چهارشنبه, ۲۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د حلب سقوط؛ دسیسې، خیانتونه او هغه خنجرونه چې له شا ووهل شول!
بسم الله الرحمن الرحيم
د حلب سقوط؛ دسیسې، خیانتونه او هغه خنجرونه چې له شا ووهل شول!

(ژباړه)

پوښتنه:

لاتر اوسه د حلب د وروستیو جګړو له پیله چې د ۲۰۱۶.۱۱.۲۶م پیل شوې، دوې اونۍ نه دي تېرې شوې، چې له ښاره د ملکي وګړو او وسلوالو ځواکونو د وتلو اوازې د خلکو ترمنځ خپرې شوې او یوه اونۍ وروسته د حلب ښار ختیځه برخه د غیر نظامیانو، وسله والو او د هغوی د کورنیو له شتونه پاکه شوه. رویترز خبري اژانس د ۲۰۱۶.۱۲.۱۸م د یو خبر په خپرولو  وویل: « زرګونه کسان د حلب ښار په ختیځ کې یوه میدان ته راټول شوي او هغو بسونو ته انتظار باسي چې ټاکل شوې وه، دوی به د مخالفینو له ولکې لاندې سیمې بهر ولېږدوي. د دغو کسانو لېږد د یوې دوامدارې لړۍ برخه ده او د ملګروملتونو د سرې میاشتې کمېټه هیله منه ده، چې د یکشنبې په ورځ بیا له سره پیل شي. د دغې سیمې یو شمېر اوسیدونکي وایي چې شاوخوا ۱۵زره کسان په دغه اصلي میدان کې د حلب په السکري نومې سیمه کې راټول شوي، ډېری یې ولسي وګړي دي چې د مخالفینو تر ولکې لاندې وروستۍ سیمه کې ژوند کوي او ډېری یې د وسلوالو کسانو خپلوان، په هغوی پورې اړوند او یو شمېر یې د دغه ښار عام اوسیدونکي دي. همداراز کم شمېر وسله وال کسان هم په دوی کې شته دي. د دغې ځای پرځای کونې تنظیموونکو هرې کورنۍ ته پرلپسې شمېرې ورکړې، چې د بسونو د رسېدو پر وخت  په منظمه توګه پکې سپاره شي.»

پوښتنه دا ده، چې څه لامل شول چې د حلب ختیځ یې دومره ژر د سوریې حکومت ته وسپاره، له دې سره سره چې په پخوانیو رپوټونو کې ویل کېدل چې حلب لږ تر لږه یوکال نور هم د حکومت پروړاندې دوام کولای شي؟ ایا دلیل یې، د مخالفو وسلوالو کمزوري ده که هغه دسیسې دي چې دسیسه ګرو جوړې کړې؟ په درناوي!

ځواب:

حلب تر سختو او وحشیانه بریدونو لاندې راغی، چې د امریکا له لوري پلان شوي وو او د روسیې، ایران او د دوی د ملګرو او هم پیمانانو په وسیله عملي شول. که څه هم دغه وحشیانه بریدونه دومره پراخ وو، چې لوړغرونه یې هم  په زغملو کې پاتې راځي، خو حلب ترډېرې مودې په خپل ځای ټینګ ودرېدای شو، مقاومت یې وکړ او ګڼ شمېر څو ملیتي دښمنانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. دغه مقاومت تر ډېرې مودې دوام کولی شو، خو امریکا ترکیې ته امر وکړ، چې د حلب په جبهو کې لاسوهنه وکړي او په خپل ځان پورې په تړلو ډلو فشار راوړي، چې دغه جبهې پرېږدي او په حلب کې د ګڼ شمېر ډلو شا تشه کړي.

همدا فشارونه، په تکراري ډول د جګړو له کرښو څخه د وتلو لامل و، چې یو ډول اندېښنې یې پیدا کړې او په پایله کې دښمن ته د حلب سپارلو ته ورته عمل ترسره شو. نو ترکیې ته دنده ورکړل شوې وه چې د امریکا له لوري جوړه شوې طرحه له روسانو سره په همغږۍ عملي او د حلب ختیځ ته د حکومت د ننوتو زمینه برابره کړې. په همدې توګه، هغه څه چې د دې لامل شول چې حلب د حکومت لاس ته ورشي، خپله د حکومت وړتیا او ځواک نه، بلکې هغه دسیسې وې چې د روسیې او ترکیې په وسیله او د امریکا تر نظر لاندې طرحه او عملي شوې.

که څه هم پوتین له دغې دسیسې پرده پورته کړه او خپل شریک اردوغان یې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د ټولې نړۍ پر وړاندې رسوا کړ. په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې پوتین وویل، هغه څه چې په حلب کې پېښ شول د هغه هوکړه لیکونو پایله ده چې ده له اردوغان سره سنپرسبورګ ته د سفر په بهیر کې لاسته راوړي وو. سبوتونیک او ایلاف خبري شبکو د ۲۰۱۶.۱۲.۱۶م هر یوه په خپل خبر کې وویل: «د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دې چې له وسلوالو ځواکونو د حلب ختیځ خالي کړي، چې مخکې د اګست په میاشت کې د روسیې سنپترسبورګ ښار ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر پر مهال د ده او د اردوغان ترمینځ همغږي شوې وه؛ پرده پورته کړه او په دې کار سره یې یوه لوی سیاسي بم ته چاودنه ورکړه. پوتین چې پرون د جمعې په ورځ د جاپان له لومړي وزیر سره په توکیو کې په یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولې، وویل چې مسکو او انقرې مخکې هوکړه کړې وه چې ترکیه د هغه وسلوالو ډلې په ایستلو کې چې غواړي له هرڅه د مخه خپلې وسلې له غیر نظامیانو څخه د ملاتړ لپاره په ځمکه کېږدي، ونډه واخلي او مرسته وکړي. ده زیاته کړه: که زما له لیدلوري دغې قضیې ته وکتل شي، واقعیت دادی چې هر هغه څه چې په وسمهال پیښېږي، دقیقا هماغه څه دي چې له رجب طیب اردوغان سره مو پترسبورګ ته د ده د سفر په جریان کې هوکړه کړې وه».

که څه هم د دغې پوښتنې ځواب د پوتین په دغه خبرو پای ته رسولی شو؛ (ځکه چې د همدې په وسیله پوهېدای شو چې د حلب د سقوط اصلي لامل څه و او چا په دغه نمایش کې اساسي رول ولوباوه). (ژباړن) خو غواړم دا څرګنده کړم چې څنګه شو چې اتل او سرلوړی حلب چې په «سپین ښار» مشهور و، د ترکیې په وسیله په وژنتون(کشتارګاه) بدل شو؟! ترکیې چې حلب یې د سوریې د حکومت پروړاندې سره  کرښه بللی وه، خو په عمل کې یې له هغه، داسې سره کرښه جوړه کړه چې د اوسیدونکو په وینو یې رنګین کړ! همداراز دا به هم څرګنده کړم چې ترکیې څنګه یوشمېر هغه ډلې چې د څو مردارو پیسو لپاره یې له انقلاب سره خیانت وکړ، په خنجر ووهلې، دوی یې  د هغو دولتونو په پیسو چې له الله سبحانه وتعالی، رسول الله او مومنانو سره خیانت کوي، ماړه کړل او په پایله کې یې هغوی د مبارزې له ډګره وایستل. اوس غواړم د دغه چارو جزيات د لا زیاتو معلوماتو په ورکولو  څرګند کړم:

لومړی: انقلابیان په حلب کې هېڅکله په دې کچه کمزوري او ناتوانه نه وو، چې په دومره کم وخت کې دې تر برید لاندې راشي. داسې چې حکومتي ځواکونه او همپیمانان یې وتوانیدل د ۲۰۱۶.۱۱.۲۶۶م څخه پیل او تفریباً له دغې نېټې څخه څه کم دوې اونۍ وروسته د هنانو سیمې ته چې د حلب ښار ترټولو لویه سیمه ګڼل کېږي، د ننه شول او وروسته یې خپلو بریاوو ته دوام ورکړ او وتوانېدل چې د صاخور او وروسته له هغې د الشعار او د زاړه حلب  سیمې ته د ننه  شي. دغو ځواکونو په نه تصور کېدونکي توګه په ډېرې اسانۍ پرمختګ کاوه او له هېڅ ډول مقاومت سره نه مخ کېدل. هغه مقاومت چې که د اردوغان لاسوهنه پکې نه وای، نو قطعا به د دغه پرمختګ مخنیوی کېده! نظامي ځواکونو دوې ورځې استراحت وکړ، وروسته یې د ښار سویل ته پرمختګ پیل کړ، تردې چې د شیخ سعید سیمه یې تر خپلې ولکې لاندې راوسته. دغه پرمختګ له وحشیانه هوایي او ځمګنیو بریدونو سره مل و؛ هغه بریدونه چې د اوسیدونکو مال او ځان ته یې هېڅ ډول درناوی نه درلود او او مېشتځایونه یې په بې رحمۍ په کنډوالو بدلول،  چې ډېرو ته یې اور هم اچاوه. په ټولوژنو یې لاس پورې کاوه او په ټولو ځایونو کې یې وحشت خپراوه. له دې کاره یې موخه د هغو مبارزینو په زړونو کې د وېرې او وحشت اچول وو، چې د حلب له پرېښودو سره یې مخالفت کړی و. تر څو په دې توګه دوی دې ته اړباسې چې هر څومره ژر چې کېږي له ښاره ووځي. 

ترکیې په حلب ښار د دغه بریدونو له پیله، څو څو ځلې له روسیې سره د سوریې د کړکېچ په اړه خبرې اترې کولې. لکه څنګه چې بي بي سي تلویزیون د ۲۰۱۶.۱۲.۰۲مه په یوه خبر کې وویل: «مولود چاووش اوغلو وایي چې ترکیه له روسیې او ایران سره چې د بشار اسد دوه اصلي ملګري ګڼل کېږي او همداراز له سوریې او لبنان سره، د سوریې کړکېچ ته د حل لارې موندلو په موخه، پرله پسې خبرې اترې کوي. په همدې وخت کې رجب طیب اردوغان د سوریې پر قضیه د تېرې اونۍ په بهیر کې لږ تر لږه درې ځلې د تلیفون له لارې له خپل روسي سیال ولادیمیرپوتین سره بحث کړی. همداراز چاووش اغلو د پنجشنبې په ورځ د یادې موضوع په هکله د بحث او خبرو لپاره د روسیې د بهرنیو چارو  وزیر سره ولیدل او خبرې یې وکړې.»

دغه حرکات د حلب د خونړیو وژنو د ګام پرګام عملي کولو لپاره ترسره کېدل، چې جزیات یې مخکې د واشنګټن په وسیله طرحه شوي وو او وروسته ترکیې له روسیې او نورو اړوندو هېوادونو سره د عمل جامه ور واغوسته.

دویم: ترک مسئولینو په حلب کې د امریکا د نقشې له عملي کولو وروسته، د « تروریستانو» د ایستلو په هکله ډول ډول څرګندونې کولې. الجزیرې تلویزیون د ۲۰۱۶.۱۲.۲۷۷م د یو خبر په خپرولو وویل: «مولود چاووش اوغلو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د حلب په شمال کې د جګړې د درولو غوښتنه وکړه او له فتح شام جبهې ـ چې مخکې جبهة النصره نومېده ـ یې وغوښتل چې هرڅومره ژر چې کېږي له حلب څخه ووځي.» اغلو دغه خبرې له لوزان ناستې وروسته ـ چې د سوریې په هکله د امریکا په رهبرۍـ جوړه شوې وه، وکړې. امریکا هغه وخت له ترکیې سره، چې اصلي او حساس لوبغاړی یې ګڼل کېږي، د دغه ډګر په برابرولو بوخته وه. له هغې ناستې یوه ورځ وروسته د ترکیې د خبرو لحن په سخت تند شو. که څه هم د پرس ټولنې په ۲۰۱۶/۱۰/۱۷ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اغلو له خولې وویل: «حلب باید ژر د النصره جبهې د تروریستانو له شتونه پاک شي او د سوریې مخالفین باید ترې لرې شي.» اغلو دغه خبرې له هغې ورځې وروسته وکړې چې د نړیوالې ټولنې پر ځانکړي استازي سټیفن دې مستورا سربېره د روسیې، امریکا، ایران، عراق، مصر، ترکیې، سعودي، قطر او اردن د بهرنیو چارو وزیران د سوریې په لوزان ښار کې راټول شوي وو او غونډه یې وکړه. دا په خپله د النصره جبهې په اړه د ترکیې لومړی دریځ ګڼل کېږي، هغه جبهه چې نړیواله ټولنه یې یوه تروریستي ډله بولي.

خو د هفو هوکړو په باب چې د ترکیې او روسیې ترمنځ  شوې، د ترک پرس خبري اژانس خبر ته چې مخکې په ۲۰۱۶.۱۰.۳۱ نېټه يې د (یني شفق) په نوم له ترکي خپرونې په نقل خپور کړی و، اشاره وکړو. نومړې خپرونې د یوې سرچینې له خولې ـ چې له نوم اخیستو یې ډډه کړې ـ ویلي وو: « ترکیه او روسیه نویو هوکړو ته سره رسیدلې چې د هغې پر بنسټ به اوضاع په هره سیمه لکه حلب، ریف لاذقیه، ادلب، حسکه، دیرالزور اوالرقه کې د سوریې د جګړې له پیله مخکې حالت ته ورسېږي. البته د دغو سیمو د ټولنیز جوړښت په پام کې نیولو سره.» له همدې هوکړو وروسته ترکیې په دې برخه کې تند ګامونه واخیستل او هغه هوکړې چې مخکې یې د سوریې حکومت ته د حلب د تسلیمولو په اړه کړې وې، په کره توګه له روسانو سره همغږي کړې!

درېیم: امریکا ځان د سوریې په اړه د پردې ترشا لږ پټ کړی او په بدل کې یې، اردوغان او د شاوخوا سیمو صحنې  غښتلې کړې. ترکیې پر حلب د بریدونو له پیل سره هم مهاله په پوره ډاډ سره اعلان وکړ چې د جنایتکارو روسانو او د سوریې د مخالفینو ( احرار شام، جیش المجاهدین، فیلق شام او د الشامیه جبهې ډلو)  له استازو سره خبرې اترې روانې دي. ( سرچینه: ترک پرس ۲۰۱۶.۱۲.۸) نوموړي څارونکي چې په واشنګټن کې چمتو شوي وو، په ترتیب سره د اردوغان په دام کې ولوېدل او دغه خبرې اترې د هغه پنجرې په څېر وې چې روسانو د هغوی له لارې د اردوغان په مرسته حلب ته ضربه ورکوله. که څه هم دا ډول خبرې اترې هغه څه دي چې روسانو له پخوا غوښتل، خو دا چې په انقره کې د ترک چارواکو تر ملاتړ لاندې ترسره شي، خپله  هغو وسلوالو ډلو ته څرګند پیغام و،چې ترکیه هوډ لري هغوی له «تروریستانو» بېلې کړي!

دغه خبرې اترې په حلب کې له وېره اچوونکو عملیاتو او وحشیانه وژنو سره هم مهاله روانې وې او یوه ورځ وروسته روسیې له حلب څخه د ټولو وسلوالو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه. کله چې څاروونکي استازي په دې پوه شول چې د روسیې دغه غوښتنه د ترکیې غوښتنه هم ده، په دې وخت کې یې په حلب کې په مېشتو مخالفانو فشار واچاوه، ترڅو له هغه ځایه شاتګ وکړي او له ښاره ووځي. په دې مانا چې ښار، حکومت او د هغوی هم پیمانانو ته وسپاري‎. په همدې توګه په بشپړه توګه څرګنده شوه چې دغه څارونکي په انقره کې د مخالفو وسلوالو استازي وو، چې د روسیې، ایران او د سوریې د حکومت له لوري د وحشیانه ځمکنیو او هوایي عملیاتو له پیل سره سم یې، د تفرقې غږ پورته کړ او وسلوالې ډلې یې مقاومت نه کولو ته  هڅولې. کله چې دا مسئله څرګنده شوه، انقلابیونو د حلب له منځه خبرې کوونکو استازو ته خبر ورکړ چې هېڅکله هم له ښار څخه شاتګ نه کوي، له هغه څخه به دفاع وکړي او وروسته د حلب اردو له جوړېدو خبر ورکړل شو.

څلورم: روسیې یو شمېر خبرونه خپاره کړل او په هغه کې یې ادعا وکړه چې یو شمېر انقلابیان د ترکیې له فشاره  اغېزمن شوي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې سیاسي او نظامي رهبران یې په انقره کې له روسیې او ترکیې سره په خبرو بوخت دي. د روسیې تلویزیون نن د ۲۰۱۶.۱۲.۱۶م په یوه رپوټ کې خبر ورکړ: «نېژدې ۳۵۰۰ سوه منځلارو وسلوالو مخالفینو خپلې وسلې پرځمکه اېښې او تسلیم شوي دي او ۳۰۰۰ نور یې بښل شوي دي.» روسیې هم د جګړې په بهیر کې دې ته ورته خبرونه خپرول. له ښار څخه په ترکیه پورې د تړلو ډلو له وخته مخکې وتل او ترخپلې ولکې لاندې سیمې د نظام اردو او د هغوی هم پیمانانو او همداراز له دولت سره د هم پیمانه کرد ډلو ته سپارل وو.

په دې توګه یادو ډلو د ترکیې غوښتنو ته هرکلی ووایه او د انقلابیانو شا یې په ناځوانۍ خالي کړه. هغوی په مستقیمه توګه یا د خبرو کوونکو استازو او یا په ترکیه کې د خپلو ویدو سیاسي او نظامي رهبرانو، چې د ترکیې، عربستان، قطر او داسې نورو هېوادونو زیاتو چټلو او مسمومو پيسو کاڼه او ګونګ کړي، تر اغېزې لاندې راغلي. نو دښمن ته د حلب د تسلیمېدو عملیات هغه مهال عملي شول، چې یادې ډلې له جګړې لاس په سرشوې، چې ځینې یې د ترکیې په ضمانت د حکومت اردو ته تسلیم شوې او ځینې د ماتې څرګندولو او شاتګ له لارې او هغه ځانګړې ډلې یوازې پرېښودې چې د حلب په سویل کې پاتې وې. که دا صحنې جوړونې نه وای، د حکومت جنایتکارې اردو هېڅکله په دومره چټکۍ حلب ترخپلې ولکې لاندې نه شوای راوستلای. هغه حلب چې د سوریې په شمال کې د انقلاب ټینګه کلا او د امریکا په ستوني کې لوی خنډ ګڼل کېده.

که څه هم د نظامیانو ارزیابي ښیي چې د حلب جبهې پوره یو کال نور هم مقاومت کولای شوای. همداراز اسیا نیوز هم د ۲۰۱۶.۱۲.۷ په یوه خبر کې وویل: «د مخالفانو اړوند انټرنېټي سایټونو د رهبرانو له خولې پټ معلومات خپاره کړي او هغه یې «د انقلاب په حق کې خیانت» بللی. دغه معلومات ښیي  چې په حلب کې د وسلوالو ځواکونو یوشمېر رهبرانو له واشنګټن سره د چهارشنبې ورځې تر سهاره د حلب د تسلیمولو او د ښار د بشپړې تخلیې په هکله خبرې کړې دي. هغوی دغه خبرې په خپلو پاڼو کې؛ د روسیې او امریکا هوکړې بللې دي، چې رهبران یې دې ته اړ کړي چې حلب د سوریې حکومت او ایران ته تسلیم کړي.»

پنځم: ترکیې د وحشي نظامي بریدونو سره چې په حلب کې روان وو، هم مهاله تور نظامي عملیات په الباب ښار کې،  د داعش ډلې پروړاندې په پيل کړل. دغه بریدونه په اصل کې نور زهر وو، چې اردوغان د حلب د تسلیمۍ د طرحې د عملي کولو په موخه په وکارول، ځکه چې له دغه بریده د هغوی موخه دا وه چې په یو ډول خپل دغه عمل توجیه او په خپل ځان پورې اړوندو مخالفو وسلوالو ته دا انګېزه ورکړي چې ګواکي دوی دغه وسله والو ته اړتیا لري.

اوس په حلب کې د کلابند شوو مسلمانانو ملاتړ او د دوی دفاع د ترکیې د ولسمشر اردوغان له نظره، هېڅ ارزښت نه درلود او ټولې هڅې یې د اوې چې د امریکا پروژې عملي کړي، له دې پرته چې د خپل دغه کار دنیوي او اخروي پایلو ته پام وکړي!

په همدې توګه: ترکیه په خپل ځان پورې اړوندو ډلو باندې ډېر فشار زاوړي تر څو هغوی دې ته اړ کړي چې  د الباب په جګړو او سپر فرات نومو عملیاتو کې له هغوی سره یوځای شي او دغه کار د دې لامل شو چې د حلب جبهه کمزورې شي. د حلب د انقلابیانو یوازې پرېښودو ته د اردوغان هڅې د ۲۰۱۶.۱۲.۸م اوج ته ورسېدې، ځکه چې د حلب د جنوب شیخ سعید سیمې پوره دوې اونۍ د بشار د اردو پروړاندې مقاومت کړی و، خو د الباب د جګړو له امله په ترکیه پورې اړوندو ډلو وتلو، دغه جبهه متزلزله او کمزورې کړه او په پایله کې هغه سیمې چې د انقلابیانو په واک کې وې، نورې هم تنګې شوې، تر دې چې د ښار په سویل ختیځو سیمو کې د صلاح الدین او السکري په ځینو برخو کې راټول شول او ګڼ شمېر غیر نظامیان چې له خپلو سیمو تښتېدلي وو، په دغه کوچینۍ سیمه کې کلابند شول. همدلته و چې ترکیې په ناڅاپي ګام سره، چې له ویرې او وحشت څخه کم نه و، اعلان وکړ چې له وسلوالو ځواکونو او غیر نظامیانو د حلب د تخلیې په هکله له روسیې سره هوکړې ته رسېدلې.

الآن تلویزیون د ۲۰۱۶.۱۲.۱۳م د یو خبر په خپرولو وویل: «د سوریې په مخالفانو پورې یو شمېر تړلې ډلې ټینګار کوي چې د حلب په ختیځ کې د اوربند او کلابند شوو سیمو څخه د غیر نظامیانو او وسلوالو ځواکونو د وتلو په هکله له بشار اسد سره هوکړې ته رسېدلی او دغه هوکړه به د چهارشنبې ورځې په سهار عملي شي. د فرانسې خبري اژانس د نورالدین زنکي د ډلې د یوه تن مسئول له خولې ویلي چې دغه هوکړې د روسیې او ترکیې په ملاتړ ترسره شوې او په څو  راتلونکو ساعتونو کې به عملي شي. له بل پلوه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اغلو نن اعلان وکړ چې هېواد به یې له روسیې سره په حلب کې د اوربند د ټینګولو لپاره خپلې تلیفوني اړیکې زیاتې کړي، د دغو هڅو  ډېره موخه دا ده  چې غیر نظامیان ښار له خطر پرته پرېښودای شي.»

د دغه ګام تر ټولو خطرناکه برخه دا وه چې لومړی یې اعلان وکړ چې له غیر نظامیانو څخه د ښار تخلیې برنامه ډېره چټکه او د سهار د پنځو او اوو بجو ترمنځ به عملي شي، ځکه چې د هغوی موخه د وېرې او ماتې د احساس ایجاد و، ترڅو خلک د بل هېڅ انتخاب په هکله د فکر کولو چانس ونه لري. ترکیې دغه ټولو ناځوانو ګامونو ته د غیر نظامیانو د ژغورلو په ادعا سرپوښ ورکړ او له مور څخه یې هم د مهربانې دایې رول لوباوه. 

شپږم: په ترکیه پورې تړلو وسلوالو ډلو، په ناځوانۍ او د یوه مسلمان لپاره په نه منونکي ډول، له حلبه شاتګ وکړ او روسیې د هغوی دا ډول یادونه وکړه: «د روسیې عمومي ادارې د جمعې په ورځ د ډېسمبر په ۱۶۶مه اعلان وکړ چې له تروریستانو د منځلارو وسلوالو د بېلولو لړۍ پای ته ورسېده.» همداراز د جمعې ورځې لومړي ساعتونه وو چې په سوریه کې د روسیې د سولې د همغږۍ مرکز چې د حمیمیم په هوایي ډګر کې موقعیت لري داسې خبر ورکړ: « د حلب په ختیځ کې د وسلوالو ځواکونو او د هغوی کورنیو د بېلولو عملیات پای ته ورسېدل. د روسیې د دفاع وزارت هم خبر ورکړ چې د سوریې اردو بریالۍ شوې چې د حلب په ختیځ کې د افراطیانو اصلي مرکز په بشپړه توګه له منځه یوسي.» ( سرچینه: نن روسیه د ۲۰۱۶.۱۲.۱۶)

دلته ده چې د انقلابیانو پر وړاندې د ترکیې د جوړو کړیو دسیسو کچه روښانه کېږي، داسې چې په ځان پورې د تړلو ډلو ایستل یې پای ته ورسول او د حلب بې دفاع خلک یې د کم شمېر مخلصو جنګیالیو سره یوازې پرېښودل.

له دغه اقدامه د ترکیې موخه، د هغوی کمزوري کول وو، ترڅو روسیه ایران او د سوریې وینې زبېښوونکی حکومت د هغوی رېښې وباسي، ځکه د ترکیې د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د روسیې د نظامي ځواکونو مرکز(حمیمیم) د څرګندونو پر بنسټ هغوی داسې «تروریستان» دي چې باید له مینځه یووړل شي. روسیې په ډاګه وویل چې یوه ډله جنګیالي یې یوې ځانګړې سیمې ته استولي چې د هغوی د نیولو یا عاموژنې زمینه برابره کړي، له دې پرته چې د ګڼ شمېر غیر نظامیانو، چې په هغه سیمه کې بند پاتې دي، پروا وکړي.

خو ترکیې د دغه عملیاتو د وخت پر پوره کېدو سربېره په دغه وضعیت کې د ښار د تخلیه کولو د عملیاتو د دوام، خبر ورکړی. د ترکیې د دې کار دلیل دا دی چې په دوی پورې د اړوندو وسلوالو ډلو له لوري چې په چټکۍ سره له حلب څخه ووتلې، په زغرده تر فشار لاندې راغلې، ځکه چې دغو ډلو له حلب څخه وتل په دې شرط منلي وو چې ټول به له ښار څخه بهر کېږي. خو د همدې ډلو اوس پام شو چې د اردوغان ترکیې هغوی د امریکا او روسیې د موخو د عملي کولو لپاره، چې د هغوی په وینا له منځلارو وسله والو څخه د ترورستانو بېلول دي، غولولي او هغوی یې په دام کې اچولي.

په دې توګه یې سوریې ته نوی واقعیت جوړ کړ ترڅو د هغې پر بنسټ ریښتنیي انقلابیون موخه وګرځوي او په پایله کې هر یوه امریکا، روسیې او همداراز اردوغان په خپل وار سره د امریکا د نقشې د بریالي تطبیق خبر ورکړ ترڅو د خپل نمایش د لېږد  زمینه لرې ځای ته چې د قزاقستان پلازمېنه استانه ده، برابره کړي.

اووم: که څه هم امریکا د اوباما د حکومت ادارې د کم وخت د پاتې کېدو او همداراز د ترکیې پر بې کچې اخلاص  مندۍ د  زیات ډاډ درلودلو په د لیل او په دغه کړکیچ کې رول لوبولو ته د دوی د لېوالتیا له امله ځان د پردې ترشا پټ وساته، خو له هغې سره سره، هېڅکله هم له صحنې بې خبره نه وه او د دغو تحولاتو په هکله یې د ځینو لاسوهنو له لارې خپله خوشالي څرګنده کړه. داسې چې:

ـ        رویترز د ۲۰۱۶.۱۲.۱۵م په یوه خبر کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له خولې وویل چې ده د سوریې او عراق وضعیت د پنجشنبې په ورځ د یوې تلیفوني اړیکې له لارې د امریکا له ولسمشر اوباما سره تر بحث او څېړنې لاندې ونیوه. اردوغان همدا راز وویل چې ترکیه به له حلبه د غیر نظامیانو د وتلو څارنې ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۶.۱۲.۱۶م په خپله ټوېټر پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو  وویل:«د امریکا ولسمشر اوباما په حلب کې د سولې د ټینګښت او د غیر نظامیانو او مخالفانو د بې خطره ایستلو په هکله د ترکیې ولسمشر اردوغان د هڅو ستاینه او درناوی وکړ.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ۲۰۱۶.۱۲.۱۵م د رسنیو په مخ کې څرګند شو او د حلب ښار د تخلیې خبر یې ورکړ. دغه کار خپله پر دغو تحولاتو  د امریکا د رضایت ښودنه کوي، هغه تحولات چې امریکا «د اوربندونو د استراحت» نومي پړاو په بهیر کې چې په ټول توان سره یې د هغه د عملي کولو لپاره هڅې کولې او همداراز د تېرو کلونو په بهیر کې یې په بې صبرۍ د هغو انتظار کاوه. د امریکا د بهرینو چارو وزیر جان کیري د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې وویل:« هغه څه چې موږ یې اوس او له هرڅه مخکې په حلب کې غواړو، دادي چې هرڅومره ژر او د تل لپاره دې د دښمنۍ اقداماتو ته د پای ټکی کېښودل شي.» ( سرچینه: د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ټوېټر۲۰۱۶.۱۲.۱۶)

ـ د القبس خپرونې انټرنېټي پاڼې د ۲۰۱۶.۱۲.۱۳م په یوه خبر کې ولیکل: « د تېرې شنبې په ورځ د حلب او ټولې سوریې د اوضاع د څېړلو په موخه د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه په پاریس کې ناسته جوړه شوه. القبس خبري سایټ د ځینو لوړپوړو مسئولینو له خولې، چې په دغه ناسته کې یې ګډون کړی و، معلومات ترلاسه کړي، چې ښیي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري څرګندونې په دغه ناسته کې په ښه توګه د دې څرګندوونکې وې چې د سوریې د سیاسي او نظامي مخالفینو څخه وغوښتل شي، ترڅو ځانونه په بشپړه توګه روسیې، ایران او بشار اسد ته تسلیم کړي. پورته یادې شوې سرچینې د القبس نشریې ته په ځانګړو څرګندونو کې وویل چې کري په دغه ناسته کې له حلبه د ټولو جنګیالیو د وتلو غوښتونکی شو او ویې ویل چې د سوریې مخالفین باید دې ته اړ ایستل شي چې له هرډول قید او شرط پرته ژنیو ته لاړ شي او د خبرو اترو مېز ته کښیني. دغې منبع همداراز وویل چې د دغې ناستې ګډونکوونکو په بشار اسد او د هغوی په هم پیمانانو د ممکن فشار واردولو د ټاکنې په هکله پوښتنه مطرح کړه، خو هغه ځواب چې جان کیري ورکړ، دوی یې حیران کړل. کري په ځواب کې وویل: زما رییس، اوباما پرېکړه کړې چې موږ یوازې د داعش جګړې ته ځو او بس.»

اتم: دا و په حلب کې د د خونړۍ نندارې واقعیت او هغه هم هغه ابزار او وسایل وو چې پکې وکارول شول. همداراز  ومو لیدل چې ترکیه د اردوغان په مشرۍ، څه ډول د سوریې د مسلمانانو وینه د امریکا د راضي کولو لپاره، سپکه او بې ارزښته ګڼي او په حلب کې د تویو شوو وینو د ویالو او د بې شمېره وژنو او جنایتونو پروړاندې بې پروا او او ارامه ده! د دغو ټولو زهرو دلیل چې د حلب ښار د مړو په جسدونو تویې شول، هماغه کثیفې او مردارې پیسې وې، چې د یو شمېر ډلو رهبرانو، له ترکیې، سعودي او ځینو نورو هېوادونو ترلاسه کړې. هغه پیسې چې د دوی ارادې یې سستې کړې او په خورا ذلت یې هغوی ته سر ټیټ کړ، په داسې حال کې چې مخکې یې ادعا کوله چې هېڅکله به خلک او تویې شوې وینې د دنیا په مال ونه پلوري! خو نن وینو چې هغوی د ترکیې او عربستان په بازارونو کې سر پورته کړی او د لا زیاتو مادي ګټو په لټه کې دي او دا په داسې حال کې ده چې د دغې کثیفې معاملې لومړۍ برخه پای ته رسېدلې او ویجاړوونکې پایلې یې نړیوالو په خپلو سترګو ولیدې. نو ایا څوک شته چې له دغه وضعیته عبرت واخلي!؟ ایا اوس هم څوک شته چې قناعت یې نه وي کړی چې د سیاسي پیسو منل، خپله کټ مټ سیاسی انتحار دی!؟

د حلب له نمایش څخه د پاتې صحنو په هکله د «اوربندونو د استراحت» له پای ته رسېدو وروسته چې  امریکا  پيل کړي وو، باید ووایو چې دغه صحنې هم له ذلت او ننګ څخه ډکې دي او له پخوانیو صحنو څخه کمې نه دي، نو  هر څوک چې لږ حیا هم ولري، باید په دغو صحنو کې چې دا ځل د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړېږي او ښودل کېږي، ګډون ونه کړي.

د روسیې تلویزیون نن د ۲۰۱۶/۱۲/۱۵م په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي له خولې وویل: «هغه مسئولیت چې اوس د حلب له ازادۍ وروسته لومړیتوب لري، دا دی چې په بشپړه توګه دښمنیو ته د پای ټکی کېښودل شي او د سوریې د دواړو لورو ترمنځ خبرې بیا له سره پیل شي.»  له هغې مخکې، پوتین هم په یوه رپوټ کې چې د روسیې تلویزیون د ۲۰۱۶.۱۲.۱۵م خپور کړ، ویلي وو چې دی له اردوغان سره هوکړې ته رسېدلی چې په ګډه به د سوریې حکومت او د وسلوالو مخالفینو استازو ته د سولې د خبرو د بیا پیلولو وړاندیز کوي.

په ورته وخت کې ترک پرس خبري اژانس هم د ۲۰۱۶.۱۲.۱۶ په یوه خبر کې وویل: «د روسیې ولسمشر ویلي چې دی به ډېر ژر د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وویني او د سوریې د اوربند په هکله به ورسره خبرې وکړي. پوتین چې چاپان ته له سفره څو شیبې وړاندې خبرې کولې، زیاته کړه: ټاکل شوې ده چې په نېژدې راتلونکي کې په ژینو کې ترلاسه شوي هوکړه لیکونه چې د سوریې په باب د ملګرو ملتونو په لاسوهنه ترلاسه شوي، عملي شي. پوتین په دوام کې وویل چې بل ګام به په ټوله سوریه کې د اوربند تامین وي. ده زیاته کړه: زه او د ترکیې ولسمشر هوکړې ته رسیدلي یو چې د سوریې دښمنو لورو ته د خبرو اترو د نوي دور د پیل لپاره یو ګډ وړاندیز وکړو. پوتین همداراز زیاته کړه چې ده او ترک سیال یې په حلب کې د اوربند د ټینګښټ د کار تر پایه او د کلابند شوو د ځای پرځای کولو په بهیر کې زیاتې هڅې کړې دي.

ترکیه وسمهال، د ځانګړي مسولیت په اډانه کې چې امریکا په خپله خبیثانه نقشه کې په پام کې ورته نیولی، هڅه کوي چې مخالفې وسلوالې ډلې د سوریې حکومت ته د تسلیمۍ او د بشار اسد د نظام د بیا رغولو او ځواکمنتیا لور ته بوځي. نو پر دغه اساس که د دغو ډلو د رهبرانو په زړنو کې اخلاص رګونه په بشپړه توګه له منځه تللي وي، نو د قزاقستان پلازمېنې استانې ته به ولاړ شي، تر څو سوریه او ځانونه د څو پيسو په بدل کې دار  ته بوځي او په خورا ذلت ځانونه له منځه یوسي؛ خو که لا تر اوسه یې په زړنو کې د اخلاص رګونه لږ هم پاتې وي، باید هرڅومره ژر چې کېږي د اردوغان له بېړۍ بهر شي او د خلکو له نفرت او غضب څخه د خلاصون لپاره له خلکو سره یوځای شي او  وپوهېږي چې دغه نفرت او غضب د دوی پروړاندې عملا پیل شوی.

زموږ پیغام د پورتنیو ډلو مخلصو خلکو ته دا دی، چې یا خپل مشران سمې لارې ته راوګرځوي او یا یې نور اطاعت ونه کړي؛ ځکه دوی دا څنګه منلی شي چې د څو وسلوالو ډلو مشران پرته له دې چې له الله سبحان وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم او له مومنانوڅخه ووېرېږي؛ د یوه امت انقلاب په ذلیلانه توګه د څو میلیونو ډالرو په بدل کې پر خپل دښمن (روسیې او امریکا) وپلوري!

زموږ پیغام د سوریې سرلوړو خلکو ته دادی: هېر نه کړئ چې الله سبحانه وتعالی تاسې په دغه عظیمه ابتلا کې اچولي یاست، چې په وسیله یې په دې خاوره کې چې د مسلمانانو خورا ښه د اوسېدو ځای ورته ویل شوی ښه او بد (خبیث او طیب) یو له بله بېل کړئ. هغه خاوره چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د داراسلام مرکز (عقر دار الاسلام) بللې. الله سبحان وتعالی فرمایي:

[لِيَمِيزَ اللَّهُ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَيَجْعَلَ الْخَبِيثَ بَعْضَهُ عَلَى بَعْضٍ فَيَرْكُمَهُ جَمِيعًا فَيَجْعَلَهُ فِي جَهَنَّمَ أُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ] (الانفال: ۳۷)

دا ټول د دې لپاره دي چې الله ناپاکي له پاکۍ بېله کړي او هرډول ناپاکي ډېری(یو د بل د پاسه غونډه کړي)، بیا هغه ټوله په دوزخ کې وغورځوي، همدا خلک په اصل کې زیانکاران دي.

نهم: وروستی ټکی چې غواړم د دې پوښتنې په ځواک کې یې ووایم دا دی، چې زما خطاب اردوغان او هر هغه چا  چې د حلب  په دسیسو او چلونو کې یې لاس پورې کړ او دښمنانو ته د هغه په تسلیمۍ او د حلب د مبارزینو په شا خالي کولو کې یې لاس درلود، چې په بدل کې یې د الله سبحان وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم دښمنان راضي کړي؛ داسې وایو: د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیث چې بن حبان په خپل کتاب کې له القاسم نه په نقل او هغه له ام المؤمنین عایشې رضی الله عنها څخه روایت کړی؛ در یاد کړه، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

[مَنْ أَرْضَى اللَّهَ بِسَخَطِ النَّاسِ كَفَاهُ اللَّهُ، وَمَنْ أَسْخَطَ اللَّهَ بِرِضَا النَّاسِ وَكَلَهُ اللَّهُ إِلَى النَّاسِ]

هر څوک چې  الله د خلکو د نارضایتۍ په بدل کې راضي کړي، الله به کفایت ورته و کړي او هر څوک چې د خلکو د رضایت لپاره الله ناراضه کړي، الله به یې خلکو (انسانانو) ته پرېږدي.

د دغه حدیث شریف مصداق اردغان په غوږو واورېد اوپه سترګو یې ولید، چې خلک یې څرنګه په قهر او غضب یادوي، بلکې ملګري یې پوتین هم د نوموړي ناوړه کارونه پټ نه کړل او په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې یې ټولې نړۍ ته رسوا کړ. د دغې پوښتنې او ځواب په پیل کې مو هم اشاره ورته وکړه، بده به نه وي چې یو ځل یې بیا یادونه وکړو:

 د ۲۰۱۶/۱۲/۱۶ "ایلاف" او "سبوتنیک"خبري شبکو د یوه یوه خبر په خپرو وویل:«د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دې چې له وسلوالو ځواکونو د حلب ختیځ خالي کړي، چې مخکې د اګست په میاشت کې د روسیې سنپترسبورګ ښار ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر پر مهال د ده او د اردوغان ترمینځ همغږي شوې وه؛ پرده پورته کړه او په دې کار سره یې یوه لوی سیاسي بم ته چاودنه ورکړه. پوتین چې پرون د جمعې په ورځ د جاپان له لومړي وزیر سره په توکیو کې په یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولې، وویل چې مسکو او انقرې مخکې هوکړه کړې وه چې ترکیه د هغه وسلوالو ډلې په ایستلو کې چې غواړي له هرڅه د مخه خپلې وسلې له غیر نظامیانو څخه د ملاتړ لپاره په ځمکه کېږدي، ونډه واخلي او مرسته وکړي. ده زیاته کړه: که زما له لیدلوري دغې قضیې ته وکتل شي، واقعیت دادی چې هر هغه څه چې په وسمهال پیښېږي، دقیقا هماغه څه دي چې له رجب طیب اردوغان سره مو پترسبورګ ته د ده د سفر په جریان کې هوکړه کړې وه».

د دنیا پر رسوايۍ سربېره الله سبحانه وتعالی د هغو کسانو لپاره دردناک عذاب چمتو کړی چې د اسلامي امت په حق کې جنایت کوي او یا د اسلامي خاور په لاسه وتلو کې ونډه اخلي.

[سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِنْدَ اللَّهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ] (الانعام: ۱۲۴)

هغه وخت نېژدې دی چې هغه کسان چې ګناه یې کړې او (خلک له حقې لارې منحرفوي) د خپل فرېب او مکر په مقابل کې به د الله په مخ کې  له رسوایۍ او سخت عذاب سره مخ شي.

د اسلام شریرو دښمنانو ته په خطاب یو ځل بیا هغه څه وایم چې مخکې مې هم ویلې وو او هغه دا چې: له دې ټولو ناوړه واقعیتونو سره بیا هم باید پوه شو چې که حلب هر څومره ویجاړ هم شي ـ بیا به هم په خپلو پښو ودرېږي. د شام ټوله مبارکه خاوره په ځانګړې توګه -سرلوړی حلب- لکه زهرجن خنجر داسې دی، چې د امریکا، روسیې او په دوی پسې تړلو او د دوی په پله روانو په ستوني کې به ونښلي او له سترګو به یې خوب یوسي. هغوی به هېڅکله ددې فرصت پیدا نه کړي چې د دې تخیلي بریالیتوب مبارکې یو بل ته ورکړي، ځکه چې یو ښار(حلب) ته ننوتل د هغه له بشپړې ویجاړۍ او د اوسېدونکو د عاموژنې او یواځې له شهادته وروسته پر دښمنانو لاسبري خپله د تخیلي بریا او واقعي ماتې ښکارندویي کوي، چې امریکا او تړون کونکي یې پر هغه جشن کوي! دا چې ورانوونکي توغندي، اور اچوونکي بمونه او بې شمېره لښکرې د سلګونو یا نهایت څو زرو تنو(مجاهدینو، له کمو نظامي تجهیزاتو سره) د مقابلې لپاره د جګړې ډګر ته راوړي، مګر بیا هم له هغوی سره مخامخ جګړه نه شي کولی؛ خو د بحري توغندیو او هوایي بمونو له بمبار وروسته، قطعاً د هغو بزدلو او وېرېدونکو انسانانو بریا ښیي، چې له بهادرو او سرلوړو انسانانو یې تر لاسه کوي.‌ روښانه ده چې دا ډول بریا هېڅکله همېشنۍ نه ده او پایله یې ماته ده!

امریکا، روسیه، له دوی سره تړون کوونکي، یاران یې او په دوی پسې روان په دې لټه کې دی، چې د دې ټولو وحشیانه جنایتونو په ترسره کولو، د خپلو صلیبي وروڼو او تاتارو مغولو له شرمه ډک تاریخ تکرار کړي. هغه صلیبیان او مغولیان چې د عراق او شام په خاوره کې یې وېرونکي جنایتونه وکړل، خو دوی د هغه تاریخ یوه برخه هېره کړې او هغه، هماغه برخلیک دی چې مسلمانانو د دوی پخواني وروڼه پرې اخته کړل. مسلمانانو په خپلو خاور کې د دوی جرړې له بیخه وایستې او یو ځل بیا په خپلو پښو ودرېدل. د اسلام او مسلمانانو عزت او سرلوړي یې ورته راوګرځوله او خلافت یې ورته ټینګ کړ. هغوی د هرقل ښار فتحه کړ او له هغه یې «استانبول» یعنې د اسلام ښار جوړ کړ. وروسته یې ځانونه مسکو ته نېژدې کړل او د وین دروازې یې وټکولې. باید پوه شو چې تاریخ تل په دوران کې دی او دغه دوران د هغوی لپاره چې بینا سترګې لري، لرې نه ښکاري.

[وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنْقَلَبٍ يَنْقَلِبُونَ]  (شعراء: ۲۲۷)

او ظالمان به ډېر ژر پوه شي، چې کوم ځای ته ورګرځي!

Last modified onشنبه, 25 فبروری 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې