جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ایا اردوغان په ترکیه کې د خلافت اعلانولو ته چمتو دی؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ایا اردوغان په ترکیه کې د خلافت اعلانولو ته چمتو دی؟

 (ژباړه)

پر ذلیلو تباهیو سربېره چې نژدې ده اسلامي نړۍ ونیسي، مسلمانان په رښتیا هم پر خلافت مین دي. نن ورځ د مسلمانانو سترګې د بدلون د هغې  ورځې په تمه دي، چې پکې مسلمانان په ترکیه، عربي هېوادونو او نورو اسلامي خاورو کې خپل له لاسه ورکړی عملي ابتکار یو ځل بیا تر لاسه کړي. له خپل رب سبحانه وتعالی سره پرته، له هرې بلې اړیکې تېر شي او د اسلام له ستر نظام پرته بل هېڅ نظام ونه مني.

همداراز اسلام عربان له هغې وروسته چې خپلې داخلي چارې یې پر اسلامي احکامو سمبال کړې، د نورو ملتونو په منځ کې له یوه حاشیوي ملت څخه د رهبرۍ لوړو پوړونو ته ورسول، چې د نورو ملتونو په منځ کې یې کوم ځانکړی ارزښت نه درلود او په ډېر لنډ وخت کې یې خپل ځواک هسته ګذاري کړ، چې لا تر اوسه د سیاسي متفکرینو د څېړنې لپاره  دلیل دی. اسلام له شاوخوا کفارو سره جګړه پیل کړه او خپل لوی دین یې خپور کړ. قبایلو په جزیرة العرب کې نوي دین ته مخ واړاوه. د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د دولت د لومړۍ لسیزې له پای ته رسېدو وړاندې اسلام خپل اساس ځواکمن کړ او په شاوخوا کې یې له سترو دولتونو سره جګړه پیل کړه.

هغه مهم سوال چې مطرح کېږي او مسلمانان یې په اسانۍ سره ځوابولی شي دا دی، چې که مسلمانان نن ورځ چمتو شي او د ثاني خلافت دولت تاسیس تکرار کړي، ایا د اسلام د لومړي دولت په څېر کېدلی شو؟ نو په ډاډ سره د مسلمانانو ځواب به «هو» وي؛ او د کفري هېوادونو متفکرین هم پر دغې موضوع ښه پوهېږي او سیاستوال یې د اسلام له بیا راتګ څخه سخت په وېره کې دي. له دې وېرېږي چې که اسلام ته دغه بیا راتګ له سترو ځواکمنو هېوادونو لکه ترکیې وي، چې خلک یې هم له عثماني خلافت سره مینه لري او د اسلام د قدرت د بیا راتګ هیلې یې په زړونو کې څپې وهي. په ځانګړې توګه هغه وخت چې استانبول د اسلامي دولت او ټول امت مرکز و.

له دې وېرېږي چې که اسلام ته دغه بیا راتګ د پاکستان او مصر په څېر د ځواکمنو هېوادونو په راتګ سره وي چې ځواکمنې اردو لري او له مدیترانې او سرې بحیرې سره تړلي دي او پکې د نړیوال تجارت د تېرېدو ځای (سویز کانال) موجود دی او دغو وېرو د سترو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا خوب تښتولی دی.  

باید پوه شو چې د خلافت له زلزلې څخه د امریکا او اروپا د وېرې لامل په اسلامي امت کې د سرغړونې حالت دی، ځکه غرب د اسلامي هېوادونو په کوچنیو او لویو مسلو کې په اسانۍ سره هوډ نیولو او هر څه یې پر خپله ولکه کې و؛ خو د دې پېړۍ له پیل سره سم د اسلامي امت په منځ کې د سرغړونو نوې څپې رامنځته شوې.

د دغو څپو لومړنۍ ستره نمونه ۲۰۰۱م کال و؛ کله چې د افغانستان د «طالبانو ډلې» له «القاعدې» څخه بېلوالی رد کړ، چې د سپتمبر پر ۱۱مه تورنه شوې وه او جګړې ته یې لومړیتوب ورکړ، سره له دې چې د افغانستان د اشغال مخه یې ونشوی نیولی، بیا هم تسلیم نه شول او دا د سرغړونې پیل و. ورپسې امریکا په ۲۰۰۳م کال کې عراق اشغال کړ. وروسته له هغې چې امریکا د عراق د اردو د ماتې اعلان وکړ، خپل ځان یې له داسې سخت مقاومت سره ولید، چې د امریکا له اردو څخه یې وېره نه درلوده او  هغوی یې د عراق کندو ته وغورځول او نژدې و چې ماتې وخوري. ورپسې په ۲۰۱۱م کال کې د عربي پسرلي خوځښتونو سر راپورته کړ، چې د نظام د ړنګولو شعار یې ورکاوه یعنې هغه نظامونه چې د امریکا او اروپا مزدور دي؛ هغه نظامونه چې تردې کچې بدبویه او خوسا شوي وو چې د له منځه تللو په حال کې وو او د امریکا او اروپا په خبري سازمانونو کې د دغو خوځښتونو تمه نه کېده. دغو هېوادونو د خطر لوی زنګ هغه مهال وواهه چې ویې لیدل ټول د یوې سرغړوونکې چاودنې په هڅه کې دي.

د سوریې انقلاب چې په ۲۰۱۱م کال کې پیل شو ځانګړی حالت درلود؛ ځکه د راشده خلافت د تاسیس غږ یې د نظامونو د ړنګېدو ترڅنګ زیات کړ او د خلافت غوښتنې غږ ډېر تود و. په همدې دلیل یې پر وړانډې امریکا له ټول ځواک څخه کار واخیست او د هغوی د ځپلو لپاره یې له ایران، روسیې او نورو څخه ګټه واخیسته او داسې یې وښوده چې د سوریې د نظام او ملګرو پر وړاندې یې عمل کوي. د امریکا دا سیاست د خطر د کنټرول لپاره اړین بلل کېده، له دې پرته حالت د ناورین لور ته تلو، غوغا پورته کېده او د کار واګی یې د هغه او د هغه د ملاتړو له لاسه وتلو. په لنډه کې باید ووایو چې د سوریې انقلاب د نبوت پر منهج د خلافت د زلزلې په واسطه امریکا ولړزوله او د عمل په ډګر کې دوې مسلې ثابتې شوې.

 لمړی) ترکیې له امریکا سره په پراخه توګه د سوریې د انقلاب په ځپلو کې مرسته وکړه. د ترکیې لپاره لوی فرصت دا دی: واکمن حزب چې په اسلامي حزب پېژندل کېږي او رییس یې اردوغان د «معتدل اسلام» د حرکتونو په خاطر د خلکو له پراخ ملاتړ څخه برخمن دی.

دویم) په موصل کې د دروغجن خلافت اعلان. په ترکیه کې د دغو دوو مسلو په اساس د «عثماني ترکیه» تر نامه لاندې نوې نظریه رامنځته شوه، چې ښايي په اسلامي نړۍ کې د سرغړونې د له منځه وړلو لپاره د خلاصون لاره وي. د CNN عربي شبکې د ۲۰۱۴م د جولای په ۱۲مه د امریکا د نظریې د زیات ټینګار لپاره وویل: «کارپوهانو د کلونو په اوږدو کې وړاندوینه کړې وه، چې ځینې عواملو په تاریخ پورې تړاو درلود او ځینې نور عوامل په مهمو او تازه نیول شوو تصمیمونو پورې تړلي دي او ښایي نور  هم اور ته لمن ووهي. د «اتلانتیک شورا» متفکرینو خبرداری ورکړ، چې د پراخ مساحت خلافت جوړونې پر اساس لیدلوری به په عربي سیمه کې شته ناخوالې رهبري کړي.»

امریکایي کارپوهانو په ۲۰۱۶م کې د امریکا پر وړاندې د دوو سترو جګړو د پیلېدو خبر ورکړی و، چې یوه یې په اسلامي سیمه او بله یې په چین کې اټکل شوې وه. معنا یې دا ده چې امریکا د خپل نړیوال نفوذ د ساتلو لپاره په ټول جدیت سره په دې فکر کوي، چې ښایي د خلافت راتګ د تمې خلاف وي او کیدی شي د خلافت د سترې زلزلې شاهدان وو. په همدې دلیل هغې ته تیاری نیسي.

د دې لپاره چې بحث ښه روښانه شي، اړتیا ده د حکومت واقعیت، د اردوغان اړیکې او د هغو ډلو د جذبولو حقیقت وڅېړو، چې د «معتدل اسلام» په نامه په استانبول او انقره کې پېژندل کېږي. ورپسې به عثماني ترکیې ته د راګرځېدو په اړه د امریکا جدي لیدلوری او هغه اسانتیاوې وڅېړو چې امریکا یې عثماني ترکیې ته برابروي؛ له عثمانیانو سره د خپلو اړیکو د اثبات له هغه چلند څخه وروسته چې اردوغان یې په راس کې دی او له پورتنیو ټولو حالاتو څخه به د دغه خطرناک فکر په جدیت رڼا واچوو، چې هسې نه مسلمانان په لویه سیاسی کنده کې ولویږي.

د ترکیې د حکومت واقعیت

 د ترکیې د حکومت په اړه باید ووایو چې په پوره توګه سیکولر دی. هغه سیکولر نظام چې بنسټ یې مصطفی کمال د خلافت پر سینه کېښود او تر اوسه په ترکیه کې واکمن دی.

د حکومت ظاهري بڼه هغه که ریاستي وي، لکه د اردوغان په غوښتنه چې په ۲۰۱۷م کې د هغه لپاره ټولپوښتنه وشوه او که پارلماني وي چې مشري یې لومړی وزیر پر غاړه لري، دواړه له پانګوال نظام څخه اخیستل شوي دي، چې زموږ له ستر دین اسلام سره یې هېڅ اړیکه نه لري او د حکومتي بڼې له مخې یو غیر اسلامي نظام دی.

د داخلي سیاست په برخه کې چې کوم سیاست تعقیبوي، هغه هم پانګوال سیاست دی نه اسلامي. ننني قوانین یې وضعي دي چې د پارلمان لخوا تصویبېږي او په استثنایي ډول له ځینو شخصي قوانینو پرته نور قوانین یې اسلامي نه دي. حتا له دوو نه زیاتو ښځو سره د واده کولو مسله، چې اسلام مباح بللې د ترکیې د قوانینو پر اساس حرامه ده او هم یې مسلمانې ښځې ته له یوه کافر سره د واده کولو اجازه ورکړې. قضایي احکام یې هم وضعي دي او په شریعت کې هېڅ ځای نه لري.

سره له دې، د عدالت او پراختیا (د اردوغان) واکمن حزب چې د اسلامي حزب په نامه یادیږي، نه یوازې په عمل کې یې وضعي قوانین بدل نه کړل، بلکې د هغو د بدلولو لپاره یې هېڅ ډول هڅه هم نه ده کړې. ځينې ډلې چې په اسلامي نامه پېژندل کېږي، د شرعي احکامو د پلي کولو په بحث کې یې د «تدریج» فکر طرحه وړاندې کړې ده او د «تدریج» تر ټولو ساده مفهوم د شریعت له لیدلوري پرته په دې معنا دی: هغه هېواد چې فکري بڼه یې د اسلام یوه برخه پلې کوي او بله برخه یې ځنډوي او هر کال د اسلامي احکامو ځينې برخې د پلي کولو لپاره زیاتوي او دا له تدریج څخه تر ټولو ساده مفهوم دی. د ترکیې ولسمشر اردوغان او اسلامي حزب یې د شخصي مسایلو له کمې برخې پرته هېڅ ډول شرعي احکام نه پلي کوي او کوم چې پلي کېږي دا له اردوغان څخه وړاندې هم پلي کېدل. 

له ۲۰۰۲م را په دې خوا د اردوغان له واک سره سره په هغه هېواد کې د شرعي احکامو د پلي کولو په فهرست کې څه زیات شوي نه دي. ولسمشر اردوغان «د اسلام تدریجي پلي کېدل» هېڅ نه دي مطرح کړي او نه یې په اړه څه ویلي او نه یې هېڅ طرحه د شرعي احکامو د پلي کولو لپار په خپلو ټاکنیزو پروګرامونو کې وړاندې کړې. دی په ښکاره سیکولر دی او پر خپلې سیکولرۍ هم نه شرمیږي او حتا د مصر اخوان المسلمین یې هم سیکولریزم ته رابللي دي. «د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان مصریان د سیکولر هېواد د تاسیسولو لپاره هڅولي دي او ټینګار یې کاوه چې سیکولر دولت د بې دینه دولت په معنا نه دی. ده له مصري "Dream" تلویزیون  سره د خپلې مرکې پر مهال د داسې اساسي قانون تصویب ته را وبلل چې سیکولري اصول پکي په پام کې نیول شوي وي او ترکیه یې د سیکولر دولت یوه غوره نمونه وبلله او دې ته یې اشاره وکړه چې دی سره له دې چې د یوه سیکولر دولت لومړی وزیر دی، بیا هم یو مسلمان دی.» (سرچینه: د المان DWAخبري سرویس، ۲۰۱۱م، د سپتمبر ۱۳مه)

حتا اردوغان او حزب یې هوډ لري، چې د شرعي احکامو پر وړاندې مبارزه وکړي. «د ترکیې واکمن (عدالت او پراختیا) حزب هوډ کړی چې دوه استازي د «ریزه» ښار ته چې د سرې بحیرې تر څنګ پروت دی، د واکمن حزب غړي او د دغه ښار له شاروال «خلیل باکرجي» سره د رسمي څېړنو لپاره ولېږي. نوموړي په خپلو خبرو کې چې رسنیو ته یې کړې وې، د څو ښځو کولو غوښتنه کړې وه؛ دا په داسې حال کې ده چې د ښځو زیاتوالی په ترکیه کې د دغه هېواد د اساسي قانون خلاف کار دی.» (سرچینه: د مصر دوت، ۲۰۱۴، د نومبر ۱۴مه)

پر پورتنیو مسایلو سربېره، د ملتپالنې لیدلوری د ترکیې له واکمن نظام څخه یوه نه بېلېدونکې برخه ده. د ترکیې په هېواد کې کردان او عربان د لږکیو له ډلې څخه دي، له دوی سره په دولتي چوکیو کې توپیري چلند کېږي او دولت هم د قومپالنې خپل عادت چې له اسلام سره په ټکر کې دی، نه پټوي.ګواکې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په دې اړه څه نه دي فرمایلي:  

«دَعُوهَا فَإِنَّهَا مُنْتِنَةٌ»

ژباړه: پرې ایږدئ، چې بد بوی کوي.

اسلام هر ډول ملتپالنه چې د اسلامي واحد امت د ټوټه کېدو لامل کېږي رد کړې او رټلې ده. خو د ترکیې بهرنی سیاست په غوڅ ډول د اسلام پر اساساتو ولاړ نه دی او په خپل بهرني سیاست کې هېڅ ډول کړنه چې د اسلامي دعوت لامل کېږي، نه تعقیبوي. که په امریکا کې د جومات جوړولو او یا په غرب کې د اسلامی مرکز افتتاح ځینې خلک حیران کړي، باید وویل شي چې دغه کار یوازې ترکیه نه کوي، بلکې د خلیج او مصر د دولتونو په څېر پر اسلامي نړۍ ټول واکمن نظامونه دغه ډول کړنې کوي. په بهر کې لږکي مسلمانان خپل جوماتونه د اسلامي هېوادونو په ملاتړ یا نه ملاتړ سره جوړوي.

ترکیه په خپل بهرني سیاست کې له مسلمانانو سره د مسلمانتوب په خاطر مرسته نه کوي؛ لکه څنګه چې خپلې دیپلوماتیکي اړیکې او نظامي مرستې له یهودي دولت سره ټینګوي، سره له دې چې د فلسطین د خلکو پر وړاندې هره ورځ جنایتونه کوي؛ دا په داسې حال کې ده چې له فلسطینیانو څخه تل د ملاتړ خبرې کوي. سره له دې یې له دغه هېواد سره ملاتړ د اروپایي هېوادونو په پرتله ډېر کم دی او همدغه لږ ملاتړ هم د غرب د ستراتیژۍ په پام کې نیولو او له یهودي رژیم سره د سولې لپاره کوي.

بشار په سوریه کې زرګونه کسان ووژل. امریکا او اروپايي متحدینو له لرې لارې مداخله وکړه او روسیې هم له لرې فاصلې څخه مداخله وکړه؛ خو ترکیې له څو کلونو وروسته مداخله وکړه، چې د مجرم بشار په ګټه پای ته ورسېده. ترکیې پر خپلو ملاتړو ډلو فشار راوړ چې له بشار سره په انقره، استانه او ژینو کې خبرې وکړي او هغوی له بشار سره د جګړې له ډګره نورو ډګرونو ته لېږي؛ لکه له داعش سره «د فرات سپر» جګړه او له کردي تنظیمونو سره «د زیتون برخې» جګړه. د ترکیې ټولې مداخلې د انقلاب کوونکو پر هغې پاتې شوې مخلصې ډلې د بشار د بریالیتوب لامل شوې دي.

د روهینګیا د ناورین پر مهال چې نړۍ یې وژړوله، ترکیې له روهینګیا سره د مرستې تر نامه لاندې د میانمار له وحشي اردو سره مرسته وکړه. د روهینګیا له مسلمانانو څخه په ملاتړ سره د ځینو اروپایي هېوادونو غږ له ترکیې څخه په لوړه کچه واورېدل شو.

نو ښکاري چې ترکیه په حکومتي بڼه او خپل داخلي او بهرني سیاست کې سیکولر هېواد دی او د دې ترڅنګ چې شریعت «تدریجی» فکري طریقه رد کړې، بیا هم په ترکیه کې هېڅ شرعي کړنلاره نه لیدل کېږي، چې موږ د «تدریجي» فکر راتګ ته په تمه و، او دا چې چارې تر دې حده روښانې دي. نو که څوک هڅه کوي چې نور خلک د اردوغان په مشرۍ د ترکیې په اسلام والي سره غولوي، په اصل کې یې ځان غولولی دی؛ ځکه دغه هېواد د اسلامي نړۍ د نورو هېوادونو په څېر دی او اسلامي دعوتګران نیسي او زندانونو ته یې لېږي. د ترکیې دولت د اسلام پلي کولو ته د خلکو د رابللو زغم نه لري او دعوتګران د غرب په څېر د «تند لارۍ» او «تروریزم» په تور زنداني کوي.

د ترکیې د ولسمشر اردوغان تکیه

د اردوغان د بهرني سیاست په تړاو پوهېدل ژور فکر ته اړتیا نه لري، ځکه ترکیه له یوه لوري له اردوغان وړاندې او د اردوغان په شتون کې د «ناټو» غړی هېواد دی. یعنې هغه هېواد چې په رسمي ډول د امریکا تر مستقیم نظامي واک لاندې دی او په دغه هېواد کې د ناټو یوه لویه اډه (انجرلیک) شته او له همدې اډې څخه په سوریه او عراق کې د مسلمانانو د ځپلو لپاره امریکایي هلیکپترې الوتنې کوي. بل خوا ترکیه وایي چې اروپایي هېواد دی او له کلونو کلونو راهیسې له اروپايي اتحادیې سره د یو ځای کېدو په موخه د اروپایي اتحادیې د شرطونو د پوره کولو هڅه کوي. اروپایي هېوادونو د ترکیې غړیتوب د دې لپاره چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي ونه مانه، خو ترکیه بیا هم له دغې اتحادیې سره پر یو ځای کېدو ټینګار کوي. په دې اساس د ترکیې هېواد غربي میل لري او په دې تګلاره کې ولسمشر اردوغان هېڅ بدلون نه دی راوستی.

خو له اسلامي هېوادونو سره یې د اړیکو پراخوالی په اروپایي اتحادیه کې د غړیتوب د نه منلو پر وړاندې د غبرګون له مخې و او له بلې خوا دغه اړیکې له وضعي نظامونو سره د بشري نظام په اډانه کې شته او د اوسني حالت د بدلون لپاره یې هېڅ ډول هڅه نه ده کړې. دا موضوع په هغې کچه ښکاره ده، چې ډېرو دلایلو ته اړتیا نه لري.

خو سیاسیون چې د هېوادونو سیاست په دقت څاري، په اسانه توګه به له امریکا سره د ترکیې اړیکه ومومي. همدا امریکا وه چې اردوغان او حزب ته یې پر ترکیه د واکمنېدو لپاره سیاسي وسایل او مالي او داسې نورې اسانتیاوې برابرې کړې او امریکا غواړي د ترکیې په فوځ کې اروپا ته ژمن جنرالان ګوښه کړي او دا مسله ګولن ته اړوند ننداره کې د ۲۰۱۶م کال په بې پایله انقلاب او په ځينو چارو کې د امریکا د لاسوهنې په نندارې سره پلې شوه.

د سوریې پېښې د ترکیې او امریکا پر اړیکو تر ټولو ښه څرګند مثال دي. د ترکیې او امریکا استخباراتو په ښکاره توګه یو ځای د سوریې د انقلاب د انحرافولو لپاره د سوریې له پاشل شوې اردو څخه د وسلوالو مخالفینو لکه «اعلی پوځ» او «د وسلوالو ځواکونو لوړ رتبه قوماندانۍ» له جوړولو هرکلی وکړ؛ ځکه چې د سوریې د انقلاب او د نظامي ډلو مسیر چې د نظام ړنګېدل او د اسلامي دولت جوړېدل و، بدل کړي. امریکا او ترکیې په مساوي او ښکاره توګه له یو بل سره کار کاوه. همدارنګه د سوریې د مخالفینو غونډې چې په استانبول او انقره کې جوړېدلې، د امریکا سفیر «فورد» په سوریه کې ترې خبر و.                          

کله چې د ټرمپ دولت کاري ډګر ته راغی، نو هوډ یې وکړ چې د سوریې په اړه له روسیې سره له خبرو کولو ګوښه شي، ترکیه یې په استانه کې د خبرو کولو لپاره د خپل ځایناستي په توګه وګومارله او د هغه خوب (په سوریه کې اوربند، د هغو سیمو ټاکل چې کړکېچ په کې لږ دی او د تضمین کوونکو هېوادونو فکر) یې په حقیقت بدل کړ. ترکیه یو له هغو هېوادونو څخه و چې د اوربند ضمانت یې وکړ؛ خو د بشار نظام او روسیې اوربند عملي نه کړ او ترکیه هم ونه توانېده چې کار وکړي او د امریکا په څېر چې د امنیت په شورا کې اندېښنه څرګندوي، ترکیې هم یوازې اندېښنه څرګنده کړه او د سوریې مجرم نظام، لویدیځه غوطه، شیفونیه، ختیځه غوطه او له هغې وړاندې یې ادلب په خپله ولکه کې راوست. دا ټولې هغه سیمې وې چې کړکېچ پکې لږ و، چې ترکیې یې ضمانت کړی و. د ترکیې سیاست په دې اړه ټولیز ډول د امریکا د سیاست په څېر و چې «پرېږدي نظام پرمختګ وکړي» او په دې ترتیب د ترکیې ولسمشر اردوغان په مخلصانه ډول امریکا ته ژمن دی او بهرنی سیاست یې په پوره توګه له امریکا سره همغږی دی. 

ترکیې ته «د منځلاري اسلام» د ډلو جذب

د ترکیې کړنې د منځلارو اسلامي ډلو په جذبولو کې په پراخه کچه څرګندې دي او ترکیه لوی «سني مېشت» هېواد دی، چې له غربي سیاست «بې اتفاقي واچوه او حکومت وکړه» سره سم سني اسلامي ډلې جذبولی شي؛ لکه څنګه چې ایران هم کولی شي شیعه اسلامي ډلې جذب کړي او د ترکیې واکمن حزب د «اسلامي حزب» په نامه پېژندل کېږي، چې دا پخپله د جلب و جذب کړنه اسانوي. له همدې امله په ترکیه کې عربي ډلې چې د «منځلاري اسلام» په نامه یادیږي پرمختګ کړی دی.

استانبول د اخوان المسلمین لپاره قبله ګرځېدلی،  په ځانګړې توګه هغه کسان چې د «سیسي» د نظام له لاسه، چې په ۲۰۱۳م کال کې یې د ولسمشر «مرسي» پر وړاندې انقلاب وکړ، ترکیې ته وتښتېدل. له همدې  امله په ترکیه کې په کنفرانسونو، تحصیلي بورسونو او له منځلارو اسلامي حزبونو څخه ملاتړ کېږي. ته به وایې اردوغان له هغې وروسته نوی سیاست پر مخ بیایي، چې له ده وړاندې حکامو د مصطفی کمال له تورې دورې وروسته پر مخ نه بېولو او په همدغه ملاتړ او اسانتیا یې د عربي ډلو په منځ کې چې په منځلاري اسلام مشهورې دي، د خلکو زړه لاسته راوړی دی. اردوغان د «اسلام د ستر رهبر» په نامه یادیږي او د تونس د نهضت د حزب رییس «راشد غنوشي» هم دی په همدغه نامه وستایه؛ حتا «قرضاوي» دی د «سلطان» په نامه یاد کړ او ترکیه د حماس زیات شمېر مشرانو ته، چې لارې پرې تنګې شوې، پناه ځای شوی دی؛ په ځانګړې توګه له هغې وروسته چې سعودي او مصر پر قطر بندیزونه ولګول او قطر د دوی د وتلو غوښتنه وکړه.

په دقت موندلی شو، ټول هغه هېوادونه چې د سیمه ییز ځواک لرونکي دي، هڅه کوي چې د خپل لوري د کمزورو هېوادونو په داخلي وضعیت کې اغېزمن وي او دا حالت د حزبونو، مخالفینو او وسلوالو ډلو له لارې په نازک حالت کې امکان لري. که د سترو هېوادونو اغېز پر کوچنیو هېوادونو ډېر وي، د کوچنیو هېوادونو اغېز به هم د سترو هېوادونو د اغېزې پر اساس په همسایه هېوادونو کې پر حزبونو او ډلو لوی وي. ترکیه او ورپسې امریکا که په پټه توګه هم وي، غواړي دغه ډلې خپل لوري ته کش کړي او ترکیه د امریکا د سیاستونو پر وړاندې خنډ نه ده؛ بلکې هیله منده ده چې له دغو احزابو څخه ځينې یې د خپلو یو شمېر سیاستونو  ښکار کړي؛ مثلا د مالي او سیاسي ملاتړ، د رسنیزو منبرونو د تیارولو، د اسانتیاوو په وړاندې کولو سره لکه د هغو رهبرانو لپاره چې د خپلو هېوادونو لخوا ایستل شوي دي د پناه ځای او امنیت په تیارولو سره لاندې موخو ته رسیږي.

۱ـ په فلسطین کې امریکا غواړي د قطر د اغېزې په پرتله ترکیه د «حماس» پر ډله اغېزمنه وي، څو پرې نږدي چې قطر او له هغې وروسته اروپا د فلسطین د قضیې په حل کې د امریکا د پروژو خنډ شي او ترکیه د مالي ملاتړ او نورو اسانتیاوو په مرسته د اغوا کولو له لارې دغې موخې ته رسېدلی شي.

۲ـ ترکیه په سوریه کې په مالي ملاتړ او همدارنګه د «اسلامي منځلاريتوب» په شهرت سره بریالۍ شوه چې د سوریې یو زیات شمېر ډلې چې د «منځلاري اسلام» بهیر ته مایلې وې، په استانه کې د روسیې او نظام تر منځ خبرو ته کېنوي او یو داسې غلط فکر رامنځته کړي چې ترکیې د هغو ډلو ضمانت کړی او ورسره ده. د دې پر ځای چې هغه ډلې له مجرم نظام سره وجنګیږي او هغه ړنګ کړي، هغوی یې داسې جګړو ته کش کړې، چې د اسلام د لیدلوري پر اساس حرامې دي؛ مثلا له کردانو سره جګړه، چې دا د سوریې د نظام د بیا ژوندي کېدو له رازونو څخه دی چې امریکا د ترکیې په واسطه مخته یووړ.

په مصر کې د ۲۰۱۳م له انقلاب وروسته د اخوان المسلمین یو زیات شمېر مشرانو په ددې دلیل چې په ترکیه کې واکمن حزب په اصطلاح اسلامي دی، ترکیې ته پناه یوړه او دغه کړنه د امریکا د سیاست لپاره بریالیتوب و؛ ځکه غوښتل یې چې باید پر «مرسي» باندې له انقلاب وروسته د اخوان المسلمین حرکتونه یې تر څارنې لاندې وي او د «سیسي» د نظام پر وړاندې د هر ډول خطر خنډ وګرځي؛ ځکه کله چې حرکتونه تر نظر لاندې وي، مقابل لوری په هغه کې مداخله کولی شي او کولی شي هغه ناکام کړي. همدارنګه امریکا نه غواړي چې قطر دې د اخوان المسلمین پر حرکتونو باندې یوازنی اغېزمن هېواد وي.

خو د عربي مغرب هېوادنه، د «منځلاري اسلام» ډلې لکه د تونس «نهضة» او د «مغرب عدالت» او نور د اردوغان سترو بریالیتوبونو ته حیران شول او غواړي دغه تجربه په خپله حکومتولۍ کې هم وکړي؛ خپلې اړیکې یې له ترکیې سره قوي کړې او پر دې اساس ترکیه چې تر شا یې امریکا ده، د نورو وسایلو ترڅنګ غواړي په عربي مغرب کې اغېزمنه وي او د انګلیس او فرانسې د نفوذ پر ځای امریکایي نفوذ ته هڅه وکړي.

دغه لوبه خطرناکه ده، چې د «منځلاري اسلام» ډلې خپل ځانونه د نړیوالو او سیمه ییزو جګړو په میدانونو کې دننه کړي چې له خپل دین او مبدا سره یې هېڅ اړیکه نه لري؛ لکه «سیکولري» ډلې چې اور زیاتوي او امت ته هېڅ ګټه نه لري.

اصل دا دی چې له شرعي لیدلوري د سیکولر نظام بدلون پر بل سیکولر نظام باندې بدلون نه بلل کېږي؛ خو په نړیوالو جګړو کې ډېر مهم دي، په ځانګړې توګه دا چې امریکا غواړي د انګلیس او فرانسې پلویان په هره ممکنه بڼه چې وي څه د ټاکنو له لارې او څه د وسلوالو کړنو له لارې ګوښه کړي.

ترکیه «اسلام غوښتونکي» مخالفین له ډېرو نورو هېوادونو څخه جذبوي؛ او هر کله یې اعلانوي. لکه څنګه یې چې د موصل د جګړې پر مهال، چې «د اهل سنت» مرکز دی اعلان وکړ او دا په سیمه کې د امریکا د مذهبي وېش د طرحې اډانه ده.

د «عثماني ترکیې» د طرحې جدیت او امریکایي اسانتیاوې

له مصطفی کمال اتاترک څخه وروسته ترکیه سیکولریستي هېواد شو او له عثماني دولت سره یې هر ډول اړیکه پرې کړه. په دې وروستیو څو کلونو کې ولیدل شول چې اردوغان د ترکیې دغه سیاست شکمن کړی او ځینې وخت داسې ښکاري ته به وایې چې د دغه سیاست د له منځه وړلو هڅه کوي. د اردوغان دغه ډول هڅې په ترکیه کې د «راست کمالي» له خوځښتونو سره په ټکر کې دي او دغو خوځښتونو پرې ستر واک موندلی. همدغو خوځښتونو د وخت د ولسمشر «عبدالله ګل» د ښځې پر حجاب نیوکه وکړه او په دغه نظر وو، چې د ترکیې «لومړۍ مېرمن» د خپل سر په پټولو سره چې اسلامي ارزښت دی، د هېواد سیکولریزم کمزوری کړی؛ خو په څو وروستیو کلونو کې اردوغان له ډېر جرأت څخه کار اخیستی او په ترکیه کې یې د عثماني دولت مظاهر مخکې له مخکې څرګند کړي دي. مثلا د اردوغان د ساتونکو جامې د عثماني میراث د را ژوندي کولو په بڼه دي او په همدې اړه اناتولي آژانس د ۲۰۱۸م د فبرورۍ په ۱۰مه وویل: «شنبې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هغې ډلې پر دښمنۍ نیوکه وکړه، چې د سلطان عبدالحمید له بریالیتوبونو څخه ډک تاریخ پر وړاندې یې کوله او هم د توپیري چلند د رامنځته کوونکي تاریخ د تدریسولو پر وړاندې یې خبر ورکړ.» دې ته یې اشاره وکړه چې یو شمېر کسان هڅه کوي د ترکیې د پیل تاریخ باید ۱۹۲۳م (د جمهوري ترکیې د تاسیس تاریخ) وي، ویې ویل: «یوه ډله په پوره توګه هڅه کوي چې موږ له خپلو اصلي ارزښتونو څخه بېل کړي.» ده زیاته کړه: «همدارنګه ځینې کسان د ترکیې د خلق جمهوري غوښتونکي حزب مشر «کمال قلیچ دار اوغلو» په نسب پورې تړلي دي، چې د جمهوري ترکیې د وفادارۍ لپاره یې خپل معیار ټاکلی دی او هغه مو له نیکونو سره کینه کول دي. د دغو کسانو په اند جمهوري ترکیه نوې رامنځته شوې او له سلجوقیانو او عثمانیانو څخه چې شپږ پېړۍ یې نړیوال نظم په واک کې و، استازيتوب نه کوي.

پورتنیو مسایلو د ترکیې داخلي حالت بیانولو؛ خو پر هغو اسانتیاوو چې  امریکا یې د «عثماني» ترکیې د نومولو لپاره تیاروي، له لاندې مسایلو څخه درک کولی شو.

امریکا ترکیې ته په بهر کې د نظامي اډو د جوړلو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي، څو ترکیه د یو لوی هېواد په توګه وپېژندل شي او دا مسله هغه مهال پیل شوه چې ترکیې په ۲۰۱۴م کال کې خپل ځواکونه د «پیش مرګه» د زده کړې لپاره په عراق کې د «بعشیقه» فوځي اډې ته ولېږل. ترکیې خپله اردو پر قطر باندې له بندیزونو وروسته په دغه هېواد کې د ترکیې نوې اډې ته ولېږله او د پام وړ مسله دا ده چې ترکیې خپله اردو په ۲۰۱۷م کال په قطر کې د «عدید» اډې ته ولېږله، چې دغه لویه اډه د امریکا وه او د امریکا له موافقې پرته د ترکیې د اردو داخلېدل په اصل کې نا ممکن وو.

امریکا د ۲۰۱۲م کال له خپلې ستراتیژۍ سره سم، د چین شاوخوا ته د خپلې اردو یو پر درېیمې برخې د لېږد پروګرام په پام کې لري او غواړي د خپلو نظامي اډو یو شمېر یا ځینې برخې؛ لکه په قطر کې د «عدید» اډه ځینو نورو هېوادونو ته چې پرې باور لري؛ لکه ترکیې ته وسپاري او په سومالیا کې د ترکیې نظامي اډه هم د همدغې جارې لپاره په پام کې ده.

کوچني هېوادونه له خپل قلمرو څخه بهر کومه نظامي اډه نه لري او په بهر کې د نظامي اډې درلودل د لویوالي نښه ده. بدبویه سیاسی فکر به وي، چې که وانګېرل شي ترکیه لوی هېواد دی؛ ځکه ترکیه د خپلو نژدې او اساسي ستونزو د حل توان نه لري. مثال یې د امریکا لخوا د خپلو ګټو د ساتلو لپاره د سوریې د کردانو وسلوال کول دي، چې ترکیه د هغې د مخنیوي توان نه لري او په خپل همسایه هېواد (سوریه) کې هم د  فعالې مداخلې توان نه لري؛ لکه څنګه چې ایران، روسیې او له امریکا سره د نړیوال ایتلاف هېوادونو دغه کار وړکړ. که د خپلو نژدې او اساسي ستونزو د حل توان ونه لري، نو دا توان هېڅ نه لري چې خپل مسایل په قطر، خلیج هېوادونو او سومالیا کې وساتي. د دغه هېواد نظامي اډې یوازې امریکا ته د خدمت جوګه بللی شو.

د ترکیې ولسمشر اردوغان په ۲۰۱۷م کال د دسمبر په ۲۴مه د سوډان له «سواکن» جزیرې څخه لیدنه وکړه او هلته یې د عثماني میراث د راژوندي کولو د پروژې په اړه خبرې وکړې: «دغه جزیره په سرې بحیره کې د عثمانیانو د بحري ځواک مرکز و.» خبرونه ښيي چې د «سواکن» له پرېکړه لیک سره سم یې ځينې وسایل په پټه د ترکیې نظامي اډې ته سپارلي دي. د سوډان ولسمشر «بشیر» له اردوغان سره په لیدنه کې وویل: «زه په اردوغان کې د عثماني دولت نښې وینم.» یعنې اردوغان د امریکا د تابع هېوادونو لکه سوډان پر شاوخوا راتاویږي، چې په ترکیه کې د «نوي عثماني» تصویر جوړ کړي او دا لویې اسانتیاوې دي چې تیارول یې د امریکا له مرستې پرته امکان نه لري.

که څوک فکر کوي چې د عربو چارواکي په خپل هوډ او اختیار سره د ترکیې له نظامي اډو څخه هرکلی کوي، دا یو خوب دی؛ ځکه ټول د خپلو بادارانو سیاستونه تعقیبوي او «بشیر» هم د امریکا له سیاست څخه پیروي کوي. نو د اردوغان لپاره د بشیر اسانتیاوې په اصل کې د امریکا سیاست دی چې غواړي ترکیه لویه وښيي.

اردوغان له «چاد» څخه د لیدنې پر مهال وویل: «د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې شپاړسمې پېړۍ ته ورګرځي، هغه وخت چې عثماني دولت په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړی و.» د چاد ولسمشر «ادریس دبي» د اردوغان د خبرو په تړاو وویل: «ترکیه لوی هېواد و او زرین تاریخ لري، د نړۍ په کچه پېژندل شوی او مشهور هېواد دی. ترکیه یو مهم هېواد دی او د تاریخ په اوږدو کې یې د اسلامي ټولنې لپاره مهم رول لوبولی دی.» (سرچینه: اناتولي خبري سرویس، د ۲۰۱۷م، دسمبر) دغه مسله د ترکیې نوی چلند د «عثماني ترکیې» په بڼه څرګندوي، چې د اردوغان د حکومت په لومړیو کلونو کې نه تر سترګو کېده، خو په دې وروستیو کلونو کې لیدل کېږي.

د «عثماني ترکیې» په فکر او طرحه کې د امریکا د جدیت په اړه باید ووایو، چې موږ درک کړې چې د امریکا اندېښنه د خلافت له زلزلې څخه یوه رښتینې اندېښنه ده او د دغو اندېښنو د له منځه وړلو لپاره یې داسې سیاستونه چې مسوولین یې عملي کوي روان کړي او دغه اندېښنې هغه فکرونه نه دي چې یوازې د امریکا له څېړنیزو مرکزونو او فکري بانکونو څخه راپورته شوي وي. امریکا د بغدادي له خپل سري خلافت څخه په موصل کې هغه مهال ګټه واخیسته چې په سوریه کې د خلافت غوښتنې اواز ټول ځایونه نیولي وو او د بغدادي خلافت چې د وینو له بهولو، له بندي ښځو څخه د ګټې له اخیستنې او د قبرونو له وېجاړولو سره مل و، یو سرخوږی رامنځته کړ او په دې اساس یې له لوی خلافت څخه منفي تصویر وړاندې کړ.  دغه قضیه او له بل لوري د امریکا سیاستونه او په ټوله کې د غرب د « منځلاري اسلام» تر سرلیک لاندې حکومتي خوځښتونه له ناکامۍ سره مخ شول او په تونس کې بې واکه «نهضه حزب» ناکام شو. همداراز په یمن کې نیمه واک حکومت ناکام شو او د غزې تجربه هم چندان د خوښې وړ نه وه. په مصر کې د اخوان تجربه هم له ناکامۍ سره مخ شوه او د ټولو دغو ناکامیو پړه پر امریکا وه. حکومت ته ددغو ډلو رسولو امریکا سره مرسته ونه کړه چې نومولي «تندلارې اسلامي» ډلې تر خپل واک لاندې راولي، چې قدرت ته د «منځلارو ډلو» له رسولو هم موخه همدغه وه. له همدې امله امریکا قدرت ته د منځلارو ډلو له رسولو لاس واخیست.

له درېیمې ناحیې څخه په اسلامي امت کې د سرغړونې حالت داسې لوی شوی چې په ناپتېیلې بڼه یې امریکا په ویره کې اچولې، لکه عربي پسرلی. امریکا لوی دولت دی او بېلابېلې پروژې په مستقیمه یا د خپلو پیروانو په واسطه تجربه کوي، څو خپلې نړوالې ګټې په پوره توګه وساتي. نو د اسلامي نړۍ د سرغړونې د ستونزې د حل لارې لپاره د نوې طرحې په پلټنه او باید پر هغو بدلونونو باندې چې تمه یې نه کېده سترګې پټې نشي، چې د نبوت پر منهج د حقیقي خلافت د سترې زلزلې په واسطه به راشي.

امریکا د بغدادي له خپل سري خلافت څخه په موصل کې ډېره استفاده وکړه. لیرې به نه وي چې امریکا یو ځل بیا د دروغجن خلافت فکر رامنځته کړي. د ترکیې د ولسمشر اردوغان لپاره نن ورځ کافي تګلارې شته چې د ترکیې هېواد، په ۱۹۲۳م کې د عثماني خلافت له ړنګېدو مخکې؛ مقام ته ورسوي او همدارنګه په هغو اسانتیاوو سره چې امریکا د ترکیې لپاره په سوډان او خپلو نورو تابع هېوادونو کې تیارې کړې دي، د امریکا دغه پلان نور هم د تیارېدلو په حال کې دی او ولسمشر اردوغان د هغه د پلي کېدو د لومړیو پړاوونو لپاره هڅه کوي. هغه څه چې دغه کړنې ته اشاره کوي هغه له اروپايي هېوادونو سره د ترکیې ښکېلتیا ده او ښکاري د اسلامي دولت له موقف څخه خبرې وکړي؛ ځکه اردوغان د عادت خلاف المان او هالنډ د «نازیانو پاتې شوني» یاد کړل او ښکاري چې هغوی ته یې شا کړې ده.

لنډه دا چې له حکمت څخه به لرې وي چې له ټولو شواهدو څخه، چې په ترکیه کې د امریکا ډېره خطرناکه طرحه (دروغجن خلافت) بیانوي، سترګې پټې شي. د دغه کار موخه دا ده چې د هر واقعي خلافت دولت پر وړاندې چې اعلان به یې نړۍ ولړزوي، ودریږي او د داسې دروغجن خلافت پروژې به مسلمانان پرېشانه کړي؛ په ځانګړې توګه د هغو خلکو پیروان چې د «منځلاري» خوځښت په نامه پېژندل کېږي یا هغه کسان چې مشران یې پر اردوغان د باور کولو لپاره کار کوي. یو شمېر سره له دې چې د اردوغان اړیکي له یهودي دولت سره پټې نه دی، بیا هم «سلطان» بولي.

د دا ډول پروژو پلي کول په څو میاشتو کې امکان نه لري او په داخل کې له «کمالي» حزبونه سره او په بهر کې ډېرو لومړیتوبونو ته اړتیا لري. خو هغه مهمه غوښتنه چې له مخلصینو، هغو کسانو چې د شرعي دلایلو پر اساس یې یووالی د اسلام د سپېڅلې رسۍ په لور بښلی او هغو کسانو څخه، چې عملونه یې یوازې د الله سبحانه وتعالی لپاره کوي، دا ده چې د نبوت پر منهج د اسلام د لوی دولت دویم راشده خلافت د تاسیس لپاره کلک ګامونه واخلي. هغه دولت چې دوستي یې له پروردګار سره ده او احکام یې د خپل ثابت دین احکام وي. امریکا او غرب به ولړزوي او په چټکۍ سره به یې له اسلامي خاورو څخه واک او نظامي اډې ورټولې کړي او لکه څنګه چې نجاست له جامو څخه لرې کېږي همداسې به د غرب مزدوران له اسلامي امت څخه پاک کړي. د ستر اسلام احکام به پلي کړي او خلک به یو بل ته د هغه د راتګ مبارکي وایي، له ځمکې به برکت نازل شي او د ننني امت کار به سم کړي، لکه څنګه یې چې په تېر کې سم کړی و. د امت پاشل شوی ځواک به راټول کړي او د الله سبحانه وتعالی او زموږ دښمن به په وېره کې واچوي او لرې نه ده چې ورته وبه رسېږو. د هر میعادي(ژمنه شوي) امر د تحقق لپاره وخت ټاکل شوی او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې د دغه امر ژمنه په راتلونکو ورځو کې وي او په هغو ورځو کې به مومنان د الله سبحانه وتعالی نصرت او د ستر اسلام عزت ته خوشحاله شي.

لیکوال: عصام شیخ غانم

ژباړن: منصور دریځ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې