شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ملګرو ملتونو د شبیه سازۍ خپرونه؛ د زده کړې اسانه تجربه ده که د لوېديځ لخوا له خطره ډکه وسله؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د ملګرو ملتونو د شبیه سازۍ خپرونه؛ د زده کړې اسانه تجربه ده که د لوېديځ لخوا له خطره ډکه وسله؟

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د شبیه سازۍ خپرونې ته په ښوونځیو کې د یوې لويې موضوع په سترګه کتل کېږي. داسې برېښي چې په دې خپرونه کې ګډون به د ښوونیزو تجربو یوه بشپړه برخه وي، چې له امله یې سیمه‌ييز ښوونځي له زده کوونکو څخه ګروپونه جوړوي او زده کوونکي په دې خپرونو کې برخې اخیستنې ته هڅوي. هر ښوونځی یو ځانګړی ګروپ لري، چې د ملګرو ملتونو د شبیه سازۍ په یو شمېر فعالیتونو کې ونډه اخلي. ګډونوال له پاکستان څخه بهر او هم په کور دننه کې د ننیو نړیوالو پېښو په اړه خبرې اترې کوي او په نړیواله کچه پر یو لړ هغو کړکېچونو چې له سوريي تر سوډانه رامنځته کېږي بحث کوي، ترڅو یو قانع کوونکی ځواب وموندل شي. 

زده کوونکو ته دا یوه موقف نیوونکې موضوع ده او د ملګرو ملتونو د شبیه سازۍ د فعالیتونو د یوې برخې په توګه پکې پاتې کېدل، دوی ته یو واقعي باور ورکوي. د دغو فعالیتونه تر شا دلیل دا دی، چې زده کوونکي د بحث کولو وړتیا موندلی شي او دغه فعالیتونه د یوې نوښتګرې سرچینې په توګه کولی شي زده کوونکي چمتو کړي، چې یو مسلک یا حرفه غوره کړي او په کالج کې بریا تر لاسه کړي. ښوونځي د دغه لیدلورې پر بنسټ خپل زده کوونکي هڅوي، چې په نوموړو فعالیتونو کې برخه واخلي او تر څنګ به یې دوی ته یو فرصت وي چې بهر سفر ته وکړي او تر دې ور ها خوا داسې جوتوي چې ښوونیز بنسټونه له زده کوونکو سره مرسته کوي چې خپل راتلونکې ته چمتو شي.

د زده کوونکو استازي د ملګرو ملتونو کارونه ستایي؛ هر استازۍ ناستې جوړوي د خپلو هیوادونو له اړتیاوو، لوړوهیلو او له بهرنیو سیاسي پرېکړو څخه استازيتوب کوي. دوی ټاکلي وخت ته په کتو سره د مسایلو په اړه څېړنې کوي او د هیواد د بهرنۍ تګلارې له دریځ سره سم ور څخه پوښتنه کېږي، ترڅو پټه ستراتیژي تطبیق کړي او شخړو ته د ملګرو ملتونو له اجنډا سره سمې حللارې غوره کړي.

د بېلګې په توګه په روان کال کې د جاپانیانو لپاره د ملګرو ملتونو د شبیه سازۍ موضوع د « لوږې پای ته رسول» و، چې په دې لړ کې څه ډول د خوراکي توکو امنیت ډاډمن شي، په خوړو کې څه ډول سمون او اصلاحات راشي او دوام لرونکې کرهڼه څه ډول پراختیا ومومي. په همدې روان کال کې په ګانا کې د ملګرو ملتونو د شبیه سازۍ موضوع «د بدلون په لور د ګامونو اخیستل» و. په بنکاک کې د ۲۰۱۹م لپاره د ملګرو ملتونو د شبیه سازۍ موضوع «بهرنۍ یووالی » دی، چې څه ډول شونې ده په نړیواله فضا کې بېلابېل نابغه ګان سره یو ځای شي.

د ملګرو ملتونو د شبیه سازۍ په هر کنفرانس کې له بېلابېلو هیوادونو څخه زده کوونکي غوره کوي او مقالې ورکول کېږي، ترڅو پرې بحثونه وکړي. د بحث لپاره په مقالو کې د دیپلوماسۍ، ترهګرۍ، سولې او د ولسونو د راتلونکې په اړه موضوعګانې شته.

که دا ډول فعالیتونو ته په سطحي ډول وکتل شي، نو یوه ستره تجربه او پایله تر سترګو کېږي. خو ستونزه دا ده، چې له دې لارې ځوانان هڅول کېږي چې له یو ټاکلي لیدلوري شیانو ته وګوري یانې له غربي لیدلوري. دا ډول فعالیتونه داسې یو حالت رامنځته کوي چېرته چې زده کوونکي  خپلو افکارو او مفکورو ته غربي رنګ ورکوي.

د دغو هڅوونکو فعالیتونو موخه، د زده کوونکو د مهمو افکارو او د ستونزو حلوونکو وړتیاوو محدودول دي. د ملګرو ملتونو د شبیه سازۍ فعالیتونه داسې کړنلارې دي، چې زموږ راتلونکي نسلونه ملګرو ملتونو او لوېديځوالو ته ژمنوي. کله چې زموږ دغه ځوان نسلونه له ستونزو سره لاس او ګریوان شي، نو حتمي ده چې د حل په موخه یې د ملګرو ملتونو سازمان او لوېدیځ ادرس ته پناه وړي. دوی داسې فکر ته هڅول کېږي چې ایا د دوی دریځ به وکولی شي د کمزورو دولتونو واکمني ماته کړي یا دا چې دوی لیبرال نظام ته ژمن پاتې کېدای شي. د ملګرو ملتونو د شبیه سازۍ له کړنلارو څخه اصلي موخه دا ده چې ورڅخه د یوې وسیلې په توګه د غربي کلتور د خپراوي لپاره ګټه واخیستل شي او ځوانانو ته په داسې انګېزه روزنه ورکړل شي ، چې غربي نظام یو ځواکمن او پیاوړی نظام دی.

د ملګرو ملتونو د شبیه سازۍ کړنلاره په بې سارې توګه یو سیال نندارتون دی، چې د ګروپ غړو ته له درسي ټولګیو وروسته روزنه ورکول کېږي. دوی ته زده کړې ورکول کېږي، ترڅو د هغو ستونزو په اړه چې په نړۍ کې ولسي وګړي ورسره مخ دي، بحث وکړي یا د هغو مفکورو په اړه بحث وکړي چې ولس ورسره مخ کېدونکی دی، لکه دولتي مداخله، بشري نفوذ او د غربي لیبرالو اصطلاحاتو له ګټې اخیستنې څخه دیپلوماتیک ځواب.

په یو شمېر موضوع ګانو کې، لکه د سوریې د کړکېچ په اړه زده کوونکو ته ویل کېږي، فکر وکړئ چې له کومې لارې کېدای شي له جابرو رژیمونو سره مرسته وشي، خو په دې کړکېچ کې د هیوادونو د لاسوهنې د بدۍ په اړه څه نه ویل کېږي؛ ایا امریکا به وغواړي چې نظامي او اقتصادي مرستې وکړی؟ برتانیه به څه ډول وکولی شي چې په عادلانه ډول له سوري وګړو سره مرسته وکړي، کوم چې په وحشت او بې رحمۍ سره وژل کېږي؟ ایا له ملکي وګړو سره مرسته به، ددې لامل شي چې ملګي وګړي خپل استازي ومني؟

اساسي ټکی دا دی چې زده کوونکو ته داسې زده کړه ورکول کېږي، چې دغه کړکېچ دومره وېروونکی وښیي چې په سوریه اغېز کولی شي، ترڅو د نړۍ ولسي وګړي دا ومني او د ملګرو ملتونو د هغې تګلارې په اړه عکس العمل ونه ښيي، چې په سوریه کې یې تطبیقوي.

له زده کړې او تعلیم څخه د غربي مفکورې او ثقافت د خپراوي لپاره د وسلې په توګه ګټه اخیستل کېږي، ترڅو له دې لارې د دوی واکمني او حاکمیت ډاډ من شي. دا داسې یوه وسیله او کړنلاره ده چې له پېړیو را په دې خوا زموږ پر وړاندې ترې ګټه اخیستل کېږي. غربي ښکېلاکګر له تعلیمي نظام څخه د خپل کلتور او ثقافت د خپراوي په توګه ګټه اخلي. په ۱۸۳۵م کې لارډ ماکي اولي د برتانيې د پارلمان په مخکې وویل: « فکر نه کوم چې د دغه هیواد(هند) پر وړاندې موږ بریالي شو، ترڅو مو د هغه ولس د ملاتیر نه وي مات کړی، چې هغه د دوی معنوي او کلتوري میراث دی نو پر همدې بنسټ زه وړاندیز کوم چې موږ د دوی د زاړه تعليمي نظام او کلتور پر ځای یو بل بدیل وړاندې کړو. بیا به هندیان په دې اند شي، چې ټول  هغه څه چې له بهر څخه دوی ته راغلي او انګریزي دي هغه د دوی تر خپلو ښه او غوره دي، نو له دې امله به دوی خپل قدر او خپل ژبنی کلتور له لاسه ورکړي او له دوی څخه به هغه څه جوړ شي چې موږ یې غواړو یانې یو ریښتنی ښکېلاک شوی ولس».  

یو بل بحث هم په مخکې شته چې ښیي ایا د ښکېلاک په نني عصر کې غربي نفوذ محدود شوی او که په بشپړه توګه پکې کمی راغلی. دا ډول فعالیتونه چې پرې زیات اعتبار کېږي او د یوه زده کوونکي په غوښتنې پورې تړلي دي، ترڅو زده کونکی په دې ژوند کې بریالیتوب ترلاسه کړي او د غربي نفوذ ژوندي ساتلو ته لاره هواره کړي. لکه څرنګه چې لارډ ماکي اولي وویل، تعلیم د بهرني کلتور د خپراوي یوه کړنلاره ده او په ځوانانو کې د نظرونو حلول او تپل دي. دغه لیدلوری لا تراوسه په ټولې نړۍ کې ژوندی پاتې دی او یو شمېر دولتونه لکه: فرانسه او سويډن د تعلیمي نظام له لارې د زده کوونکو هویت ته ځانګړی رنګ او بڼه ورکوي او ډاډمنوي چې د دوی د کړنو سرچینه پر غربي مفکورو باندې ولاړه ده، نه پر اسلام.

د ملګرو ملتونو د شبیه سازۍ کړنلارې زده کونکو ته یوه ثابته تګلاره نه وړاندې کوي، ترڅو دوی وکولی شي چې خپلواک فکر کوونکي او روڼ اندي شي. دوی له تعلیمي نظام څخه په ګټې اخیستنې داسې حالت رامنځته کوي، چې غربي نظام ته پر الله او اسلام باندې لوړوالی ور کوي. د یو مسلمان په توګه، موږ باید خپلې پرېکړې اسلامي لارښوونو ته په کتو سره وکړو. د یوې موضوع د پوهاوي لپاره قران او سنتو ته ولاړ شو، ترڅو پیداکړو چې الله سبحانه و تعالی په څه امر کړی او له هغه سره سم عمل وکړو.

د ملګرو ملتونو د شبیه سازۍ د کړنلارو لمخې زده کوونکو ته زده کړه ورکول کېږي، چې د بشر په لاس له جوړو شویو قوانینو څخه د یوې سرچینې په توګه ګټه واخلي. دغه د بشر په لاس قوانین خلکو ته له الهي قوانینو پرته بشپړ واک ورکوي او پر همدې بنسټ په پوره توګه له اسلام سره په ټکر کې دي. رښتیا هم د زده کوونکو نظرونه اغېزمن شوي او په بشپړه توګه غربي مفکورې پرې واکمنې شوي دي. 

سوریه یوه بېلګه ده چې مسلمانان یې له اسلامي حکمونو سره سمې کړنې ترسره کوي. موږ به د بشار الاسد رژیم شتون په رسمیت ونه پېژنو، د ملګرو ملتونو شتون به هم په رسمیت ونه پېژنو او دغه راز د هغوی هغه کړنلاره هم نه منو چې د ظلمونو د هوارۍ په موخه یې تر سره کوي او د سوریې مسلمانان ورسره مخ دي.

دا هغه بنسټيز بحث دی چې د ملګرو ملتونو د سازمان پر وړاندې ترسره کېږي او د هغه نظام پر وړاندې چې دوی ترې ساتنه کوي. په رښتیا چې د ملګرو ملتونو د شبیه سازۍ کړنلارې به هیڅکله هم دغو ته د پلي کېدو اجازه ورنه کړي.

﴿وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ﴾

[الحشر:۷]

ژباړه: څه چې رسول الله تاسو ته درکوي، هغه واخلئ او له څه شي څخه چې مو منع کوي له هغه څخه منع شئ. له الله سبحانه و تعالی څخه ووېرېږئ،  الله سخت سزا ورکوونکی دی.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکواله: فاطمه مصعب

               ژباړن: خبیب         

Last modified onسه شنبه, 27 نومبر 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې