سه شنبه, ۲۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ترکیې زنځیري چاودنې څوک کوي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د ترکیې زنځیري چاودنې څوک کوي؟

(ژباړه)

پوښتنه:

د ۲۰۱۶ زکال د ډېسمبر پر ۱۷مه په ترکیه کې چاودنه وشوه او څو شېبې وروسته د سي ان ان د عربي ژبې انټرنیټي وېبپاڼې داسې وویل: «د ترکیې له وسلوالو ځواکونو څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ترکیې د قیصریه ولایت د ارجیس پوهنتون ته نېژدې موټربم چاودنې ۱۳ سرتیري ووژل او د ملکیانو په ګډون ۴۸ نور یې زخمیان کړل». له دې یوه اونۍ وړاندې یعنې ۲۰۱۶ ز کال د ډېسمبر پر ۱۰مه د استانبول ښار په زړه کې د بشیکتاش سپورټي استډیوم ته نېژدې هم دوې چاودنې وشوې چې په ترڅ کې یې د ۳۰ سرتېرو په ګډون ۳۸ کسان ووژل او وروسته بیا د وژل شوو کسانو شمېر ۴۴ ته ورسېد. د «د کردستان د خپلواکۍ بازانو» په نوم ډلې د دوو مخکنیو چاودنو پړه ومنله. پوښتنه دا ده چې دغه وروستۍ چاودنه هم د همدې ډلې کار دی او د دې ډلو تاریخچه څه ډول ده؟ بله پوښتنه دا ده چې د دغو چاودنو تر شاه څه انګېزې دي؟

ځواب:

د استانبول د چاودنو په اړه چې د ۲۰۱۶ زکال د ډیسمبر پر۱۰ وشوې، «د کردستان د خپلواکۍ بازانو» ډلې په اعلامیه کې ویل شوي، چې دې ډلې د دغو چاودنو پړه ومنله. د انقرې رویټرز خبري اژانس د ۲۰۱۶ ز کال د ډیسمبر پر ۱۱مه د یو خبر په خپرولو وویل: « د کردستان د خپلواکۍ بازانو ډلې چې د کردستان کارګرانو حزب یوه برخه بلل کېږي، د هغه چاودنو پړه ومنله چې د ترکیې د استانبول ښار د فوټبال له لوبغالي بېرون وشوې». په دغو چاودنو کې ۳۸ کسان ووژل شول او ۱۵۵ نور ټپیان شول. د کردستان د خپلواکۍ بازانو ډلې چې په روان کال کې یې په ترکیه کې د څو نورو چاودنو پړه منلې وه، پر خپله انټرنیټي ویبپاڼه لیکلي وو: «د شنبې ماښام دوې چاودنې زموږ ډلې کړې دي». دا چاودنې په داسې هېواد کې کېږي چې د پای ته نارسېدلي انقلاب له زیانونو او څو نورو چاودنو څخه چې د کال له پیله تر اوسه شوې؛ ځورېږي. د شنبې ورځې بریدونه د بشیکتاش فوټبال ټیم پورې اړوند د فودافون لوبغالي ته نېژدې د یو لړ لوبو له پای ته رسېدو یو ساعت وروسته وشول. داسې تر سترګو کېږي چې د دغو بریدونو موخه سرتیري وو چې وروسته بیا د وژل شوو کسانو شمېر زیات شو.

 د منځنۍ ختیځ ان لاین خپرونې د ۲۰۱۶ زکال د ډیسمبر پر ۱۲مه د دوشنبې په ورځ په خبر کې لیکلي: «د هغو معلوماتو پر بنسټ چې د ترکیې رسنیو د دغه هېواد له روغتیا وزارت څخه په نقل  خپاره کړي؛ د هغو چاودنو د قربانیانو شمېر چې د شنبې ماښام په استانبول ښار کې وشوې؛ تر اوسه ۴۴ کسانو ته رسېدلی. د ترکیې د روغتیا وزیر د دغه هېواد پارلمان ته وویل: «دا ډېره دردونکې ده چې زموږ ۳۶ تنه سرتېري او ۸ ملکي وګړي په دې خونړیو چاودنو کې وژل کېږي». 

د هغې چاودنې پړه چې د ۲۰۱۶ زکال د ډیسمبر پر ۱۷مه وشوه، چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو ترکي چارواکو په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د نن ورځې چاودنه د ۲۰۱۶ زکال د ډیسمبر د ۱۰ مې له چاودنې سره ورته ده. العربیه نېټ د ۲۰۱۶ زکال د ډیسمبر پر ۱۷مه په یوه خبر کې وویل: «د ترکیې لومړي وزیر نعمان قورتولموش ویلي چې په دغه موټربم چاودنه کې داسې توکي کارول شوي چې د تېرې اونۍ په چاودنو کې له کارول شوو توکو سره ورته دي. بریدګر د هغو سرتېرو د لېږد موټر په نښه کړ چې په قیصریه کې یې کاري نوبت پای ته رسېدلی و او خپلې اډې ته روان وو. قورتولموش دغه څرګندونې ان. ټي. في ټلویزیون ته په خپلو خبرو کې وکړې. تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دې برید پړه چې ۱۳ کسان پکې ووژل شول او ۵۵ نور پکې ټپيان شول، نه ده منلې.

پورتنۍ سرچینه همدارنګه وایي: «د ترکیې ولسمشر په خپل وار د کردستان د کارګرانو حزب د دغو بریدونو مسوول بللی او په خپله بیانیه کې یې وویل چې د دغو بریدونو پړه د یو «بېلتون غوښتونکي تروریستي حزب» پر غاړه ده. نوموړي دا ډول بریدونه د عراق او سوریې په وروستیو بدلونونو پورې اړوند وبلل». د رجب طیب اردغان په وسيله د «بېلتون غوښتونکي تروریستي حزب» عبارت کارونه د کردستان کارګرانو حزب ته اشاره ده، هغه حزب چې د امریکا متحده ایالاتونه، د اروپا اتحادیه او ترکیه یې د خپلو تروریستي سازمانونو په نوملړ کې لري. نو پر همدې بنسټ په غالب ګومان د ۲۰۱۶ زکال د ډېسمبر پر ۱۷مه د شنبې ورځې برید د داسې چا په وسیله تر سره شوی چې د ۲۰۱۶ زکال د ډیسمبر د ۱۰ مې بریدونه یې تر سره کړي وو؛ یعنې د د کردستان د خپلواکۍ بازانو ډله چې د «TAK» په نوم مشهوره ده.

د دغې ډلې تاریخچه او تشکیل به د هغو بدلونونو په اړه له معلوماتو وروسته بیان کړو چې د کردستان د کارګرانو په حزب کې په ځانګړي ډول د دغه حزب د بنسټګر (اوجالان) تر نیولو وروسته ښکاره شول:

ا- له هغه وروسته چې «اوجالان» په ۱۹۹۹ زکال کې د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې ونیول شو، د کرد ټولنې سیستم د رهبرۍ په موخه شپږ اړخیزه کمیټه جوړه شوه چې د کردستان د نورو حزبونو په پرتله یې جوړښت ډېر پېچلی و. دغه سیستم له څلورو لویو حزبونو جوړېږي چې د لسګونو نورو سازمانونو په ګډون د ځوانانو، محصلینو او ښځو اتحادیې، ټولنیز سازمانونه، د امنیتي خدمتونو کمیټې او داسې نور پکې دي. دغه حزبونه په دې ډول دي: په ترکیه کې د کارګرانو حزب، په سوریه کې د اتحاد ډیموکراټ حزب، په عراق کې د حل ډیموکراټ حزب او په ایران کې د «بیجاک» په نوم د خپلواک ژوند حزب. دا حزبونه هر یو خپله ځانګړې رهبري او جوړښت لري، خو دا ټول د کرد ټولنې د سیسټم په چوکاټ کې فعالیت کوي، چې له ۱۹۹۹ زکال راوروسته د مراد قره یلان په واسطه رهبري کېږي.

ب‌ـ د ترکیې د حکومت پر وړاندې د کردستان د کارګرانو حزب دریځ د مراد قره یلان د رهبرۍ په دوام کې نرم شو. په ۱۹۹۹ زکال کې د عبدالله اوجالان تر نیولو وروسته د دغه حزب غوښتنې تر بشپړ خپلواک کردستان پورې راټیټې شوې او په فرهنګي حقونو کې د ترکي کردانو خپلواکۍ ته د لاسرسي په غوښتنه بدلې شوې. د کردانو دریځ هغه وخت بدل شو چې د ترکیې حکومت او اوجالان د هغې نقشې پر بنسټ چې د امریکا له لوري جوړه شوه، له کردانو سره په دې برخو کې پرېکړې ته ورسېدل  او په پایله کې د ترکیې دولت او د کردستان کارګر حزب تر منځ ناندرۍ کمې او په نرمۍ بدلې شوې.

ت‌- د مراد قره یلان د رهبرۍ په وخت کې د ترکیې حکومت او کردستان کارګر حزب تر منځ اړیکې د هغو اقدامونو پر بنسټ چې امریکا د د دواړو خواوو تر منځ د ارامۍ لپاره تر سره کول، همداسې دوام وکړ. وروسته د دواړو لوریو تر منځ د ارامۍ وسیلې په ځانګړي ډول له ۲۰۱۲ زکال وروسته ډېرې شوې:

-  د ترکیې د استخباراتو رییس هاکان فیدان د ۲۰۱۲ زکال د ډیسمبر پر ۱۶مه جزیره ایمرالي ته سفر وکړ او هلته یې له عبدالله اوجالان سره ولیدل.

-    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د ۲۰۱۲ د ډیسمبر پر ۹مه پهTRT) ) ټلویزیون کې له اوجالان سره د نوموړي د لیدو خبر ور کړ.   

- د ۲۰۱۳ زکال د مارچ پر ۲۱مه د نوي کال د لمانځلو په اړه د خلکو په لویه غونډه کې د عبدالله اوجالان پیغام ولوستل شو. اوجالان په دغه پیغام کې له خلکو  وغوښتل چې وسلې پر ځمکه کېږدي او سیاسي مبارزې پیل کړي. او جالان د دې پیغام په یوه برخه کې وویل: «د دې وخت رارسېدلی چې وسلې مو پر ځمکه کېږدئ او وسلوال کسان د ترکیې له خاورې بېرون کړئ، دا د مبارزو د پای ته رسېدلو مانا نه لري، بلکې د مبارزې بل ډول دی».

د الجزیرې نټ انټرنیټي وېبپاڼې د ۲۰۱۳ زکال د مارچ پر ۲۲مه په خپل خبر کې وویل: «د امریکا متحده ایالاتونو د کردستان کارګرانو حزب د رهبر هغه پیغام ستایلی چې د دغه حزب د تندلارو کسانو لپاره د وسلو پر ځمکه اېښودلو لپاره و او دایې یو نېک ګام بللی دی. د ترکیې حکومت هم د اوجالان دغه اقدام ستایلی، خو د نوموړي پیغام د ترکیې د نژادپالو غوسه راوپاروله. د امریکا د بهرینو چارو وزارت ویاند وکتوریا نولاند وویل: «د اوربند په اړه د اوجالان غوښتنې هغه شخړې چې درې لسیزې په ترکیه کې روانې دي، پای ته رسولای شي. نوموړي زیاته کړه چې متحده ایالاتونه به د ترکیې د حکومت او نورو خواو هغه هڅې چې د سولییزې حللارې د رامنځته کېدو او د دیموکراسۍ د ټينکښت لپاره یې په تر کیه کې کړې وې؛ بیا  را ژوندۍ کړي».

-  د ۲۰۱۳ زکال د اپرېل پر ۴مه د حکیمانو کمېټه چې ۶۳ کسان پکې وو، جوړه شوه. دغې کمېټې د ترکیې یو شمېر برخو ته سفرونه کول او د کردانو د قضیې په اړه یې د حللارې د رامنځته کېدو په اړه له خلکو سره لیدنه او خبرې کولې.

-       مراد قره ایلان د کوه قندیل له رهبرانو څخه د ۲۰۱۳ زکال د اپرېل پر ۲۵مه سلګونو خبریالانو ته  وویل چې دغه ډله به د ۲۰۱۳ ز کال د مې میاشتې له ۸مې وروسته د ترکیې له خاورې څخه وتل پیل کړي.

ث‌- دغې ارامۍ د مراد قره یلان د رهبرۍ په دوره کې دوام وکړ، خو د کردستان د کارګرانو حزب د نهمې غونډې تر جوړېدو او د مراد د ځایناستې په توګه د جمیل بیک تر ټاکلو وروسته حالات بل ډول شول. د کردستان د ډیموکراټ حزب انټرنېټي ویبپاڼې د ۲۰‍۱۳ زکال د نومبر پر ۶ مه په خپل خبر کې وویل: «د کردستان د کارګرانو حزب نهمه غونډه د تېرې جون او جولای په میاشت کې وشوه. په دغه غونډه کې چې د یاد حزب د ۱۶۲ غړو په ګډون نیول شوې وه، د حزب په رهبرۍ کې یو لړ بدلونونه ښکاره شول.  بیک له قره یلان څخه درې رایې مخکې شو او د یاد حزب د مشر وټاکل شو».

د ځینو کردانو او ترکانو په اند په دغه حزب کې چې ځینې بدلونونه ښکاره شول، دا به د بل پړاو د سیاسي انقلاب په مانا وي. د  رهبرۍ کمېټه بشپړه نوې ټاکل شوې، چې درې نارینه او درې ښځې پکې دي.  رهبري به یې د جمیل بېک، چې د حزب یو فعال غړی دی، په غاړه وي. داسې ویلی شو چې د نوموړي حزب په رهبرۍ کې یاد بدلونونه به د دغه حزب په سټراټیژۍ کې نوی بدلون وګڼل شي؛  هغه که د بشپړ نوي رهبرپه ټاکنه کې وي او که د هغه سیاست په کچه وي چې په بل پړاو کې باید تعقیب شي. هغه پېښې چې وروسته  رامنځته شوې، دغه سیاست څرګندوي:

- جمیل بیک په کوه قندیل کې د کردستان د کارګرانو حزب نظامي قومندان و، نوموړی له پیسي هوزارت سره د ۲۰۱۳ زکال د مې میاشتې پر ۵مه د کرد ټولنې د اتحادیې، چې په KCK)) نومول شوې؛ په راس کې وټاکل شو.

- جمیل بیک د ۲۰۱۳ زکال د جولای پر ۳۱مه بي بي سي راډیو ته په خپلو څرګندونو کې ویلی وو: «که چېرته د ترکیې حکومت د سپټمبر تر لوموړۍ نېټې عملي ګامونه واخلي، د کردستان د کارګرانو حزب به له ترکیې څخه وتل بند کړي. نوموړي پر دې بسنه ونه کړه، بلکې ګواښ یې وکړ چې هغه ځواکونه چې له ترکیې څخه وتلي، دوی به یې بیرته راوګرځوي. 

- جمیل بیک د ۲۰۱۳ زکال د اګېسټ پر ۱۹م مه اعلان وکړ چې د ملي پخلاینې د ناکامۍ په صورت کې به د ترکیې دننه امنیتي حالت له مخکې ډېر خراب شي.

-   د ترک ټولنې اتحادیې KCK))د ۲۰۱۳ ز کال د سپټمبر په لومړیو کې وویل چې له ترکیې څخه د کردستان کارګرانو حزب د ځواکونو د وتلو بهیر په بشپړه توګه ودرول شو.

-  جمیل بیک د ۲۰۱۳ زکال د ډیسمبر پر ۳مه د ترکیې د بدلونونو په اړه بیانیه خپره کړه او په هغه کې یې ویلی وو: «که چېرته حالات همداسې دوام وکړي، نو باید په ترکیه کې جګړه پیل شي. موږ د ترکیې حکومت ته وخت ور کړی و چې تر راتلونکي پسرلي پورې زموږ غوښتنې ومني. نو که د ترکیې حکومت دا غوښتنې پوره کړي، هر څه به په سوله ییز ډول حل شي، خو که د ترکیې حکومت زموږ شرطونه ونه مني، نو بیا موږ له ترکانو سره یو ځای کېدای نه شو».

- جمیل بیک د ۲۰۱۴ زکال د ډیسمبر پر ۲۰ مه پخپلو څرګندونو کې وویل: «له وسلو لاس اخیستل زموږ لپاره د مړینې مانا لري».

- د ډیموکراټ حزب رییس صلاح الدین دیمیرطاش د ۲۰۱۵ زکال د جولای پر ۱۲مه وویل: «که چېرته د کردستان د کارګرانو حزب رهبر عبدالله اوجالان وغواړي، دغه حزب چمتو دی چې وسلې پر ځمکه کېږدي». د کرد اتحادیې ټولنې د نوموړي په ځواب کې وویل: «ټول باید دا واقعیت درک کړي چې د ترکیې دولت پر وړاندې له وسلوالې جګړې لاس اخیستل یوازې زموږ کار دی او هېڅوک دا حق نه لري چې په دې اړه څه ووایي. همدارنګه ټول باید پر دې هم پوه شي چې د ډیموکراتو ملتونو حزب مشر زموږ سیاسي استازی نه بلل کېږي؛ نو پر همدې بنسټ د دې حزب رهبر دا حق نه لري چې موږ ته د وسلو پر ځمکه ایښودلو امر وکړي او موږ ډاډه یو چې زموږ  رهبر «عبدالله اوجالان» به روانو حالاتو ته په کتو له موږ نه دا غوښتنه ونه کړي چې له وسلې لاس واخلو. دا هم باید ووایم چې له وسلې لاس اخیستل هېڅ وخت د اوجالان د غوښتنو د ردېدو مانا نه لري او موږ د ډیموکراتو ملتونو حزب د سیاسي هڅو د ګډوډېدو په لټه کې نه یو».

- د کردستان ټولنې سیستم یا KCK)) د ۲۰۱۵ زکال د جولای پر ۱۲مه د یکشنبې په ورځ د اعلامیې په خپرولو وویل چې له ترکیې سره اوربند له ۲۰۱۲ ز کال راوروسته له منځه تللی. دغه اعلامیه چې د کردستان ټولنې د سیسټم د ګډې اجرایوي غونډې له ریاست نه خپره شوه، د اوربند د له منځه تلو دلیل یې د ترکیې دولت په وسیله رامنځته شوي خنډونه او د نظامي اډو جوړول وښودل او ویې ویل چې د ترکیې دولت په دې کړنې سره د اوربند شرطونه له منځه وړي دي». (سرچینه: ۲۰۱۶ د جولای ۱۲ ارانیوز)

- د کردستان ټولنې سیستم یو مشر (پیسي هوزارت) د ۲۰۱۵ زکال د جولای پر ۱۴مه د « راتلونکی پړاو؛ به د ترکیې انقلابي ملت د جګړې پړاو  وي»، تر نامه لاندې لیکنه په اوزغور غوندم خپرونه کې خپره کړه.

ج‌- هغه څه چې تېر شول دا پایله ترې راوځي چې د مراد قره یلان تر رهبرۍ لاندې د کردستان د کارګرانو حزب امریکا ته ډېر نېژدې و او د ترکیې حکومت او کارګرانو حزب تر منځ د امریکا د هوکړه لیک په اجرا کې یې ډېره همکاري ښودله. د دواړو لورو تر منځ د مرستو ډېروالی د سولې د هغه هوکړه لیک پر بنسټ و چې د ۲۰۱۳ زکال په مارچ میاشت کې لاسلیک شو. د یو شمېر کردانو ناخوښي د حزب  دننه د اعتراضونو او وېشنو لامل شوه. د مراد قره یلان رهبري چې له ۱۹۹۹ زکال نه بیا تر ۲۰۱۳ زکال پورې وه، ځینې کردان یې ډېر وځورول، ځکه په هغه پړاو کې حاکمې فضا تل ارامۍ ته هڅونه کوله او دا د ناخوښو کردانو په نظر د پاتې راتګ په مانا و. د کردستان خپلواکۍ بازانو ډله د دې پړاو په دوام کې له کارګرانو حزب څخه بېله شوه.

دغه ډله چې (TAK) نومیږي، د ۱۹۹۳ زکال راپدېخوا یې له کارګرانو حزب سره اړیکې درلودې، خو په ۲۰۰۴ زکال کې ترې بېله شوه او اوس په خپلواک ډول فعالیت کوي. دا ډله اوس پر دې ټینګار کوي چې فعالیتونه یې په بشپړه توګه خپلواک دي او له هېڅ کومې ډلې سره اړیکې نه لري. د دې ډلې غړي «فدایي ځواکونه» نومیږي او موخه یې د ترکیې نظامي اردو سرچینو ته زیان رسول او د ګرځندويۍ په سکتور کې یې ګډوډي رامنځته کول دي. د کردستان د خپلواکۍ بازانو ډلې لومړني عملیات په ۲۰۰۵ زکال کې وو، چې د یو شمېر بهرنیو کسانو د لېږد موټر یې په نښه کړ چې ۵ کسان پکې ووژل شول او ۲۰ نور پکې ټپیان شول. نو د ترکي چارواکو د وینا پر بنسټ دغه ډله له ۲۰۰۸ ز کال راوروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري یوه تروریستي ډله وبلل شوه او د تروریستي ډلو په لېست کې شامله شوه. اروپایي اتحادیې هم نوموړې ډله یوه تروریستي ډله وبلله.

ح‌- له هغه بدلون وروسته چې د کارګر حزب د نهمې غونډې په ټاکنو کې ښکاره شو او په تعقیب یې  جمیل بیک په ۲۰۱۳ زکال د جولای په میاشت کې د یاد حزب د رییس وټاکل شو، لیدل کېږي چې د کردستان د کارګرانو حزب انګلیسانو ته لېوالتیا پیدا کړې او اردغان او حکومت یې په مادي فعالیتونو، د د وژنو او چاودنو په ګډون په نښه کوي. دا ډول فعالیتونه ډېر د خپلواکۍ بازانو په ډله کې په ځانګړې توګه په روان کال کې لیدل کېدل، ځکه یادې ډلې ته فضا برابره وه چې د ترکیې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې خپل فعالیتونه ډېر کړي. نو پر همدې بنسټ د کردستان خپلواکۍ بازانو ډلې فعالیتونه په دغه پړاو کې ډېر شول. دلته غواړو چې د دې ډلې هغه فعالیتونه وښیو چې د تېر کال له وروستیو رانیولې بیا تر روان کال پورې دوام درلود. د یادې ډلې وروستي سخت عملیات د ۲۰۱۶ د ډیسمبر پر ۱۷مه وو، چې ومولیدل: 

-  د ۲۰۱۵ زکال په ډیسمبر کې یې د استانبول کوکجن هوایي ډګر په توغوندي وویشت چې د یوې ښځینه کار کونکې د وژنې لامل شو.

- د ۲۰۱۶ په فبرورۍ کې یې د انقرې په ښار کې د موټر بم برید وکړ، ۲۸ کسان پکې  وژل شول، چې ډېری یې سرتیري وو.

- د ۲۰۱۶ په مارچ  کې یې هم په انقره کې یو موټر بم ته چاودنه ور کړه چې د لسګونو کسانو د وژل کېدو او زخمي کېدو لامل شو.

- د ۲۰۱۶ په جولای کې یې بل موټر بم ته د استانبول په فزنګیلار سیمه کې چاودنه ور کړه چې ۱۱ کسان یې ووژل او ۳۵ نور یې ټپيان کړل، چې ‌ډېر یې بیا هم سرتیري وو.

- د ۲۰۱۶ په اکتوبر کې یې د استانبول ښار په یني بوسنای سیمه کې یې په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوو توکو ته چاودنه وکړه، چې ۱۰ کسان پکې ووژل شول.

- د ۲۰۱۶ زکال په نومبر میاشت کې یې د ترکیې په جنوب کې د اضنه ولایت د ودانۍ ورودي دروازې مخې ته موټر بم ته چاودنه ور کړه، چې یو شمېر ملکي کسان یې ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

- د ۲۰۱۶ د ډیسمبر پر ۱۰مه یې په بشیکتاش سیمه کې دوې چاودنې وکړې چې ۴۴ کسان پکې ووژل شول او د دې چاودنو ډېری کسان سرتیري وو او کابو ۲۰۰ کسان پکې ټپیان شول.

- د ۲۰۱۶ زکال د ډیسمبر پر ۱۷مه په ترکیه کې چاودنه وشوه او څو شېبې وروسته د سي ان ان د عربي ژبې انټرنیټي ویبپاڼې داسې وویل: «د ترکیې له وسلوالو ځواکونو څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ترکیې د قیصریه ولایت د ارجیس پوهنتون ته نېژدې موټر بم چاودنې ۱۳ سرتېري ووژل او د ملکیانو په ګډون ۴۸ نور یې زخمیان کړل. امنیتي سرچینو ویلی دي چې دغه موټر بم چاودنه د ارجیس پوهنتون ته نېژدې د یو سرویس موټر تر څنګ وشوه چې یو شمېر نظامیان تر کاري دورې وروسته په رخصتۍ کور ته روان وو. د پولیسو ډلې او د ژغورنې ټیمونه ژر د پېښې ځای ته راغلل، مړي او ټپیان يې روغتونو ته یووړل.».

خ‌- پورتنیو معلوماتو ته په کتو د کردستان خپلواکۍ بازانو د ډلې پر سیاسي شالید پوهېدای شو او په دې ډول یې ډلبندي کوو:

له هغه وروسته چې جمیل بیک د ۲۰۱۴ زکال د ډیسمبر پر ۲۰ مه اعلان وکړ چې د وسلو پر ځمکه ایښودل د مرګ مانا لري، نو د کردستان کارګرانو حزب د «بیک» پر مشرۍ له تاوتریخوالي نه ډکې کړنې پیل کړې، تر دې چې دا کړنې د ۲۰۱۵ د جولای پر ۱۲ مه ډېرې سختې شوې. د بیک پر مشرۍ د کردستان ټولنې سیسټم په څرګند ډول اعلان کړه چې د اردغان له حکومت سره اوربند پای ته ورسېد. د بازانو ډلې یا TAK هم په یو لیک کې د ترکیې حکومت د حیاتي سرچینو پر وړاندې په ځانکړي ډول په امنیتي برخه کې مادي کړنې پیل کړې، تر دې چې دوه وروستي عملیات د ۲۰۱۶ د ډیسمبر پر ۱۲مه او ۲۰۱۶ د ډیسمبر پر ۱۷مه وشول. دا په دې مانا ده چې د خپلواکۍ بازانو ډله له بیک سره یو ځای په خوځښت کې ده او پر دې هم پوهیږو چې د بیک تګلاره اوس د اورپا له تګلارې په ځانګړي ډول له انګلیستان سره چې هڅه کوي په امریکا پورې د اردغان تړلی حکومت ګډوډ کړي، همغږې ده.

د‌- د  بیک څرګندونې چې د کردستان د کارګرانو حزب له بنسټګرانو څخه دی، پورتنۍ شکونه پیاوړي کوي. نوموړي د ۲۰۱۶ د مارچ پر ۱۵مه انګلیس ټایمز خپرونې ته پخپلو څرګندونو کې وویل: «موږ د اردغان د واکمنۍ او د اعدالت او پراختیا ګوند د نسکورېدو هڅه کوو، تر هغې چې اردغان او حزب یې له مخې لرې نه شي، هېڅ وخت به په دې هېواد کې دیموکراسي واکمنه نه شي». دا خبر بي بي سي راډیو ټلویزیون د ۲۰۱۶ د مارچ پر ۱۵مه خپور کړ.

د جمهوري غوښتونکي حزب رییس کلیګدار اغلو چې د انګلیستان مزدور دی، نوموړي هم د ترکیې سوداګرۍ خونې اتحادیېTOBB) ) په ۷۲ یمه غونډه کې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې وویل: «دا نو څه ریاستي نظام دی چې په ترکیه کې واکمن دی، یو کس خبرې کوي او ټوله ترکیه یې پر وړاندې چوپه خوله پاتې ده. هېڅ وخت ریاستي نظام له وینې تویولو پرته پلي کېدی نه شي». (سرچینه: ۲۰۱۶د مې ۱۳مه Tna  ۲۴)

ذ‌- له پورتنیو شواهد ښیي چې د استانبول د چاودنو تر شاه د انګلیستان لاس دی. د انګلیستان د دا ډول لاسوهنو انګېزې داسې بیانوو:

د ناوړه حالت رامنځته کېدل او په ترکیه کې پر امریکا پورې د تړلي ګډوډ نظام له امله انګلیستان په دې هڅه کې دی چې وروستۍ کودتا چې مزدورانو یې پیل کړې وه، اوږده او دوام ور کړي. له شک پرته چې دوی پر دې پوهیږي چې په ترکیه کې شته حاکمیت ته بدلون ور کول اسانه نه دي، ځکه اردغان پر دې توانېدلی چې په دغه هېواد کې د امریکا لپاره کلکې ستنې جوړې کړي؛ خو د ګډوډۍ په رامنځته کېدو  یادو ستنو ته ټکان ور کولی شي.

دا د قضیې یو اړخ و او بل اړخ یې دا دی چې انګلیستان په ترکیه کې د مصطفی کمال په وسیله په ۱۹۲۴ کال کې د خلافت له نسکورېدو وروسته د پارلماني نظام بنسټ کېښود او دا په دې مانا ده چې په حقیقت کې په ترکیه کې د پارلماني نظام روحاني پلار انګلستان دی. نو پر همدې بنسټ اردغان او امریکا غواړي چې پارلماني دروازه د تل لپاره وتړي او هغه په ریاستي نظام بدله کړي او وروسته ولسمشر ته ډېر واکونه ور کړي. خو انګلیستان له ریاستي نظام سره جوړ نه دی،  مخکې مو اشاره وکړه چې د جمهوري غوښتونکي حزب رییس کلیګدار اغلو پخپلو څرګندونو کې وویل: « هېڅ وخت ریاستي نظام له وینې تویولو پرته تطبیقېدای نه شي». وروسته بیا ترکي خپرونې چې «صباح» نومیږي، تر دغه عنوان لاندې«هغه د پارلمان، خلکو او سیاست سپکاوی کوي» لیکنه خپره کړه. د دې ورځپاڼې اشاره د جمهوري غوښتونکي حزب مشر کلیګدار اغلو څرګندونو ته وه، چې ویلي يې وو: « هېڅ وخت ریاستي نظام له وینې تویولو پرته نه شي پلی کېدای». (سرچینه: ۲۰۱۶ د مې ۱۳مه ترکیه پوسټ).

لنډه دا چې انګلیستان په دې هڅه کې دی چې د وژنو او چاودنو په پیلولو چې د کردستان د خپلواکۍ بازانو ډلې په ګډون په انګلیستان پورې تړلي کسان یې کوي، په یو غشی دوه نښانه وولي:

  1. په امریکا پورې تړلي د ترکیې په نظام ثبات له منځه وړل.
  2. د پارلماني نظام پر ځای د ریاستي نظام د ټاکلو لپاره د اردغان د هڅو پر وړاندې درېدل.

خو دا چې تصور کېږي دا کړنې به د خپلواکې سیمې د  رامنځته کېدو لامل شي، باید ووایو چې د دا ډول کار څرک په نېژدې راتلونکې کې نه تر سترګو کېږي.

په پای کې باید یادونه وکړو چې هغه څه چې ډېر دردونکي دي او د تاسف وړ دي، دا دي چې د مسلمانانو وینه د اسلام او اسلامي امت لپاره نه، بلکې د کافرانو د ګټو لپاره تویږي. موږ باید دا په یاد ولرو چې دا امت د خیر او برکت امت دی او د الله سبحانه وتعای په مرسته به یو ځل بیا بریالی شي. د دغه امت تاریخ د دې مدعا ښکارندوی دی. چا دا فکر کاوه چې اسلامي امت به له صلیبیانو او تتاریانو سره تر جګړو وروسته بیا په پښو دریږي!؟ هغه تتاریان چې د خلافت پلازمېنه بغداد یې وران کړ او د دجلې سیند پاکې او روښانه اوبه یې د مسلمانانو په وینو او د کتابونو په رنګ سرې او تورې  کړې. چا دا فکر کاوه چې مسلمانان به له دې ټولو مرګژوبلو وروسته یو ځل بیا پر پښو دریږي او پر دې به بریالي کېږي چې قسطنطنیه فتحه کړي.

باید هېره نه کړو چې الله سبحانه وتعالی تل داسې کسان په مرچل کې کېنولي، چې هېڅ وخت د په ستونزو کې نه نهیلي کېږي او سر نه ټیټوي. د دې تر څنګ هېڅکله له ظلمه نه دي وېرېږي، چوپ او بې پروا نه پاتې کېږي. تر هغې چې حق یې حقدار ته نه وي سپارلی او د راشده خلافت بیا تاسیس او د هغه د ستنو تر ټینګېدو وړاندې هېڅکله د ارامۍ او سوکالۍ احساس نه کوي.

د دې خلکو حال په دغه مبارک ایت کې درک کولی شو، الله سبحانه وتعالی فرمایي:

[مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا] (احزاب: ۲۳)

په مومنانو کې داسې شخصیتونه شته چې له الله سبحانه وتعالی سره کړې ژمنه یې پوره کړې.ځینو په خپله ژمنه سر ورکړ  او ځینې انتظار باسي.‌ هغوی په خپله کړنلاره کې هېڅ تبدیلي رانه وسته.

[إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا] ) الطلاق: ۳)

الله سبحانه وتعالی خپل فرمان تر سره کوي او الله سبحانه وتعالی د هر شي لپاره اندازه ټاکلې ده.

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې