دوشنبه, ۰۴ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
دعا طبیعي قوانین بدلوي!
بسم الله الرحمن الرحيم
دعا طبیعي قوانین بدلوي!

(ژباړه)

زموږ د عبرت او د دې لپاره چې د الله سبحانه وتعالی د عظیم ذات په اړه ډاډمن شو، نو الله سبحانه وتعالی مو لاندې شپږو مواردو ته پام رااړوي:

لومړی مورد: د عمران مېرمنې الله سبحانه وتعالی ته سوال وکړ، چې الله سبحانه وتعالی یې هغه زوی، چې په ګېډه کې یې دی، نذر ومني. الله سبحانه وتعالی یې دعا قبوله کړه او دغه د طبیعي قوانینو تغییر وو. هغې ته یې د مریم په نوم لور ورکړه او له هغې څخه یې عیسی علیه السلام له خاوند پرته پیداکړ. هغه خلقت چې له عادي او طبیعي جریان سره په ټکر کې و، چې دلیل یې دعا وه. دغه راز د عیسی علیه السلام کیسه به تر قیامته، د نورو قومونو د ازمویلو لپاره پاتې وي.

دویم مورد: زکریا علیه السلام دعاء وکړه، الله سبحانه وتعالی یې دعاء قبوله کړه او موجوده طبیعي قوانین یې بدل کړل. مېرمنې یې حامله شوه، په داسې حال کې چې هغه سپین ږیری و او د اولاد څښتن کېدو وس یې نه درلود. دغه راز د مېرمنې د حامله کېدو وخت یې تېر شوی وی. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَوَهَبْنَا لَهُ يَحْيَىٰ وَأَصْلَحْنَا لَهُ زَوْجَهُ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا ۖ وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ﴾

 [انبیاء:٩٠]

ژباړه: موږ د هغه دعا قبوله کړه او هغه ته مو یحیا علی السلام ورکړ. د هغه مېرمن مو له شنډېدو څخه واېستله. دغو کسانو د نیکۍ په لاره کې منډې وهلې. د وېرې او میلان پر مهال یې موږ بللو او زموږ پر وړاندې غاړه اېښودونکي وو.

درېیم مورد: نوح علیه السلام له الله سبحانه وتعالی څخه وغوښتل چې یو کافر هم د ځمکې پر مخ پرې نه ږدي. الله سبحانه وتعالی د هغه دعا قبوله کړه او د طبیعت قوانینو ته یې تغییر ورکړ او همدارنګه ټوله ځمکه یې په اوبو کې ډوبه کړه. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایلي دي:

﴿وَنُوحًا إِذْ نَادَىٰ مِن قَبْلُ فَاسْتَجَبْنَا لَهُ فَنَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِيمِ﴾

[انبیاء:٧٦]

ژباړه: همدغه نعمت موږ نوح علیه السلام ته ورکړ. هغه وخت دریاد کړه، چې هغه له ټولو څخه مخکې موږ ته غږ کړی و، موږ یې دعا قبوله کړه او د هغه کورنۍ مو له لوی کړاو څخه وساتله.

څلورم مورد: د الله سبحانه وتعالی په دربار کې د یونس علیه سلام دعا؛ الله سبحانه وتعالی د هغه دعا قبوله او د طبیعت قوانین یې وځنډول. کب (ماهي) یونس علیه السلام هضم نه کړ. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

 ﴿فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْغَمِّ ۚ وَكَذَٰلِكَ نُنجِي الْمُؤْمِنِينَ﴾

[انبیاء:٨٨]

ژباړه: د هغه دعا مو قبوله کړه، له غم څخه مو وژغوره او موږ په دغه ډول مومنان ژغورو.  

پنځم مورد: الله سبحانه وتعالی د ایوب علیه السلام دعا قبوله کړه او هغه ته یې له ناعلاجه ناروغۍ شفا ورکړه. دغه راز مېرمن یې ورته ځوانه کړه، څو زامن ورته وزېږوي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿فَاسْتَجَبْنَا لَهُ فَكَشَفْنَا مَا بِهِ مِن ضُرٍّ ۖ وَآتَيْنَاهُ أَهْلَهُ وَمِثْلَهُم مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنْ عِندِنَا وَذِكْرَىٰ لِلْعَابِدِينَ﴾

[انبیاء:٨٤]

ژباړه: موږ د هغه دعا قبوله او له تشویش څخه مو خلاص کړ. د هغه کورنۍ مو ورنه کړه، خو سربېره پر دې مو هغومره نور ورکړل، چې زموږ له خوا د رحمت او عبادت کوونکو ته د عبرت په توګه یو درس وي.

شپږم مورد: ابراهیم علیه السلام په داسې حال کې دعا وکړه، چې سپین ږیری و او نېک زامن یې غوښتل؛ الله سبحانه وتعالی اسماعیل او اسحاق ورکړل. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي وَهَبَ لِي عَلَى الْكِبَرِ إِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ ۚ إِنَّ رَبِّي لَسَمِيعُ الدُّعَاءِ﴾

[إبراهیم: ٣٩]

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی شکر اداکوم، چې ماته یې په دې سپین ږيریتوب کې اسماعیل او اسحاق راکړل. زما رب هرومرو د دعا اورېدونکی دی.

نو اې مومنانو! په الله سبحانه وتعالی تکیه وکړئ او ډاډمن اوسئ، چې هغه قادر او توانا دی. په دې باور ولرئ، چې ستاسو دعا بې‌ځایه نه ځي. الله سبحانه وتعالی یې قبلوي او ځینې وختونه یې د دعا لپاره شته واقعیتونه او د طبیعت قوانین بدل کړي هم دي. خو د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې باید ستاسو په دعا کې صداقت وي، د اېمان قوت پکې وي او پر دې باوري وئ، چې الله تعالی مو دعا قبلوي. دغه راز په دعا کې حسن توکل وي او په دې پوه شئ، چې الله سبحانه وتعالی مومنانو ته نصرت ورکوي او مرسته ورسره کوي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ﴾

[غافر: ٥١]

ژباړه: پر دې باور ولرئ، چې موږ په دې دنیا، په ژوند او هغه ورځ چې کله شاهدان ولاړ وي، له دوی سره مرسته کوو.

د مظلومانو او صاحلینو دعاګانې بې‌ځایه نه دي تللې او هېڅکله به ولاړې نه شي. زموږ رب پوه او باحکمته دی او ژمنه یې حق ده. د دین ځواکمنېدل او صالحو بنده ګانو ته د ځمکې د حاکمیت ورکړه راتلونکې ده. نو هڅه وکړئ، چې نصرت او بریا ستاسو په برخه شي، نه د نورو. دغه راز تاسو هڅه وکړئ، چې ستاسو په لاسونو دین ځواکمن شي، نه د نورو.

هېڅوک باید داسې ونه وایي چې د معجزو وخت له منځه تللی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نبوت سره معجزې ختمې شوي دي. موږ وایو، د معجزو رب شته او کله چې د څه شي اراده وکړي، وسایل یې برابروي.

﴿إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَن يَقُولَ لَهُ كُن فَيَكُونُ﴾

[یس: ٨٢]

ژباړه: هغه چې کله د یوه شي اراده وکړي، نو د هغه کار داسې دی چې حکم ورته وکړي، چې شه! هغه کېږي.

په ډېری ځایونو کې مو ولیدل، چې څه ډول یې کوچنۍ ډلې پر لویو برلاسې کړې او په دې هم پوهېږو، چې الله سبحانه وتعالی متقیانو ته د وتو لار هواروي. دغه راز له هغې لارې روزي ورکوي، چې هېڅ ګومان یې هم نه کوي. په دې مو یقین دی، هغه څوک چې پر الله سبحانه وتعالی توکل وکړي، نو الله سبحانه وتعالی د هغه لپاره کافي دی. د الله سبحانه وتعالی قدرت مو ولید، چې څه ډول یې ماته په بریا بدله کړه او دې ته ورته نورې بېلګې په تاریخ کې لرو. نو اې مسلمانانو! له دعا سره سره مو خپل هغه تکلیف (مسوولیت) چې امر یې درته شوی اداکوئ. بخیل مه اوسئ الله تعالی مو تر ټولو ښه ملګری دی.

لیکوال: احمد العلي ـولایه اردن

ژباړڼ: حبیب الله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې