جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د حزب التحریر د نظریاتو په اړه
بسم الله الرحمن الرحيم
د حزب التحریر د نظریاتو په اړه

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

زما پوښتنه د حزبي تکتل کتاب چې په ۹/۵/۱۹۸۵ نېټه چاپ شوی، له ۲۰ مې پاڼې څخه ده، چې پکې ویل شوي: «حزب ټولې هغه نیمګړتياوې او لاملونه چې د مسلمانانو د بېدارۍ په لاره کې د ډلو د ناکامۍ لامل شوي، سم درک کړي دي.»

زما په اند پورته متن تېروتنه لري، یعنې حزب د خطا صفت له ځانه لېرې کړی، په داسې حال کې چې نه تېروتنه د الله سبحانه وتعالی صفت دی او هر مخلوق تېروتنه کوي. همداراز د دغه کتاب د متن په بله برخه کې ویل شوي دي: «بلکې پر حزب واجب دي، چې امت تربیه کړي او ورسره په حرکت کې وي؛ ځکه چې حزب په خپلو افکارو کې یوازينی ثابت او ټینګ حزب دی....»

په دغه ځای د «یوازیني» په کلمه کې تېروتنه احساسوم؛ د یادې موضوع په اړه ستاسو نظر څه دی؟

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

په پیل کې باید یادونه وکړم، چې د یاد عبارت مفهوم: «حزب ټول هغه اسباب او لاملونه چې د مسلمانانو د بېدارۍ په لاره کې د ډلو د ناکامۍ لامل شوي وو، سم درک کړي.»

تاسو ته ابهام پيدا شوی، ځکه حزب د دغه مطلب په تعریف کې وروسته له دې چې د ډلو د ناکامۍ لاملونه په تکتل کتاب کې ذکر کړي، ویلي دي: «د دغو حرکتونو په اړه څېړونکو څېړنې کړې، د دوی د ناکامۍ لاملونه یې د حزبي جوړښت له مخې په لاندې ډول بیان کړل:

۱. دغه حرکتونه پر هغو عامو، نامحدودو، مبهمو (مثلا: موږ خپلواکي غواړو) او نیمه مبهمو افکارو ولاړ وو. پر دې سربېره په افکارو کې يې وضاحت، پاکي او صفایي نه تر سترګو کېده.

۲. د افکارو د تنفیذ طریقه یې تعریف شوې نه وه، په فوري او نامشخصو وسایلو مخ ته تلل. دا وسایل هم پېچلي او مبهم وو.

۳. د ا حرکتونه په داسې کسانو ولاړ وو، چې پوره پوهه او سمه اراده یې نه لرله. دغو کسانو یوازې هیله، شوق، احساسات او د شته ناوړه حالت بدلون یې غوښت.

۴. د دغو حرکتونو د مسوولینو تر منځ سمه اړیکه نه وه موجوده. دوی یوازې په يوه کتله کې د فعالیت لپاره تر بېلابېلو نومونو، شعارونو او فعالیتونو لاندې سره یو ځای شوي وو.» (سرچینه: تکتل)

ورپسې حزب د خپلو هڅو او اجتهاد په مرسته، دغه اسباب درک کړل. نو په دې خبره کې تېروتنه، چې ویلي یې وو: «حزب ټول هغه اسباب او نیمګړتیاوې درک کړې دي.» چېرته ده؟ دا چې هر مخلوق تېروتنه کوي او الله سبحانه وتعالی له هر ډول عیبه پاک دی؛ زموږ له دې خبرې سره څه اړیکه لري؟

اوس له تاسو پوښتم: که ته ښوونکی یا مدرس وې، خپل زده کوونکي ته مخکې له دې چې د هغه په وړاندې شوي ځواب کې نظر ورکړې، ورته ووایه «ستاسو په ځواب کې هسې او داسې نیمګړتیاوې دي او هغه ورته په څو ټاکلو برخو لکه: ۱،۲،۳، و... نښه کړه او ورته ووایې چې هغه پوره کړي! زده کوونکی خپلې نیمګړتیاوې اصلاح کړي او بېرته تا ته راشي او درته ووایي ښوونکیه ټولې نیمګړتیاوې مې سمې کړې، دغه زما نوی ځواب دی» نو ایا دغه زده کوونکي د الله سبحانه وتعالی صفت ځان ته ورکړ؟!

خو د دغه متن په اړه ستا بل نظر چې ویل شوی دی:«بلکې پر حزب واجب دی چې امت تربیه کړي او ورسره په حرکت کې وي؛ ځکه چې حزب په خپلو افکارو کې یوازینی ثابت او ټینګ حزب دی....»  وړاندې له دې چې د بحث موضوع ته راشم، دلته د کتاب هغه برخه را اخلم چې د بحث له موضوع څخه وړاندې ده او وروسته هغه عبارت چې په اړه يې پوښتنه شوې.

د کتاب په یوه برخه کې داسې راغلي: «حزب فکره او طریقه له هغه څه چې د الله سبحانه وتعالی په وحی او د  رسول صلی الله علیه وسلم په سنتو کې دي په دقیق او فکري توګه درک کړي او هغه څه چې د صحابه وو د اجماع له لارښوونو او قیاس څخه په لاس راځي او دغه (اجماع او قیاس) د حزب د تفکیر مصدر نه دی، بلکې د فکر موضوع یې ده، تر څو چې دغو ته د اسلام د احکامو په اساس بدلون ورکړي. دغه راز حزب د دعوت په لېږدونه کې د رسول الله صلی الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره ټینګ ولاړ دی، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه کې دعوت پیل کړ تر هغه چې اسلامي دولت یې په مدینه کې جوړ کړ او حزب هغه اړیکه چې د خپلو افرادو تر منځ ټینګه کړې، اسلامي عقیده او هغه څه چې د اسلام له افکارو اخیستل کېږي، ده. نو دا ورته اړينه ده چې امت تربیه کړي او ورسره په حرکت کې وي، بلکې دا پرې واجب دي چې د امت سرپرستي وکړي او د عوت په لېږدولو کې ورسره وي، ځکه دا حزب په افکارو کې یوازینی ثابت او ټینګ حزب دی، تګلاره یې څرګنده او مطلب یې دقیق دی، پرته له تنزل او دریځه او پرته له دې چې موخې ته په رسېدو کې نور څه ورزیات کړي د رسول الله صلی علیه وسلم په سیرت او تګلاره ټینګ ولاړ دي.»

تاسو په دغه قول نقد درلود چې ویلې یې دي: (... حزب په خپلو افکارو کې ثابت او ټینګ دی، خپله تګلاره یې څرګنده ده.....» او د واحد «یوازینی» په کلمه مو نقد درلود او هغه مو د الله سبحانه وتعالی له صفتونو ښودلی و.

آغلې خورې! دا موضوع یو له بله بېله او توپیر لري، حزب نه وایې چې په هر څه کې یوازینی حزب دی، بلکې هغه خپله فکره او طریقه د صحیح اصولو مطابق له شرعي ادلې سمه استنباط کړې؛ چې د دغه استنباط پر بنسټ، په خپل فکر کې ثابت او ټینګ دی.

نو خبره د شخص نه ده، بلکې د داسې حزب ده چې  دا فکره او طریقه یې تبني کړې ده. هر څوک چې دا فکره او طريقه حمل کړي هغه حزبي ګڼل کيږي او حزب پر هغه باور کړی. نو ده پر هغه حزب باور کړی چې فکره او طريقه يې له داسې خبرې استنباط کړې چې يوازينۍ او ثابته ده. نو دی هغه څوک دی چې هغه يې استنباط کړې او تدريس کوي يې، پر هغه يې عمل کړی او دفاع يې ورڅخه کړې ده. په دغه حالت کې څه ستونزه لري چې ووايي هغه په دې فکره کې يوازينی او ثابت دی او دا د الله سبحانه وتعالی (چې هغه داسې بې نیازه دی چې ساری نه لري) له وحدانيت سره څه اړيکه لري؟

الله سبحانه وتعالی ته دعا کوم، چې پوره هدایت دې نصیب کړي او سینه دې د خیر منلو ته پرانیزي، بېشکه چې هغه سمې لارې ته هدایت کوونکی دی.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

Last modified onدوشنبه, 02 اکتوبر 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې