جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ایا د اسلامي امت زلمیان د امریکا کمزوري د امت په ګټه بدلولی شي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ایا د اسلامي امت زلمیان د امریکا کمزوري د امت په ګټه بدلولی شي؟

(ژباړه)

څو کاله وړاندې په رسنیو کې د امریکا د زوال په اړه د مقالو لیکنه ډېره کمه وه. خو نن ورځ د امریکایي ځواک زوال د ورځنیو موضوعاتو مهمه برخه ګرځېدلې ده.« ایا امریکا مخ پر ځوړ ده؟»، «امریکا په چټکۍ سره مخ پر ځوړ روانه ده»، «په راتلونکي کې د امریکا ځوړ او د چین ځواکمنېدل» ، « د امریکا د امپراتورۍ ځوړ به د دیموکراسۍ د ژغورلو هیلې را ژوندۍ کړي». دا او دې ته ورته سریزې په وار وار د رسنیو په سرټکو کې راغلي او بحثونه پرې شوي دي. سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ رسېدلو او د هغه «تر هر څه وړاندې امریکا» شعار هم د امریکا د ځوړ په اړه فکر بدل نه کړ، ان تر دې چې دغه شعار د ځوړ په لور د امریکا تګ نور هم چټک کړ.

د ۲۰۱۸م په جنوري کې ګالپ(Gallup) په ۱۳۴ هیوادونو کې  نظر پوښتنه کړې او په دې بهیر کې دا جوته شوې چې په نړۍ کې د امریکا رول د اوباما د ولسمشرۍ په دور کې له ۴۸ سلنې څخه د ټرمپ تر یو کلنې ولسمشرۍ وروسته ۳۰ سلنې ته را ټیټ شوی، چې دا د نړۍ د مشرتابه په اړه د ګالپ له لورې را ټول شوی تر ټولو ټیټ ریکارډ ګڼل کېږي.

یوازې څو لسیزې وړاندې امریکا د شوروي اتحاد د ړنګېدو خوښي لمانځله، په داسې حال کې چې مخامخ یې د هغوی پر وړاندې نه کومه مرمۍ کارولې او نه یې پر وړاندې د امریکا د یو قطبي کېدو او ستر قدرت څرګندونې کړي. د امریکا د هغه مهال دریځ د نن ورځې له دریځ سره ډېر توپیر لري.

د نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځ نه دی بریالۍ شوی، چې په افغانستان کې د طالبانو تر نامه لاندې یو نامجهز، ضعیف روزل شوی او د مدرسو له زده کوونکو څخه جوړ پوځ مات کړي.

دغه جګړه چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي، د امریکا د خلکو ملا یې ماته کړې او د سرتېرو روحیه یې کمزورې کړې. له شپاړس کلنې جګړې او میلیاردونو ډالرو لګښت سره سره د افغانستان سیاسي وضعیت د پخوا په پرتله نور هم کړکېچن شوی دی. داسې برېښي، چې امریکا د طالبانو د ماتې پرځای د اشرف غني حکومت له ننګونې سره مخ کړی دی.

د بي بي سي تازه راپور ښیې چې په کابل کې د امریکا په ملاتړ د را منځته شوي دولت حالت ترینګلی دی او طالبان په څرګنده توګه د افغانستان ۷۰ سلنه خاوره تر خپل نفوذ لاندې لري. په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزارت د هغه راپور د خپراوي مخه نیولې، چې پکې د افغانستان د بیا رغونې په اړه د ځانګړې څېړونکې ادارې (SIGAR)له لوري د طالبانو تر واک لاندې سیمو کچه ښودل شوې.

د امریکا د کمزورتیا بله نښه د شمالي کوریا د هستوي فعالیتونو په مخنیوي کې پاتې راتلل دي. له ۱۹۹۴م راهیسې واشنګټن په پرله پسې توګه هڅه کوي، چې د پیونګیانګ د اټومي ځواک جوړولو مخه ډب کړي او په دې اړه یې ډېرو تړونونو ته غاړه ایښې، خو بیا هم په ۲۰۰۶م کې شمالي کوریا لمړنۍ هستوي ازموینه تر سره کړه او د اټومي ځواک لرونکو هیوادونو په قطار کې ودرېد. د شمالي کوریا او امریکا تر منځ اوسنۍ ترینګلتیا هم د تېر په څېر د امریکا په ناکامۍ سره پای ته رسېږي. امریکا د شمالي کوریا پر وړاندې له پرله پسې اعلامیو، بندیزونو او له چین سره د اټومي جګړې د خطر را منځته کېدو له څرګندونو پرته بل څه نه دي کړي. پیونګیانګ د امریکا له فرصتونو څخه ګټه اخیستې او د واشنګټن ډیپلوماټيکې هڅې یې د جنوبي کوریا ولسمشر ته په پیونګیانګ کې د دوه اړخیزو خبرو بلنې ورکولو په موخه له ناکامۍ سره مخ کړې.

ډېر ځله سیاسي موخې له جنګ او نظامي ځواک څخه لاس ته راځي او له  دې امله مخالف لوری غاړې ایښودنې ته اړ باسي. خو که د نظامي ځواک خبره شي، د افغانستان او شمالي کوریا په قضیو کې د امریکا ناکامي له ورایه ښکاري. که چېري په نړۍ کي یو زبر ځواک د اوږد مهاله شخړو په پای ته رسولو کې پاتې راځي، نو د لمړۍ درجې نظامي ځواک درلودل هسې یو تشریفاتي چاره ده. دغه دوه اوږد مهاله شخړې د امریکا واقعي زوال په ډاګه کوي. که واشنګټن په افغانستان کې په ټیکاو راوړلو کې پاتې راځي او که شمالي کوریا د داسې هستوي ځواک څښتنه ګرځي، چې د امریکا خاوره مخامخ ګواښلی شي، نو امریکا به د نورو زبر ځواکونو، لکه:چین او روسیې پر وړاندې څنګه درېږي!؟ او د دې ترڅنګ نور کوچني قوتونه، لکه: پاکستان او ترکیه هم په دې توانېدلي،چې د امریکا ګټې له ګواښ سره مخ کړي.

د امریکا د غوښتنو پر وړاندې د پاکستان درېدل یوه جالبه ننګونه ده. اوس جوته شوې چي په افغانستان کې جګړه مارې مخالفې ډلې لکه: افغان طالبان، حقاني شبکه او نورې جګړه مارې ډلې د پاکستان د پوځ له لوري تجهیز او ملاتړي کېږي. نو ځکه د اسلام آباد له مرستې پرته د واشنګټن او د مخالفینو د رهبرۍ تر منځ د سولې خبرې اترې ناشونې دي.که څه هم پاکستان خپل ستراتیژیک قوت پر افغان مخالیفینو له لاسه ورکړی، خو پر مخالیفینو د نفوذ ساتلو له لارې کولای شي امریکا ته سخت ګذار ورکړي او اوس دا فرصت اسلام آباد لري. بل لوري ته د پاکستان هستوي ځواک دی، د ځینو اټکلونو له مخې د پاکستان د اټومي وسلو کچه به په نږدې راتلونکې کې ۲۴۰ ته ورسېږي.کله چې شمالي کوریا په لږ شمېر اټومي وسلو کولای شي د امریکا ګټې وګواښي، نو فکر وکړئ چې پاکستان به د داسې اټومي ځواک په لرلو سره امریکا څومره وګواښلی شي!؟د يوې سمې رهبرۍ په پایله کې پاکستان د دې وړتیا لري، چې له افغانستان سره په ګډه امریکا له سیمې وشړي او د هند له لورې د هر راز را منځته کېدونکو ګواښونو پر وړاندې د تاکتیکي هستوي وسلو د زېرمو پر مټ مقابله وکړي.

په ورته وخت کې ترکیه، که څه هم یو غیر اټومي ځواک دی، خو کولای شي چې په اروپا کې د امریکا د مشرتابه رول تر ګواښ لاندې راولي. ترکيه؛ د اروپا په لویه وچه کې د ناټو تر ټولو غښتلي پوځ درلودونکي هیواد په توګه کولی شي، چي د امریکا د نفوذ کچې ته زیان واړوي. د سټراټفورډ «جورج فریډمن» په وینا: د ترکیې پوځونه کولای شي آلمان ته په یوه ساعت او فرانسې ته په نیمه ورځ کې له کوم خنډ پرته ورسېږي. د ناټو په ځواک کې له امریکا پرته یوازې برټانیه کولای شي په لوېدیځ کې د ترکیې پر وړاندې ودرېږي.

په خواشينۍ سره، د دواړو هیوادونو د رهبرانو دوه مخي توب یوازېنی علت دی، چې د امریکا پر وړاندې د پاکستان او ترکیې مخه نیسي. په اروپا او آسیا کې د اسلامي خلافت د بیرغ تر سیوري لاندې یوه مخلصه رهبري د امریکا پر وړاندې درېدلای شي او نړۍ د اسلام د حکم پر مټ رهبري کولای شي. ایا په نظامي ځواکونو کې داسې څوک شته چې دا رهبري د خلافت په تاسیس سره را منځته کړي؟

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اسْتَجِيبُو الِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَاعْلَمُوٓا أَنَّا للَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ ۦوَأَنَّهُۥٓ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ

]الاٴنفَال:  [24

ژباړه: اې ايمان راوړونكو!  د الله او د هغه د پېغمبر بلنې  ته لبيك وواياست،چې كله پېغمبر تاسو ته دهغه شي په لور بلنه درکړي چې تاسې ته ژوند بښونكى دى. او وپوهېږئ چې الله دانسان او دهغه دزړه ترمنځ حايل دى  او د هغه لوري ته به تاسې ورغونډ کړای شئ.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي  دفتر ته

لیکوال: عبدالمجید بهټي

ژباړن: عبدالله لطفي

Last modified onجمعه, 09 مارچ 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې