دوشنبه, ۲۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د شام انقلاب بیه به څوک ورکوي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د شام انقلاب بیه به څوک ورکوي؟

 (ژباړه)

د شام روانې پېښې یوه په بله پسې له هیلو او دردونو سره تېرېږي. هیله یې سمې موخې ته د انقلاب د مسیر برابرول او د شام طاغوطي نظام ته د دغه مسیر د نیږدې کېدو مخنیوی دی؛ خو هغه درد یې چې پرېښی دی، دا دی چې زرګونه وګړي پکې شهیدان او ټپیان شوي، چې شمېر یې په زیاتېدو دی، پرته له دې چې په اړه يې کوم مسولیت احساس شي یا یې پر وړاندې کوم انساني شعور را ویښ شي، دا انقلاب د تېرېدو په حال کې دی.

نو د دغو هیلو او دردونو په منځ کې د سیاسي حل لارې لړۍ روانه ده، که هغه د امریکا سیاسي حل لاره وي او که د اسلامي امت پروژه (د نبوت پر منهج د خلافت بیا تاسیس). هلته چې مرګونې الوتکې هره ورځ بمونه غورځوي او له دمې پرته د اور لمبې زیاتوي؛ د لوګي، ویجاړیو او مرګ د بوی له منځه د انسان په ذهن کې یوه پوښتنه راګرځي، چې باید ځواب شي.

حال دا چې ټول پوهېږي، څوک چې د شام د طاغوت ملاتړ د دې لپاره کوي چې سقوط ونه کړي، بادار یې امریکا ده. بېشکه دا مخلص مزدور طاغوت د امریکا له اوامرو سره سم مخکې ځي او ټول په دې هم پوهېږي، چې د مزدورو ډلو زیاتره رهبران، چې امریکا او لاسپوڅي یې ملاتړ کوي، په تېره بیا هغوی چې مهم رول لوبوي، پر دې لاره حرکت کوي چې د امت انرژي بېځایه او د هغو سرو کرښو په منځ کې چې امریکا ورته رسم کړې، مصرف کړي. دا ټول موارد په نظامي برخه کې وو.

خو په سیاسي ډګر کې، لکه څنګه چې ټولو ته ښکاره ده، هغوی چې د استانې او ژینو په کنفرانسونو کې یې ګډون وکړ او په خپل اطاعت یې د امریکا رضایت ترلاسه کړ او یو څه تجربه یې پیدا کړه؛ مثلا: له هغې ډلې د اوربند، د ریاض په کنفرانس کې په ګډون پر سرو کرښو پابندي او په هغو خبرو اترو کې ګډون کول چې نه یې چاغوي او نه به یې له لوږې وژني، نوم اخیستی شو. کومه پوښتنه چې دلته مطرح کېږي، دا ده چې ولې امریکا تر اوسه په دې نه ده توانېدلې چې د شام انقلاب منحرف کړي؟

دې پوښتنې ته د ځواب لپاره باید پر پېښو ځغلنده څېړنه وشي؛ یعنې امریکا د انقلاب له پيله پر چارو د تسلط له لاسه ورکولو اهمیت ښه درک کړی دی. نو ویې غوښتل چې خپل مزدور (د شام طاغوت) له خپلو ښاخونو او پاڼو سره وساتي، تر څو په سوریه کې حاکم قدرت د اړتیا پر مهال د شته وضعیت په ساتلو له بشاره بل کس ته انتقال کړای شي.

 په دې برخه کې شوي کارونه دا دي: انقلاب ته د جهت ورکولو لپاره د سیاسي رهبرۍ د تشکیل او تمویل هڅه، لکه څنګه چې د نظامي قوتونو یوې مجموعې د دغو سیاسي رهبرانو له رسم کړې تګلارې څخه په ګټه اخیستنې په مختلفو لارو هڅه کړی، چې د انقلاب مسیر منحرف کړي، تر دې چې هر یوه د یوې ټاکلې موخې په تر سره کولو؛ لکه: داخلي قتلونه یا د هغو مشخصو سیمو او سرو کرښو ساتنه چې دوی ته وړاندې شوې وې او یا د جبهو فتحه په دې موخه چې له کومې ګټې پرته يې یې انرژي بېځایه ولاړه شي او د موجود نظام عمر اوږد شي.

حریصه امریکا د قربانیانو د لوړې شمېرې، چې ماشومان، مېرمنې او زاړه پکې شامل دي، توازن برابروي. له دې سره سره خپل مزدور د شام طاغوت ته شین څراغ ښیي او لاس يې په ډول ډولو وسلو او د خپل مزدور په حمایت او ځواکونو په وژنو، د زېربناوو، روغتونونو، جوماتونو، مدرسو په ویجاړولو کې خلاص پرېښی دی. دا ټول پر یوه مهم ټکي دلالت کوي، چې د امریکا د پلان اساس د عامه افکارو د اغوا په موخه د خلکو تثقیف دی. په دې برخه کې يې لومړۍ موخه او رښتینی دښمن د سیمې هغه اوسېدونکي، دي چې مسلسل تر ظلم او اذیت لاندې دي، تل د ستونزو پر وړاندې ثابت پاتې شوي او د دوی ټول پلانونه یې افشا کړي. نو دا ټول جنایتونه او ویجاړۍ د دوی د قوي ارادې د ماتولو لپاره دي، تر څو د راس الکفر (امریکا) سیاسي حل لاره ومني او په راتلونکي کې چې هره رهبري  راځي، ورته تسلیم شي.  

له شک پرته څوک چې د عامې رایې په اهمیت او د خلکو د تثقیف په قوت او په تغیر کې يې په قوي رول پوه وي، نو باید خپله ټوله انرژي پر هغه لار مصرف کړي؛ ځکه چې له تثقیف پرته قوت هېڅ ارزښت نه لري او بې له قدرته تثقیف هم کوم اغېز نه لري. دا په داسې حال کې ده چې په تثقیفي قوت او عامې رایې د انقلاب د مسیر سمول تر ډېرو فشارو لاندې راځي؛ خو باید د قوت او خلکو د تثقیف تر منځ یو انسجام وي، چې د سیاسي اسلام پروژې ته یووالی ورکړي او د رسول الله لارې او مسیر ته یې سمه کړي. په داسې حالت کې له استثنی پرته هېڅوک له ټاکل شوې موخې بېرته نه شي ګرځېدلی. دا حقیقت کافر غرب درک کړی او د خلکو او ځواک د جدایۍ لپاره له ټولو په لاس کې شته وسایلو او مختلفو اسالیبو کار اخلي. همدا د خلکو ځواک او تثقیف هغې عادلې تلې ته ورته دی، چې خلک او ځواک په یوه توازن کې ساتي. دا د ټولنې د بدلون لپاره یوازینۍ لاره ده.

نو د قوت او قدرت پر خاوندانو واجبه ده، چې له امت سره په دې لاره کې یو ځای شي، د هغو خلکو له فشارونو لرې شي، چې غرب یې ملاتړ کوي او هم د هغوی تګلاره چې کندې ته د لوېدو سبب کېږي رد کړي. دا هم واجبه ده چې د خلکو په روزنه او تثقیف کې د قوت او قدرت خاوندانو رول او  په دې برخه کې يې اغېز درک شي. لومړی د بدلون مسولیت پر غاړه واخيستل شي او دا همغه مسولیت دی، چې د انقلاب بیه به ورکړي او وروسته باید دا مسولیت درک شي، چې لله سبحانه وتعالی قوت او نصرت يوازې په دې کړنلاره ورکوي. نو هغه سبحانه وتعالی د نصرت او قدرت خاوند دی؛ دا کار نه کوم خلیفه کولی شي او نه هم کوم ریس. مګر دا چې مسلمانان د هغې موخې لپاره سره یو شي، ځکه چې محاسبه یې هم واجب ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«والَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَتَأْمُرُنَّ بالْمعرُوف، ولَتَنْهَوُنَّ عَنِ المُنْكَر، أَوْ لَيُوشِكَنَّ اللَّه أَنْ يَبْعثَ عَلَيْكمْ عِقَاباً مِنْه، ثُمَّ تَدْعُونَهُ فَلاَ يُسْتَجابُ لَكُمْ» (رواهُ الترمذی)

قسم پر هغه ذات چې زما نفس يې په واک کې دی، خامخا به تاسو پر نېکو کارونو امر کوئ او له ناوړه کارونو به منع کوئ. که نه ژر ده چې الله سبحانه وتعالی به عذاب درته راولېږي، بیا به تاسو دعا کوئ او الله به يې نه قبلوي.

دا تباهي او زیان به اول او آخر له مسیره په لرېوالي او خاموشۍ کې وي، په تېره بیا کله چې نړۍ د انحراف خوا ته روانه ده او د شام د طاغوت په اړه، چې د امنیت شورا غونډه چې د روسې ویټو پکې وښودل شوه، منع کړه؛ څنګه چې دوی وایي، د شام د طاغوت په اړه هر ډول اجرات ردوي. هلته چې روسیې دویم ځل خپله ویټو د انقلاب د عمر د اوږدولو لپاره د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې د چهار شنبې په ورځد ۲۰١۷م کال  د اپرېل پر دولسمه وکاروله.

نو هغه څوک چې د تغیر په لاره کې دي، باید باثباته وي، صبر وکړي او سختۍ وزغمي. له شک پرته دا هغه سخته لاره ده چې پر دردونو او لوږو پوښل شوې؛ خو پای یې بریا ده او هغوی چې په دې لاره یې پل اېښی، باید د ټولو پېښو په اړه ښکاره موقف ولري او خپل غږ پورته کړي، تر څو په لاره او هغه کښتۍ کې خاموشي او انحراف درک شي، چې پکې سپاره یو او د هغو سوالګرو مخه ونیسو چې تړونونه یې تر پښو لاندې کړي او د انقلاب د کښتۍ مسیر یې منحرف کړی. له شک پرته ټول په یوه کښتۍ کې یو، یا به بریالي کېږو او یا هلاک. لکه څنګه چې رسول الله صلي علیه وسلم فرمایي:

«مَثَلُ القَائِمِ في حُدودِ اللَّه والْوَاقِعِ فيها كَمَثَلِ قَومٍ اسْتَهَمُوا على سفينةٍ فصارَ بعضُهم أعلاهَا وبعضُهم أسفلَها وكانَ الذينَ في أسفلها إِذَا اسْتَقَوْا مِنَ الماءِ مَرُّوا عَلَى مَنْ فَوْقَهُمْ فَقَالُوا: لَوْ أَنَّا خَرَقْنَا في نَصَيبِنا خَرْقاً وَلَمْ نُؤْذِ مَنْ فَوْقَنَا، فَإِنْ تَرَكُوهُمْ وَمَا أَرادُوا هَلكُوا جَمِيعا، وإِنْ أَخَذُوا عَلَى أَيْدِيهِم نَجوْا ونجوْا جَمِيعاً» (رواهُ البخاری)

هغه کسان چې د الله سبحانه وتعالی حدود قایموي او هغوی چې نه يې قایموي، هغه قوم ورته دي، چې پر کښتۍ پچه اچوي. په پایله کې ځينو ته پورتنی او ځينو ته لاندیني پوړ ورسېږي. د ټيټ پوړ اوسېدونکي د اوبو لپاره لوړ پوړ ته ځي او راځي. وروسته مشوره کوي او وايي: که خپله برخه (یعنې لاندینی پوړ) سوری کړو، د پورتنۍ طبقې اوسېدونکي به له تکلیفه خلاص شي. نو که يې خپل کار ته پرېږدي، ټول به هلاک شي؛ خو که يې مخه ونیسي، دوی او نور ټول به له هلاکته وژغورل شي.

احمد عبدالوهاب

د حزب التحریر- ولایه سوریې د مطبوعاتي دفتر رییس

سرچینه: الرایه جریده

Last modified onجمعه, 11 آګست 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې