یکشنبه, ۱۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
موږ له الله سبحانه وتعالی سره مینه لرو او د هغه د لیدو په تمه یو، نو څنګه د هغه نافرماني وکړو!؟
بسم الله الرحمن الرحيم
موږ له الله سبحانه وتعالی سره مینه لرو او د هغه د لیدو په تمه یو، نو څنګه د هغه نافرماني وکړو!؟

الله سبحانه وتعالی په قرانکریم کې فرمایلي دي:

 }قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ{[ال عمران:۳۱]

ژباړه: اې پیغمبره! صلی الله علیه وسلم خلکو ته ووایه که تاسو په رښتیا له الله تعالی سره مینه لرئ، نو زما د پیرورۍ لاره غوره کړئ، الله تعالی به ستاسې سره مینه وکړي او ستاسې خطاوې به دروبښي. هغه ډېر ښه بښونکی او د رحمت څښتن دی.

موږ وایو چې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره مینه لرو او د دې ادعا کوو، چې د اخرت په ورځ په جنت کې د الله سبحانه وتعالی دیدار مو نصیب شي، خو ایا موږ له هغه څه سره سم عمل کوو، چې وایو یې او ادعا یې کوو؟

 {...وَالَّذِينَ آَمَنُوا أَشَدُّ حُبّاً لِلَّه...}[البقره: ۱۶۵]

ژباړه: او هغه کسان چې ایمان یې راوړی، له الله تعالی سره په مینه کې ډېر سخت او کلک دي.

هغه څه چې له الله سبحانه وتعالی سره  له مینې  وروسته رامنځته کېږي ایمان، اطاعت، پر خپل دین ویاړ، د الله سبحانه وتعالی د رضا د ترلاسه کولو لېوالتیا او داسې نور دي، چې موږ الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته نیږدې کوي.

نو موږ باید له ځانه پوښتنه وکړو، چې ایا واقعاً یادې ځانګړتیاوې لرو؟ ايا موږ د الله سبحانه وتعالی اطاعت کوو، لکه څنګه یې چې موږ ته امر کړی او له هغو کارونو مو ډډه کړې چې منعه کړي یې یو؟ 

که موږ داسې یو، نو څرنګه کولای شو، چې د هغه نافرماني وکړو په داسې حال کې چې له الله سبحانه وتعالې سره مینه لرو؟ ایا یو انسان له هغه چا سره مینه لري، چې نافرماني یې کوي؟ او آیا  د هغه چا نافرماني کوي، چې ورسره مینه لري؟ ولې د ورځې په جریان کې یې نافرماني کوو او د شپې ورڅخه بښنه غواړو او ورته دعاګانې کوو؟ ایا دا د موږ لپار د شرم خبره نه ده؟  

ایا له الله سبحانه وتعالی څخه نه شرمېږو، چې له یوې خوا له هغه څخه د مغفرت غوښتنه کوو او له بلې خوا یې نافرماني کوو؟ ایا دا سمه ده چې لومړی توبه وباسو او الله سبحانه وتعالې ته دعا وکړو/مغفرت ترې وغواړو او وروسته بیا ګناه کوو؟

که ترې وپوښتې چې د اوسني ناوړه حالت، بې عدالتیو، ذلت او د ژوند د سختیو او ظلمونو پر وړاندې زموږ مسوولیت څه دی، دوی درته وایي دعا وکړئ. تر یو ملیارد زیات مسلمانان دي، چې د خپلو مسلمانانو وروڼو لپاره دعا کوي، خو الله سبحانه وتعالی د دوی حالت نه دی بدل کړی.

هغه پوښتنه چې دلته راپورته کېږي؛ ولې موږ دعا کوو او ولې نه قبلېږي؟ یا لږ تر لږه هغه څه چې موږ یې غواړو په مطلوب ډول یې نه شو ترلاسه کولای؟ موږ ته د الله سبحانه وعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له لوري زېری راکړل شوی او تمه لرو چې د الله سبحانه وتعالی له رضا سره سم  دغه زیري او بریاوې تحقق پیدا کړي.

موږ سهار او ماښام الله سبحانه وتعالی ته په پټه او ښکاره د مسلمانانو د بري، عزت، ځواکمنتیا او د حالاتو د بدلون لپاره دعا کوو. حتا ځینې د زیاتې خشوع له امله د دعا کولو پر مهال ژاړي. خو موږ وینو چې په ژوند او حالاتو کې یې هېڅ بدلون نه دی راغلی او ښایي تر دې هم خراب شي، نو لامل یې څه دی؟

لامل یې دا دی چې موږ د خپلو دعاګانو مطابق عمل نه کوو، یعنې موږ هغه څه نه دي ترسره کړي، چې د حالاتو د بدلون او د دښمنانو په مقابل کې د بري لپاره اړین وو. یوه سړي د الله سبحانه وتعالی له رسول څخه و پوښتل، چې اې د الله رسوله! ایا زه اوښ وتړم او بیا په الله سبحانه وتعالی توکل وکړم یا یې خلاص پرېږدم او په الله سبحانه وتعالی توکل وکړم؟ هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: لومړی اوښ وتړه او بیا په الله سبحانه وتعالی توکل وکړه.

نو له همدې امله پر دوښمن باندې د بریالي کېدو لپاره اړینه ده، چې عملي ګامونه واخلو او تدابیر ونیسو. زموږ لپاره له عمل پرته  یوازې دعا کفایت نه کوي، نو داسې دعا مه کوئ، چې اې الله! ته ظالمان د ظالمانو په واسطه له منځه یوسې او مسلمانان د دوی له ظلم څخه په امان کې وساتې، ځکه دا کار د دې لامل کېږي، چې موږ د دې ظالمانو د واکمنۍ د ختمولو لپاره په هر ځای کې عملي کار ونه کړو. د اوسني حالت د بدلون لپاره د کار نه کولو عذر یا پلمه جوړل ونه کړو او د دې حالت بدلون یوازې هغه وخت شونی دی چې پر ځمکه اسلامي شریعت حاکم شي.   

نو موږ باید تل له الله سبحانه وتعالی سره تړون تازه کړو، په دوامداره توګه ورسره په اړیکه کې وو، اطاعت یې وکړو او له هغه څخه وېره او د اجر تمه ولرو. موږ باید د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول اطاعت وکړو، شرعي احکام یې پلي کړو او د هغه امر ته ځانونه تسلیم کړو، په نېکۍ امر وکړو او له بدو څخه منعه وکړو یا ځان وساتو په ټوله کې داسې عقیده ولرو، چې پر هغه باندې ثابت پاتې شو او د ستونزو په وخت کې منحرف نشو. په الله قسم! چې دا د مؤمن وسله او د هغه د نجات هغه وسله ده چې نه یې یهودیان، نه نصارا او نه یې هم د ځمکې پرمخ نور کفار لري. موږ باید په ځمکه کې سالم فکر پلی کړو. موږ باید هغوی متوجې کړو، له عیبونو څخه یې پاک کړو او د اسلامي افکارو او مفاهیمو په وسیله یې اصلاح کړو. د ځان څارنه وکړو او پاکوالي ته یې پاملرنه وکړو او د الله سبحانه وتعالی قانون ته غاړه کېږدو. موږ باید د الله سبحانه وتعالی شریعت ته په عملي توګه مراجعه وکړو او پر ځانونو یې تطبیق کړو نه دا چې یوازې په خوله یې وایو. موږ باید په اخلاص توبه وباسو او یوازې په الله سبحانه وتعالی توکل وکړو او د اړتیا وړ اقدامات ترسره کړو.

دنیا له اخرت څخه لیرې کړي یو، دې فاني نړۍ مو له ابدي ژوند څخه پام اړولی لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي دي: 

{أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ}[التکاثر:۱] ژباړه: تاسو د شتمنۍ ګټلو رقابت او ډېرې لېوالتیا په غفلت کې اچولي یاست.

ډېری خلک د دنیا د زیاتوالي، اولاد او پیسو په لاسته راوړلو پسې سرګردانه دي او له یو بل سره د یادو شیانو پر سر سیالي کوي، دا کار د دې لامل کېږي چې خلک د الله سبحانه وتعالی عبادت په ریښتني توګه ونه کړي، د اسلام  له زدکړو، پیروي، دعوت او ملاتړ څخه لاس واخلي. د دنیا له عیش-عشرت، مینې او ختمېدونکي خوند دوی له تل پاتې آخرت او د جنت له نعمتونو څخه منحرفوي او د یوه مسلمان په زړه کې له دغه شیانو سره مینه ځای نه نیسي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَنْ أَحَبَّ دُنْيَاهُ أَضَرَّ بِآخِرَتِهِ، وَمَنْ أَحَبَّ آخِرَتَهُ أَضَرَّ بِدُنْيَاهُ، فَآثِرُوا مَا يَبْقَى عَلَى مَا يَفْنَى»

ژباړه: کوم شخص چې د خپلې دنیا سره محبت کوي (هغه) خپل آخرت ته زیان رسوي او هغه څوک چې د خپل آخرت سره محبت کوي هغه خپلې دنیا ته زیان رسوي نو (له دې کبله) ابدي (آخرت) ته پر فاني کېدونکې (دنیا) ترجیح ورکړئ.

دا د ګټې او توان سمه پیمانه ده. کله چې بنده مړ شي نو دنیا ته یې بېرته ستنېدل نشته او د قیامت په ورځ به یې پرته له خپل عمل څخه بل څه ورته ګټه ونه رسوي. که نېک اعمال یې ترسره کړي وي، نو ښه به وي او که یې بد اعمال ترسره کړي وي، نو هېڅوک باید ملات نه کړي، بلکې خپل ځان ملامت کړي. د هغه پلار، زوی، مال، عزت او واک به ورته هېڅ ګټه ونه رسوي او نه به هغه کسان چې نوموړي یې پیروي کوله لکه؛ خپل باداران او واکمنان، بلکې د قیامت په ورځ به دوی ټول هغه یوازې پرېږدي. 

بلې هو کمزوري زموږ به زړونو کې ځای نیولی، له کمزورۍ څخه موخه له دنیا سره مینه او له مرګ څخه نفرت کول دي. دا هغه جدي ناروغي ده چې له امله یې خلک د الله سبحانه وتعالی ریښتنی عبادت نشي کولای. داسې کسان چې د الله تعالی له واجباتو څخه غفلت کوي. داسې کسان هم شته چې امر بالمعروف او نهی له منکر څخه نه کوي او هر څه په الله سبحانه وتعالی پورې تړي، یعنې له مسوولیت څخه ځان باسي او پلمې جوړوي، چې هر څه به الله سبحانه وتعالی سم کړي او په دوی کې داسې کسان هم شته چې د جمعې او نور ورځني لمانځونه په جماعت نه کوي، زکات نه ورکوي، یا له خپلوانو سره اړیکې پرېکوي او همدارنګه د دې په منځ کې داسې کسان هم شته چې هغه څه ترسره کوي، چې الله سبحانه وتعالی حرام کړي دي. تاسې به هغه کسان ومومئ چې په سود او رشوت معامله کوي، په میراث کې به د خپلې مور، خویندو له حق سره خیانت، انحصار او غلا کوي او د فاني دنیا لپاره هلې ځلې کوي. داسې کسان هم شته چې د دنیایي ژوند په خاطر، په ځمکه کې د الله سبحانه وتعالی د دین د حاکمیت او مسلمانو وروڼو د ملاتړ لپاره کار نه کوي، بلکې د دې پر ځای خپلو ورځنیو چارو لکه کورنۍ، کار او د فرصتونو لاسته راوړلو ته ترجیع ورکوي. همدارنګه ځینې یې په ټولنیزو شبکو روږدي دي او د یوې ښځې او مور په حیث یې خپل اصلي رول، چې د اسلامي تعلیماتو زده کړه او ماشومانو له تدریس څخه عبارت دي، نه ترسره کوي. همدا لامل دی چې په کورنیو کې اخلاقي انحطاط، بغاوت، ناشکري، د کورنۍ د غړو تر منځ د اړیکو کمزوري، له ذلت او خوارۍ سره مخ یو، چې دا د محمد صلی الله علیه وسلم له امت سره نه ښایي.  

آیا دا کافي نه ده چې تر اوسه مو په ذلت او خوارۍ کې ژوند وکړ؟ آیا د جنت ارمان/لېوالتیا موږ دې  ته نه تشویق کوي، چې د الله سبحانه وتعالی د رضا په خاطر دنیا وپلورو او اخرت وپیرو؟ ایا موږ د عزت او وقار په معنی او احساس نه پوهېږو؟ موږ باید پر خپل رب فخر/شکر وکړو، تر څو هغه موږ ته په ځمکه کې عزت، فتحه او ځواک راکړي.

{مَن كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعاً إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ...}[فاطر:۱۰]

ژباړه: څوک چې عزت غواړي، هغه باید وپوهیږي، چې عزت ټول د الله تعالی دی. پاکې او غوره خبرې ورخیژي او صالح اعمال لوړوي.

راځئ چې بېرته خپل دین ته راوګرځو او له الله سبحانه وتعالی سره خپل تړون تازه کړو او د خپل رب رسۍ ټینګه ونیسو، په خپل فکر، عقل، زړه، اخلاقو او سلوک کې بدولون راولو او له ځانه یو اسلامي شخصیت جوړ کړو. راځئ په اخلاص او صداقت سره د اسلامي ژوند د بیا پیل لپاره کار پیل کړو، ترڅو له شته ذلت او خوارۍ خلاص شو او الله سبحانه وتعالی یو ځل بیا عزت او د نبوت پر مهنج خلافت را په برخه کړي. الله سبحانه وتعالی په هر څه قادر دی، الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

}يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ{[محمد: ۷]

ژباړه: اې مؤمنانو که تاسو د الله له دین سره مرسته وکړئ، نو هغه به ستاسې سره مرسته وکړي او ستاسو قدمونه به کلک کړي.

که په پاسنیو خبرو عمل وکړو، نو موږ به له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره مینه کړې وي او د یوې داسې ورځې لپاره به مو کار کړی وي، چې پرته له نیکو اعمالو، نه مال نه اولاد او نه هم نور څه ګټه رسولی شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: مسلمه الشامي «ام صهیب»

ژباړن: محمد هارون رؤفي

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې