شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د عمران خان پروژه ناکامیږي
بسم الله الرحمن الرحيم
د عمران خان پروژه ناکامیږي

خبر:

د جولای په ۱۳مه سلګونه زرو کارباریانو په پاکستان کې پر خرڅلاو باندې د لوړې مالیې د لګولو پر وړاندې احتجاج وکړ، د مالیې لوړېدل د پیسو له نړیوال صندق سره د دولت د وروستي توافق یوه برخه ده.  کومه خوښي چې پاکستان یې د ۲۰۱۸م کال په جولای کې نیولی و، اوس یو تېر یاد ښکاري. د یوه نوي پاکستان د جوړولو لویې ژمنې، د فساد ختمول او پر بهرنیو موسسو باندې د تکیې کمول تر اوسه پورې چې یو کال تېر دی، هماغسې ژمنې پاتې دي. عمران خان اوس هم په خبرو کې ښه دی خو نه پوهېږي چې خپلې کړې او راتلونکې خبرې او ژمنې څنګه عملي کړي. څه چې خان نه وو درک کړي هغه دا وو چې په ټاکنو کې د ده بریا له دې سره اړه نه لرله؛ هر چا چې ګټلې، هغوی له  ګڼو، څو اړخیزو او ژورو چلنجونو او ستونزو سره مخ شوي.

تبصره:

عمران خان واک ته له رسېدلو وروسته د خپلې کابینې په اعلان ډېر خلک حیران کړل، ځکه چې خوڅ اکثریت غړي یې له تېرو نظامونو څخه راپاتې وو. له ځینو استثناوو لکه اسد عمر پرته، نور د ده ډېری وزیران او سلاکارن ان د پرویز مشرف تر مشرۍ لاندې او تر هغه راوروسته حکومتونو کې کار کړی. په حکومت کې د دغو کسانو ګډون د شوو ژمنو د ماتېدو لومړنۍ نښه وه، اسد عمر هم بلاخره له نظام څخه د کمزورو خلکو د کمولو په موخه وویستل شو.

عمران خان چې واک ته ورسېد، د پاکستان اقتصاد په پورونو کې ډوب او د بودیجوي او سوداګریز کسر له زیاتېدو سره مخ و. د پخواني نظام له لوري پر ای اېم اېف باندې د کلونو تکیې د کمولو له ژمنو سره سره، خان بیا هم ای اېم اېف ته مخ ورواړاوه. عمران خان لکه تر ده پخواني حکام، د پیسو له نړیوال صندوق سره معاملو ته دوام ورکوي. له څو میاشتو خبرو اترو ورسته،  آي ام اف یا د پیسو نړیوال صندوق عمران خان ته ۶ بیلیونه ډالر پور تایید کړ او ددې لپاره یې سخت شرطونه پرې کېښودل؛ مثلا دا تعهد چې د پاکستاني روپۍ ارزښت به مارکېټ ټاکي او مرکزي بانک به یې ملاتړ او ساتنه نه کوي. د پاکستاني روپیو ارزښت له  ۴۰ ٪ ډېر لوېدلی. په واشنګټن کې محصیلینو ته د ووډراو ویلسن مرکز د جنوبي آسیا چارپوه دوچوېلې DW ته وویل:  «د پیسو له نړیوال صندق سره په دغو شرایطو معامله به پاکستان دولت ته چې د یوه نوي سوکاله دولت د جوړولو ژمنه یې کړې، یوه سیاسي ضربي وي» ده زیاته کړه: « د پیسو نړیوال صندق یا آی اېم اف د پور دغه بسته به عمران خان ته ډېره ستونزمنه کړي چې خپلې اقتصادي ژمنې پوره کړي او په دې توګه به په هغه څه کې پاتې راشي چې ده غوښتل ځان هغو کسانو ته چې ده ته یې رایه ورکړې، وښي».

تورم به د پاکستان ۲۰۰ میلیونه وګړي زیانمن کړي. مالي مشاویر عبدالحفیظ شیخ وویل چې سږ کال حکومت له خپل عاید نه بهر ۲.۳ تریلیون روپۍ د نوو پیسو پر چاپ ولګولې او دغه کار اقتصادي تورم رامنځته کړ، ده وویل: « که تاسو له خپل عاید نه بهر په تریلیونونو روپۍ مصرفوئ، مجبورېږئ چې پور واخلئ، نوې پیسې چاپ کړئ او بیې لوړې کړئ. دا ټول د تورم د زیاتېدو سبب کېږي. »

عمران خان څو لسیزې له سیاسته لرې ژوند کړی او په دې ونه توانېد چې  پاکستان ګوندونه او حرکتونه د ځان خواته راجلب کړي. له پوپلېستي سیاست او لوېدلي اقتصاد سره نوموړي داسې هېوادونو ته مراجعه وکړه چې ده یې د ملاتړ دوام ته هیله درلوده. عمران خان دوی ته په خلاصه غېږه ښه راغلاست ووایه او بیا یې له پوځ سره اوږه په اوږه د نواز شریف دولت کمزوری کړ، په دې توګه دی د بدلون راوستونکي کاندید په توګه مطرح شو او د ۲۰۱۸م کال د جولای ټاکنې یې وګټلې. خو نن د ده حکومت له تېرو نظامونو سره هیڅ توپیر نه لري، دی اوس هم یوازې ژمني  او د بدلون په اړه تشې خبرې کوي او د تغېراتو په اړه خبرې کوي، د ده دا ټولې کړنې یوازې د موجوده وضعیت د ساتلو لپاره دي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

عدنان خان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې