

پایله دا چې ټرامپ د برجام له اټومي هوکړه لیک څخه په دې دلیل ونه وتلو چې ګواکي دا هوکړه لیک د ایران په ګټه و او د ده لپاره یو بریالیتوب وګڼل شي او نه هم د ایران د شان او دبدبې لپاره، بلکې د برجام د هوکړه لیک واقعیت چې د اوباما د ولمسشرۍ پر مهال لاسلیک شو دا دی چې دا هوکړه لیک په ښکاره د ایران د ذلت او شرمندګۍ استازیتوب کوي او ټرامپ ځکه خپل وتل له یاد هوکړه لیک څخه اعلان کړل چې اوس د امریکا ګټې دا غواړي چې لغوه یې کړي او دلیلونه مو یې دا دي:

الف: اوس د ایران هغه نقش چې په ۲۰۱۵ ز کال کې یې سرته رساوه نشته.

ب: د امریکا او ایران د دښمنۍ لوی ښوودل، په ځانګړې توګه سعودي ته، چې د یهودو پر وړاندې د ایران دښمني ځای ونیسي.

ج: د اورپایانو غوږونه تاوول په ځانګړې توګه په سوداګریزه برخه کې، ځکه اورپا له یاد هوکړه لیک څخه ګټه پورته کړې وه او د امریکا پر ځای یې له ایران سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخه کړې وې.

په دې کې هېڅ شک نشته چې کافره او مشرکه امریکا او غرب د خپلو اسلافو غوندې هېڅ هوکړه لیک او تړون ته ژمن نه پاتې کېږي، بلکې هر وخت او هر ځل خپلې ژمنې او تړونونه ماتوي او د هیچا پروا هم نه ساتي. دوی چېرته او اسلامي احکام او ارزښتونه چېرته، چې په ژمنو درېدل واجب بولي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ﴾

[مائده: 1]

ژباړه: اې مومنانو په خپلو ژمنو باندې ودرېږئ

اوسمهال نړۍ د کفارو د فساد، ظلم او وحشت په لمبو کې سوځي او انسانان، ژوي او بوټي ټول له دې لمبو څخه خوندي نه دي پاتې او رښتیا هم چې اوس نړۍ اسلامي دولت یا خلافت ته سخته اړتیا لري؛ هغه خلافت چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج جوړېږي او خپلو ټولو تړونونو ته ژمن وي او خلکو ته عدالت او خوندیتوب راولي.

نو اې مسلمانانو! د مېړانې ملاوې مو ټينګې وتړئ او د دې الهي نظام د تاسیس لپاره هڅې وکړئ، ځکه ستاسو عزت، شوکت او خوندیتوب د یاد دولت په تاسیس کې نغښتي او بس. رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو لنډو او حکیمانه خبرو کې خلیفه د اسلامي امت لپاره ډال یاد کړی دی چې له مسلمانانو څخه ساتنه کوي او نه پرېږدي چې مسلمانان کمزوري او ذلیل وي. په دې اړه ابو هریره رضی الله تعالی عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه داسې روایت رانقلوي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»

(رواه مسلم)

ژباړه: امام [خیلفه] ډال دی، تر شا یې جګړه کېږي او ځانونه ورباندې ساتي

Last modified onچهارشنبه, 06 جون 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې