شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
هغه تصوير چې باید امریکا رسوا کړي
بسم الله الرحمن الرحيم
هغه تصوير چې باید امریکا رسوا کړي

خبر:

په تصوير کې امجد العبدالله ښکاري چې په خپل د بمونو په واسطه نړېدلي کور کې، خپلو دوو لوڼو ته په ډېر وېرېدلي او وحشت خوړلي وضعیت کې ورګوري. هلته پنځې کلنې ریحام خپله د اوو میاشتو عمر لرونکې خور، توقا له کمیسه رانیولې چې له لوېدو یې وژغوري. د دوی مور په چاودنه کې وژل شوې وه او ریحام هم له ټپي کېدو وروسته ساه ورکړه. انا لله و انا الیه راجعون!

بي بي سي وروسته له هغې رپوټ ورکړ چې دغه زړه‌بوږنوونکی تصوير په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپور شو، دوی ولیکل: « دغه تصوير بیا د سوریې جګړې ته -چېرته چې د روسیې په ملاتړ حکومت هڅه کوي چې بیرته له جهادي او یاغي ډلو څخه ادلب ونيسي - د ټولو پام وراړوي.»

تېره اونۍ ملګرو ملتونو وویل چې د اپریل په ۲۹مه په شمالي سوریه کې د جګړې له ډېرېدو وروسته له ۳۵۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳۰،۰۰۰ نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

تبصره:

بي بي سي د دې لپاره چې د دغو تصویرونو په لیدو د مسلمانانو غوسه کنټرول کړي یا یې د بې ګناه قربانیانو له خواخوږۍ نه پام بلې خواته واړوي، تل د الاسد د دولت وحشتناک ظلمونه توجه کوي، دوی نورو ته له یاغیانو نه، چې دوی یې جهادیان او ترهګر بولي، د سوریې بېرته نیول د بشار د دولت د حق په توګه ورپېژني. د دوی رپوټونه د سوریې د هغو وګړو هېڅ غم نه خوري چې د خلکو له شورش او راپورته کېدو وړاندې او هم راوروسته د ظالم بشار او کورنۍ لخوا یې ځورېدل او تر ظلم لاندې وو.  مشهورې رسنۍ او د غرب خبرې تل رژیم قانوني ښیي، په داسې حال کې چې د غرب او بشار دواړو لاسونه په وینو ککړ دي. له همدې کبله روسیه او یاغیان ملامتوي او له اصلي ډایکټر او استعماري قدرت نه د خلکو پام بلې خواته اړوي چې بشار یې ګومارلی او ملاتړ یې کوي.

د سوریې رژيم د امريکا له خوا جوړ دی، همدوی یې ملاتړ کوي په بدل کې یې که څه هم امریکا بل ډول ښیي خو د بشار د پلار د واکمنۍ له دورې راهیسي تر ننه د امریکا ګټو ته په ډېر اخلاص کار کوي او د خپلو خلکو پر وړاندې دسیسې جوړوي.

سربېره پر دې، امريکا په سیمه کې خپل غلامان روزلي او د روسیې له پوځ نه د وسیلې په توګه کار اخلي چې په هره بیه چې کېږي د تقریبا ماتې خوړلي بشار دفاع وکړي؛ ان که دا بیه د دغه هیواد د زړو او ځوانانو اوسېدونکو له منځه وړل وي.  

کله چې حفتار په لېبیا کې وژل کوي، حوثي ملیشي په یمن کې عام‌ وژنه کوي او البرهان په سوډان کې اعتراض کوونکي وژني، نو د ملامتیا ګوته هغو رهبرانو ته نیول کېږي چې وژونکو ته امر کوي. له دې پرته د مسلمانو رهبرانو په موضوع کې، دغه ډول رهبرانو ته د استعماري قدرتونو له لوري امر کېږي او دغه قدرتونه له دوی نه ملاتړ کوي چې د داسې وژنو امر ورکړي.  

اوسنۍ نړۍ د یوه حریص پانګوالي نظام په له لوري اداره کېږي چې د خپلې ګټې لپاره نړۍ تر خپل ښکېلاک لاندې راولي او لوی شمېر انسانان وژني. اوسني ډيکټاټور او ظالم حکام یوازې د غربي استعمارګرو دولتونو موقتي مامورین دي، نو که خلک دوی ملامتوي او ورته غوسه کېږي، پر اصلي ریښه او سرچینه یې هم باید سترګې پټې نه شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

یحیی نسبت

په برتانیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

Last modified onیکشنبه, 04 آګست 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې