جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
برېښناییزې اړیکې کورنۍ څنګه پاشي او خلک څنګه له یوه بل بېلوي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
برېښناییزې اړیکې کورنۍ څنګه پاشي او خلک څنګه له یوه بل بېلوي؟

(ژباړه)

که څه هم برېښناییزو وسایلو دخلکو ترمنځ واټنونه رالنډ کړي دي، مګر په ورته وخت کې د دې لامل هم شوي دي چې د ښځې او مېړه ترمنځ اختلاف خورا ډېر شي او د طلاق ورکولو/ اخیستلو کچه هم لوړه شي. که څه هم برېښناییزو توکو هغه کسان چې له یو بل سره مینه لري او له یو بل لرې دي سره یوځای کړي، مګر په ورته وخت کې یې د یوې کورنۍ غړي سره بېل کړي دي او د دې لامل شوي دي چې له یو بل بېل شي، چې دا یو لوی پاراډوکس دی!!

د برېښناییزو اړیکو اپلېکشنونه څه ډول په داسې اپلېکشونونو اوړي چې خلک نفرت او کرکه ترې کوي؟!

د اړیکو برېښناییزو وسایلو د خلکو ترمنځ د اړیکو او چلند بڼه بدله کړې ده او د تکنالوژيکې انقلاب وروسته خلک له یواځيتوب، ټولنیز بېلوالي او ډيپرېشن څخه سخت کړېږي. کورنۍ داسې غلې شوې دي چې ته به وايې هلته هېڅوک هم ژوند نه کوي او خپل خپلوان او دوستان یوازې د رخصتیو په ورځو کې د پیغام او انځورونو په راکړې ورکړې سره اړېکې نیسي. همدارنګه د بابا او نیا ترمخه د ماشومانو شوخۍ او منډې چې دوی ته به یې انرژي ورکوله او پر مخونو به یې خنداګانې راتللې کډه کړې ده. اوس د کورنۍ هر غړی له خپلې برېښناییزې وسیلې سره بوخت وي او تر سلام او ښه راغلاست وروسته د کور په یوه کونج کې کیني او له خپلې برېښناییزې وسیلې سره بوختېږي؛ بدن یې له خپلې کورنۍ سره وي مګر فکر او سوچ یې له کورنۍ سره نه وي، بلکې بیرون وي.

ټولنیزې شبکې دومره پراخه شوې دي چې د کورنو تر پنجرو او دیوالونو د کورنیو ژوند ته ور دننه شوې دي، د کورنیو شخصي ژوند يې له منځه وړی دی. د کورنیو خصوصي او محرم ژوند یې ټولو خلکو ته څرګند کړی دی او د کورنیو شخصي ژوند یې عامه خلکو ته خپور کړی دی او د کورنیو د غړو ترمنځ یې اختلافونو او منازعې رامنځته کړې دي لکه طلاق، د ښځې او مېړه ترمنځ د اړیکو خرابېدل او د دې ترڅنګ یې د ټولنې د خلکو ترمنځ کرکه، حسد او نفرت زېږولي دي.

د ګڼو څېړنو او مطالعو پر بنسټ؛ برېښناییزو ټولنیزو شبکو په ځانګړي توګه فیسبوک او واټس اپ د نړۍ په کچه د لوړې کچې طلاق لامل شوي دي. موږ دلته ټولې احصایې نه شو را اخیستلی، مګر ځینې داسې احصایې چې د خطر زنګونه کړنګوي دلته را اخلو: په فلسطین کې شرعي محکمې داسې ارقام خپاره کړي دي چې وايي نیمايي طلاقونه هغه وخت پېښېږي چې نجلۍ او هلک سره کوژدن شوي وي مګر واده یې نه وي سره کړی، چې په دې اړه متخصصین باور لري چې د دې ستونزې اصلي لامل انلاین اړیکې دي. د هغې احصایې پر بنسټ چې په ۲۰۱۶ کې خپره شوې ده وایي چې په اردن کې په تېرو دریو کلونو کې د طلاق کچه خورا زیاته لوړه شوې ده؛ چې هر کال د تېر کال په کچه د طلاق زر پېښې زیاتېږي، چې اصلي لامل یې د فیسبوک او واټس اپ له لارې د ښځو او نارینه و اړیکې نیول دي. همدارنګه په عربي متحده اماراتو کې احصایه ښيي چې په دې هېواد کې د طلاق پېښې ۵۰ سلنه د تېرو کلونو په نسبت زیاتې شوې دي. همدارنګه په دې هېواد کې د کورنیو د لارښوونې څانګه وايي چې په ۲۰۱۵ ز کال کې د ښځې او مېړه ترمنځ د اړیکو د خرابېدو ۵۰۰۰ پېښې ثبت شوې دي چې له ۵۰ څخه تر ۶۰ سلنې لامل یې برېښناییزې انټرنېټې اړېکې وې، چې ۱۰۰۰ یې په طلاق اخیستلو منتج شوې دي.

پورته وېروونکې احصایې ښيي چې ټولنیزې انټرنېټي شبکې او اپلېکشنونو د کورنیو ژوند څومره تریخ کړی دی؛ دا ټولنیزې رسنۍ له یوه اړخه یو انسان له خپلې کورنۍ، بچیانو، مېړه/ ښځې بېلوي او دومره وخت له دغو رسنیو سره لګوي چې پلرونو او میندې یې له خپلو بچیانو، بچیان یې له خپلو پلرونو او مېړه یې له خپلې مېرمنې او یا هم مېرمنه یې له خپلې مېړه سره نه تېروي اوله خواله رسنیو او یا هم برېښناییزو ټولنیزو شبکو سره معتاد شوي دي. دا اعتیاد د دې لامل شوی دی چې پلرونه او میندې خپلو ماشومانو ته پاملرنه ونه کړي او د دوی زده کړې او ښوونه سخته زیانمنه شي. همدارنګه یادې اړیکې او رسنۍ د دې لامل شوې دي چې پلرونه دومره بوخت کړي چې له خپلو ماشومانو او د کورنۍ له نورو غړو سره مینه او محبت ونه کړي او د ماشومانو اخلاق او چلند سخت زیانمن کړي او حتا دوی خپله همدغه وېبپاڼو او اپلېکشنونو ته پناه یوسي او ساعتونه ساعتونه هلته داسې بوخت شي چې پلرونه او میندې یې بې خبره وي.

د مېړه او ښځې په تړاو پر دغو برېښناییزو انټرنېټي وسایلو باندې روږدي کېدل د دې لامل شوي دي چې دوی د یو بل پر وړاندې غفلت وکړي او د دوی ترمنځ د خبرو اترو اړیکې کمزورې کړي او بلاخره د دې لامل ګرځي چې یو بل ته هېڅ پاملرنه ونه کړي او د دوی ترمنځ لوی واټن رامنځته کېږي او ستونزې یې ډېرېږي.

که څه هم خواله رسنیو او اپلېکشنونو اړیکې ډېرې ساده کړې دي او د انسانانو ترمنځ یې د پیغامونو او انځورونو اړیکه خورا ګړندۍ کړې ده مګر په ورته وخت کې همدې چارې د تقوا او له الله سبحانه و تعالی څخه د وېرې د نشتون له امله د ښځې او یا مېړه له لوري د خیانت کولو لامل هم شوي دي چې بیا همدا بلاخره د دې سبب ګرځېدلي دي چې د طلاق کچه خورا زیاته شي، ځکه د محکمو ریکارډونه ښيي چې د طلاق اخیستلو یوه لویه برخه له دې امله ده چې مېړه او ښځه یو بل پر خیانت کولو تورنوي.

د اړیکو همدغو سهولتونو د مېړه او ښځې باور او اعتماد یو پر بل له منځه وړی دی، په داسې حال کې چې د یوې موفقې او خوشاله کورنۍ بنسټ یو پر بل اعتماد او باور دی، مګر دوی یو پر باندې شکمنېږي او بلاخره د دې هڅې کوي چې په دغو رسنیو کې د دوی ملګري او دوستان ولټوي او یو بل له مختلفو لارو او چیلنونو وڅاري.

په دې اړه خبرې کول موضوع نوره هم اوږدوي او انسان غمجنوي، مګر که خپلې خبرې راغونډې کړو نو باید وویل شي چې برېښناییزو اړیکو دوه مخي رامنځته کړې ده او د کورنۍ د غړو ترمنځ یې لوی واټن جوړ کړی دی. دغو اړیکو د کورنیو د غړو ترمنځ ګرمې او نېږدې اړیکې له منځه وړې دي؛ د کورنۍ غړي که څه هم  په فزیکې لحاظ له خپلې کورنۍ سره وي مګر فکر او سوچ یې په کور کې نه، بلکې له نورې مجازي نړۍ سره وي. یعنې برېښناییزو مجازي اړیکو، رښتینې او واقعي اړیکې له منځه وړې دي؛ اوس په ټولنه کې د کورنۍ د غړو او خپلوانو ترمنځ مخامخ او ګرمې اړېکې نشته، بلکې ځای یې مجازي اړیکو، پیغامونو او د انځورونو استولو نیولی دی.

دا پورته واقعیتونه د دې لامل شوي دي چې له کورنو ارامي او خوشالي کډه وکړي او د کورنۍ د غړو ترمنځ ژمنه او تعهد له منځه لاړ شي، په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَكَيْفَ تَأْخُذُونَهُ وَقَدْ أفضى بَعْضُكُمْ إلى بَعْضٍ وَأَخَذْنَ مِنكُم مِّيثَاقاً غَلِيظاً

[نساء: ۲۱]

ژباړه: او تاسو یې څنګه بېرته اخلئ په داسې حال کې چې تاسو یو بل ته رسېدلي یاست او له تاسو یې ټينګه ژمنه په دې اړه اخیستې ده

راځئ وروڼو او خوېندو چې برېښناییزې وسیلې یوازې د دې موخې لپاره وکاروو چې موږ یو بل ته نېږدې کړي، نه داسې چې زموږ او ستاسو کورنۍ وپاشي او د کورنۍ غړي مو له یو بل څخه بېل کړي.

د حزب تحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

                                                                                        د بارا منصاره لیکنه                         

Last modified onچهارشنبه, 10 اکتوبر 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې