چهارشنبه, ۲۱ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
څرنګه په سختیو کې په مېړانه وځلېږو؟
بسم الله الرحمن الرحيم
څرنګه په سختیو کې په مېړانه وځلېږو؟

(ژباړه)

مېړانه د یو مسلمان خاصه ځانګړنه ده، چې د اسلام د بیا راژوندي کېدو لپاره مبارزه وکړي. که نوموړی د خلافت ملاتړی وي او یا د اردو صادق افسر، خو مسلمانانو ته نصرت ورکړي، چې یو ځل بیا د نبوت پر تګلاره خلافت تاسیس کړي؛ چې په هغه صورت کې د امت د عزت ساتنه د خلافت اړوند کېږي. مېړانه د هغو کسانو ستاینه او صفت دی چې قوي وي او له هېڅ حالت او خلکو وېره نه لري. د دغسې کسانو صفت دی چې نه کمزوی وي او نه بې وسه، د پانګې له لاسه ورکولو او یا د بدن د کوم غړي د پرېکېدو او حتی په حقه لاره کې د ژوند له لاسه ورکولو هم نه وېرېږي. له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«الْمُؤْمِنُ الْقَوِيُّ خَيْرٌ وَأَحَبُّ إِلَى اللَّهِ مِنَ الْمُؤْمِنِ الضَّعِيفِ وَفِي كُلٍّ خَيْرٌ احْرِصْ عَلَى مَا يَنْفَعُكَ وَاسْتَعِنْ بِاللَّهِ وَلاَ تَعْجِزْ فَإِنْ أَصَابَكَ شَىْءٌ فَلاَ تَقُلْ لَوْ أَنِّي فَعَلْتُ كَذَا وَكَذَا،‏ وَلَكِنْ قُلْ قَدَّرَ اللَّهُ وَمَا شَاءَ فَعَلَ فَإِنَّ ‏"‏لَوْ"‏ تَفْتَحُ عَمَلَ الشَّيْطَانِ»

ژباړه: قوي او ځواکمن مومن الله سبحانه وتعالی ته تر کمزوري مومن محبوب دی، په داسې حال کې چې دواړه غوره دي او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې ګټه درته ولري. همدارنګه له الله سبحانه وتعالی مرسته وغواړئ او هېڅ وخت ناهیلي نه شئ. که له هرې ستونزې سره مخ شوئ، داسې ونه ووایئ چې که مې دغه مبارزه نه وی کړې، داسې نه کېدل. الله سبحانه وتعالی چې څه حکم وکړي او وغواړي، همغه کېږي. په داسې ویناوو سره شیطاني کړنو ته لار پرانستل کېږي.

دا ښکاره خبره ده چې مسلمانان د امت د اوسنیو حالاتونو لپاره ډېر غمجن دي؛ خو د دوی د مېړانې د نشتون له امله د یاد حالت د ښه والي لپاره د سختیو وس نه لري؛ نو هغوی یوازې د امت پر اوسنیو حالاتونو له بده مرغه ویلو ته دوام ورکوي او هېڅ داسې بنسټیز کار نه تر سره کوي چې ورته اړتیا ده. په داسې حال کې چې مېړني او غښتلي  مسلمانان، کله یې چې امت ته پام کېږي، چې له یو کړکېچ سره مخ دی، هر ډول ستونزې په خوشحاله او له خندا ډکه څېره مني. هغوی ځواکمن وي، د هر ډول ستونزو پر وړاندې دغه دنده سرته رسوي. دا ټول په الله سبحانه وتعالی پورې اړه لري، چې له ډېرو هڅو وروسته څه وخت حل لاره پیدا کوي، ناهیلي کېږي نه، نقشه جوړوي، لاره په سختیو طی کوي او په مېړانه په اوږده او له ګواښ ډکه لاره سفر کوي. همداسې دوام ورکوي او د ثابت کېدو لپاره یې هڅې کوي، چې د بدلون لپاره یوه ښه وسیله وي؛ نو هغوی به یې ډېر ژر خپلې موخې ته ورسېږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په ښو صفتونو د بشریت لپاره، په هغې مېړانې چې د نوموړي په وینا او عمل کې وه، یو ښه مثال دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلافت د هغو ملاتړو لپاره چې نن ورځ له ظالمو حکامو سره په مبارزه کې دي، یو ښه بېلګه دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم په مېړانه خلک په عام محضر او د قوم له مشرانو او نفوذ لرونکو کسانو سره راټولول، اړیکې یې ورسره نیولې او هغوی یې دعوتول. پر دې سربېره چې دغه کار یې تر شاه ډېره سخته پایله درلوده. له ابن جبیان او ابن خوزایمان څخه له طارق نه په نقل سره روایت دی:

ژباړه: ما رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې چې سرې جامې یې پر تن وې، په زیل مجاز بازار کې ولیل چې هلته یې خلکو ته ویل: «اې خلکو! ووایئ چې له الله سبحانه وتعالی پرته بل کس د عبادت وړ نه دی او تاسو به راستکاره او بریالي شئ.» په هغه وخت کې چې یوکس رسول الله صلی الله علیه وسلم یې څاره، دومره یې په تیږو وویشت چې له زنګنو او مبارکو پښو یې وینې روانې شوې. هغه کس خلکو ته ویل: «اې خلکو! هغه ته غوږ مه نیسئ، دروغ وایي. ما پوښتنه وکړه چې دغه کس څوک دی؟ وې ویل: د ابو طالب د ټبر یو ځوان دی. بیا مې پوښتنه وکړه چې هغه کس چې نوموړی څاري، څوک دی؟ وې وویل: ابو الزاه ـ ابولهب.

حاکم په لمستدرک کې روایت کوي، چې اسناد یې موثق دي، د مسلمانانو د حالت اړوند د «النجس» له کتاب سره موافق دي چې انس رضی الله عنه فرمایي:

ژباړه: هغوی تر دې کچې رسول الله صلی الله علیه وسلم وواهه چې نوموړی بې هوښه شو، چې ابوبکر رضی الله عنه راغی او وې وویل: هلاک شئ، تاسو هغه کس وژنئ چې یوازې دا وایي چې الله سبحانه وتعالی زما خالق دی. هغوی وویل چې دا کس څوک دی؟ ځواب یې ورکړ چې دا د ابو قحافه زوی دی، لیونی سړی.

د خلافت د ملاتړو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېړانه، هڅې او وینه تویدنه ښه بېلګه ده؛ تر دې چې مشرکینو هوډ ونیو چې رسول لله صلی الله علیه وسلم شهید کړي، چې دا ټولې هڅې ناکامې او بریا د اسلام په برخه شوه. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُواْ لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَـكِرِينَ﴾

[الانفال: ۳۰]

ژباړه: هغه وخت هم د یادونې وړ دی چې د حق منکرینو ستا پر وړاندې دسیسې جوړولې، چې بندي دې کړي؛ یا دې ووژني او یا دې له وطنه وشړي. هغوی خپل تدبیرونه په کار اچول او الله سبحانه وتعالی خپل تدبیر کاوه. الله سبحانه وتعالی تر ټولو ښه تدبیر کوونکی دی.

د قریشو مشرکینو نقشه جوړه کړه، له ټولو ټبرونو (قبیلو) یې ځوانان وټاکل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم شهید کړي، په دې صورت کې د بني هاشمو قبیله په یوازې توګه له ټولو قبایلو سره دښمني نه شي کړای، هغوی د ډېرې وینې تویېدو ته اړ کوو، وروسته هغوی ارامېږي او خپل مقام له ګواښ سره نه مخ کوي. پر دې سربېره چې یو ګواښونکی حالت و، رسول الله صلی الله علیه وسلم ارامه او په مېړانې په مدینه کې د اسلام د حاکمولو لپاره ټینګ ګام اخیستی و او تر هر څه وړاندې یې له انصارو نصرت تر لاسه کړی و. حضرت جبراییل علیه سلام راغی او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د هغوی له نقشې خبر کړ او امر یې ورته وکړ چې د خوب په بستره کې یې ویده نه شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه شپه پخپل کور کې ویده نه شو، الله سبحانه وتعالی نوموړي ته د مدینې پر لور د هجرت اجازه ورکړه او رسول الله صلی علیه وسلم دغه کار په ډېرې ارامۍ تر سره کړ. د هجرت په دوام کې کافرانو کابو نیولی و؛ خو د رسول الله صلی علیه وسلم مېړانه ښکاره ده. لکه څنګه چې ابوبکر رضی الله عنه فرمایي:

«قُلْتُ قَدْ آنَ الرَّحِيلُ يَا رَسُولَ اللَّهِ‏.‏ قَالَ ‏«بَلَى‏» فَارْتَحَلْنَا وَالْقَوْمُ يَطْلُبُونَا، فَلَمْ يُدْرِكْنَا أَحَدٌ مِنْهُمْ غَيْرُ سُرَاقَةَ بْنِ مَالِكِ بْنِ جُعْشُمٍ عَلَى فَرَسٍ لَهُ‏.‏ فَقُلْتُ هَذَا الطَّلَبُ قَدْ لَحِقَنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ‏ فَقَالَ: ‏«لاَ تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا»

ژباړه: ما وویل: اوس د تلو وخت دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هو، نو زه د خلکو له منځه بېرون ته ولاړم، قریش زموږ په لټه کې وو، خو هغوی زموږ په پیدا کېدو بریالي نه شول؛ له سراقه بن ملک بن جعشم پرته، چې پخپل اس یې سپور و. ما وویل: هغوی موږ څاري او موږ یې پیدا کړو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: غمجن کېږه مه، ځکه چې الله سبحانه وتعالی له موږ سره دی.

د اسلامي دولت تر تاسیس وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم لومړی مسولیت په مېړانې د مسلمانانو په منځ کې د وېرې او ډار کمېدل وو. انس رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي:

«كَانَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم أَحْسَنَ النَّاسِ وَأَجْوَدَ النَّاسِ وَأَشْجَعَ النَّاسِ، وَلَقَدْ فَزِعَ أَهْلُ الْمَدِينَةِ ذَاتَ لَيْلَةٍ فَانْطَلَقَ النَّاسُ قِبَلَ الصَّوْتِ، فَاسْتَقْبَلَهُمُ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم قَدْ سَبَقَ النَّاسَ إِلَى الصَّوْتِ وَهْوَ يَقُولُ ‏«لَنْ تُرَاعُوا، لَنْ تُرَاعُوا»‏‏

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ په منځ کې هم په سیرت او هم په صورت کې غوره و، زموږ په منځ کې مېړنی او زړه ور و. یو ځل په شپه کې د مدینې خلک له یو غږ څخه وېرېدلي وو، خلک ټول د چیغې لور ته ولاړل، په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له ټولو وړاندې هلته تللی و او خلکو ته یې ویل: ونه وېرېږئ، ونه وېرېږئ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د صادقو افسرانو لپاره تر ټولو غوره بېلګه دی، څرنګه چې هیله کېږي؛ په داسې حال کې چې ظالم حکام د خپل ظالمانه حاکمیت له لاسه ورکولو له وېرې څخه هغوی ته رشوت ورکوي، چې د هغوی پر وړاندې قیام ونه کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم مېړنی و؛ تر دې چې د کفارو تورې چې کله نوموړی موخه ګرځولی و، رسول الله صلی الله علیه وسلم بې وسلې و. له صحابه رضی الله عنهم اجمعین څخه روایت دی چې:

«كُنَّا مَعَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم بِذَاتِ الرِّقَاعِ، فَإِذَا أَتَيْنَا عَلَى شَجَرَةٍ ظَلِيلَةٍ تَرَكْنَاهَا لِلنَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم، فَجَاءَ رَجُلٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ وَسَيْفُ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم مُعَلَّقٌ بِالشَّجَرَةِ فَاخْتَرَطَهُ فَقَالَ تَخَافُنِي قَالَ ‏"لاَ"‏‏ قَالَ فَمَنْ يَمْنَعُكَ مِنِّي قَالَ ‏"اللَّهُ"‏‏ فَتَهَدَّدَهُ أَصْحَابُ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم»

(رواه بخاري)

ژباړه: موږ د رقاع په جګړه کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یوځای وو، د یوې ونې سیوري ته ورسېدو او هغه ځای مو د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره چمتو کړ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هلته ارام وکړي؛ کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویده شوی و، توره یې په ونه کې ځړېده، یو څارونکي یې توره له چړتونه ویستله او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: له ما نه وېرېږې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نه، هغه کس وویل: تا له ما څوک ژغوري؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله سبحانه وتعالی.

دغه شرحه د جابر رضی الله عنه په واسطه په ریاض صالحین کې راغلې ده، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه مېړانه د دې لامل شوه چې هغه مشرک خپله توره پر ځمکه وغورځوي. لوړپوړو افسرانو او هغه جنرالان چې عمر یې ډېر دی، هغوی ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه بېلګه رااخلو. د حنین په جګړه کې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر له ۶۰ کلونو اوښتی و، ګډون کړی و. همدارنګه روایت دی:

«فَأَقْبَلَ الْقَوْمُ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم وَأَبُو سُفْيَانَ بْنُ الْحَارِثِ يَقُودُ بِهِ بَغْلَتَهُ فَنَزَلَ وَدَعَا وَاسْتَنْصَرَ وَهُوَ يَقُولُ «أَنَا النَّبِيُّ لاَ كَذِبْ أَنَا ابْنُ عَبْدِ الْمُطَّلِبْ اللَّهُمَّ نَزِّلْ نَصْرَكَ»‏.‏ قَالَ الْبَرَاءُ كُنَّا وَاللَّهِ إِذَا احْمَرَّ الْبَأْسُ نَتَّقِي بِهِ وَإِنَّ الشُّجَاعَ مِنَّا لَلَّذِي يُحَاذِي بِهِ يَعْنِي النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم» (رواه مسلم)

ژباړه: خلک د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور ته راغلل، په داسې حال کې چې د نوموړي قاطر ابوسفیان رهبري کاوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم له قاطر څخه کښته شو او له الله سبحانه وتعالی یې مرسته وغوښته. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه پیغمبر یم، دا یو حقیقت دی، زه د عبد المطلب زوی یم، اې الله سبحانه وتعالی! مرسته راسره وکړه. پر دې سربېره یې زیاته کړه: کله چې جګړه سخته شوه، په الله سبحانه وتعالی قسم چې موږ ټولو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په واسطه ساتنه کوله. هغه زموږ په منځ کې مېړنی و چې د هغه شدید برید پر وړاندې یې مبارزه وکړه.

تاسو اې د خلافت ملاتړو او د اردو مخلصو افسرانو! رسول الله صلی الله علیه وسلم په نړۍ کې زموږ لپاره یوه غوره الګو او یوازنۍ بېلګه دی او غوره مرسته کوونکی، چې تر وروستیو یې په لټه کې یو. باید پام وکړو، کوم کسان چې مېړني وو، اوس ډارېږي او مېړانه یې له لاسه ورکړې ده. راځئ ډاډه شو، که څوک ډارن وو، کېدایشي اوس یې خپله مېړانه پیدا کړې وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِنَّ الْعَبْدَ لَيَعْمَلُ عَمَلَ أَهْلِ النَّارِ، وَإِنَّهُ مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ، وَيَعْمَلُ عَمَلَ أَهْلِ الْجَنَّةِ، وَإِنَّهُ مِنْ أَهْلِ النَّارِ، وَإِنَّمَا الأَعْمَالُ بِالْخَوَاتِيم» (رواه بخاری)

ژباړه: یو کس شاید د دوزخیانو عملونه تر سره کړي؛ په داسې حال کې چې نوموړی جنتي دی. یو کس به د جنتیانو عملونه تر سره کړي، په داسې حال کې چې دوزخي به وي. په حقیقت کې زموږ د ټولو عملونو ثواب زموږ  له وروستي عمله راکول کېږي.

مېړنیو وروڼو! په مېړانه پاڅېږئ چې اوس مو وخت دی.

لیکوال: مسعود او میر

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې