شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په تنګلاسۍ او نعمت کې ابتلا
بسم الله الرحمن الرحيم
په تنګلاسۍ او نعمت کې ابتلا

﴿فَأَمَّا الْإِنسَانُ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَكْرَمَنِ  وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَهَانَنِ

[الفجر:15-16]

ژباړه: خو د انسان حالت داسې دی، چې کله یې رب په ازماېښت کې واچوي او ورته عزت او نعمت ورکړي، نو وایي: زما رب زه(چې د نعمت ارزښت مې درلود) د عزت خاوند کړم او که یې په ازماېښت کې واچوي او رزق یې پرې تنګ کړ، نو وایي: زما رب زه ذلیل کړم.

فَأَمَّا الْإِنسَانُ خو انسان، انسان څرنګه دی؟ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ کله یې چې پروردګار ابتلا کړي ـ «ابتلاء» د افشا سازۍ، د فرد د باطن د څرګندولو  او په فارسي کې له امتحان او ازموینې سره معادله معنا لري ـ الله سبحانه و تعالی،  انسان له کومې لارې ابتلا کوي ؟

فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ. «اکرمه» یعنې خوښوي یې  او  نعمت ورکوي ـ «اِکرام» یعنې احترام او «تنعیم» یعنې نعمت بښل ـ د بېلګې په توګه: استعداد او زیرکتیا ورکوي، یا واک او مقام تر لاسه کوي، یا ثروت او شتمني پيدا کوي، کله چې کرامت، مقام، احترام، شتمني او هوساینه ومومي؛ نو  فَیقُولُ رَبِّی أَكْرَمَنِ. فکر کوي، چې ارزښت او وړتیا یې درلوده، چې نعمتونه یې په برخه شول. په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی وایي: موږ په دغو نعمتونو او اکرام سره هغه ابتلا کوو یا هغه څه یې چې په زړه او باطن کې دي، ورته پر مخ کوو او افشا کوو یې.

او بر عکس: وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ او کله یې چې بل ډول ابتلا کړي. فَقَدَرَ عَلَیهِ رِزْقَهُ نو رزق یې دومره پرې تنګ کړي، فَیقُولُ رَبِّی أَهَانَنِ هغه وخت بیا وایي: پروردګار مې خوار او ذلیل کړم. اهانن له «هون» څخه اخیستل شوی او «توهین» او «اهانت» هم له دغې ریښې څخه دي. ټولې دغه کلمې د خوارۍ، ذلت او  بې پتۍ په معنی دي.

انسان عجیب حالت لري، کله چې الله سبحانه وتعالی ورته نعمت ورکړي، وایي: الله ما سره محبت لري او زه ورته نږدې یم. یا په دې دلیل چې ځانګړی انسان دی یا له ځانګړې قبیلې، نژاد او قوم څخه دی، نو ځکه الله ورته ډېر نعمتونه ورکړي دي. خو که لږ یې د ژوند وضعیت بد شي، وایي: الله ما سره محبت نه لري. په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی په نعمت او فقر، په لږوالي او زیاتوالي، په استعداد او بې استعدادۍ، په دنده او بې کارۍ، په قدرت او عزلت، په خوښۍ او غم، انسان ابتلا کوي او اصلي څېره یې بربنډوي او له دغو څخه یو هم د ویاړ او حقارت لامل نه دي.

په حقیقت کې د الله سبحانه و تعالی محبت په دنیا کې د بنده له موقف او مقام، له شتمني او مادیاتو سره تړاو نه لري. دغه ټول حالتونه یوازې امتحان او د افشا کولو یوه پروسه ده. الله هر څوک په ځانګړې تګلاره امتحانوي. د بېلګې په توګه: چا ته شتمني یا سیاسي قدرت یا په ټولنه کې موقف ورکوي، چې څرنګه ترې ګټه اخلي: ایا له قدرت او ثروت سره لېونی کېږي او ځان بایلي او  د قدرت او موقف د نه لاسته ورکولو لپاره، خپل اېمان او ارزښتونه پر باطل پلوري او د خلکو پر وینو تجارت او سیاست کوي؟ یا برعکس، خپل قدرت او مقام له باطل سره په مبارزه کې او د الله د دین د قایمولو او د خلکو د خدمت لپاره استفاده کوي او د خپل اخرت لپاره ترې ګټه اخلي. په مقابل کې، پر هغه رزق او سرمایه تنګوي، چې ځان بایلي او له حرامو لارو څخه خپل رزق او پانګه غواړي او د یو موټي پیسو یا د یو بې ارزښته مقام د لاسته راوړلو لپاره د اسلام سرې کرښې تر پښو لاندې کوي او خپل ځان، اېمان، ارزښتونه او عزت پر باطل پلوري؟!

که څه هم د دغو ټولو پروسو او مسلو پایلې لا له وړاندې الله سبحانه و تعالی ته جوتې دي؛ خو دغه میکانیزم یې د دې لپاره جوړ کړی، چې زموږ ذات او اصلي حالت موږ او نورو ته افشا کړي، چې موږ به د دغو اعمالو د ترسره کولو په لړۍ سره یا جنت ته ځو او یا به هم د دوزخ په سوځوونکي اور کې سوځو، تر څو په اخرت کې بنده په خپل جنتي او دوزخي حالت، پخپله قضاوت او قناعت وکړي.

په قران کې د «ص» په سورت کې په پر له پسې د دوو پیغمبرانو کېسه راغلې ده: یو د سلیمان علیه‌السلام او بل د ایوب علیه‌السلام. الله سبحانه و تعالی حضرت سلیمان علیه‌السلام ته بې نظیره حکومت او قدرت ورکړی و، ان تر دې چې بادونه او خورا ستر پېریان(جنیات) یې تر امر لاندې وو. خو ایوب علیه‌السلام هېڅ قدرت او حکومت نه درلود او هر څه ترې واخیستل شول؛ کور، ژوند، مال، اولادونه او ان روغتیا یې هم له لاسه ورکړه.

په داسې حالت کې که له چا څخه وپوښتې چې له دغو دوو امتحانونو څخه کوم یو خوښوې، څه ځواب به درکړي؟ 

له شک پرته چې ډېری به لومړی ځواب وټاکي. په داسې حال کې چې لومړۍ یې سخت دی. که چېرې انسان د هوساینې په وخت کې اسلامي مفاهیم ونه لري، نو لار ورکی کېږي او د الله سبحانه وتعالی له شریعت څخه غافلېږي. په همدې دلیل  (۱۵م ایت) چې په نعمت  او (۱۶ام ایت) چې په فقر امتحان دی، سخت او د ارزښت له اړخه لومړی دی.

همدا اوس په افغانستان کې ډیری داسې کسان پېژنو، چې د جهاد – د سختیو ، ستونزو او خطرونو په دوران کې پر شریعت پابند  او معتقد کسان وو. له هر څه به یې له کفر سره مبارزې ته ترجیح ورکوله او دنیوي، سیاسي او ټولنیز موقف او پانګې ورته هېڅ ارزښت نه درلود، د غیر اسلامي نظامونو او مفکورو پر وړاندې یې تر وروستۍ سلګۍ مبارزه کوله؛ خو دا چې امکانات او څو میلیونه ډالره یې پیدا کړل، وضعیت یې څه ډول شو؟ په فکري او مبارزاتي خط کې یې څه ډول بدلونونه راغلل. خپله تېره مبارزه یې هېره کړه، له اخرته ورته دنیا خوږه شوه او د حق ډګر یې د بې ارزښته موقتي مقام، او څو میلیونه کاغذونو لپاره باطل ته پرېښود. نو د نعمت په حالت کې امتحان ډېر سخت دی.

سلیمان علیه السلام به تل ویل: هَذَا مِن فَضْلِ رَبِّی دغه فضیلتونه مې پروردګار را کړي، لِیبْلُوَنِی أَأَشْكُرُ أَمْ أَكْفُرُ تر څو مې امتحان کړي، چې ایا زه یو شکرګزار او که ناشکره بنده یم؟. ویل به یې: یا الله ما ته الهام وکړه، چې د نعمتونو شکر دې ادا کړم، او پوه شم چې څنګه ترې استفاده وکړم. رَبِّ أَوْزِعْنِی أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِی أَنْعَمْتَ عَلَی وَعَلَى وَالِدَی [احقّاف:۴۶] او ښيې چې څومره د حق امر ته تسلیم دی. هغه د الوتونکو او مېږیانو په ژبه پوهېده، او بې نظیره واک یې درلود، حتی باد  یې تر امر لاندې وه، خو هېڅکله یې خپله بنده ګي نه هېروله او د الله سبحانه و تعالی له یاده نه غافېلېده.

همداسې ایوب علیه السلام. هغه ټولې سختۍ او مصیبتونه زغمل، خو هېڅ کله به د خپل پرودګار له رحمته نه منکرېده. او صبر به یې کولو. تر هغه چې الله سبحانه و تعالی یې په حق کې وایې: نِعْمَ الْعَبْدُ عجب ښه بنده دی! إِنَّهُ أَوَّابٌ او الله ته رجوع کوي.

په پایله کې، نه فقر او نه عزلت د اهانت نښه ده، نه دارایې، نه سیاسي واک درلودل او نه ټولنیز موقف د کرامت نښه ده؛ بلکې دواړه د امتحان وسیلې دي. نو د نعمتونو په وخت کې باید تکبر او غرور ونه کړو او نه د مصیبتونو په وخت کې ناهیلې او مایوسه شو. که د انسان ژوند پر اسلامي مفاهیمو ولاړ نه وې او داسې روښنایې یې د ژوند په کږلېچونو کې لارښوونه ونه کړي، انسان په دې دواړو حالتونو کې طغیان او فساد کوي. نو د یوه مومن کلک او سم موقف داسې وي، چې د نعمت په حالت کې شکر کوي او له خپلې شتمنۍ څخه د خیر په لاره کې ګټه اخلي او د مصیبت په وخت کې صبر کوي. الحق، چې د شاکرینو او صابرینو ځای د جنت ستر باغونه دي، چې پراخوالی یې له ځمکې او اسمان سره برابر دی.

لیکوال: مصدق سهاک

ژباړن: علي عمار

Last modified onدوشنبه, 27 نومبر 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې