جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
الی‌الله دعوت په حکمت او نېک چلند سره
بسم الله الرحمن الرحيم
الی‌الله دعوت په حکمت او نېک چلند سره

(ژباړه)

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَ الْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ وَ إِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُمْ بِهِ وَلَئِنْ صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِلصَّابِرِينَ وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلَّا بِاللَّهِ وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلَا تَكُ فِي ضَيْقٍ مِمَّا يَمْكُرُونَ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الَّذِينَ اتَّقَوْا وَالَّذِينَ هُمْ مُحْسِنُونَ [نحل: ۱۲۵-۱۲۸]

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی په لاره کې په حکمت او نېک چلند سره دعوت وکړه! له هغوی سره په نېک چلند استدلال او خبرې وکړه! ستا پروردګار تر ټولو ښه پوهېږي، چې څوک بې لارې شوی او څوک پر سمه لاره روان دی. که غواړئ چې خپل غچ واخلئ، په هغه اندازه یې واخلئ څومره چې پر تاسو تېر شوی؛ خو که صبر وکړئ، دا کار د صابرانو لپاره غوره دی. صبر وکړه او ستا صبر یوازې د الله سبحانه وتعالی په توفیق سره د هغه سبحانه وتعالی لپاره دی. د دوی په کارونو مه ځورېږه او په توطیو یې مه خپه کېږه! الله سبحانه وتعالی له متقیانو او نېکي کوونکو سره دی.

د امر کلمه (اُدعُ) په دریو محورنو (دعوتګر، دعوت او د دعوت اسلوب) راڅرخېږي او هر هغه دعوتګر ته چې غواړي د الله سبحانه وتعالی په لاره کې له دغو محورونو څخه برخمن شي، داسې مسوولیت ورسپاري چې ترسره کول یې اړین دي.

د الی‌الله دعوت په حقیقت کې "لااله الا الله محمد رسول الله" او پر اسلامي عقیده ایمان راوړو ته دعوت دی. دا مانا چې یوازې پر الله سبحانه وتعالی، ملایکو، کتابونو، پیغمبرانو، قضاء او قدر ایمان راوړل او پر خیر او شر داسې ایمان راوړل چې یوازې د الله سبحانه وتعالی له لوري دي. الی‌الله دعوت په حقیقت کې د هغه څه لپاره دعوت او کار کول دي چې دا ډول ایمان ورته اړتیا لري؛ د اسلامي ژوند د بیا راوستلو او د هغه اسلامي دولت د جوړولو لپاره دعوت کول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کې جوړ کړی و؛ هغه دولت چې اسلامي احکام پلي کوي، د ټولنې خیر او ښېګڼې په پام کې نیسي او د خلکو تر منځ عدل او انصاف رامنځته کوي.

اسلامي دولت په نړۍ کې په چټکۍ سره پراخ شو. همدارنګه نن ورځ د مسلمانانو نفوس نږدې د نړۍ څلورمې برخې ته رسېږي، چې ۱.۸ میلیارده دی. اسلامي خاورې په دریو پېژندل شوو لویو وچو کې پراخه شوې، مسلمانان په ټوله نړۍ کې وګرځېدل او هېڅ کمی یې نه درلود؛ خو کوم شی چې نن ورځ مسلمانان ترې بې برخې دي، هغه دولت دی چې د الله سبحانه وتعالی شریعت پلی کړي، تر خپل واک لاندې د مسلمانانو ټولې چارې په عملي توګه په پام کې ونیسي او د دوی د خاورو او خیر ساتنه وکړي. هغه دولت چې اسلام د ځمکې لرې برخو ته ورسوي، د مسلمانانو لپاره د اسلامي شریعت تر چتر لاندې د ژوند کولو زمینه مساعده کړي او اسلام یو ځل بیا د بشریت په ژوند کې د یوه ژوندي واقعیت په توګه راژوندی کړي. هو، دا په لنډه توګه د دعوت ځانګړتیاوې دي.

 لکه څنګه چې لیدل کېږي، دعوت خپله اصلي تګلاره نن ورځ پرېښې. هغه دعوتګران چې د اسلامي خاورو په ګوډاګیو دولتونو پورې تړلي دي، یوازې د خپلو بادارانو د خدمت لپاره دعوتي اسلوب کاروي. دوی د دعوت له اصل څخه ناخبره دي، ځکه اصلي دعوت له ځان سره کوم ځانګړی ارزښت او مقام نه لري. هغه دولتونه چې دوی ورپورې تړلي دي، د دې پر ځای چې د اسلام پر اساس حکومت وکړي، د استعمارګر پانګوال او ظالمو نظامونو پر اساس حکومت کوي.

لومړی باید دعوتګر په دې پوه شي چې د څه لپاره دعوت کوي او کوم شي ته چې نور کسان دعوت کوي، خپله هم باید ورته ژمن وي؛ په دې معنا چې خبرې یې باید له عمل سره په ټکر کې نه وي.  هغه دعوتګر که شخص یا اسلامي دولت وي، ځکه اسلامي دولت په حقیقت کې د اسلام د پلي کولو استازیتوب کوي او خپل داخلي او بهرني سیاستونه باید د اسلامي عقیدې پر اساس جوړ کړي.

د الی‌الله دعوت د دعوتګر شخص، قوم، د دعوتګر د سیمې او یا بل هر کس او څیز لپاره نه دی؛ بلکې الی‌الله دعوت یوازې د الله سبحانه وتعالی او د هغه سبحانه وتعالی د دین او رسول صلی الله علیه وسلم لپاره دی. دعوتګر یوازې د هغې دندې پر وړاندې مسوول دی چې الله سبحانه وتعالی ورسپارلې او یوازې د الله سبحانه وتعالی د ثابت دین لپاره خلک رابللی شي. دی دا حق نه لري چې ادعا وکړي او په دې دنیا کې د دعوت بدله وغواړي؛ هغه بدله که د ځان او کورنۍ لپاره حکومت او بل هر ډول امتیاز وي، ځکه دعوتګر یوازې له الله سبحانه وتعالی څخه خپله بدله غواړي. 

په حکمت او ښه چلند سره د دعوت اسلوب چې له نېکو خبرو، د مخاطب حالت په پام کې نیولو، هغه ته له موکې ورکولو او د یو او بل خبرو ته له غوږ نیولو څخه عبارت دی، چې په دې سره مو تر منځ باور او رښتینولي رامنځته شي. د دې تر څنګ په نرمه لهجه خبرې کول، چې په دې سره د نېک نیت ښودنه کوي او حق ته د رسېدو موخه څرګندوي. دعوتګر باید د مخاطب له رټلو او د هغه د عیب او کمي له بربنډولو څخه په جدي توګه لاس واخلي. دوی باید په خپل منځ کې په پوره ارامۍ سره خبرې وکړي او پرته له دې چې د مخاطب پر وړاندې برید، غوصه او چیغې وکړي او هغه بې عزته کړي؛ ځکه له دعوت څخه موخه یوازې د الله سبحانه وتعالی او د هغه سبحانه وتعالی د دعوت په لوري رابلل دي. همدارنګه استدلال باید په شدت سره ونه شي، بلکې خبرې اترې باید د غوره بیان او عملي اخلاص پر اساس د الله سبحانه وتعالی او د حق رسولو لپاره وي.

﴿وَ إِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُمْ بِهِ...

ژباړه: که غواړئ چې خپل غچ واخلئ، په هغه اندازه یې واخلئ څومره چې پر تاسو تېر شوی.

دا د ورته قصاص قاعده ده، یعنې په غبرګون کې به زیاتوالی نه کوي؛ خو د ورته قصاص له حل لارې سره سره چې په پورته آیت کې یاد شوي، چې قرآن خلک بښنې او صبر ته راغواړي. بښنه او صبر د ورته قصاص په پرتله د اسلام او حقیقت په منلو کې پر مقابل لوري ډېر اغېز لري؛ خو که مخاطب پر خپله ناپوهۍ، سرغړونه او بدله اخیسته ټینګار کاوه او د غبرګون هڅه یې کوله، په هغه حالت کې به بیا په ټاکلې جزا کې له کمي او زیاتي پرته جزا ورکړل شي. دا غبرګون به د اسلامي دولت د ځانګړتیا څرګندونه کوي.

دعوتګر د خپل دعوت موخې ته د رسېدو لپاره صبر ته اړتیا لري او په صبر سره د الله سبحانه وتعالی مرسته تر لاسه کولی شي. صبر او د احساساتو کنټرول د الله سبحانه وتعالی د دغې غوښتنې له منلو پرته بل څه نه دي:

﴿...وَلَئِنْ صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِلصَّابِرِينَِ وَاصْبِرْ وَ مَا صَبْرُكَ إِلَّا بِاللَّهِ...

ژباړه: خو که صبر وکړئ، دا کار د صابرانو لپاره غوره دی. صبر وکړه او ستا صبر یوازې د الله سبحانه وتعالی په توفیق سره د هغه سبحانه وتعالی لپاره دی.

                ﴿وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَىٰ أَمْرِهِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴾ [یوسف: ٢١]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی په خپل کار کې بریالی دی، خو ډېر خلک نه پوهېږي!

لیکوال: ابراهیم سلامت

ژباړن: منصور دریځ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې