دوشنبه, ۲۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د آلمان سفارت ته څېرمه د خونړي بمي بريد سیاسي ابعاد!
بسم الله الرحمن الرحيم
د آلمان سفارت ته څېرمه د خونړي بمي بريد سیاسي ابعاد!

د روان لمریز کال د غبرګولي په لسمه، د چهارشنبې ورځ سهار اته بجې او شل دقیقې د کابل په وزیر اکبرخان سیمه کې آلمان سفارت ته څېرمه درنه چاودنه وشوه. چاودنه دومره درنه وه چې د وزیر اکبر خان او شاوخوا سيمې ډېری ودانۍ یې سختې زیانمنې کړې. په پېښه کې د قربانیانو رسمي شمېرې له ۹۰ څخه د ډېرو کسانو د وژل کېدو او تر ۴۵۰ د زیاتو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي. حال داچې واقعي شمېرې تر دې ډېرې لوړې برېښي، ځکه تر اوسه لسګونه داسې کسان شته، چې مړي او ژوندي يې لاهم نه دی معلوم شوي. چهارشنبې ټوله ورځ خلکو او رسنیو انتظار کاوه، چې اوس به بيا هماغه پخوانۍ وسله والې ډلې د دغه چاودنې مسوولیت پر غاړه اخلي؛ مګر د دې پر خلاف د ورځې په پای کې په کابل کې د امريکايي ترور او وحشت توجیه کوونکې حکومتي ادارې د مجبوریت له مخې د دغه وحشیانه برید پړه د پاکستان پر استخباراتي ادارې «آی.اس.آی» او حقاني شبکې ور واچوله. د پېښې په بهیر کې د جان کيري د حکومت مشرتابه محمد اشرف غني د ۱۱ طالب بندیانو د اعدام د حکم د لاسلیک کولو ګوت څنډنه هم وکړه، چې د طالبانو له خوا له سخت غبرګون سره مخ شو او د هغوی د اعدام په صورت کې یې د غچ اخیستنې اخطار ورکړ. له دې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا د افغانستان دغه تورونه رد او بې بنسټه وبلل او زیاته یې کړه؛ چې په دې پلمه نورو ته د پړې ګوتې نيول او د هغې له لارې د خپلو ناکامیو پټول مرستندویه خبره نه ده.

په افغانستان کې دا ډول ترور او وحشت په داسې حال کې زور اخیستی، چې د هر میلادي کال په پای کې امريکايي سياسي او نظامي چارواکي د سخت خونړي کال وړاندوینې کوي. دا ځل هم د امريکا د دفاع وزیر جیمز متیس په تېره اپريل میاشت کې له کابل څخه د لیدنې کتنې پرمهال خبرداری ورکړ، چې روان ۲۰۱۷م کال به د افغانانو لپاره تر ټولو سخت کال وي او دا ډول ترور او وحشت د دغه امريکايي تروریست د وينا تر ټولو پياوړی ثبوت دی، چې د تېر په څېر به يې د خپلو وحشيانه بريدونو د شدت او يرغلګرو پوځيانو د زياتوالي لپاره وکاروي.

د داسې سترو تروریستي پېښو پر مهال باید د سترو کپيټليستي «پانګوالو» يا استعمارګرو هېوادونو ترمنځ د خپلمنځي ګټو پر سر د جګړې منطق باید له پامه ونه غورځول شي. د دغو هېوادونو ترمنځ مستقيمه جګړه، حتماً په ستره نړيواله جګړه بدلېدونکې ده، له همدې امله يې د ملګرو ملتونو سازمان او د دولتونو او ملتونو ترمنځ د اړيکو نړيوال قوانين رامنځ ته کړي؛ ترڅو په نړۍ کې د سترو هېوادونو ترمنځ د نړيوالې جګړې مخه ونیسي او په نړۍ کې د دوی په اند سوله ټینګه کړي. حال دا چې دا د سترو هېوادونو ترمنځ د سولې مفهوم دی. په اشغال شوو او مستعمره هېوادونو کې د همغه هېواد د وګړو او شاخوا ګاونډيانو د استخباراتو په واسطه د هغوی په وينو او شتمنيو د هغوی پر خپله خاوره، خپلې ښکېلاکي رقابتي جګړې پر مخ بيایي. دوی د خپلو ګټو پر سر په خپلو مستعمرو کې د خپلو ګوډاګيانو په واسطه خپلمنځي جګړې په نیابتي ډول پر مخ وړي او افغانستان هم د يمن، ليبيا او … په څېر د همدغو نيابتي جګړو له ګرمو ډګرونو څخه يو دی.

له شک پرته د کابل په دغه دیپلوماتیکه سيمه کې چې لومړی درجه امنيتي تدابير لري، د داسې سترې چاودنې تنظیمول د امريکا له استخباراتي او امنيتي ملاتړ، همغږۍ او همکارۍ پرته له امکان څخه ډېر لرې برېښي. د دغې سيمې ټولو بهرنيانو ته دوې ورځې وړاندې امنيتي خبرداری ورکړل شوی و، ترڅو سيمه تخليه کړي؛ ځکه سيمه تر ستر امنيتي تهدید لاندې اعلان شوې وه. له همدې امله ډېری بهرنیان د چاودنې له شاوخوا سيمې څخه مخکې له مخکې وتلي وو. بل خوا چاودنه دومره پیاوړې او لويه وه، چې د وسله والو ډلو له تخنیکي او وسله يیزو امکاناتو څخه ډېره اوچته وه؛ ځکه د دې پر ځای چې چاودنه موټر بم وي، ګڼ شواهد دا ښيي، چې له هوا څخه توغوندیز او یا بمي برید دی. د سيمې اکثره خلکو له چاودنې مخکې په هوا کې د توغوندي شڼهار اورېدلی او ورپسې د چاودنې غږ تر غوږو شوی دی. همداراز په پېښه کې د ټانکر مطرح کېدل هغه څه دي، چې مخکې له مخکې د پېښې ټول تبليغاتي او سیاسي اړخونه بشپړ مديريت او همغږي شوي ثابتوي؛ ځکه د هغه ټانکر له لارې دغه چاودنه رامنځ ته شوې، چې په دغه ديپلوماتيکه سيمه کې يې د تګ راتګ او فعاليت اجازه درلوده. نو ټانکر تر ډېره بهانه ده او که بالفرض ټانکر وي، بيا هم اصلاً ټانکر خپله د جي پي اس له لارې د توغوندويي بريد ښکار ګرځېدلی دی، ترڅو عامه افکارو ته دغه بريد موټر بم ثابت کړي.‌ له دې ټولو سره-سره د انفجار ځای دومره ژور شوی، چې خپله پر دې دلالت کوي، چې له هوا څخه د توغندي او یا بم په واسطه په نښه شوی، نه دا چې موټر بم دې ځای دومره ژور کړي. موټر بم له دریو خواوو څخه آزادي لري او د ځمکې پر ځای نورو دریو لورو ته ډېر تخریب کوي؛ حال دا چې د دې اصلي زور له ځمکې سره د ټکر په نتيجه کې د ژورتيا سبب او په افقي ډول د سخت تخریب سبب شوی. همداراز يو شمېر ويډيوګانې دا ښيي چې د چاودنې د ځای د پاسه ډرون کمرې مخکې له مخکې الوزول شوې او د پېښې صحنه مخکې له مخکې په ويډيويي بڼه ثبتوي، چې زموږ د يو شمېر ساده هېوادوالو له خوا د شهيدانو د ارواګانو د انتقال لپاره د ملايکو پر راتګ تعبیر شوې دي. په ټوله کې پېښه د اسلامي امت پر وړاندې د صلیبي تروريزم د رهبر او لارښود هېواد امريکا او د هغې د ګوډاګي حکومت د استخباراتي کړيو او امنيتي کمپنيو له خوا ترسره شوې، ترڅو يو شمېر رقيبو هېوادونو ته زموږ په «وړيا او بې رنګه» وينه خپل سياسي پیغام ورسوي. هغه داسې:

لکه څنګه چې له سعودي څخه د ناټو او جي ۷ هېوادونو د سرمشريزو لپاره اروپا ته د ټرامپ د سفر پر مهال د بريتانيا په منچسټر کې ستره تروريستي پېښه ترسره شوه؛ د دغه پېښې له لارې امريکا د سعودي په شمول ټولو هغو عربي هېوادونو ته دا پيغام ورکړ چې هلته لا تر اوسه د انګليس سياسي او استخباراتي نفوذ شته، چې نور نو انګلستان هغه پخوانۍ استعماري وړتيا نه لري او دومره ضعيف او ناتوانه شوی، چې په خپل ټاټوبي کې د خپلو خلکو امنيت نشي خوندي کولای، نو ستاسو به څه خوندي کړي. له بل پلوه يې د اروپا د امنيت د خوندي کولو په موخه د ناټو سازمان د فعالیت دوام ته اړتيا ثابتوله، ترڅو د اروپا عامه افکارو ته ثابته کړي، چې د تروريزم خطر ستاسو تر کوره رارسېدلی، نو اړينه ده چې پر خپلو حکومتونو فشار راوړی، ترڅو د ناټو سازمان په تمويل او دوام کې خپلې ژمنې ترسره کړي.

د روان ميلادي کال د مې په ۲۵مه په بروکسل کې د ناټو سرمشريزه او د مې په (۲۶-۲۷)مه په ايټاليا کې د اوو سترو اقتصادي ځواکونو سرمشريزه دایره شوه. هغوی د اسلام او اسلامي امت پر وړاندې د روانې جګړې پر سر د توافق ترڅنګ د خپلو ګټو پر سر ژور اختلافونه همداسې لاينحل پاتې شول او هر يوه هڅه کوله ترڅو بل ته د خپلو ګټو د تامين په موخه ژورې څاګانې وکني.‌ ځکه ټرامپ د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال له ناټو څخه پر وتلو او د دغه سازمان پر بې ځايه توب ټينګار کاوه. مګر د دغه سازمان په سرمشريزه کې د ګډون پر مهال يې ناټو د نړۍ د امن او سولې سازمان وباله او له غړو هېوادونو څخه يې وغوښتل چې له دغه سازمان سره خپلې ژمنې بشپړې کړي او هر غړی هېواد باید خپل ۲٪ خالص تولید دغه سازمان ته ورکړي؛ چې په اړه يې د هغه اقتصادي مشاور ګاري کوهن وويل؛ د جمهور رييس نظر پرمختګ کړی او بدل شوی، له همدې امله دلته راغلی دی، ترڅو له واقعيت څخه ځان ښه خبر کړي. بل پلو د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ د ناټو له غړو هېوادونو څخه د مالي ژمنو په اړه د ټرامپ موقف «سخت او ټينګ» وباله. نو هغه دولت چې د خپلو مبدئي ارزښتونو پر ځای يوازې منفعت په نظر کې ونيسي، نور د سخت مخ پر ځوړ حالت سره مخ برېښي.

بل خوا ټرامپ د جي ۷ هېوادونو په سرمشريزه کې د آلمان پر بهرنۍ اقتصادي تګلاره سختې نيوکې وکړې او زياته يې کړه چې آلمان له امريکا سره د سوداګريزې راکړې ورکړې په پايله کې ډېره ګټه ترلاسه کړې او اړينه ده ترڅو له دویمې نړيوالې جګړې وروسته د امريکا له خوا د آلمان د امنيت د ټينګښت بيه امريکا ته ورکړي. مګر آلمان د ټرامپ دا غوښتنه ونه منله. همداراز آلمان او فرانسې د ۲۰۱۵م کال د پاریس د چاپېريال ساتنې تړون ته د امریکا پر ژمنتيا ډېر ټينګار وکړ او په وار- وار يې پر ټرامپ فشار راووړ ترڅو هغه له یاد تړون څخه سرغړونه ونه کړي، مګر ټرامپ د يوې اونۍ په اوږدو کې د خپلې پرېکړې د اعلان ژمنه ورکړه، چې دوې ورځې وړاندې يې له دغه تړون څخه د امريکا وتنه رسماً اعلان کړه او ويې ويل چې دا د امريکا له ګټو سره سمون نه لري.

سره له دې په رياض او اسرائیلو کې د اروپا پر خلاف د ټرامپ تود هرکلی وشو او سعوديانو سلګونه مليارده ډالر ورکړل؛ مګر په اروپا کې يې نه هغسې استقبال وشو، نه يې هغه غوښتنه ومنل شوه، چې له المان څخه د دويمې نړيوالې جګړې وروسته د هغوی د امنيت د خونديتوب په بدل کې يې ملياردونه ډالر ورکړي. مګر پر دې سربېره يې د چاپېريال ساتنې په اړه د پاريس تړون ته پر ژمنتيا تر فشار لاندې راووست او هره شېبه يې د امريکا ارزښتونه او نړيوال شهرت وریاداوه.

نو تر ډېره په کابل کې د آلمان سفارت ته څېرمه د داسې سترې چاودنې ترسره کول، په حقيقت کې آلمان ته د امريکا له غوښتنو څخه د سرغړونې په بدل کې هره شېبه د درنې بيې د پرېکولو، د پيغام رسول وو او بس. ترڅو د آلمان په ګډون خپلو ټولو سترو رقیبانو ته وښيي چې په ټولو مستعمرو کې موږ د دې امکانات لرو، چې ستاسو ګټې او شتمنۍ له دا ډول ستونزو سره مخ کړو. نو د دغه راز پيغام رسولو لپاره افغانستان غوندې اشغال شوی او ضعیف هېواد تر ټولو غوره ځای دی، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د مظلومو مسلمانانو پر وينو خپلو سترو رقيبانو ته خپل سياسي پیغام مخابره کړي. دا ځکه چې افغان چارواکي او نظام تر دې کچې د امريکا ګوډاګی دی، چې اصلاً د دې جرئت نشي کولای چې دلته د پېښې د حقیقت په اړه لازمه څېړنه وکړي او يا هغه چارواکي چې په دې لوبه ښه پوهيږي، رسنيو ته خپل ريښتينی نظر څرګند کړي. ځکه وار له مخه يې د هغوی خولې پر ډالرو ور پټې کړې دي.

نو اشرف غني غوندې زبون انسان هم له دغې پېښې څخه سياسي ګټه پورته کوي او د طالبانو او حقاني شبکې ۱۱ کسان چې مخکې پر اعدام محکوم شوی وو، د دغه پېښې له لارې عامه افکار دې ته برابروي، ترڅو دغه کسان اعدام کړي او په افغانستان کې د نیابتي جګړې اور لا اوږد کړي. دا هغه څه دي، چې د طالبانو د اعلاميې له مخې د هغوی په انتقاميه بريدونو کې به په نژدې راتلونکې کې ثابت شي او دا هماغه سوله ده، چې د سترو استعماري هېوادونو تر منځ د مستقيم ټکر مخنيوی کوي، مګر زموږ پر خاوره يې نيابتي جګړه زموږ په وينو او شتمنيو لا زور اخلي.  

نو تر هغه چې دغه ذليل او لاسپوڅي چارواکي، چې له خپلو بادارانو سره په وفادارۍ او ريښتينولۍ او له خپلو ولسونو سره پر نفاق او درغلۍ د چارو واګې پر مخ وړي، را ونه پرځول شي او پر ځای يې مخلص، مسلمان او متقي چارواکي، د راشده خلافت په اډانه کې واکمن نشي، زموږ د عبادت میاشت او د خوشالۍ عيدونه به په وار-وار پر غمونو بدلیږي.

نو راځئ نور د کفري ډيموکراسۍ او له کفارو سره د دوستۍ تجربه بس کړو او د کفر د واکمنۍ پر وړاندې راپاڅو، د امت پر ټپونو مرهم کېږدو او له حزب التحریر سره يو ځای د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر طریقه په ټولنه کې د بنسټيز تغيیر لپاره مبارزه وکړو، ترڅو اسلام د یوازني مشروع نظام «خلافت» په اډانه کې واکمن کړو او دغه نظام به تر کور دننه بشپړ اسلام تطبیق او د بهرني سياست په ترڅ کې به يې د دعوت او جهاد له لارې نړيوالو ته ورسوي. هغه مهال به مو وېش پر يووالي او وېشل شوې خاورې به مو پر يوه واحده اسلامي خاوره بدلې شي او د اسلامي امت هغه پخوانی عزت او برم به بیامومي، چې رمضان به مو د ريښتيني طاعت، نصرت او فتوحاتو میاشت شي او یو ځل بيا به د رسول الله صلی الله علیه وسلم، اصحابو رضی الله عنهم او په احسان سره د هغوی د تابعينو او تبع تابعينو په څېر د نوي، پیاوړي، اسلامي ژوند ځلانده دوره پیل کړئ.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر ولایه-افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې