جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د اردوغان پلویان د هغه د ناوړه سیکولریستي څېرې د پټولو لپاره پرې اسلامي سرپټی ږدي!
بسم الله الرحمن الرحيم
د اردوغان پلویان د هغه د ناوړه سیکولریستي څېرې د پټولو لپاره پرې اسلامي سرپټی ږدي!

(ژباړه)

د اردوغان واقعیت چې یو سیکولر دی، حزب یې هم اسلامي نه دی او د حکومتولۍ نظام یې په هغې بڼه چې پلویان یې هڅه کوي ورته اسلامي رنګ ورکړي، اسلامي نه دی او د دوی دغو لاسوهنو اسلام تحریف کړی دی. زیات شمېر پلویان یې فکر کوي چې د هغه مجرمانه عملونه روا دي او له اسلام سره په ټکر کې نه دي، لکه د شام د مسلمانانو وژل، د ناټو له تړون سره یو ځای کېدل، له حرامو مالونو څخه د ترکیې د اقتصاد رامنځته کول، د ترکیې د نظامي اډو سپارل چې له هغه ځای څخه د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په پلمه مسلمانان وژني. د الله سبحانه وتعالی په توفیق، توکل او باور سره به پورتني مسایل وسپړو.

لومړی: د ترکیې او «عدالت او پراختیا» حزب د اسلاميت دروغ

یو شمېر هڅه کوي چې ترکیه او د عدالت او پراختیا حزب ته «اسلامي» کلمه وکاروي او موخه یې دا ده چې د ترکیې، د هغې د ولسمشر او حزب حقیقت پټ کړي؛ ځکه دا ټول سیکولر دي، خو اسلامي پوښ يې ورکړی دی او دا یوه دروغجنه شاهدي ده. اردوغان خپله په ښکاره توګه خپل او د حزب حقیقي هویت بیان کړی او وایي: «په ترکیه کې د عدالت او پراختیا حزب د سیکولریزم ملاتړی دی.» همداراز ځان هم د سیکولریزم ملاتړی بولي، د مصطفی کمال له ملاتړو (کمالیستانو) سره د منافقت لپاره نه، بلکې په رښتینې لهجه دا خبره کوي چې د سیکولریزم پر وړاندې یې د ده له رښتینو احساساتو څخه سرچینه اخیستې ده، چې پرې ایمان لري او هغه په ترکیه کې پلي کوي. همداراز سیکولریزم یې منځني ختیځ ته د رسالت په توګه ولېږداوه او د ترکیې سیکولریزم ورته یوه نمونه ګڼي، څو نور یې هم پلی کړي. لکه څنګه چې دی حریص و، چې د عربي پسرلي له انقلابونو وروسته په لېبیا او مصر کې د ترکیې د سیکولریزم بېلګه پلې شي او هڅه یې وکړه چې «مرسي» په خپله حکومتولۍ کې د ترکیې له سیکولریزم څخه په بېلګې اخیستنې سره قانع کړي.

د اردوغان پلویان او د دوی دروغجنه شاهدي:

د اردوغان او د هغه د حزب پلویان ټینګار کوي چې اردوغان، د هغه حزب او د ترکیې ته د «اسلام» کلمه وکاروي او په «عدالت او پراختیا» حزب پورې «اسلامي» ورستاړی زیات کړي او دغه کار یا په پوهاوي او یا په ناپوهۍ سره د مسلمانانو د ذهنونو بې لارې کول دي، څو د اسلام حقیقي طرحه چې «خلافت» دی، ونه پېژني. همدارنګه دا شاهدي دروغ ده او اسلام په کلکه حرامه کړې ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿...وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ﴾

[حج: 30]

ژباړه: ...او پر خلکو او الله سبحانه وتعالی باندې تهمت مه وایئ.

او بیا یې فرمایلي:

‏ ‏ ﴿مَا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ﴾ ‏

[ق: 18]

ژباړه: انسان هېڅ خبره په ژبه نه راوړي، خو دا چې فرښته یې د خبرو ساتونکې او لیکونکې نه وي.

هغه سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

‏ ﴿إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ﴾ ‏

[فجر: 14]

ژباړه: په حقیقت کې ستا رب د خلکو او د دوی اعمالو ته په کمین  کې دی.

او بیا فرمایي:

‏ ﴿وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَاماً﴾ ‏

[فرقان: 72]

ژباړه: او د الرحمن بندګان هغه کسان دي چې پر باطل باندې شاهدي نه ورکوي او کله چې ناوړه کارونه او بېځایه خبرې وویني یا واوري، د شریفو خلکو په څېر پکې ګډون نه کوي او ورڅخه تېریږي.

له حضرت ابوبکر رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ایا تر ټولو لویه کبیره ګناه درته ونه وایم؟» ومو ویل: ووایه اې رسول الله. ویې فرمایل: «له الله سبحانه وتعالی سره شریک راوستل او د پلار او مور په واسطه عاق کېدل.» پیغمبر صلی الله علیه وسلم هغه څه ته چې پرې تکیه یې کړې وه کېناست او ویې فرمایل: «خبر اوسئ چې پر دروغو باندې شاهدي ویل هم د کبیره ګناهونو له ډلې څخه ده.» پیغمبر صلی الله علیه وسلم دا خبره همداسې تکراروله، تر دې چې له ځان سره مو وویل چې کاش پیغمبر صلی الله علیه وسلم سکوت وکړي. (متفق علیه)

له الله سبحانه وتعالی سره د شریک نیولو اړوند د دروغو شاهدي چې د کبیره ګناهونو له ډلې څخه ده، خپله «د دروغو د شاهدۍ» د ګناه پر بدوالي دلیل دی.

دویم: د ترکیې سیکولریتوب

د اردوغان پلویان «کمالستانو» ته د «سیکولر» کلمه استفاده کوي، چې دا سمه ده؛ خو پر وړاندې یې اردوغان سیکولر نه ګڼي او وایي هغه کس دی چې له سیکولریزم سره مبارزه کوي. ګواکي دی د اسلام له لویانو څخه دی او دا ناسمه ده! حقیقت دا دی چې اردوغان او کمالیستان ټول سیکولران دي، پوره باور پرې لري او شپه او ورځ، په پټه او ښکاره د هغه د پلي کولو لپاره کار کوي، څو د ترکیې سیکولر حکومت پاتې شي او د اسلام د بیا راتلو پر وړاندې چې حکومت یې د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت د تاسیس په اډانه کې دی، مبارزه وکړي؛ نو د دوی په سیکولریتوب کې څه توپیر دی؟!

د اردوغان او کمالیستانو د سیکولریتوب ترمنځ توپیر:

کمالیستان چې مشري یې د مصطفی کمال پر غاړه او په دروغو یې ځانته د «اتاترک» یعنې د ترکانو د پلار لقب چې وړتیا یې نه درلوده غوره کړی و. دوی هغه کسان وو چې عثماني خلافت یې د انګلیس په مرسته له منځه یووړ، چې انګلیس تر اوسه له دوی څخه ملاتړ کوي او په وروستیو ټاکنو کې هم انګلیس د «ملي حزب» تر شا ولاړ و. د کمالیستانو سیکولریزم د انګلیس له سیکولریزم څخه اخیستل شوی او معنا یې په پوره ډول د دین د ظاهري بڼې پرېښودل وو او دا هغه سیکولریزم دی چې په ښکاره له اسلام سره جګړه کوي او له یوې کوچنۍ ډلې پرته چې پرې باور لري، د ترکیې نور مسلمانان یې ردوي. خو د اردوغان سیکولریزم له امریکا څخه اخیستل شوی، هغه سیکولریزم چې پټ دی او پر هغې جامې(د دین جامه) پوښل شوی چې د ترکیې مسلمانان پرې ایمان لري او دغه ډول سیکولریزم په فردي توګه د ځینو اسلامي احساساتو د ښکاره کېدو خنډ نه کېږي، خو دین یې د دولت او ټولنې له چارو څخه بېل کړی دی.

د دغه ډول سیکولریزم په اډانه کې له اردوغان څخه غواړي چې په خپلو فردي سلوکو کې ځینې اسلامي احساسات څرګند کړي یا افراد په خپلو سلوکو (هغه سلوک چې د دولت او ټولنې له چارو سره اړیکه نه لري) کې دغه احساسات څرګند کړي. د اردوغان هغه سلوک چې لمونځ کوي او قران قرائت کوي یا دا چې ښځه یې حجاب اغوندي یا د یهودو، امریکا، روسیې او ایران پر وړاندې ځینې دروغجنې احساساتي بیانیې ورکوي؛ تر هغه وخت پورې به له دې ټولو سره ستونزه ونه لري چې د ده او دغو هېوادونو تر منځ اصلي اړیکې ښې وي!  یا له دغو احساساتو څخه ځینې یې چې د ژوند په ډګر کې د اسلامي احکامو پر پلي کولو کې هېڅ اغېزه نه لري، د افرادو په سلوکو کې ښکاره شي، بیا به هم کومه ستونزه ونه لري. لکه د قران د حفظ کولو لپاره د مدرسو جوړول او د حکومت په مدرسو کې د ځینو اسلامي احکامو تدریس، البته هغه احکام چې په فرد پورې تړاو لري. خو بل لور ته د هغو احکامو له پلي کولو سره ستونزه لري چې په دولت او ټولنې پورې تړلي دي، لکه د خلافت احکام، هوکړه لیکونه، تړونونه، د اسلام د اقتصادي نظام احکام، مالي سیاست، د اسلامي ښوونې او روزنې سیاست، په اسلام کې د شرکتونو احکام، په جګړه ییزو هېوادونو پورې تړلي شرعي احکام او د سولې او جګړې تړون، د فتنې خپروونکو جګړو احکام چې نن ورځ یې اسلامي خاورې له پښو غورځولې دي، د جهاد سم مفهوم چې د الله سبحانه وتعالی د کلمې د لوړولو او له کفارو سره د قتال په خاطر کېږي؛ نه د هغه دروغو «له تروریزم سره مبارزې» تر چتر لاندې چې مسلمانان په خپل منځ کې سره ووژني، یا له امریکا سره د «ناټو» تړون تر چتر لاندې چې د افغانستان د مسلمانانو پر وړاندې وجنګېږي او یا هم له امریکا او روسیې سره په شام کې....                                                                         

امریکا او مزدور یې اردوغان د دغو احکامو د تدریس اجازه نه ورکوي او که څوک باور نه لري، کولی شي له اردوغان څخه د دغو احکامو یا یې د یوې برخې د تدریس اجازه وغواړي او په چټکۍ سره به د ترکیې د نظام پر اوسني حقیقت پوه شي، نه په هغه ډول چې دجالان یې انځوروي.

 ښایي دغه سوال ذهن ته راشي چې د کمالیستانو او اردوغان تر منځ ولې سخته مبارزه ده؟ ایا د حق او باطل، اسلام او کفر، د ځلانده اسلامي تمدن او بدبویه غربي تمدن چې د بشریت د بدبختۍ لامل شوی دی، ترمنځ جګړه نه وه؟ ولې دا له کمالیستانو سره د اردوغان د سختو مبارزو دلیل نه دی، چې وروستۍ یې هم ټاکنیزې مبارزې وې؟!

له کمالیستانو سره د اردوغان جګړه سیاسي ده، نه تمدني!

له هغه مهاله چې انګلیس د خپلو کمالېست مزدورانو له لارې عثماني خلافت ړنګ کړ، د حکومت د چارو واګې تر هغه وخته د کمالیستانو په لاس کې وې، چې اردوغان حکومت نه و ترلاسه کړی، خو بیا هم دولتي څوکیو ته ځینې امریکا پلوي کسان رسېدلي وو.

امریکا د ترکیې د مسلمانو خلکو له سپېڅلو احساساتو څخه په ګټې اخیستنې چې له کمالیستانو څخه یې له دې امله بد راتلل چې د اسلام پر وړاندې یې په ښکاره توګه دښمنۍ کوله، اردوغان لومړی وزیر کړ. همغه مهال یې درک کړه چې د خلکو دغه پاک احساسات د هغه تخم د شیندلو لپاره ښه حاصل ورکوونکې خاوره ده چې په واسطه یې اردوغان حکومت ته رسیږي او ثابت پاتې کېږي. امریکا اردوغان ته سپارښتنه وکړه چې خپل اسلامي احساسات څرګند کړي، څو د هغه په واسطه بریالی شي او خلک پرې د اسلامي حزب د رییس په توګ راټول شي! که څه هم پوهیږو چې د هغه حزب سیکولر دی، هغه څه یې په لاس راوړل کوم چې امریکا غوښتل او هغه د اردوغان لومړی وزیر کېدل و. خو بیا یې هم پر وړاندې لویه ستونزه راپورته شوه، هغه دا چې د ترکیې اردو د کمالیستانو په لاس کې وه، هغوی د انګلیس مزدوران وو او انګلیس ترکیې ته ځانګړې پاملرنه کوله او هره ګړۍ دا شونې وه چې د اردوغان پر وړاندې راپورته شي.

په همغه مهال د امریکا استخباراتو د ترکیې په یو شمېر بېلابېلو ښارونو کې په لویه کچه چاودنې وکړې، څو کمالیستان د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په پلمه اړ کړي چې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې ځواکونه ومني؛ دا ځواکونه امریکایي وو، چې وژونکې وسلې یې درلودې. امریکا دغه ځواکونه اردوغان ته په واک کې ورکړل، چې دا پر اردو باندې د هغه د واکمنېدو لپاره لومړنی ګام و او امریکا په هر ځل چاودنو سره د دغو ځواکونو شمېر ډېراوه. د څو کلونو په تېرېدو سره هغه امنیتي ځواکونه چې د اردوغان په واک کې وو، له اردو سره مساوي شول یا لږ تر لږه له اردو څخه یې د اردوغان پر وړاندې د انقلاب ځواک اخیستی و او «د اردو لپاره د ترکیې نظامي عالي شورا» د قانون پر اساس یې په پوره چل سره د اردو قوماندانان تقاعد ته اړ کړل او پر ځای یې خپل پلویان یا هغه کمالیستان وګومارل چې له ده سره یې ستونزه نه درلوده او په دې ترتیب امریکا خپل مزدور اردوغان په دې بریالی کړ چې د اردو ټغر د کمالیستانو له پښو ور ټول کړي.

دا روښانه ده چې انګلیس او مزدوران یې په هر هېواد کې دا جرأت نه لري چې په څرګند ډول د امریکا او د هغې د مزدورانو پر وړاندې راپورته شي، دا کار په پټه کوي او دا د هغه ناکامه انقلاب دلیل دی چې د ترکیې لوړ رتبه کمالیست افسرانو په ۲۰۱۶م کال کې د ترکیې د نظامې عالي شورا له ناستې څخه یوه میاشت وړاندې چې د یو شمېر افسرانو د تقاعد په موخه جوړه شوې وه، وکړ او دغه تقاعد یې د ځان لپاره د اردوغان او امریکا له لوري لویه قانوني ضربه بلله. نو انقلاب ته یې لاس کړ او دغه انقلاب د دوی نیول او له دوی څخه د اردو پاکول توجیه کړل.

په دې اساس ښکاري چې په ترکیه کې د واک پر سر جګړه یوه نړیواله جګړه ده، چې یوه لوري ته یې امریکا او اردوغان او بل لوري ته یې انګلیس او کمالیستان دي. خو بیا هم ټول د هغه اساسي قانون پر اساس چې د خلافت د ړنګېدو پر مهال تصویب شو، د ترکیې په جمهوریت، سیکولریزم، د مصطفی کمال په یهودي اساساتو، د سیکولریزم په ساتلو، د سیاسي اسلام پر وړاندې په مبارزه او په ترکیه کې خلافت ته د ورګرځېدو په مخنیوي کې سره همغږي دي.

د اردوغان لخوا د خلافت د طرحې رد او پر وړاندې یې مبارزه، خپله د هغه پر سیکولریتوب غوڅ دلیل دی:

اردوغان د ترکیې د اردو په اړه وایي: «دا هغه سپېڅلې اردو ده چې زموږ له دین څخه ساتنه کوي.» کله چې د ترکیې اردو دغه صفت په ځان کې لري او د اردوغان په واک کې ده او د «اردوغان د پلویانو په خبره» د سیکولر کمالیستانو په لاس کې نه ده او سره له دې چې خلک له سیکولر نظام څخه بده وړي او د خلافت غوښتونکي دي او اردو هم د اردوغان په خبره له دین څخه ساتنه کوي، نو اردوغان ولې خلافت نه اعلانوي او د سیکولریزم نظام ته د پای ټکی نه ږدي؟! خو دا خپله د یو حقیقت ښکارندویي کوي، چې هغه پر سیکولریزم د اردوغان ایمان او په ترکیه کې د سیکولریستي حکومت د پلي کولو او دوام لپاره د هغه هڅې دي. که په خپله ادعا کې رښتینی وي، په هغه ډول چې پلویان یې فکر کوي چې دی په تدریجي ډول مخ پر وړاندې ځي تردې چې اسلامي حکومت تاسیس کړي، دی وروستي پړاو ته رسېدلی؛ خلک او اردو له ځان سره لري او کله چې خلک یوازې د ځینو اسلامي احساساتو په څرګندولو سره له ده څخه ملاتړ کوي، نو څنګه به وي که دی خلافت تاسیس کړي او پر اسلام حکم وکړي؟ هغه مهال به ټول اسلامي امت د ده پر شاوخوا راټول شي او نور حکومتونه به ټول له منځه لاړ شي او هغه وخت امریکا، روسیه او اروپا له دې وېرې چې خپل حکومتونه یې له منځه لاړ نشي، د مزدورو حکومتونو د ړنګېدو په اساسي شېبو کې هېڅ نشي کولی.

 هغه تریخ حقیقت چې موږ ټول یې باید ومنو دا دی، چې اردوغان نه یوازې په پوره معنا سیکولر دی، بلکې په ترکیه کې لومړی درجه سیکولریست دی او د اردوغان په واسطه د اسلامي حکومت راتلل، هغه سراب دی چې هېڅکله به په حقیقت بدل نشي.

تردې ناوړه دا ده چې اردوغان د خلافت د دعوتګرانو پر وړاندې داسې مبارزه کوي، چې هغوی هېڅ مادي عمل نه دی کړی، بلکې د فکر او سیاست له لارې خلک خلافت ته رابولي، چې هېڅ مادي عمل له ځان سره نه لري. د اردوغان محکمو د حزب التحریر شبابو ته سختې جزاوې ټاکلې، لکه څو کاله وړاندې یې چې ۴۹ تنه په ۱۱۷ کاله بند محکوم کړل او یو کال وړاندې یې د حزب پخوانی رسمي ویاند «یلماز شیلیک» په ۱۵ کاله بند محکوم کړ. که اردوغان د ده د پلویانو په خبره د خلافت غوښتونکی وی، نه یوازې دا چې د خلافت د دعوتګرو پر وړاندې نه جنګېدلو، بلکې د هغوی له شتون څخه به خوشحاله و. که هر څو یې د دعوت په لار کې د هغوی له اسلوبو سره ځینې اسلوب توپیر لري، خو بیا هم موخه یوه ده او هغه د خلافت تاسیس دی.

له هغه وروسته چې کمالیستانو د سیکولریزم ناوړه څېره بربنډه کړه، نو د ترکیې مسلمانان له ډېرو کلونو راهیسې له سیکولریزم څخه متنفر وو. هغه اسلامي احساسات چې اردوغان یې له ځانه ښيي په اصل کې یوازې هغه نقاب دی چې خپله ناوړه سیکولریستي څېره پرې پټوي، څو د خلکو په نظر ښه ښکاره شي. په اسلامي خاورو کې د سیکولریزم پلي کول د شر د دروازې د پرانیستلو په مانا دي، چې په اصل کې د غم، ستونزو او ناورینونو هغه لامل ګرځېدلی چې مسلمانان یې له پښو غورځولي دي.

له حاکم اردوغان سره د فرد اردوغان یوځای کول:

ډېر شمېر مسلمانان چې په سر کې یې د اردوغان پلویان دي، د فرد مکلفیتونه یې د حاکم له مکلفیتونو سره ګډ کړي دي. اردوغان د فرد په توګه، په دې حالت کې له ده څخه د یوه مسلمان فرد په څېر تمه کېږي چې خپل اړوند شرعي احکام د یو فرد په توګه ترسره کړي او د ده د فردي عملونو ترسره کول په دې مانا نه دي چې دی پر اسلام حکم کوي یا دا چې نظام یې «اسلامي» دی؛ بلکې هغه څه چې دغه ځانګړتیاوې ده ته وربښي دا دي: اردوغان یو حاکم دی، چې اسلام باید د دولت او ټولنې په ټولو چارو یعنې د ژوند په ټولو نظامونو لکه د حکومتولۍ، اقتصادي، سیاسي، ښوونې او روزنې، قضایي، بهرني سیاست او ... نظامونو کې د نظام په توګه په پام کې ونیسي.

درېیم: د اردوغان پلویان او تدریج

 له اردوغان څخه مو هېڅ وخت نه دي اورېدلي چې غواړي له ټاکلي مهال وروسته د سیکولریزم له منځه پر اسلام حکم کوي؛ بلکې برعکس، دی دا مني چې سیکولر دی، د ځان او حزب په سیکولریت او په ترکیه کې له سیکولریزم څخه په ملاتړ، ویاړي او یوازې پلویان یې په دې باور دي چې په هوښیارۍ او چوپتیا سره په تدریجي ډول هڅه کوي، څو پر اسلام حکم وکړي. یو شمېر خلک دا ډول څرګندونې د ناپوهۍ او یو شمېر یې د رذالت او تعصب له مخې کوي، ځکه دوی له کلونو راهیسې خلکو ته دا دروغ وایي او تدریجول د پېچلي او ژور حکومتي جوړښت چې له کمالیست سیکولرانو څخه ورته په میراث پاتې دی او همدارنګه په ترکیه کې د یو شمېر نژادنو د شتون په خاطر توجیه کوي. دوی نه پوهېږي چې سیکولریزم د نژادونو په ډېرښت سره د ستونزو زیاتوالي ته زمینه برابروي، ځکه د سیکولر مدني حکومت اساسي قانون د خلکو لخوا جوړیږي او په جوړولو کې یې ټول ګډون کوي او هر نژاد غواړي د هغه په رامنځته کولو او منلو کې خپله ځانګړې ونډه قوي کړي او دغه مسله د دوی ستونزې ډېرې او پېچلې کوي، تردې چې فدرالي نظام غواړي او وروسته په کوچنیو هېوادونو وېشل کېږي.

دا ټول په داسې حال کې دي چې اسلام بېلابېل قومونه او نژادونه تر کنټرول لاندې راوستل، چې له دې سره ټول یو واحد امت او له نورو خلکو څخه بېل شول. همدارنګه د اسلام اساسي قانون ښايي یو مسلمان عالم جوړ کړي چې د استنباط توان ولري او نور علماء پر هغه د قوي دلیل پر اساس کتنه کوي او د اساسي قانون په جوړلو کې کومه ستونزه نشته، ځکه عالم او مجتهد یې له قران او حدیث څخه استنباط کوي.

دلته په دعوت او د حکم په پلي کولو کې هم تدریج سره ګډ شوی، ځکه په دعوت کې تدریج ممکن دی، خو د حکم په پلي کولو کې ناممکن دی او هېڅ د تدریج نوم نشو پرې ایښودلی؛ د مثال په ډول: د «سود» په حکم کې تدریج په دې معنا دی چې د ګټې اندازه له ۱۲ سلنې څخه ۸ سلنې ته راټیټه شي او له څو کلونو تېریدو وروسته ۲ سلنې ته راټیټه شي، ورپسې څو کلونه وروسته صفر ته راښکته شي. د سود په حکم کې له تدریج څخه همدا موخه ده او که ځیر شو هغه اندزاه کمښت چې اندازه یې له ۱۲ سلنې څخه ۲ سلنې ته را ټیټه شوې، بیا هم پکې د سود حکم شته او بدلون یې نه دی کړی او د اندازې بدلون یې نه حلالوي. څوک چې د ۱۲ سلنې په اندازه سود وخوري او توبه ونه کړي، په جهنم کې به وي او دا د هغه کس لپاره هم دی چې ۸، ۲ او ۱ سلنه سود خوري او کله یې چې اندازه صفر ته ورسېده، نور یې په کار کې سود نشته او شرعي حکم یې، چې حراموالی دی، عملي شوی. د شرعي احکامو په پلي کولو کې تدریج له دروغو پرته بل څه نه دي او زموږ پر وړاندې دوه حالته دي یعنې د شرعي احکامو او غیر شرعي احکامو پلي کول. 

څلورم: ترکیه له ۲۰۱۲ څخه وړاندې او وروسته

یو شمېر کسان د دغه استدلال هڅه کوي چې د ترکیې حالت له ۲۰۱۲ څخه وروسته ښه شوې، په ځانګړې توګه کله چې اردوغان له لومړي وزیرتوب څخه وروسته ولسمشر شو؛ خو حقیقت دا دی چې په دواړو دورو کې قدرت له اردوغان سره و. د «عبدالله ګل» د ولسمشرۍ د دورې پر مهال دی یوازې څېره وه او قدرت له اردوغان سره و. عبدالله ګل د اردوغان په حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر و او اردوغان د «عدالت او پراختیا» حزب د استازي په توګه وګوماره.

په چټکې پرتلنې سره، له ۲۰۱۲م کال څخه وروسته د ترکیې اقتصاد پرمختګ وکړ، خو بل خوا د ترکیې پورونه ډېر او په داخلي پورونو بدل شوي دي. ترکیه داسې ښکاري لکه هېڅ پور چې پرې نه وي او که چېرې شرکتونه په ځانګړې توګه امریکایي شرکتونه خپل پورونه واخلي، د ترکیې نظام به سقوط وکړي یا به هم له سخت ناورین سره مخ شي.

اردوغان له ۲۰۲۳م کال څخه وروسته:

د اردوغان پلویان غواړي داسې لیدلوری خپور کړي چې ترکیه به له ۲۰۲۳م کال یعنې د لوزان د پرېکړه لیک (هغه پرېکړه لیک چې ترکیې ته له سترو هېوادونو سره د سیالۍ اجازه نه ورکوي) له پای ته رسېدو وروسته په چټکۍ سره سرته راشي او له لویو هېوادنو سره به سیالي وکړي. دا ډله خلک نه پوهېږي، د انګلیس له ولکې وروسته ترکیه اوسمهال د امریکا په واک کې ده او په داسې سخت ځنځیر یې تړلې چې ځان ترې ازادولی نشي؛ چې له ډلې یې یو هم له ناټو سره د ترکیې تړل، همدارنګه په ترکیه کې د انجرلیک په شمول د نظامي اډو جوړول دي، هغه اډه چې امریکا پکې ۹۰ دانې هستوي سرګلولې لري، هغه کړنه چې امریکا یې په اړه په ترکیه کې هوډ نیسي، نه اردوغان.

د اردوغان وروستۍ لاسته راوړنې چې پلویان یې په اړه هېڅ نه وایي:

اردوغان لاسته راوړنې هم لري، چې پلویان یې په اړه خبرې نه کوي او هغه هم په دوو دلیلونو؛ یا دا چې د دغو لاسته راوړنو په اړه خبر نه دي او یا ورباندې سترګې پټوي؛ ځکه دوی ته کوچنۍ ښکاري او فکر کوي چې په اړه یې خبرې کول ګټه نه لري. له دغو لاسته راوړنو څخه ځینې یې په لاندې ډول دي:

۱ـ بربنډ سواحل او د فحشا مرکزونه: 

د فحشا مرکزونه چې د ترکیې د مسلمانانو د فساد لامل شوي له اردوغان وړاندې هم وو، خو د اردوغان د حکومت پر مهال ډېر شوي دي. یوې ښځې چې دلته یو مرکز لري، د ولسمشري په تېرو ټاکنو کې د اردوغان په لارموندنې سره خوشاله وه، ویل یې: «اردوغان ته مې ځکه رایه ورکړه چې سوداګرۍ مې د هغه د حکومت پرمهال پرمختګ کړی دی!»

د ده په اړه ځینې راپورونه وایي، چې په ترکیه کې د فحشا مرکزونه د نړۍ په کچه له سترو عایداتي مرکزونو څخه ګڼل کېږي؛ په دې اساس په وروستیو کلونو کې د ترکیې د اقتصاد وده کومه د حیرانتیا وړ خبره نه ده.

خو اردوغان په ۲۰۰۹م کال کې د «اژه» د سیند د بربنډو سواحلو پرانیسته بنده کړه او د دې څنګ د حیرانتیا وړ خبره وه چې داسې سواحل دې د «فاتح»، «قانوني» او «عبدالحمید» په خاوره کې وي، که څه هم چې دا معلومات سل سلنه رښتیا دي. کله چې د دې مسلې پر وړاندې عامه افکار په غوصه شول، اردوغان د «عفاف» په نامه د سیند غاړه جوړه کړه.

۲ـ د هغه اور مړه کول چې یهودي دولت یې پر سر اخیستی و:

په ۲۰۱۶م کال کې کله چې هغه پراخه اور د یهودي دولت لمنه نیولې وه، د اماراتو په شمول ډېری هېوادونو د یهودي دولت مرستې ته ورودانګل، خو دغه هېوادونه د اور په مړه کولو کې پاتې راغلل او اردوغان د دغې مهمې مسلې لپاره د قوي هوډ لپاره لستوڼي بډ وهل او هغه یې مړ کړ او د فلسطین غصبوونکي یهودي دولت یې وژغوره، چې له ۷۰ کلونو راپه دې خوا د مسلمانانو وینې تویوي! خو کله چې روسیې په سوریه کې د شرقي غوطې په شمول په ډېری سیمو اور بل کړ، اردوغان د هغو د ساتنې لپاره هېڅ ونه کړل. د یاد هېواد خلک بې ځایه شول او  تراوسه له خپل مجرم دوست (پوتین) سره داسې لیدنه کوي، ته به وایې چې د مسلمانانو یو څاڅکی وینه یې هم نه ده تویې کړې!

۳ـ د اردوغان او ایران تر منځ د دوستانه اړیکو چټکتیا:

د استعماري هېوادونو له ډلې امریکا او انګلیس د مسلمانانو ترمنځ اور ته لمن وهي او هغه ته یې ملي او ډله ییزې جامې وراغوستې دي؛ ایران د «شعیه»، سعودي او ترکیې د «اهل سنت» جامې اغوستې دي او په عراق، سوریه او یمن کې د ډله ییز بدل اخیستنې په پایله کې د وینو ویالې روانې شوې.

سره له دې چې په یمن کې ایران له «حوثيانو» څخه او ترکیې د ائتلاف له ځواکونو څخه ملاتړ ښودلی، خو تر اوسه له جګړې یوه میاشت نه وه تېره شوې چې اردوغان له ایران څخه لیدنه وکړه، هغه یې تاریخي وبلله او له «روحاني» سره یې څو توافق لیکونه امضا کړل. د دوی ترمنځ اړیکې ښې وي، خو پیروانو یې د سوریې او یمن په لیکو کې یو او بل وژل او ورپسې د پوتین، روحاني او اردوغان ترمنځ د درې اړخیزې همغږۍ پیغام د سوریې د مسلمانانو عام وژنه وه.

۴ـ د خبرو له لارې د سوریې د انقلابیانو د سنګرونو تسلیمول:

له هغې وروسته چې امریکا، روسیه، ایران او د هغه ملېشې او د سوریې نظام په ستونزو کې راګیر شول، د اردوغان ژغورونکی رول پیل شو او ویې ښوده چې له انقلابیونو سره جوړ دی! کله چې امریکا ورته امر وکړ چې د انقلابیانو د بې لارې کولو لپاره خپل رول ولوبوي، اردوغان د روسیې او ایران په همغږۍ د «فرات سپر» او د «زیتون څانګه» په څېر خیالي جګړې رامنځته کړې، د دې لپاره چې انقلابي ډلې له هغو سیمو  په شا کړي چې نظام یې هلته له تباهۍ سره مخ کړی و، څو نظام په ارامۍ سره ساه وباسي او وروسته سیمې یو پر بل پسې ونیسي.

اردوغان مجرم بشار ته په اوربندونو او خبرو سره داسې لاسته راوړنې درلودې، چې بشار پکې د هغې جګړې له لارې چې ایران، روسیې او وروسته یې امریکا ملاتړ کاوه پاتې راغی. منافق اردوغان حلب، ختیځه غوطه او ختیځ ادلب بېرته نظام ته په لاس ورکړل او نن ورځ مجرم نظام د سوریې په جنوب درعا کې چیغې وهي او د اردوغان له ملاتړ وړاندې حتا د دمشق په ساتلو کې هم پاتې راغلی و!

۵ـ اردوغان داسې قانون جوړ کړ چې د همجنس بازانو د ازادۍ ضمانت کوي.

۶ـ د ناټو د تړون په چوکاټ کې د افغانستان د مسلمانانو په وژلو کې د اردوغان ګډون.

دا اردوغان دی چې یوه ډله مسلمانانو په هغه پورې زړه تړلی دی!

لنډه دا چې اردوغان د امریکا مزدور، له روسیې سره تړون کوونکی، د یهودي دولت ملګری، د شام او افغانستان د مسلمانانو قاتل، حتا په ترکیه کې لومړی درجه سیکولر کس او د اسلام او مسلمانانو خاین دی. د اسلامي امت لپاره اړینه ده څو دی وپېژني او د اردوغان د نظام په شمول د ټولو نظامونو د له منځه وړلو لپاره له حزب التحریر سره یو ځای کار وکړي او د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت تاسیس کړي، چې د مسلمانانو لپاره د عزت او نهضت یوازینۍ لاره ده. هغه خلافت چې د فلسطین مبارکه خاوره او د مسلمانانو نورې خاورې ازادې کړي او امت ته تر ټولو غوره موقف چې د نورو انسانانو د ګټې لپاره دی یو ځل بیا ورکړي.

لیکوال: استاد شریف شرادي

ژباړن: منصور دریځ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې