شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په حزب کې تبني او په ښځو پورې اړوند حکمونه
بسم الله الرحمن الرحيم
په حزب کې تبني او په ښځو پورې اړوند حکمونه

پوښتنه:

زموږ امیره، اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

هر مسلمان غواړي چې د الله سبحانه و تعالی د رضا لاسته راوړلو په موخه یو مخلص شخص او د هغه فرمان منونکی وي. ایا د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم امر منل د دې لامل ګرځي، چې پربنسټ یې یو کس د حزب ټول دستورونه او اجتهادونه (نظرونه) و مني، کوم چې ته یې ترسره کوې او دا اجتهادونه له هغو څخه بېل دي چې ما مخکې پرې عمل کړی ... زه  د هغې ښځې د عورت اړوند نظر لرم کوم چې د خپل محرم او بلې مسلمانې ښځې پر وړاندې یې لري. ځينې عالمان وايي چې د یوې ښځې عورت د خپل محرم او بلې مسلمانې مېرمنې پر وړاندې له نامه څخه تر زنګو پورې دي. دغه راز د هغې حایضي ښځې په اړه پوښتنه ده چې د قران تلاوت کوي، هغه مهال چې د میاشتنۍ ناروغۍ وخت یې اوږد شي؟ زه په دې اړه څرنګوالی غواړم، ځکه زموږ تر منځ نه پوهاوي او د څرنګوالي نه شتون ډېرې اندېښنې او لفظي شخړې را ولاړې کړې دي او ډېری مهال د وخت د ضایع کېدو لامل ګرځي. بښنه غواړم چې پر موضوع مې ټینګار وکړ او ستاسو وخت مې ونیو. له الله سبحانه وتعالی څخه در ته د هدایت او بصیرت غوښتنه کوم.

د سوندیس راګام له لوري.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

۱-تبني په حزب التحریر کې له پیله د لمر په څېر ښکاره رول لري او د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه په دې کې هېڅ ډول ابهام او ناڅرګندوالی نشته. هغه څوک چې غواړي له حزب سره کار وکړي، نو د دې ډلې سره د غړیتوب لپاره ژمنې ته اړتیا ده، ترڅو د حزب مفکورو، نظرونو او دستور ته په شفاهي او عملي توګه غاړه کېږدي. د دې ژمنې پر بنسټ، پر نوموړي کس لازمه ده چې د حزب تبني ته په خپلو کړنو کې ځای ورکړي. دغه راز، دغه ژمنې ته په کتو سره به نور ټول غیري حزبي مفکورې چې له حزب سره په ټکر کې دي، پرېږدي او د حزب تبني ته به له فکري او عملي پلوه جامه وراغوندي. دا که د حزب تبني په فکري، سیاسي او فقهي برخه کې وي او یا هم په اداري برخه کې.

۲-له همدې امله د حزب لخوا چې د هرې موضوع په تړاو نظر وړاندې کېږي، د حزب غړي يې د عملي کېدو مکلفیت نه لري. بلکې د ټولو هغو مسایلو ترمنځ باید توپیر وکړي، چې د شریعت او ادارې په اډانه کې یې ترسره کوي او هغه څه پرېږدي چې د شریعت او ادارې له اصول سره سم نه وي. دا باید و پوښتي چې ایا دا تبني شوی نظر دی که نه؛ که نظر تبني شوی و بیا یې فکرا او عملا په منلو مکلف دی، ځکه چې د حزب غړی دی، دا یې پر ځان منلې او د شریعت او ادارې اصولو ته په کتو سره یې حتمي باید ترسره کړي. که نظر نه وي تبني شوی بیا اړ نه دی چې و یې مني او په عمل کې یې ترسره کړي. 

د دې یوه بېلګه په پوښتنه کې راغلې وه.

الف- د یوې مېرمنې عورت د خپل محرم او د بلې مسلمانې مېرمنې پر وړاندې، لکه څرنګه چې په ټولنیز نظام کې ترې یادونه شوې:

یعنې یو سړی اجازه لري چې د خپلې محرمې ښځې پر لاسونو او مخ سربېره د هغې د زینت (سینګار) ځایونه هم وګوري. دا که مېرمنه یې مسلمانه وي یا نه، پرته له دې چې د بدن برخې یې له کتو څخه محدودې شي. دا د موضوع اړوند نص کې په مطلق ډول راغلي. الله سبحانه و تعالی په دې اړه فرمايي:

﴿وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاءِ﴾

[النور:۳۱]

ژباړه: هغوی دې له دغو خلکو پرته خپل سینګار چاته نه ښکاره کوي: مېړونه، پلرونه، د مېړه پلرونه، خپل زامن، د مېړونو زامن (بنزیان)، وروڼه، ورېرونه، خوریان، خپلې ښځي، خپل مملوک، خپل هغه لاس لاندې نارینه چې ښځو ته حاجت نه لري او هغه ماشومان چې لا تراوسه پورې د ښځو له پټو خبرو سره اشنا شوي نه وي، یعنې په دغو ماشومانو کې جنسي غریزې نه وي را ژوندۍ شوې.

په دغه ایات کې الله سبحانه و تعالی فرمايي: «وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ» او دوی دې خپل د سینګار او ښایست ځایونه نه ښکاره کوي. یعنې له هغو ځایونو پرته چې په قران کې یې یادونه شوې. ځينې خلک بیا داسې هم وایي، هغه څه چې د مېرمنې د کور په کالیو کې ښکاره کېږي، روا دي. الشافعي په خپل مسند کې د زینب بنت ابی سلمان څخه روایت کوي، چې دې اسما ته چې د زبیر مېرمن ده، د خپلې سینې شیدې ورکولې. دې وویل: «ما ده ته د خپل پلار په سترګه کتل. دی چې کله تېرېده، نو ما خپل سر موږنځاوه. زما وېښتیانو ته یې وکتل او وه یې ویل: دلته راشه. په یو بل روایت کې راځي، کله چې ابوسفیان د حدیبیې تړون د نوي کولو لپاره مدینې ته راغی، نو د خپلې لور حبیبې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن وه، لیدو ته ورغی. کله چې ابوسفیان د حبیبې کور ته ننوت، هغې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم بستره ټولوله، څو دی پرې کېني. پر همدې مهال د حبیبې سر د خپل پلار پر وړاندې لوڅ و. نوموړې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د دغه عمل وویل، خو هغه صلی الله علیه وسلم یې پر دغه کار کومه نیوکه و نه کړه. دې ته یې ونه ویل، چې د خپل پلار په شتون کې دې ټکری پر سر کړي، ځکه چې پلار یې سره له دې چې مشرک و، خو محرم بلل کېده. دا هغه څه و چې د اسلامي نظام کتاب څخه را اخیستل شوي وو.

موږ د ۱۴۳۴هـ.ق کال د رجب پر۱۳مه چې د ۲۰۱۵م کال د مې له ۲۳مې سره سمه ده، دغه نظر د ښځې د عورت اړوند موضوع په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې څرګند کړی و. موږ په هغه ځواب کې یادونه کړې وه: «د ښځې د عورت اړوند استدلال ته په کتو سره دوه فقهي نظرونه شته، چې هر یو یې له یوې زاويې څخه استدلال لري.»

لومړی: د یوې ښځې عورت د بلې ښځې لپاره داسې دی، لکه د یوه سړي عورت د بل سړي لپاره؛ چې د نامه او زنګنو ترمنځ دی او دا د ځينو علماوو نظر دی.

دویم: یوه  ښځه د بلې ښځې لپاره ټوله عورت ده، پرته له هغو ځایونو څخه چې په عمومي توګه یې ښځې سینګاره وي او یا د سینګار ځایونه وي. سر ځکه عورت نه دی، چې د تاج ايښودلو ځای دی. مخ ځکه پکې نه راځي، چې د رنجو ځای دی؛ غاړه او سینه ځکه عورت نه دي، چې د غاړه کۍ ځای دی. له همدې امله غوږونه د غوږولیو ځایونه دي، مړوندونه د بنګړیو، لاسونه د ګوتمۍ، پښه د نکریزو، نو ځکه عورت نه دي. دا چې د زینت عادي ځایونه بلل کېږي، له دې پرته نور ټول ځایونه د ښځې په تړاو عورت دي؛ چې هغه له نامه څخه تر زنګنو پورې نه محدودېږي، بلکې نور ځایونه هم دي.

او دلیل یې د الله سبحانه و تعالی دغه وینا ده:

﴿وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آَبَائِهِنَّ أَوْ آَبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاءِ﴾

[النور:۳۱]

ژباړه: او اې پېغمبره! مومنو ښځو ته ووایه، چې خپلې سترګې کنټرول کړي او د خپلو شرم ځایونو ساتنه وکړي. خپل ځان جوړونه او سينګار دې نه ښکاره کوي، پرته له هغه چې په خپله څرګند شي او پر خپلو سینو دې د خپلو پوړونو پلوونه واچوي. هغوی دې خپل سینګار نه ښکاره کوي، پرته له دغو خلکو څخه لکه: مېړونه، پلرونه، د مېړه پلرونه، خپل زامن، د مېړونو زامن (بنزیان)، وروڼه، ورېرونه، خوریان، خپلې ښځي، خپل مملوک، تر خپل هغه لاس لاندې نارینه چې ښځو ته حاجت نه لري او هغه ماشومان چې لا تر اوسه پورې د ښځو له پټو خبرو سره اشنا شوي نه وي، یعنې په دغو ماشومانو کې جنسي غریزې نه وي را ژوندۍ شوې.

پر همدې بنسټ، دوی ته روا ده چې د ښځو هغو ځایونو ته وګوري چې ښکاري، لکه د ښځې وېښتیان، غاړه، د بنګړیو، کړیو او غاړګیو اچولو ځایونه او د بدن نورې ټولې هغه برخې چې د سینګار ځایونو په توګه منل شوي. لکه څنګه چې الله سبحانه و تعالی یې یادونه کړې:

«وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنّ» او دوی دې خپل سینګار ځایونه نه ښکاره کوي. په ایات کې د محرمو خپلوانو یادونه شوې او دغه راز د ښځې یادونه شوې او دې ته په کتو سره د ښځې لپاره روا ده، چې د بلې ښځې د زینت او سینګار هر ځای ته وګوري. د ښځې د زینت له دغو یادو شویو ځایونو څخه پرته نور ټول د بلې ښځې لپاره عورت بلل کېږي.

زموږ له انده له دلیل سره سم دا غوره (راجح) قول دی، ځکه هغه کسان چې د ښځې عورت د نارینه د عورت په څېر د بلې ښځې لپاره بولې ( له نامه څخه تر زنګنو پورې) د پوښتنې د ځواب وروستۍ برخه ده.

هغه څه چې د ټولنیز نظام په کتاب کې راغلي، تبني شوي دي؛ ځکه د ټولنیز نظام کتاب یو تبني شوی کتاب دی او د حزب ټول غړي پرې خبر دي. هغه څه چې د پوښتنې په ځواب کې  وویل شول، هغه هم تبني ده ځکه همدا د تبني وضاحت او شرح ده. د حزب هر غړی باید دا تبني په پام کې ونیسي او هغه څه باید پرېږدي چې وړاندې یې ویل او ترسره کول.

ب- د حایضې ښځې د قران ویلو د موضوع اړوند د پوښتنې ځواب، چې د انټرنېټ له لارې د ۱۴۳۶هـ.ق کال د ربیع الثاني پر لمړۍ چې د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ له ۲۱مې سره سمه ده، خپور شوی و: د فقهي عالمانو د حایضي ښځې د قران ویلو د موضوع په جزیاتو کې اختلاف لري. ډېری فقهاوو حایضه ښځه له قران ویلو څخه منعه کړې، خو ځینو په جزیاتو او شرایطو پورې تړلې او اجازه یې ورکړې.

هغه څه چې زه یې غوره او راجح بولم دا دي، چې حایضې ښځې ته د قران ویل روا نه دي، ځکه پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«لَا تَقْرَأُ الْحَائِضُ وَلَا الْجُنُبُ شَيْئًا مِنَ الْقُرْآنِ»

ژباړه: نه جنب او نه هم حایضه له قران څخه څه لوستلی شي.

په پورته حدیث کې چې څه راغلي په هغه باندې ډېرو عالمانو استدلال کړی. د دې ترڅنګ یو بل حدیث شته چې جنب کس د قران له ویلو څخه منع کوي او حایضه ښځه هم د جنب په حکم کې راځي.  دا حدیث ابو داود او نسايي راوړی او په ابن ماجه کې په ورته الفاظو له علي رضي الله عنه څخه روایت شوی، هغه وویل:

«كَانَ النَّبِيُّ يَخْرُجُ مِنَ الْخَلَاءِ فَيُقْرِئُنَا الْقُرْآنَ وَيَأْكُلُ مَعَنَا اللَّحْمَ، وَلَمْ يَحْجُبْهُأَوْ يَحْجُزْهُعَنِ الْقُرْآنِ شَيْءٌ لَيْسَ الْجَنَابَةَ»

ژباړه: کله چې به نبي کریم صلی الله علیه وسلم له بیت الخلا څخه را ووت، نو قران به یې راته تلاوت کاوه او په ګډه به یې له موږ سره غوښې خوړلې او له جنابت پرته به هېڅ شي له قران څخه د ده مخه نه نیوله او پر وړاندې به یې پرده نه وه.

له حدیث څخه څرګنده شوه چې جنابت د قران د ویلو مخه نیسي، یعنې جنب کس قران تلاوت کولی نشي او حایضه ښځه هم د جنب کس په څېر قران تلاوت کولی نشي، ځکه د جنب په حکم کې راځي. د پوښتنې د خواب پای.

د پوښتنې ځواب چې د حزب لخوا خپور شوی، تبني شوی نه دی؛ خو پرته له دریو حالتونو څخه: که چېرې د حزب په نوم لاسلیک شوی و یا د حزب له لخوا په تبني پورې اړوند ځواب و، لکه د شرح یا وضاحت په ډول او داسې نور. یا که حزب  خپل نظرونه اړوندو سیمو ته په دې موخه لېږلې وي، چې د غړو تر منځ یې ووېشل شي... لکه څرنګه چې د تبنیاتو په نوم په اداري فهرست کې بیان شوي دي.

دا څرګنده ده، د حایضې ښځې د قران تلاوت کولو اړوند چې موږ کومې پوښتنې ته ځواب ویلی وو، په پورته دریو یادو شویو حالتونو کې نه راځي. نو دا ځواب تبني شوی نه دی، شرعي او اداري اصولو ته په کتو سره د حزب غړي یې په ترسره کولو کې مکلف نه دي او په تر سره کولو کې یې د حزب غړي اختیار لري.

۳- دا چې موضوع اسانه ده، ښايي پای ته ورسېږي او سختي او پېچلتیا به نه وي پکې. د ټولو هغو څه په اړه چې د حزب غړي باید پرې پوه شي دا دي، چې کله د حزب له لوري نظرونه وړاندې کېږي وګورئ چې ایا تبني شوي او که نه. که نظر تبني شوی و، نو دی هغه ته ژمن پاتې کېږي، دا پر هغه باندې لازمي دی او دی باید د دغه نظر مخالف نظر پرېږدي. که نظر تبنی شوی نه وي، لازمي نه دی چې پلی یې کړي. هغه مسایل چې تبني شوي ټول د حزب غړو ته معلوم دي؛ لکه په جواب کې چې څرګند شوه او پاس یادونه ترې وشوه، په پوښته کې چې څه راغلي و هغه نه دي تبني شوي، خو پرته له دریو حالتونو څخه .... 

۴- که څه هم هغه څه چې د حزب له لوري خپاره شوي، هغه تبني شوي نه دي او حزب یې په منلو او پلي کولو خپل غړي نه مجبوره وي؛ خو حزب دا غوره ګڼي چې غړي یې له ټولو هغو خپرو شوو مطالبو سره سمې خپلې کړنې ترسره کړي، ځکه د حزب خپاره شوي مطالب له لوستلو، کره کتنې، څېړنې او زیاتو هڅو وروسته خپرېږي.

هیله من یم چې موضوع درته روښانه شوې وي. له مغشوش کېدو او شخړو څخه ځان وساتئ او پر پوښتنې اړوندې موضوع باندې له وخت ضایع کولو څخه ډډه وکړئ. 

ستاسو ورور،عطا بن خلیل ابو رشته

۱۴۴۰هـ.ق کال، د ذوالقعدې ۱۸مه

۲۰۱۹م کال، د جولای ۲۱مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې