سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
څرنګه له کفر او شرک څخه ډډه وکړم او له ايمان سره ومرم؟
بسم الله الرحمن الرحيم
څرنګه له کفر او شرک څخه ډډه وکړم او له ايمان سره ومرم؟

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

څرنګه له کفر او شرک څخه ډډه وکړم او له ايمان سره ومرم؛ ځکه زه نه غواړم په خپلو اعمالو کې د ډېر زيان کوونکو کسانو له ډلې څخه وم؟ ايا کفر يوزاې عملي دی که قولي او يا عقيدوي؟ د مهربانۍ له مخې ځواب راکړئ. الله سبحانه و تعالی دې توفيق درکړي.

ځواب:

وعلیکم سلام و رحمت الله و برکاته!

ستاسو پوښتنه دوې برخې لري:

لومړی: څرنګه یو شخص له کفر او شرک څخه ډډه وکړي او له ايمان سره ومري؟

دویم: کفر عمل دی که خبرې او که عقیده؟

په پیل کې ستا د پوښتنې دویمې برخې ته ځواب وایم؛ ځکه د دویمې برخې ځواب د لومړۍ هغې د ځواب بنسټ دی.

له شک پرته عقیده او ايمان یوه معنا لري. چې هغه له واقعیت او دلیل سره سم جازم (قطعي) تصدیق دی. د ايمان ځای زړه دی او ایمان له واقعیت او دلیل سره په جازم تصدیق پورې اړه لري، نه یوازې تصدیق؛ تر څو ایمان د زړه په تل کې ځای ونیسي، په داسې حالت کې یو شخص مومن بلل کېږي. همداراز د کفر ځای هم زړه دی؛ ځکه کفر هم په تصدیق پورې اړه لري او د تصدیق ځای زړه دی؛ ځکه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُل لَّمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِن قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ﴾

[حجرات: ۱۴]

ژباړه: دغه بانډه چیان (صحرایي عرب) وایي: چې موږ ایمان راوړ. دوی ته ووایه: «تاسې ایمان نه دی راوړی؛ بلکې داسې ووایاست چې موږ اطاعت کوونکي شوو. ایمان لا تر اوسه ستاسې په زړونو کې نه دی داخل شوی».

﴿وَلَكِنَّ اللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ أُوْلَئِكَ هُمُ الرَّاشِدُونَ﴾
[حجرات: ۷]

ژباړه: خو الله سبحانه و تعالی تاسې ته د ایمان مینه در کړه او هغه یې ستاسې لپاره په زړه پورې وګرځاوه، او له کفر، فسق او نافرمانۍ څخه یې تاسې کرکجن کړئ، پر حق ثابت کسان همدغه دي.

﴿مَن كَفَرَ بِاللّهِ مِن بَعْدِ إيمَانِهِ إِلاَّ مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالإِيمَانِ وَلَكِن مَّن شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْراً فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ اللّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ﴾
[نحل: ۱۰۶]

ژباړه: څوک چې له ایمان راوړلو وروسته کافر شي ( هغه که) مجبور کړل شوی وي او زړه یې پر ایمان ډاډه وي (نو بیا خو خیر دی). خو  چا چې په خوښۍ سره کفر ومانه، پر هغه د الله سبحانه و تعالی غضب دی او د ټولو دغسې خلکو لپاره ستر عذاب دی.

د پورتنیو دلیلونو پر بنسټ د ایمان او کفر مدار،  په زړه  تصدیق او  پر هغه ایمان لرل دي، نه پر خبره (وینا) او عمل(کردار)؛ ځکه خبره او عمل له جوارح (د بدن د غړو) افعالو څخه دي او دا دواړه د زړه له تصديق پرته وي؛ خو د دې خبرې په اسلوب کې دوو لاندې ټکو  ته پام اړين دی:

۱. له شک پرته عمل او خبره عقیده نه ده؛ خو دغه دواړه له عقيدې څخه رېښه اخيستې او عقيده ښکاروي. په دغه حالت کې خبره او عمل د عقیدې حکم لري او دا امکان شته چې په هغه باندې یو شخص کافر وګڼل شي. مسلمان په لاندې څلورو حالتونو کې د اسلام له دایرې وځي:

الف) په عقیده: که څوک پر غیر اسلامي (د اسلامي عقیدې مخالف) څيز ایمان ولري؛ یعنې که یو څوک له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته د یو شخص په نبوت باندې ایمان ولري؛ مثلاً: څوک چې په قادياني نبوت ایمان ولري او دغه شخص د خپلې عقیدې په اساس کافر ګڼل کېږي، ځکه چې د هغه زړه له اسلام پرته پر بل شي ایمان راوړی.

ب) په شک او تردید: څوک چې د اسلام په یقیني او قطعي امر شک ولري؛ یعنې څوک چې د حضرت محمد صلی الله وسلم پر نبوت شک وکړي، نو دا شخص د خپل شک پر بنسټ کافر ګڼل کېږي؛  ځکه د هغه زړه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په نبوت ایمان نه دی راوړی.

ج) په هغه خبره چې د ده له عقیدې یې سرچینه اخیستې وي: یو څوک ووایې چې خالق نشته او یا ووایي چې قران کريم د الله سبحانه و تعالی کلام نه دی؛ نو څوک چې داسې خبرې وکړې د همدې خبرې پر بنسټ چې پر عقیده یې دلالت وکړي کافر دی؛ خو  په دغه حالت کې شرط دا دی چې دغه خبره کې تأويل او توجیه نه وي؛ بلکې کفر یې په خبرو کې واضح او قطعي وي.

د) په هغه عمل چې د ده له عقیدې یې سرچینه اخیستې وي: څوک چې بُت (مجسمې) ته سجده وکړي او یا د یهودو او نصارا وو لمونځ وکړي او یا داسې نور اعمال چې د هغه په عقیده دلالت وکړي، کافر کېږي او په دغه حالت کې دا عمل تأویل ته اړتیا نه لري؛ بلکې واضح او قطعي کفر دی.

دا هغه څلور حالتونه وو چې یو مسلمان یې په کولو کافر کېږي، له اسلام پرته او د اسلامي عقیدې خلاف پر بل شي ایمان درلودل او په اسلام کې په قطعي او یقيني  څيزونو شک لرل، څرګنده ده چې دا دواړه د زړه له عملونو څخه دي؛ ځګه عقیده او شک دواړه په تصدیق پورې اړه لري؛ خو له یو لوري خبره او عمل کول د زړه له فعلونو څخه نه دي؛ بلکې د ژبې او بدن د غړو او ژبې فعلونه دي؛ خو په حالت کې چې خبره او یا عمل په زړه پورې تړاو پيدا کړي او په هغه څه چې زړه ایمان ولري دلالت وکړي؛ نو هماغه خبره او عمل د زړه له عملونو ګڼل کېږي؛ لکه چې په پورتنيو بېلګو کې مو بيان کړل.

نور ټول هغه خبرې او فعلونه پاتې کېږي چې د عقیده کوونکي پر عقیده دلالت نه کوي او هماغه خبره او عمل یې د کفر او ایمان دایرې ته نه شامليږي؛ لکه څوک چې ګناه وکړي، په داسې حال کې چې په اسلام او اسلامي عقیده باور لري. هغه څه چې پر مسلمان لازم دي، د هغه مسلمان چې ګناه کوي نه  تکفیرول دي؛ خو  که پر ګناه سربېره، انکار هم وکړي؛ لکه هغه څوک چې روژه نه نیسې او د روژې له فرضیت څخه هم انکار وکړي. نو په دغه حالت کې کافر کېږي. څوک چې روژه نه نیسې او د روژې په فرضیت اقرار کوي، فاسق دی نه کافر؛ ځکه تکفیرول په یقین سره وي او په اسلام کې یو  لوی امر دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِذَا قَالَ الرَّجُلُ لِأَخِيهِ يَا كَافِرُ فَقَدْ بَاءَ بِهِ أَحَدُهُمَا»

(رواه بخاري، د ابی هريره په روایت)

ژباړه: که څوک خپل ورور ته ووایې؛ اې کافره هماغه کلمه (کافر)  له دوی څخه یوه ته بېرته ورګرځي. څه يې چې ویلي وو که يې صدق وکړ، ښه او که نه، بېرته ده ته ورکرځي.

په هغه روايت کې چې احمد له ابن عمر څخه نقل کړی، داسې راغلي:

«مَنْ كَفَّرَ أَخَاهُ فَقَدْ بَاءَ بِهَا أَحَدُهُمَا»

ژباړه: کله چې څوک خپل مسلمان ورور کافر وګڼي، کفر له دوی دواړو څخه بېرته یوه ته ورګرځي.

۲. جازم تصدیق د ملتزم او ژمنتوب په مانا دی چې هغه د ژبې او زړه یووالی او سمون دی. نو هغه څه چې په جازم (قطعي) دلیل ثابت وي، انکار دې نه ترې کوي؛ د بېلګې په توګه: ووایي زه پر الله سبحانه و تعالی پر قطعي دلیل ایمان لرم چې د کایناتو  پیداکونکی دی او شریک نه لري او بیا ووایي چې الله سبحانه و تعالی تېروتنه کوي او یا شریک لري یا پیدا کوونکی نه دي او یا هغه څه چې الله سبحانه وتعالی فرض کړي او په قطعي دلیل ثابت وي چې الله سبحانه و تعالی فرض کړي، ترې انکار وکړي؛ مثلاً: ووایي چې په الله سبحانه و تعالی ایمان لرم؛ خو له لمانځه یا روژې او یا د دین له هر اړین امر چې واضح وي انکار وکړي؛ نو دا شخص کافر دی؛ ځکه دغه شخص د الله سبحانه وتعالی هغه امر چې په قطعي دلیل ثابت دی دروغ ګڼي.

پر دغه اساس ابلیس علیه اللعنه کافر شو؛ ځکه هغه د الله سبحانه وتعالی د امر له سموالي څخه چې ادم ته سجده کول وو انکار وکړ، سره له دې چې د الله سبحانه وتعالی پر وجود یې ایمان درلود؛ خو د الله سبحانه و تعالی د امر له سموالي څخه يې انکار وکړ. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿قَالَ مَا مَنَعَكَ أَلاَّ تَسْجُدَ إِذْ أَمَرْتُكَ قَالَ أَنَاْ خَيْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِينٍ﴾
[اعراف:۱۲]

ژباړه: (الله سبحانه وتعالی ابلیس ته)  وویل: ته څه شي له سجدې کولو څخه منع کړې، کله چې ما  درته امر کړی و؟ (ابلیس) وویل: زه له هغه څخه غوره یم . تا زه له اوره پیدا کړی یم او هغه له خټې.

او په ډاګه يې کړه، الله سبحانه و تعالی په هغه امر کې  چې نوموړی بايد ادم ته سجده وکړي، تېروتنه کړې او ابلیس علیه اللعنه فکر کاوه، چې سم کار دا دی چې باید ادم ابليس ته سجده وکړي، نه هغه ادم ته. نو د الله سبحانه وتعالی د امر له سموالي څخه یې انکار وکړ چې د خپل دغه عمل پر بنسټ د مجرمو کافرانو له ډلې شو. همدا راز هغه کسان په هغو آيتونو چې موسی علیه سلام راوړي وو په خپلو زړونو کې د هغوی په سموالي ایمان درلود؛ خو په خپلو ژبو يې انکار وکړ او هغه يې سحر او جادو  وګاڼه. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنفُسُهُمْ ظُلْماً وَعُلُوّاً فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ﴾
[نمل: ۱۴]

ژباړه: هغوی له سره تر پایه د ظلم او غرور له لارې له دغو نښانو څخه انکار وکړ،  په داسې حال کې چې زړونه یې پرې قائل شوي وو. اوس وګورئ چې د هغو مفسدانو عاقبت څنګه شو.

د خبرو خلاصه:  په کفر کې اصل د اسلامي عقیدې خلاف په یو شي ایمان لرل دي، نه خبره او عمل؛ خو که خبره او عمل له عقیدې سرچينه واخلي او  یا په هغه کې د اسلام له قطعي امر څخه انکار وي، په دغو حالتونو کې خبره او عمل د عقیدې حکم پيدا کوي، العیاذ باالله خبره او عمل کفري دي.

د پوښتنې د لمړۍ برخې ځواب: دا چې څرنګه یو شخص له کفر او شرک څخه ډډه وکړي او له ایمان سره ومري، په دې ځای کې باید دوه اساسي ټکي مرعات کړي:

۱. د عقیدې په اخیستلو کې  د قران او نبوي ستنو پر صحیح تګلاره ولاړ وي، د هغه ځينې نښې به په لاندې ټکو کې بیان کړو:

الف) قطعي او یقیني عقيده لرل؛ نه ظني او ګوماني. هغه دلیلو نه چې د عقیدې پر موضوع دلالت کوي، داسې دلایل وي چې په ثبوت او دلالت کې قطعي وي (قطعی الثبوت او قطعی الدلاله وي)؛ ځکه الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ لَيُسَمُّونَ الْمَلَائِكَةَ تَسْمِيَةَ الْأُنثَى . وَمَا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنَّ الظَّنَّ لَا يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئاً﴾

[نجم: ۲۷- ۲۸]

ژباړه: خو کوم کسان چې اخرت نه مني، هغوی په پرښتو باندې د ښځینه معبودانو نومونه ږدي؛ په داسې حال کې چې له دوی سره د دغې معاملې هېڅ علم نشته. دوی تش د ګومان پیروي کوي. او ګومان د حق پر  ځای هېڅ په کار نشي راتلی.

نو په عقیده کې ګومان بسنه نه کوي؛ بلکې عقیده باید یقییني او قطعي وي.

ب) پر عقیده د پوهېدو لپاره پر هغو  عقلي دلیلونو تکیه چې د څیزونو په اړه حس کېدای شي؛ لکه د الله سبحانه وتعالی په مخلوقاتو کې فکر کول او په نقلي دلیلونو تکیه او د غيبي چارو په اړه وحيې چې انسان یې نه شي حس کولی فرمایلي دي او په هغه څه بسنه چې وحی بیان کړي؛ یعني د اسلامی عقیدې او فلسفي موضوعاتو نه ګډول؛ بلکې د اسلامي عقیدې د بحثونو په اسانۍ زده کړه او  درک کول او په عین وخت کې په ژور او دقیق ډول، لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو په څېر چې اسلامي عقیده یې زده او درک کړه.

انسان باید د الله سبحانه وتعالی د مخلوقاتو  په اړه فکر او تدبر وکړي او په پای کې دې پایلې ته رسېږي، چې  دا څیزونه پیدا کوونکی لري؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿أَفَلَا يَنْظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ وَإِلَى السَّمَاءِ كَيْفَ رُفِعَتْ وَإِلَى الْجِبَالِ كَيْفَ نُصِبَتْ وَإِلَى الْأَرْضِ كَيْفَ سُطِحَتْ﴾

[غاشیه: ۱۷ - ۲۰]

ژباړه: نو ایا دوی اوښ ته نه ګوري چې څنګه پیدا کړل شوی دی؛ اسمان ته نه ګوري چې څنګه او چت کړای شوی دی؛ غرونو ته نه ګوري چې څنګه ښخ درول شوي دي او ځمکې ته نه ګوري چې څنګه غوړول شوې ده؟

همدارنګه فرمایي:

﴿أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بَل لَّا يُوقِنُونَ﴾
[طور:۳۵ - ۳۶]

ژباړه: ایا دوی له کوم خالق څخه پرته پخپله پیدا شوي دي؟ یا په خپله د خپل ځان هستونکي دي؟ ایا دوی اسمانونه او ځمکه پیدا کړې ده ( دوی یې پیدا کونکي دي)؟ اصلي خبره دا ده چې دوی باور نه لري.

او په بل آیت کې داسې فرمایي:

﴿وَفِي الْأَرْضِ آيَاتٌ لِّلْمُوقِنِينَُوَفِي أَنفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ﴾

[ذاریات: ۲۰- ۲۱]

ژباړه: په ځمکه کې د باور کوونکو لپاره ( د لله سبحانه و تعالی د قدرت) ډېرې نښانې دي او پخپله ستاسې په خپل وجود کې (د عبرت نښنانې دي). ایا تاسې په ځیر کتوونکي نه یاست؟

نو د قران کریم په آیتونو کې تدبر وکړئ او دغه کار چې الله سبحانه و تعالی چاته اسان کړی وي، اسان دی لکه څنګه چې الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ﴾

[القمر: ۱۷]

ژباړه:  او په یقیني توګه، موږ دا قران د نصیحت لپاره اسانه وسیله ګرځولې ده، نو ایا څوک نصیحت منونکي شته؟

پر هغو احکامو او غيبياتو چې په قران کې راغلي، ایمان راوړئ او د هغو غیبیاتو په اړه چې انسان یې نه شي حس کولی، تجسس (پلټنه) مه کوئ؛ بلکې لکه څرنګه چې په وحی کې يادونه شوې، ایمان راوړئ. نو په اسماء الحسنی(د الله سبحانه وتعالی په نومونه) په هغه ډول چې په وحی کې نازل شوي، ایمان راوړئ او د الله سبحانه وتعالی په ذات کې تجسس مه کوئ؛ لکه څنکه چې الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿لاَّ تُدْرِكُهُ الأَبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِكُ الأَبْصَارَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ﴾

[انعام: ۱۰۳]

ژباړه: سترګې الله نه شي موندلای او الله سترګې موندلی شي. هغه ډېر زیات باریک بین او باخبره دی.

او په ټولو غیبیاتو لکه: د اخرت په ورځ، جنت، دوزخ په نورو غیبیاتو ايمان راوړي او هغه څه چې په قران کریم او صحیح احادیثو کې راغلي، له زیاتوالي او عيب پرته ورباندې بسنه وکړي؛ ځکه الله سبحانه وتعالی فرمایلي:

﴿تِلْكَ مِنْ أَنبَاء الْغَيْبِ نُوحِيهَا إِلَيْكَ مَا كُنتَ تَعْلَمُهَا أَنتَ وَلاَ قَوْمُكَ مِن قَبْلِ هَذَا فَاصْبِرْ إِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ﴾

[هود:۴۹]

ژباړه: اې پيغمبره (ص)! دا غیبي خبرونه دي چې موږ یې تا ته وحی کوو. له دې څخه مخکې نه ته ورباندې پوهېدلې، نه ستا قوم، نو صبر وکړه، نتیجه د پرهېزګارنو په ګټه ده.

﴿قُل لَّا يَعْلَمُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّهُ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ﴾

[نمل: ۶۵]

ژباړه: دوی ته ووایه! په اسمانونو او ځمکه کې هېڅوک له الله پرته د غیبو علم نه لري او هغوی نه پوهېږي چې کله به راپاڅول کېږي.

۲. مسلمان بايد پر الله سبحانه وتعالی ایمان لرلو کې مخلص نیت ولري، له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره صادق او په الله سبحانه و تعالی توکل کوونکی او په هدایت یې لار پيدا کوونکی او تقوا داره وي، له ظلم او ګناه څخه ډډه وکړي او تل له الله سبحانه و تعالی دا دعا وغواړي چې د حق او ایمان په لاره کې یې ثابت وساتي. په هغه حديث کې چې ترمذي له انس رضی الله عنه څخه روايت کړی راغلي دي:

«كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسـلم يُكْثِرُ أَنْ يَقُولَ: يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ»

ژباړه: د رسول الله صلی الله علیه و سلم ډېرې دعا ګانې دا وې: اې د زړونو بدلوونکیه! زړه مې ستا په دین ثابت کړه.

ترمذي وایې چې حدیث حسن دی. نو الله سبحانه وتعالی دعا کوونکی شخص په خبرو کې باثباته ساتي؛ لکه څنګه چې الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

﴿يُثَبِّتُ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ وَيُضِلُّ اللّهُ الظَّالِمِينَ وَيَفْعَلُ اللّهُ مَا يَشَاءُ﴾

[ابراهیم: ۲۷]

ژباړه: الله ایمان راوړونکو ته په دنیا او اخرت دواړو کې د یوې ثابتې وینا پر بنسټ ثبات ورپه برخه کوي او الله ظالمان ګمراه کوي. د الله واک دی چې څه غواړي، کوي يې.

او همدا راز فرمایي:

﴿فَأَمَّا مَنْ أَعْطَى وَاتَّقیَ وَصَدَّقَ بِالْحُسْنیَ فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْيُسْریَ وَأَمَّا مَنْ بَخِلَ وَاسْتَغْنیَ وَكَذَّبَ بِالْحُسْنَیُ فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْعُسْریَ وَمَا يُغْنِي عَنْهُ مَالُهُ إِذَا تَرَدّیَ إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدیَ وَإِنَّ لَنَا لَلْآخِرَةَ وَالْأُولَى﴾

[لیل: ۵- ۱۳]

ژباړه: نو چا چې (د الله په لار کې) شتمني ورکړه او (د الله له نافرماني یې) پرهېز وکړ او د الله پر نېکه بدله باور ولري، نو هغه ته به موږ د اسانۍ لارې (شریعت) لپاره اسانتیا برابره کړو. او چا چې بخیلي وکړه او (له خپل خدای څخه یې) بې پروایي وکړه او د الله نېکه بدله یې دروغ وګڼله، هغه ته موږ سخت ځای (دوزخ) ته د ورتګ لار اسانه کړو. بیا به يې مال څه په درد وخوري، کله چې تباه شي، په کنده کې ولوېږي؟ بېشکه لار ښودل پر موږ دي. په حقیقت کې موږ د اخرت او دنیا دواړو مالکان یوو.

۳. په پای کې باید ووايو: مسلمان هغه څوک دی چې په اسلامي عقیده ایمان ولري یعنې د الله سبحانه و تعالی پر وجود، ملایکو، اسماني کتابونو، پیغمبرانو، د اخرت پر ورځ، قضا او قدر، خیر  او  شر  ایمان ولري. لکه څنګه چې په قران کریم کې راغلي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ آمِنُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِي نَزَّلَ عَلَى رَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِيَ أَنزَلَ مِن قَبْلُ وَمَن يَكْفُرْ بِاللّهِ وَمَلاَئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلاَلاً بَعِيداً﴾

  [نساء: ۱۳۶]

ژباړه: اې مومنانو! پر الله، پېغمبر او پر هغه کتاب ایمان راوړئ چې الله پر خپل پېغمبر نازل کړی دی او  پر هغه کتاب چې له دې څخه مخکې یې نازل کړی دی، چا چې له الله، د هغه له پرښتو، د هغه له کتابونو د هغه له رسولانو او د اخرت له ورځې  څخه انکار وکړ، هغه په ګمراهۍ کې ډېر لېرې سرګردان  ولاړ.

همداراز  په هغه حديث کې چې بخاري له ابوهریره  او مسلم له عبدالله بن عمر  څخه روایت کړی چې د مسلم په روایت کې په دغو الفاظو بیان شوی:

ژباړه: له حضرت عمر بن خطاب رضی الله عنه څخه روایت دی چې ويې ویل: یوه ورځ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، ناڅاپه یو  سړی چې سپینې او رڼې جامې پر تن وې او تورو وېښتان يې درلودل، د سفر ستړیا او دوړې نه ورباندې لیدل کېدې؛ زموږ مجلس ته راغی. موږ یوه هم نه پېژانده، مخکې لاړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دومره نږدې کېناست چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې زنګنونه ولګېدل او ډېر په ادب یې خپل دواړه لاسونه پر خپلو ورنونو کېښودل او ویې ویل: اې رسول الله صلی علیه وسلم، ما له اسلامه خبر کړه! رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: اسلام دا دی چې ووایې له الله سبحانه وتعالی پرته بل معبود نشته او محمد صلی الله علیه وسلم د هغه استازی دی. لمونځ وکړې، د مال زکات ورکړې، د رمضان د میاشتې روژه ونیسې او  که کولی شې حج وکړې. ويې ویل: ریښتیا دې وویل (سمه ده). موږ هغه ته حیران شوو چې پوښتنه کوي او خپله یې تصدیقوي. بیا یې وویل: ما له ایمانه خبر کړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:  ایمان دا دی چې د الله سبحانه وتعالی پر وجود، ملایکو، اسماني کتابونو، رسولانو، د اخرت ورځ، قضاء او قدر، خیر او شر ایمان ولرې. بیا یې وویل: ریښتیا دې وویل. ورپسې یې وپوښتل: احسان څه شی دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: احسان دا دی چې د الله سبحانه وتعالی په داسې ډول عبادت وکړې لکه هغه چې وينې او که ته هغه نشې لیدلی، پوه شه چې هغه خامخا تا ویني. بیا یې تصدیق کړه او ویې پوښتل: قیات به څه وخت وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: په دې اړه زه له تا ډېر نه پوهېږم. نو ویې ویل: نښې یې څه دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د قیامت نښې دا دي چې ښځه خپل واکدار او رییس وزېږوي (اولادونه پر خپلو میندو واکمني وکړي)، بل دا چې پښې لوڅي، نوم ورکي او شپانه به د ډېر مال او پانګې خاوندان شي او  په دنګو ودانیو به ویاړ او تکبر  کوي او د دنیا په ښکلاوو کې به افراط کوي. نو پاڅېده او لاړه او  زه ورسته ډېره موده د رسول الله صلی الله علیه وسلم په  مجلس کې پاتې شوم. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې عمره! پوهېږې هغه څوک و، ومې ویل: الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم ښه پوهېږي. ویې وفرمایل: هغه جبرائیل و،  تاسو ته راغی، تر څو دین درزده کړي.

او په پای کې پوښتونکې ته له الله سبحانه وتعالی څخه له نیکۍ ډک ژوند، چې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په اطاعت کې وي غواړم، تر څو په دنیا او اخرت کې بريالی وي او دا لویه بريا ده.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو رشته

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې