دوشنبه, ۰۴ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د مومنینو هغه صفتونه چې د انفال سورت په دویم ایت کې راغلي دي!
بسم الله الرحمن الرحيم
د مومنینو هغه صفتونه چې د انفال سورت په دویم ایت کې راغلي دي!

(ژباړه)

موږ لا هم په داسې حالت کې ژوند کوو، چې امت د یوې لویې غمېزې (د خلافت دولت له منځه تګ) شاهد دی. هغه ورځ چې د مسلمانانو زړونه ودردېدل او له هغې ورځې وروسته پر له پسې له ستونزو سره مخ شول.

موږ په داسې حال کې د دغې دردونکې ورځې یاد تجربه کوو، چې د نبووت پر منهج د راشده ثاني خلافت د لمر څرک ته په دغه رجب میاشت کې په تمه یو. د الله سبحانه وتعالی د ژمنې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیري، د نصرت په وخت کې ژوند کوو. که موږ غواړو دغه زیری مو نصیب شي، نو د مومنینو هغه صفات باید وپېژنو چې الله تعالی د انفال په سورت کې راوړي دي. هغه رښتونی الله تعالی چې په خپل عظیم کتاب کې یې فرمایلي دي:

﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِینَ إِذَا ذُكِرَ اللّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِیتْ عَلَیهِمْ آیاتُهُ زَادَتْهُمْ إِیمَاناً وَعَلَى رَبِّهِمْ یتَوَكَّلُونَ﴾

[انفال: 2]

ژباړه: رښتیني مومنان هغه دي، چې کله د الله تعالی نوم اخیستل کیږي، نو زړونه یې لړزیږي. کله چې هغوی ته ایاتونه لوستل کیږي د دوی اېمان زیاتیږي او پر خپل رب توکل کوي.

 علي ابن ابي طلحه له عباس رضی الله عنه څخه روایت کوي، چې هغه د دغه ایت د دې برخې په اړه وویل: ﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِینَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ﴾ یعنې منافقین چې کله د الله تعالی فرایض اداکوي، نو الله سبحانه وتعالی یې په زړه نه وي. د الله تعالی په هېڅ ایت اېمان نه لري، پر الله تعالی توکل نه کوي، په پټ ځای کې لمونځ نه کوي او زکات نه ورکوي. الله تعالی فرمایي، چې هغوی مومنین نه دي، نو د مومنانو صفات یې په لاندې درېو برخو ووېشل:

1. ﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِینَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ﴾

2. ﴿وَإِذَا تُلِیتْ عَلَیهِمْ آیاتُهُ زَادَتْهُمْ إِیمَاناً﴾

3. ﴿ وَعَلَى رَبِّهِمْ یتَوَكَّلُونَ﴾

 ﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِینَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ﴾ د الله تعالی د دغه وینا پر اساس، کله چې مومنین د الله تعالی نوم اوري نو ﴿وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ﴾ یعنې وېره او وحشت یې په زړه کې پیداکیږي او دا ددې لامل ګرځي، چې د الله تعالی فرایض تر سره کړي.

«مجاهد» وایي: دا د هغه مومن صفت دی، چې په کامله توګه په الله تعالی اېمان لري. یعنې کله چې د الله تعالی نوم اخیستل کیږي، د هغه زړه کې «وجل» پیداکیږي. په دې مانا چې له الله تعالی وېریږي او دا د دې لامل ګرځي، چې په اوامرو یې عمل او نارواوو، څخه لرې شي. لکه د الله تعالی دا قول:

﴿وَالَّذِینَ إِذَا فَعَلُواْ فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُواْ أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُواْ اللّهَ فَاسْتَغْفَرُواْ لِذُنُوبِهِمْ وَمَن یغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ اللّهُ وَلَمْ یصِرُّواْ عَلَى مَا فَعَلُواْ وَهُمْ یعْلَمُونَ﴾

[آل‌عمران: 135]

ژباړه: کله چې څوک کوم ناروا کار تر سره کوي او یا د کومې ګناه په کولو پر خپل ځان ظلم کوي، نو هماغه وخت الله تعالی وریادیږي او له هغه سبحانه وتعالی څخه د خپلو ګناهونو بښنه غواړي. له الله تعالی پرته بل څوک دي، چې د هغه کناهونه ورته وبښي؟ نو پر خپلو ګناهونو او ناوړه کړنو ټینګار نه کوي.

لکه د الله تعالی دا قول:

﴿وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى * فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِی الْمَأْوَى

[نازعات: 40 و 41]

ژباړه: څوک چې د خپل رب له مقام څخه وېرېدلي وي او د خپل نفس غوښتنې یې نه وي منلې، نو ځای یې جنت دی.

ځکه خو سفیان ثوري وایي: له «سدي» څخه مې ووارېدل، چې د الله تعالی د دغه قول په اړه یې وویل: ﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِینَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ﴾ د دې ایت موخه هغه شخص دی، چې کله ظلم کوي او یا هم ګناه تر سره کوي، نو ورته وویل شي چې له الله تعالی ووېرېږه! د هغه به زړه کې «وجل» پيداکیږي.

الله تعالی په یوه بل ځای کې فرمایي: ﴿وَإِذَا تُلِیتْ عَلَیهِمْ آیاتُهُ زَادَتْهُمْ إِیمَاناً﴾:

﴿وَإِذَا مَا أُنزِلَتْ سُورَةٌ فَمِنْهُم مَّن یقُولُ أَیكُمْ زَادَتْهُ هَـذِهِ إِیمَانًا فَأَمَّا الَّذِینَ آمَنُواْ فَزَادَتْهُمْ إِیمَانًا وَهُمْ یسْتَبْشِرُونَ﴾

[توبه: 124]

ژباړه: کله چې کوم نوی سورت نازلیږي، نو ځینې کسان له مسلمانانو څخه د ملنډو په شان پوښتنه کوي، چې ووایئ په دې سره ستاسو د کوم یوه اېمان زیات شو؟ ځواب یې دا دی: هغه کسان چې اېمان یې راوړی، د هر ایت په نازلېدو د هغوی اېمان زیاتیږي او هغوی پرې خوشحاله دي.

د دې او دېته ورته نورو ایاتونو په اړه امام بخاري او ځینو نورو د اېمان په زیاتېدو او په زړه کې یې د تغییر په اړه استدلال کړی دی. له امام شافعي او حنبل سربېره د جمهورو مذاهبو رایه هم همداسې ده.

په رښتیا هم چې اېمان مطلق باور، له واقعیت سره سم او د دلیل پر بنسټ دی. دا د اېمان تعریف دی او لازمه ده، چې باور مطلق او سل سلنه وي. مثلاً که چېرې یو کس په الله سبحانه وتعالی او د اخرت په ورځ ۹۰سلنه باور ولري او پر ۱۰سلنه اېمان شکي وي، ایا دې ته اېمان ویل کیږي؟ نه. اېمان باید پوره وي او یا هم هېڅ نه وي. اېمان لږ او ډېر نه شي کېدای، هغه څه چې لږ او ډېر کېدای شي، هغه عمل دی، چې د اېمان غوښتنې او پایلې دي. اېمان یوازې کلمه نه ده، چې په ژبه وویل شي. اېمان باید شپږ رکنه وي، یعنې اېمان پر الله تعالی، په ملایکو، کتابونو، رسولانو، د اخرت په ورځ او په قضا او قدر اېمان. د دغو تر شاه به ضرور غوښتنې، ستونزې او مسوولیتونه وي، چې الله تعالی یې په خپلو اوامرو او نواهیو کې له موږ څخه غواړي او دا د دې لپاره دي، چې زموږ اېمان وازمویي. که څه هم الله تعالی زموږ په واقعیت پوهیږي، خو دا زموږ پر خپل ځان د دلیل لپاره دي.

«سید قطب» رحمت الله علیه د عنکبوت په تفسیر کې وایي: «اېمان یوه کلمه نه ده، چې په ژبه وویل شي، بلکې هغه حقیقت دی، چې ستونزې ورسره تړلي، بامسوولیته امانت دی، هغه جهاد چې صبر ته اړتیا لري او هغه هڅې دي، چې زغم ته اړتیا لري. یوازې دا کافي نه ده، چې خلک ووایي اېمان مو راوړی، بلکې باید په فتنو کې د لوېدو پر مهال هم په خپل قول ثابت پاتې شي او د فتنو پر مهال هم په خپل قول کې بریالي شي او په زړونو کې یې الله تعالی وي. لکه څنګه چې د ذوب کولو په وسیله له نورو عناصرو څخه طلا راجلا کیږي او خالصه طلا راوځي. دا د الله تعالی په مېزان کې یو ثابت اصل دی او الله تعالی په دې اړه فرمایي:

﴿وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلَیعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِینَ صَدَقُوا وَلَیعْلَمَنَّ الْكَاذِبِینَ﴾

[عنکبوت: 3]

ژباړه: موږ له دوی څخه مخکې کسان ټول ازمویلي دي، الله تعالی هرومرو دا ګوري چې څوک رښتینی او څوک درواغجن دی.

د همدې په دوام سید قطب رحمت الله علیه وایي: «پر هغه څه حکم کول چې الله تعالی په خپل کتاب کې راوړي، د خپلې خوښې او اختیار امر نه دی او هغه بیا اېمان او یا هم اېمان نه دی.

﴿وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن یكُونَ لَهُمُ الْخِیرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ﴾

[احزاب: 36]

ژباړه: هېڅ مومن او مومنه د دې واک نه لري، چې د هغه څه خلاف حکم وکړي، چې الله تعالی او د هغه رسول یې امر کړی وي.

نو دا یوه اړینه موضوع ده، ځکه د اېمان موضوع د نیکمرغۍ او بدمرغۍ موضوع ده. بشریت چې الله تعالی پیداکړی، د خپل فطرت قلفونه له هغو کیلي پرته نه شي خلاصولای چې الله تعالی ورته جوړې کړي دي. دغه راز خپلې ناروغۍ ته دارو نه شي جوړولای تر هغه یې چې هغه سبحانه وتعالی ورته جوړ نه کړي. یوازې په منهج کې یې د هر قلف کیلي او هر درد شفا بیان کړې ده.

﴿وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاء وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِینَ﴾

[اسراء: 82]

ژباړه: موږ د دغه قران د نازلولو په لړ کې هغه څه نازلوو، چې د منونکو لپاره شفا او رحمت وي.

﴿إِنَّ هَـذَا الْقُرْآنَ یهْدِی لِلَّتِی هِی أَقْوَمُ﴾

[اسراء: 9]

ژباړه: حقیقت دا دی، چې دغه قران سمه سیده لاره ښیي.

خو دغه بشر قلف د هغه جوړونکي او مریض د هغه ډاکټر ته نه وروړي. دغه راز خپل انسانیت، نیکمرغي او بدمرغي په هغه کم ارزښته ماشینونو کې لټوي، چې مادي وسیلې دي او په ورځنیو چارو کې یې کاروي. په دې ښه پوهیږي، چې کله یې دغه ماشین خراب شي، هغه انجینر ته یې وروړي، چې جوړ کړی یې دی او له هغه څه په دې اړه مالومات غواړي، چې څه ډول کار کوي. خو دا قاعده د یوه انسان په حیث پر ځان نه پلې  کوي، چې هر هغه څه خپل خالق ته وروړي، چې تخلیق کړي یې دي. د انسان هغه لویه دستګاه چې ډېره محترمه، دقیقه او لطیفه ده، چې پر داخلي او خارجي برخو یې یوازې هغه څوک پوهیږي، چې تخلیق کړي یې دي.

﴿إِنَّهُ عَلِیمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ

[فاطر: 38]

ژباړه: هغه ان د زړونو په پټو رازونو پوهیږي!

﴿أَلَا یعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِیفُ الْخَبِیرُ﴾

[ملک: 14]

ژباړه: ایا هغه به مو د زړونو په حال پوه نه شي، په داسې حال کې چې پیداکوونکی یې دی؟ هغه ستاسو په پټو رازونو پوه او هر څه لیدلی شي.  (د سید قطب د ویناوو د اخیستنو پای)

د قرانکریم په هر ځای کې چې د اېمان کلمه راغلې، د صالح عمل کلمه هم ورسره راغلې ده. ﴿الَّذِینَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ﴾ د اېمان کلمه ذکر شوې او موخه یې عمل دی. له بیت المقدس څخه بیت الحرام مکې مکرمې ته د قبلې په لېږد کې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَمَا كانَ اللَّـهُ لِیضِیعَ إِیمَانَكُمْ إِنَّ اللَّـهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَّحِیمٌ﴾

[بقره: 143]

ژباړه: الله تعالی به ستاسې اېمان او د عبادت اجر هېڅکله ضایع نه کړي، باور ولرئ چې الله سبحانه وتعالی پر خلکو ډېر مهربانه او رحم کوونکی دی.

«لَا یزْنِی الزَّانِی حِینَ یزْنِی وَهُوَ مُؤْمِنٌ»

﴿وَمَا كانَ اللَّـهُ لِیضِیعَ إِیمَانَكُمْ﴾؛ مفسرین د دغه ایت د تفسیر په اړه وایي: الله سبحانه وتعالی مو هغه لمانځونه چې د قبلې له تغییر مخکې بیت المقدس ته کړي، نه ضایع کوي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې حدیث کې بل دا دلیل دی:

«لَا یزْنِی الزَّانِی حِینَ یزْنِی وَهُوَ مُؤْمِنٌ»

ژباړه: زنا کوونکی د زنا پر مهال مومن نه دی!

یعنې کله چې څوک د الله تعالی له اوامرو نافرماني کوي، په دغه وخت کې اېمان نه لري. په دې مانا چې دی په دغه حالت کې مومن نه دی او له الله سبحانه وتعالی سره یې اړیکه پرې کیږي همدارنګه دی پر دغه اړیکه نه پوهیږي. دغه غفلت، غفلت کوونکی جهنم ته رسوي. که چېرې د غفلت له خوبه راپورته نه شي او صادقانه الله سبحانه وتعالی ته توبه ونه باسي، نو الله تعالی یې په اړه فرمایي:

﴿‏وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِیراً مِّنَ الْجِنِّ وَالإِنسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لاَّ یفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْینٌ لاَّ یبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لاَّ یسْمَعُونَ بِهَا أُوْلَئِكَ كَالأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُوْلَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ﴾

[اعراف: 179]

ژباړه: دا حقیقت دی، چې زیاتره پیریان او انسانان مو د دوزخ لپاره پیداکړي دي. د هغوی زړونه شته، خو فکر ورباندې نه کوي. سترګې یې شته، خو څه نه پرې ویني. غوږونه یې شته، خو څه نه پرې اوري. هغوی د څارویو په شان دي ان له څارويو هم پورته. دا په غفلت کې لوېدلي خلک دي.

هغه حدیث چې پورته ذکر شو صحیح حدیث دی، په صحیحین او د احادیثو په نورو کتابونو کې راغلی دی. دغه راز په دې اړه ابي هریره رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی، چې هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لَا یزْنِی الزَّانِی حِینَ یزْنِی وَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَلَا یسْرِقُ السَّارِقُ حِینَ یسْرِقُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَلَا یشْرَبُ الْخَمْرَ حِینَ یشْرَبُهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ» وفی روایة: «وَالتَّوْبَةُ مَعْرُوضَةٌ بَعْدُ»

ژباړه: زناکار د زنا پر مهال مومن نه دی. غل د غلا پر مهال مومن نه دی او هغه څوک چې شراب څښي د شرابو څښلو پر مهال مومن نه دی. په یوه بل روایت کې بیا د توبې دروازه د دوی پر وړاندې پرانیستې ده.

 امام نووي رحمت الله علیه د دغه حدیث په شرح کې وایي: «هغه څه چې محقیقین یې د دغه حدیث په اړه وایي دا دي؛ هغه څوک چې دغه ناروا کارونه تر سره کوي، اېمان یې کامل نه دی او دا هغه الفاظ دي، چې د یوه شي د نفې په موخه کارول کیږي او په نفې کې کمال دی. داسې وایي: هغه پوهه چې ګټه ونه رسوي، هېڅ پوهه نه ده. هېڅ مال نه دی، تر هغه چې اوښ نه وي. د اخرت له ژوند پرته هېڅ ژوند نه دی. دغه موضوع په هغه حدیث کې هم واضیح کیږي، چې ابوذر رضی الله عنه روایت کړی دی، چې په هغې کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَنْ قَالَ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ دَخَلَ الْجَنَّةَ وَإِنْ زَنَى وَإِنْ سَرَقَ»

ژباړه: هغه څوک چې لا اله الا الله ووایي، جنت ته داخلیږي؛ که زنا او سرقت هم وکړي!

د پورته حدیث د دلیل پر بنسټ موږ داسې وایو او د حق پیروان هم په دې په یوه خوله دي، چې زناکار، غل، قاتل او نور هغه کسان چې له شرک پرته کبیره ګناهونه تر سره کوي، د دغو ګناهونو له کبله نه کافر کیږي؛ بلکې داسې مومنین دي، چې اېمان یې ناقص دی. که دغه خلک توبه وباسي عذاب ترې ساقطیږي او که چېرې په داسې حال کې مړه شي، چې کناه یې نه وي پریښې، نو په داسې حال کې په الله تعالی پورې اړه لري چې بښي یې او جنت ته یې لېږي او که عذاب پرې راولي او وروسته یې جنت ته استوي.»

په پورته موضوع د امام نووي رحمت الله علیه مانا ته ترجیح ورکوو او تړو یې، ځکه پوره وضاحت یې ورکړی او همدارنګه د شریعت له عمومي قواعدو او نورو شرعي نصوصو سره سمون لري.

د الله تعالی دغه وینا چې وایي: ﴿وَعَلَى رَبِّهِمْ یتَوَكَّلُونَ﴾؛ یعنې له هغه پرته بل چاته هیله نه کوي، له هغه پرته بل څوک خپله موخه نه ګرځوي، یوازې هغه ته پناه وروړي. یوازې له هغه څخه د خپلو اړتیاوو پوره کول غواړي. یوازې هغه یې خوښیږي. په دې پوهیږي، چې هغه څه غواړي تر سره کیږي او چې ونه غواړي نه تر سره کیږي. یوازې هغه په خپل مالکیت کې شریک نه لري. هېڅ مانع د هغه حکم نه شي وروسته کولی او هغه تېز حساب کوونکی دی. په همدې دلیل سعید ابن جبیر ویلي دي: «په الله تعالی توکل پوره اېمان دی.» الله لوی او له هر څه خبر دی. دغه راز یوازې الله تعالی د ستایلو وړ او د فضل خاوند دی.

لیکوال: استاد محمد احمد نادي

ژباړن: حبیب الله

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې