یکشنبه, ۲۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سولې پروسه د جګړې بندول نه، بلکې د طالبانو د تجزیې او کمزوري کولو لپاره سیاسي توطیه ده
بسم الله الرحمن الرحيم
د سولې پروسه د جګړې بندول نه، بلکې د طالبانو د تجزیې او کمزوري کولو لپاره سیاسي توطیه ده

کله چې په ۲۰۰۱ کال کې څلورګونې ډلې د آلمان په بُن کې راټولې شوې، ترڅو د افغانستان راتلونکی سیاسي برخلیک وټاکي، دوه ستر سیاسي اړخونه؛ اسلامي حزب او د طالبانو تحریک له لومړي بُن کنفرانس څخه د امریکا په وسیله ګوښې ته کړل شول. دغه مسئله په څرګنده په افغانستان کې د جګړې د بالفعل او بالقوه ظرفیت ساتلو په معنی وه، په داسې حال کې چې د امریکا د بریدونو په جریان کې او له هغو وروسته د طالبانو ځينې رهبران د سولې غوښتونکي وو؛ خو غوښتنه یې رد شوه. ځکه د اسلام او مسلمانانو ضد څپه چې هغه مهال امریکا له «تروریزم» سره د مبارزې په نامه جوړه کړې وه، په افغانستان کې يې د اشغال پر وړاندې د یوه مبارز برخلیک یوازې مرګ یا د بګرام او ګوانتامو زندان ګرځولي وو او بس. د طالبانو د رهبرانو ژوند دغه مهال ډېر سخت و او له هرې خوا تر سخت فشار لاندې وو.

نو پورتني موارد د دې لامل شول چې د (۲۰۰۵- ۲۰۰۷) کلونو تر منځ د طالبانو د بریدونو سخته څپه راورسېده. امریکا او د افغانستان دولت د طالبانو د بریدونو د کمولو لپاره د نظامي هڅو تر څنګ د سولې د ټينګښت او ملي پخولاینې کمیسیون، د سیمه‌ييز امن جرګه رامنځته کول، د سولې د عالي شورا جوړول او نورې پروسې پيل کړې، ترڅو طالبان سوله‌ييز ژوند ته راوګرځوي؛ خو دغو هلو ځلو کوم ځای ونه نیو او په افغانستان کې د جګړې شدت کم نه شو او برعکس د امریکایانو پر وړاندې د جګړې روحیه لا پياوړې شوه.

په دا ډول سختو شرایطو کې د سولې د خبرو اترو مسئله توده شوه. طالبانو هم سولې ته تمایل درلود. پر دغه مهال د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر د پرانیستو موضوع مطرح شوه، ترڅو د طالبانو پېچلي نظامي حرکت په مشخص سیاسي ادرس کې راټول کړي، چې بالاخره دغه دفتر په ۲۰۱۳ کې د امریکا په همکارۍ په قطر کې افتتاح شو.

تاریخي تجربو ښودلې ده چې د نظامي ډلو د بریا او قوت رمز د جګړې په مخ ته وړلو کې دی، نه په سیاست کې. نو هرکله چې نظامي ډلې د خبرو اترو مېز ته راښکل شوې دي، خپلې ټولې نظامي لاسته راوړنې یې په سیاسي ډګر کې له لاسه ورکړې دي او هغه ماتې چې په نظامي جبهه کې يې تن نه ورکاوه، د خبرو اترو پر مېز یې خوړلې ده.

 لکه څنګه چې امریکا په تدریجي ډول د حکمتیار اسلامي حزب لومړی د مزدور دولت په وسیله د خبرو اترو مېز ته کېناوه او په ۱۸ کلنو ډیموکراتیکو ارزښتونو کې یې هضم کړ، بیا یې په ۲۰۱۸ کې زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا استازی معرفي کړ او اوس د امریکا او طالبانو تر منځ له اته پړاوه مستقیمو خبرو اترو وروسته په نهم پړاو کې دواړه لوري خوشبیني ښيي، چې وروستۍ هوکړې ته نږدې شوي دي.

د امریکایي سولې موخه په اصل کې د طالبانو د تجزیې، کمزورۍ او تسلیمۍ لپاره  سیاسي توطیه ده، ترڅو له یوې خوا امریکا د خپل تاریخ خورا اوږده جګړه ختمه اعلان کړي او د امریکا حاکم حزب د ۲۰۲۰ په ټاکنو کې د لاسته راوړنې په توګه ګټه ترې واخلي او له بلې خوا هغه عامه افکار چې په امریکا او نړۍ کې د افغانستان د جګړې د ماتې په اړه جوړ شوي، بدل کړي. له دې سره هممهاله په اوږد مهال کې په سیمه کې د چین، روسیې، پاکستان او ایران پر وړاندې د خپل نفوذ د خپراوي لپاره افغانستان د ستراتیژیک ټکي په توګه وکاروي.

د دې تر څنګ د افغانستان په اړه د امریکا او غرب سیاسي لیدلوری اصلاً بدل شوی نه دی، د افغانستان پر ستراتيژيک موقعیت سربېره د هغه فوق العاده بکر معادن او د نشه‌يي توکو تولیدات هغه موارد دي چې د کافرو استعمارګرانو په لیدلوري کې یې د دغه هېواد جذابیت لا زیات کړی. نو امریکا د نظامي ځواکونو د بشپړو وتلو لپاره له تیاري سره هممهاله پر خپل استخباراتي حضور هم تاکید کوي.

هغه ټکی چې د غور او تأسف وړ دی، هغه دا چې مسلمانې وسله والې ډلې په داسې وخت کې چې د اشغالګرو د هډوکو د ماتولو غږ تر غوږو کېږي، له مبارزې لاس اخلي او د خبرو اترو داسې ډګر ته ورننوځي، چې هېڅ تجربه نه پکې لري. په دې برخه کې امریکا تل د سیمې د حکومتونو د استخباراتو له نفوذه ګټه اخیستې، لکه څنګه یې چې په ۲۰۰۱ کې د طالبانو حکومت د ماتې په قضیه کې د مشرف له حکومته ګټه واخیسته، اوس له طالبانو سره په سوله کې د عمران خان له حکومته اعظمي ګټه اخلي؛ چې په بدل کې یې پاکستان ته ځينې امتیازونه ورکړل شول لکه د ډيورنډ پر لانجمنه کرښه اغزن سیم نصبول، د پاکستان تر حکومت لاندې د قبایلي سیمو ادغام، د امریکا له خوا د بلوچستان ازادي غوښتونکې ډله تروریستي بلل؛ خو په مقابل کې هند د «ازاد» کشمير خودمختاره سیمه تصرف کړه.  

طالبان امریکا ته ضمانت ورکوي چې د دوی تر ولکه لاندې سیمې څخه به پر امریکا او متحدینو یې برید نه کېږي. خو په بدل کې یې له مسلمانانو سره پر بالفعل محاربو هېوادنو لکه روسیې او چین باور کړی او هغوی یې د سولې په پروسه کې د دواړو اړخونو د ضمانت کوونکو په توګه مطرح کړي دي. د طالبانو دغه ټولې مبدئي تېروتنې ناسم تقدیم دی، چې ناوړه پایلې به یې په دنیا او آخرت کې د جبران وړ نه وي؛ ځکه تر دغو شرایطو لاندې طالبان د امریکا، چین او روسیې پر وړاندې له جهاده لاس اخلي او د مجبوريت له مخې به د نورو مسلمانو نظامي ډلو پر وړاندې د جګړې صفونو ته ننوځي.  

له دې سره هممهاله امریکا له طالبانو سره خپله هوکړه له بین الافغاني هوکړې څخه بېله کړې ده، چې دا به خپله د طالبانو او نورو افغان اړخونو تر منځ د لا زیاتې داخلي تفرقې لامل شي او همدغه اختلافونه امریکا ته فرصت ورکوي، ترڅو د طالبانو په تجزیه او کمزوري کولو سره ژوره ساه واخلي، هوکړه لیک فسخه او خپل حضور ته دوام ورکړي.

نو په افغانستان کې د اشغالګرو هر ډول موجودیت هغه سرطاني غدې ته ورته دی، چې له ټولو رېښو سره له بېخه ایستلو پرته بله هېڅ حل‌لاره نه لري. دا موخه هغه مهال تر لاسه کېږي چې د امت مخلص نظامي مبارزین د اشغالګرانو پر وړاندې خپل جهاد ته دوام ورکړي او سیاسي او فکري مبارزین په یوه اسلامي خاوره کې د طلب النصرې له لارې قدرت خپل کړي او راشده دولت تاسیس کړي، چې پوځ به یې په افغانستان کې د مخلصو مجاهدینو ملتیا وکړي او په پایله کې به د امت دغه نظامي قضیه یو طرفه کړي او د نورو اشغال شوو خاورو د ازادۍ لپاره به په ګډه اقدام وکړي.

سیف الله مستنیر

د حزب التحرير - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

Last modified onیکشنبه, 01 سپټمبر 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې