جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
یو ملت څنګه پرمختګ کولی شي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
یو ملت څنګه پرمختګ کولی شي؟

کله چې له پرمختګ او صنعت څخه خبره یاده شي، نو د خلکو اذهانو ته په غیر شعوري ډول امریکا، اورپا او د اسیا ځينې هېوادونه ورځي او همدغه هېوادونه د پرمختګ او صنعت د سرلارو په توګه په ګوته کوي.

خو خبره دا ده چې انسانان د ذهني ظرفیت له مخې په ټولیزه کچه ټول یو ډول دي او د دوی ذهن او  ذهني ځواکمنتیا په ټولیزه کچه مساوي ده، مګر په یوه سیمه کې انسانانو خپل ذهني ځواک داسې کارولی دی چې پر مټ یې پرمختګ کړی دی او په بله سیمه کې همداسې بې خوده او ګنکس پراته دي.

انسانانو په وروستیو پيړیو کې د ژوند په هره برخه کې خورا زیات پرمختګ کړی دی، په ځانګړې توګه په اقتصادي، تکنالوژيکي او صنعتي برخو کې د پرمختګ خورا لوړو مدارجو ته رسېدلې دي. د ژوند په یادو برخو کې که څه هم انسانانو په تدریجي ډول د ځینو پخوانیو فکري بسترونو پر بنسټ پرمختګ کړی دی، خو د شلمې پيړۍ په وروستیو لسیزو او د ۲۱مې پيړۍ په لومړۍ او روانه لسیزه کې انسانانو دومره پرمختګ کړی دی چې د بشر د تېر شوي ټول ژوند سره حتا د پرتله کونې وړ نه دی.

مګر دا پرمختګ د نړۍ ټولو انسانانو نه دی کړی، بلکې د پرمختګ بنسټ ځینو ملتونو اېښی دی او اوس هم د پرمختګ هغه بنسټيز څرخ همدوی ګرځوي او بیا له هغه ځایه نورو ملتونو ته تللی دی. اوس هم داسې ټولنې او انسانان شته دي چې حتا د منځینو پېړیو غوندې د ژوند په سختو شرایطو کې ژوند کوي؛ حتا د تکنالوژۍ او صنعت له نوم سره نااشنا دي. همدارنګه داسې ملتونه او هېوادونه هم لرو چې د مادي امکاناتو له امله یې د ژوند ټول وسایل او اسانچارې له نورو هېوادونو اخیستې دي؛ خپله د هېڅ ډول تولید او صنعت جوګه نه دي؛ دا ډول هېوادونه د پرمختګ او صنعت هر ډول خام مواد لري، مګر نه شي کولی چې له یادو توکو څخه تکنالوژيکي او صنعتي وسایل جوړ کړي، دا ډول ملتونه تل په واردتو محکوم دي، لکه د خلیج ځينې هېوادونه او همدارنګه د افریقا ځينې هېوادونه.

دا چې ولې ځینو هېوادونو خورا زیات پرمختګ کړی دی او د صنعت او تکنالوژۍ په نیلي سپاره دي او د نړۍ په لویو سوداګریزو مارکېټونو کې یوازې د همدوی تولیدات پلورل کېږي او ټول انسانان یې له وسایلو او توکو څخه استفاده کوي او تر ټولو مهمه دا چې د همدې صنعت او تکنالوژۍ له برکته په ټوله نړۍ واک چلوي؛ خپل افکار، فرهنګ او مفاهیم نړۍ ته حمل کوي او پاتې نړۍ د محکومو انسانانو په توګه د دوی هر څه مني او د دې برعکس د نړۍ ځینو نورو ملتونو او هېوادونو یا یې هېڅ پرمختګ نه دی کړی او یا هم د پرمختللو ټولنو غوندې ګړندی او هر اړخیز پرمختګ نه شي کولی، ټول صنعت یې د ماشومانو د بازۍ په وسایلو، پاپړو او داسې نورو بې ارزښته توکو راڅرخېږي. نو د دې خبرې اصلي راز څه دی؟ ولې ځينې ملتونه پرمختګ کوي او ځینې ملتونه پرمختګ نه شي کولی؟ په لاندې کرښو کې ان شاالله په همدې موضوع باندې خبرې کوو.

لومړی ستنېږو منځنیو پيړیو ته او هلته د اورپایانو په ژوند باندې لږ تم کېږو؛ په منځنیو پېړیو کې اورپا یوه خالصه عیسوي ټولنه وه. هلته انسانان په مختلفو طبقاتو باندې وېشل شوي وو او د طبقاتي ژوند یو زنځير یې تشکیل کړی و چې The great chine of being‌ یې ورته ویلو. په دې زنځير کې انسانانو د پاپانو، پاچاهانو، اشرافو او بزګرانو په توګه ژوند کاوه او دې زنځيري شکل یوه تقدسي بڼه درلوده او د عیسویت د عقیدې اساسي برخه وه. دوی په دې باور درلود چې انسانان د الهي تقدیر پر بنسټ د دې زنځير په مختلفو برخو کې ژوند کوي او هر انسان چې په هره برخه کې ژوند کوي باید په همغه برخه کې ژوند ته دوام ورکړي او کله هم کوښښ ونه کړي چې له هغې برخې څخه د تللو کوښښ وکړي، د بیلګې په توګه بزګر باید کله هم دا کوښښ ونه کړي چې د اشرافو طبقې ته لاړ شي یعنې د ژوند په امکاناتو او مادیاتو باندې کار وکړي او خپله د ځمکې او شتمنۍ خاوند شي او بلاخره د بزګرۍ له سختو کارونو او کړاوونو خلاص شي، که دوی دا کار کاوه، نو دا سخت جرم و او داسې انګېرل کېدله چې ګواکي دا د خدای له تقدیر سره جګړه کوي.

کله چې اورپایانو ځانونه په همغه زنځير کې په ژوند کولو باندې محکوم ګڼل، نو د فکر کولو مجال هم نه پاتې کېده او له بل لوري د ژوند او کایناتو په اړه فکر کول هم منعه شوي و، ځکه د دوی د عقایدو پر بنسټ ژوند او ټول خلقت د خدای راز بلل کېدل او په دې راز پوهېدل د دوی له نظره امکان نه درلود او دا یو ناروا کار بلل کېده. همدارنګه پیسې او شتمني بد ګڼل کېدل او د سرو زر ذخیره کولو او درلودل یې ناروا بلل او همدارنګه سوداګري هم ناروا وه. خلاصه دا چې د ژوند او کایناتو په اړه هر ډول فکر منعه و او که به چا دا کار کاوه او نوو نتایجو ته به رسېده، له کړاوونو او حتا له مرګ سره مخامخ کېده، له همدې کبله کله چې ځینو انسانانو لکه ګالیله د ځمکې په اړه فکر وکړ او د عیسوي افکارو خلاف نوې نتیجه ته ورسېد، په اعدام محکوم شو.

مګر ځینې کسان د اورپا له دې ژوند څخه په تنګ راغلي وو او د پروټیسټنیزم په حرکت سره یې د اورپا پخوانۍ ژوند او د ژوند زنځیر وننګاوه؛ دوی په ټولنه کې لیک او لوست عام کړ او د چاپ په ماشین سره یې د انجیل نسخې چاپ او ټولو خلکو انجیل ته لاسرسی پیدا کړ په داسې حال کې چې پخوا انجیل یوازې مذهبي کسانو لوستلی شوی او نورو خلکو ته یې نه اجازه وه او نه هم امکانات ځکه خلکو سواد نه درلود. دوی په خلکو کې د ښه ژوند مفکوره ترویج کړه دوی استلال کاوه چې انسان باید پیاوړی او ځواکمن وي، ځکه پیاوړی انسان خپل دین ته زیات خدمت کولی شي.

د پروټیسټنیزم او وروسته د اېنډویجولیزم د مفکورې په پیدا کېدو سره په اورپایانو کې دا فکر ترویج شو چې هر انسان کولی شي چې د خپل ځان او خپل ژوند په اړه فکر وکړي، د خپل ځان د کړنو په اړه خپله پرېکړه وکړي،  پیسې پیدا کړي او سوداګري وکړي. همدارنګه د مرکنټلیزم د مفکورې پر بنسټ چې ځواکمن دولت هغه دی چې ډېر سره زر یا طلا ولري او سره زر هغه وخت درلودلی شي چې صنعت ولري او نورو هېوادونو او ملتونو ته خپل تولیدات یوسي او په مقابل کې یې سره زر راټول کړي. نو کله چې توکي او وسایل تولیدوي باید صنعت ولري چې همدا د اورپا او غرب د پرمختګ لومړی مکتب او فکر و.

نو که موږ متوجه شوي وو، دلته د پرمختګ او نه پرمختګ لامل فکر دی، اورپایانو په منځینو پيړیو کې یو ډول فکر درلود او له منځینو پيړیو وروسته یې بل ډول فکر پیدا کړ. که اورپایانو نوی فکر نه وی رامنځته کړی، نن به د نړۍ شته حالت داسې نه وی. نن به د امریکا او ناټو سرتېرو زموږ په خاورو کې موږ نه وژلو او زموږ شتمني به یې نه شوی چور کولی او نن به زموږ پرېکړې او تصمیمونه د دوی په لاس کې نه وی. بلکې دوی به اوس هم ځانونه نه مینځلی، دوی به اوس هم د نړۍ شاته پاتې خلک بلل کېدل.

مهمه خبره دا ده چې د انسانانو تفکر یا عدم تفکر د دوی د ذهن وضعیت ټاکي. د ځينو ټولنو په تکفر کې د پرمختګ مجال نه وي، د بېلګې په توګه په خالصه عیسوي ټولنه کې، ځکه هلته له سره دا تفکر مردود دی او یا هم په خالصه بودايي ټولنه کې، ځکه موږ داسې بېلګې نه شو پیدا کولی چې عیسویانو یا بودایانو دې د دوی د فکر پر بنسټ پرمختګ کړی وي.

نو اصلي خبره دا ده چې د پرمختګ اصلي راز فکر دی؛ هغه فکر چې د ژوند نظام پکې موجود وي. په اصل کې اقتصادي پرمختګ، تکنالوژيکي پرمختګ او صنعتي پرمختګ هغه وخت شونی دی چې اصلي فکر موجود وي. نو د یوه امت اصلي شتمني د هغوی فکري شتمني ده. که یو ملت هر څومره مادي پرمختګ ولري، مګر که د پرمختګ اصلي فکر ونه لري، نو د هغوی مادي پرمختګ تر ډېره نه شي پاتې کېدلی، بلکې د یوه کوچني او کمزوري بحران سره هر څه له لاسه ورکولی شي او ژر له نابودۍ سره مخامخ کېږي د بېلګې په توګه د اسلامي خاورو ځینې هېوادونه لکه عربستان، چې ټوله تکنالوژي او جګړه ییز وسایل یې وارداتي دي خپله دوی نه دي تولید کړي، نو که له کوم بحران سره مخامخ شي، په خورا ستونزو کې به ډوب شي ځکه دوی کوم فکر نه لري چې بېرته یې جوړ کړي. د دې برعکس که یو امت فکر ولري او فکري بشري ځواک ولري د پرمختګ اصلي مدارجو ته رسېدلی شي او کله چې له بحرانونو سره مخامخ کېږي، بحران ښه او ژر مدیریت کولی شي او بېرته ډېر ژر په خپلو پښو باندې درېدلی شي او بېرته خپل ملت صنعتي کولی شي. د بېلګې په توګه د المان هېواد، یاد هېواد تر دویم نړیوال جنګ وروسته هر څه له لاسه ورکړل او ټول بیخ بنسټونه یې له خاورو سره مخامخ شول، مګر د پرمختګ تفکر او ظرفیت یې له منځه نه و تللي او ډېر ژر یې بېرته په صنعت باندې پیل وکړ او اوس بیا له لویو صنعتي هېوادونو څخه ګڼل کېږي. همدارنګه جاپان هم په دویمه نړیواله جګړه کې وران او ویجاړ شو، مګر د اقتصادي او صنعتي پرمختګ فکر یې درلود او بېرته د یوه لوی صنعتي او تولیدي هېواد په بڼه راڅرګند شو.

همدا د فکر نوعیت دی چې د پرمختګ په نوعیت او شکل او د نوموړي فکر د مخترعینو او ظرفیتونو رشد هم د همغه فکر پر بنسټ جوړېږي. همدارنګه د یوه ملت فکر، د دوی مفاهیم او ارزښتونه د تکنالوژۍ او صنعت په څرنګوالي کې مستقیم اغېز لري. د بېلګې په توګه د یوه ملت وګړي د انځور او نقاشۍ په اړه څه ډول مفاهیم لري، نو د نقاشۍ او انځورګرۍ نوعیت او څرنګوالۍ یې له همغه مفاهیمو تر اغېز لاندې پرمختګ کوي؛ په اسلامي خاورو کې هغه وخت چې اسلامي امت د نړۍ له ټولو تمدنونو مخکې هم و، خو د انځورګرۍ او نقاشۍ نوعیت یې بیخي بل ډول دی، ځکه په اسلامي مفاهیمو کې د ژوندیو موجوداتو انځور ایستل او د هغه نقاشي کول منعه شوي دي. همدارنګه یوه ټولنه د ښځو په اړه څه ډول مفاهیم لري، د بېلګې په توګه په اسلامي ټولنه کې ښځه په بیروني ژوند که باید محجبه وي، مګر په غرب کې ښځه د جنسي لذت مهمه وسیله ده او له ښځو څخه یې مفاهیم همدغه دي، نو ګورو چې په اسلامي ټولنه کې د ښځو د بیرون ته وتلو لباسونه یو ډول دي، مګر په غرب کې بیخي بل ډول. حتا که سوداګریز توکي اعلانوي، نو اعلان یې باید یوه ښایسته نجلۍ چې د نارینه و د جنسي تحرک سبب وګرځي وکړي، څو د همغه سوداګریز توکي د اخیستلو لپاره یې وهڅوي.

همدارنګه د یوه فکر چې نظام لري د انسانانو او نورو ملتونو په اړه یې مفاهیم او افکار څه شي دي؟ له نورو ملتونو سره یې سیاست کول په کومو مفاهیمو ولاړ دی؟  د بېلګې په توګه پانګوالي په دې باور لري چې یو دولت یا یو ملت هغه وخت پرمختګ کولی شي چې زیات تولیدات ولري او تولیدات هغه وخت زیاتېږي چې کله خام مواد ولري، نو د دې لپاره چې تل تولیدات ولري، نو باید زیات خام مواد ولري او د خامو مواد لپاره باید نورې سیمې لاندې کړي او د هغوی خام مواد چور او تالان کړي. د همدې فکر پر بنسټ نور هېوادونه یا په زور او یا هم په سیاست دېته اړ کوي چې ټول خام مواد یې دوی ته ورکړي. له همدې امله د دې لپاره چې نور ملتونه ترې وېره ولري ځواکمنۍ وسلې، قاره پیما توغندي، اټومي، بیولوژيکي او کیمیاوي وسلې تولیدوي، څو په زور او وحشت نور ملتونه اېل کړي.

مګر اسلامي دولت د اسلامي فکر پر بنسټ چې انسانان باید ازاد شي او له دوزخه نجات پیدا کړي او جنت ته لاړ شي او په ټوله ځمکه عدل حاکم شي او د دې موخې لپاره د کفر د حاکمیت او واکمنۍ پر وړاندې مبارزه کوي، نو د اسلامي دولت د پرمختګ او صنعت بنسټ د اسلامي امت همدا فکر دی نو صنعت او تکنالوژي یې هم دومره پیاوړې او ځواکمنه وي چې د پانګوالۍ د نظام هر ډول ځواکمن دولت یې پر وړاندې ټینګ نه شي. همدارنګه دا چې په اسلامي امت کې د وګړو د ډېرښت مفکوره تشویق شوې ده، نو کله چې نفوس زیاتېږي او هغوی د ژوند د بقا لپاره ودانۍ او کور ته اړتیا پیدا کوي او اسلامي دولت د یوې اړتیا او وجيبې په توګه ورته حل لاره پیدا کوي، نو حل لاره یې هم له اسلامي فکر یا اساسي عقیدې څخه سرچینه اخلي، نو د افقي ساختمانونو او ودانیو په ځای چې زیاته ځمکه نیسي، عمودي ساختمانونه جوړوي، نو د عمودي ساختمانانو لپاره اړینه بولي چې ریاضي، فزیک، د ساختماني مواد د مقاومت علم او نور اړوند انجنیري علوم زده کوي، څو دا ستونزه حل کړي. مګر اوس چې اسلامي امت د ډیموکراسۍ له افکارو او مفاهیمو متاثر دی، نو د وګړو د زیاتوالي حل لاره په سقط جنین او نورو داسې لارو کې ګوري چې هغه کارونه په اسلامي عقیده کې حرام دي.

مګر له بده مرغه مسلمانان د غرب له پرمختګ څخه لومړی په غریزوي توګه اغېزمن شوي دي او بیا یې د پرمختګ لپاره د دوی د فکر اخیستلو ناکامه هڅه کړې ده. مسلمانانو څو لسیزې وړاندې کمونیزم ته لاسونه اچول، که څه زیاتره مشران یې کمونیستان شول، مګر بیا یې هم پرمختګ ونه کړ؛ نه یې صنعت پیدا کړ او نه هم تکنالوژي. اوس چې پانګوالي په نړۍ واک چلوي نو د مسلمانانو دولتونه، سوداګریز سیسټمونه، کمپنۍ او ټول ارګانونه یې د پانګوالۍ د نظام له مفاهیمو اغېزمن دي، مګر بیا هم یوازې مصرفي هېوادونه دي او پرمختګ نه شي کولی. نو مسلمانانو باید د پرمختګ فکر له خپل اساسي فکر څخه استنباط کړي او همدا یې د پرمختګ اصلي راز دی.

فرید احرار

Last modified onشنبه, 01 سپټمبر 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې