یکشنبه, ۲۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
کشمير: ۱۵۰ کلن ظلم او وحشت
بسم الله الرحمن الرحيم
کشمير: ۱۵۰ کلن ظلم او وحشت

د هند ولسمشر رام نات کويند د ۲۰۱۹ کال د اګېسټ پر ۵ مه د کشمير مسلمانان له يو بل ټکان سره مخ کړل. د ولسمشرۍ فرمان په دوو برخو کې رسوا شو: لومړی دا چې د اساسي قانون ۳۷۰ ماده سربېره پر دې چې حذف شوې نه ده، پلې کېدای نشي. د فرمان دویمه برخه د جمو او کشمير (J&K) د ۲۰۱۹م کال د بېرته تنظيم د قانوني لایحې منل دي، چې له مخې يې جمو او کشمير(J&K) له یو متحد ايالت څخه د فدرالي حکومت تر ولکې لاندې پر دوو سيمه ييزو ټوټو ويشل کېږي. د ولسمشرۍ د فرمان له صادرېدو څخه مخکې وسله وال ځواکونه چمتو وو؛ د کشمير ډېری سياسي مشران په کورونو کې نظر بند وو، هر ډول مخابراتي شبکې پرې وې او د خلکو پر ګرځېدو محدودیتونه لګېدلي وو. لنډه دا چې له کشمير څخه يو پرانيستی زندان جوړ شوی و. دا نقشه د هند د کورنيو چارو اوسني وزير او د دغه هېواد د ملتپال ګوند (BJP) مشر اميت شاه ترسيم کړې وه. د هند د اساسي قانون ۳۷۰مې مادې ۶۵ کاله وړاندې د هند د خپلواکۍ راهیسې یعنې په ۱۹۴۷م کال جمو او کشمير ته ځانګړي امتيازات ورکړي وو، چې د هند د ملتپال ګوند (BJP) له ټاکنيزو شعارونو څخه یو هم د يادې مادې لغوه کول و.

د کشمير مساحت ۲۱۷۹۳۵ کيلو متره مربع دی، چې له پاکستان، هند، چين او افغانستان سره ګډې پولې لري. کشمير يوه اسلامي خاوره ده، چې د لومړۍ هجري پېړۍ په پای کې مسلمانانو فتحه کړه. وروسته بیا مسلمان جنرال محمد بن قاسم د سند او هند سيمې د ۹۴ هـ.ق (۷۱۲ م) کال په پيل کې فتحه کړې. اسلام د اسیا په لویه وچه کې د عباسي خليفه المعتصم د خلافت پر مهال یعنې ۲۱۸-۲۲۵ هـ.ق (۸۳۳-۸۳۹ م) کلونو کې خپور شو. په ټوله کې اسلام د اسيا لويه وچه کې چې اوسمهال د هند، پاکستان، کشمير او بنګله دېش په نومونو يادېږي، د لسو پېړيو په موده کې عباسي خليفه ګانو یو پر بل پسې خپور کړ. د جمو او کشمير ۶۷ سلنه اوسېدونکي مسلمانان دي، په داسې حال کې چې یوازې د کشمیر په دره کې بیا د مسلمانانو شمېر له ۹۵سلنې څخه اوړي.

د اسيا په لويه وچه کې د بریتانيې ښکېلاک د ۱۸م پيړۍ په وروستيو کې پيل شو. دوی لومړی د بریتانوي سوداګرو او بیا وروسته د ځينو مسلمانانو، هندوانو، سيکانو، بودايانو او نورو ياغيانو په ملاتړ واک ترلاسه کړ او خپل ښکېلاک ته يې دوام ورکړ. بریتانوی شهزاده په ۱۸۵۸م کال کې تر څلورو لسیزو جګړو وروسته پر اسيا لويه وچه په بشپړ ډول واکمن شو. بريتانيې به ځینې وخت د اسيا لويې وچې هغه سيمې چې ۵۵ سلنه مسلمانان پکې مېشت وو، په مستقيم ډول اداره کولې او ځینې وخت به یې د ۵۶۵ داخلي والیانو لخوا اداره کولې. دوی د کشمیر خپلواکه سیمه، چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان وو، یوه هندو شهزاده ته یې تر ۱۰۰ کلونو پورې اجاره ورکړه. په کشمير کې وحشت له همغه وخت څخه پيل شو، چې کابو ۱۵ لسيزې يې دوام وکړ. د دغو وحشتونو په پايله کې د هغې سيمې مسلمانان له بوږنوونکو پېښو سره مخ شول او دا ټولې قربانۍ یوازې د دې لپاره وې، چې واک او ځواک یوازې په کشمير کې متمرکز پاتې شي. د کشمير خلک په دې مشهور وو، چې د يادو وحشتونو پر وړاندې یې کلک هوډ درلود. د کشمير ۲۲ تنه مسلمانان د ۱۹۳۱م کال د جولای پر ۱۳مه په يوه کمسارې پېښه کې یو پر بل پسې شهیدان شول، څو د ماسپښين اذان بشپړ کړي. د دوی دغه کار د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د موته غزا په څېر و. دا لاريون هغه مهال پیل شو، چې په کشمير کې يوه امنيتي افسر قران کريم ته سپکاوی کړی و.

پر بریتانوي حاکميت سربېره بیا هم د اسیا لویې وچې مسلمانانو عثماني خلافت ته، چې هغه مهال په استانبول کې و، غاړه اېښوده. د ازادۍ خوځښت له شک پرته د ګڼ شمېر مسلمانانو استازيتوب کاوه. کله چې بريتانيې د اسيا له لويې وچې څخه د وتلو تکل وکړ، نو په دغه سیمه کې یې د هند او پاکستان په نامه دوه هېوادونه رامنځته کړل. د ۱۹۴۶م کال د مې پر ۱۲مه په يوه رسمي سند کې راغلي، چې بريتانيې خپلو ۵۶۵ داخلي واليانو ته امر ورکړ، څو خلکو ته له هند او پاکستان سره د یو خای کېدو اجازه ورکړي. په دغه دستور کې د حيدراباد، جونګرې او کشمير درې سیمې نه وې داخلې. د حيدراباد او جونګرې ډېری اوسېدونکي هندوان، خو واليان یې مسلمانان وو، نو ځکه له هند سره وتړل شوې. په کشمیر کې بیا برعکس، چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان او والي یې مسلمان و، خو هغه سیمه هم له هند سره وتړل شوه. په ۱۹۴۷م کال کې خلکو پاڅون وکړ، چې په پايله کې یې کشمير ته کورواکي ورکړل شوه او وروسته د هند د اساسي قانون د ۳۷۰ مې مادې له مخې ياده کورواکي په رسميت وپېژندل شوه.

له همدې امله ياده کړنه د ۱۹۴۷م کال راهيسې د هند او پاکستان ترمنځ د جګړو او نښتو لامل شوه. د کشمیر ۶۵ سلنه خاوره د هند په لاس کې ده، چې پاتې ۳۰ سلنه او ۵ سلنه یې په ترتیب سره د پاکستان او چین په لاس کې ده.

ملګري ملتونه د ۱۹۴۸م کال د اګېسټ پر ۱۳مه په دې مسله کې ښکېل شول، نو پر همدې مهال د ملګرو ملتونو امنيت شورا په کشمير کې د اوربند او نړيوالو څارونکو ځواکونو د ميشتېدو پرېکړه وکړه. وروسته يادې شورا يوه بله پرېکړه هم وکړه، چې له مخې به یې هند او پاکستان خپل ځواکونه وباسي، څو د کشمير خلک د يوې ټولپوښتنې له لارې خپله راتلونکې وټاکي. د ۱۹۵۷م کال د فبرورۍ پر ۱۴مه د ملګرو ملتونو امنيت شورا يوه بله پرېکړه وکړه، چې له مخې به يې په کشمير کې ټولپوښتنه کېږي. له دې مخکې په ۱۹۵۶م کال کې د هند لومړي وزير جواهر لعل نهرو په کشمير کې د هند واک ټينګ کړ او د هند د اساسي قانون ۳۷۰ ماده يې تصويب کړه، څو په دې سره کشمير د هند کورواکه ايالت اعلان کړي. د دغې مادې له مخې جمو او کشمير دا حق درلود، چې د هند د مرکزي پارلمان تصويب کړی قانون په خپله خوښه پلی کړي، نه په جبر او زور سره. د ۳۷۰ مې مادې په يوه بله فقره کې راځي، چې د هند ولسمشر د جمو او کشمير د ايالتي حکومت د دريځ خلاف فدرالي قوانين پلي کولی شي. د ۲۰۱۹م کال په اګېسټ مياشت کې ولسمشريز فرمان له دغې فقرې څخه په ګټه اخيستنې سره ټول فدرالي قوانين پلي کړل؛ په داسې حال کې چې د جمو او کشمير ايالتي حکومت لا له مخکې منحل شوی و او چارې به یې د ولسمشر تر دستور لاندې والي سمبالولې. هند له ۱۹۵۷م کال راهيسې د کشمير د ټولپوښتنې مخنيوی کوي، ځکه چې له پايلې څخه یې وېرېږي. له ۱۹۵۶ کال راهيسې به ځینې د شخړې اصلي سرچینه د يادې فقرې پلي کول و. ياده فقره په کشمير کې په پرله پسې توګه د لاريونونو او وسله والو پاڅونو لامل شوې ده. په کشمير کې ډېری مسلمانان له پاکستان سره د يوځای کېدو يا يو خپلواک دولت غوښتوونکي دي. کابو تر ۵ سلنه لږ خلک له هند سره د يوځای کېدو هيله لري. له همدې امله د ۱۹۵۸م کال له پيل راهيسې دغه ناحله مسله د ګڼو خلکو د وژلو، شتمنيو او عزت لوټلو او بې ځايه کېدو لامل ګرځېدلې، چې دا ټولې کړنې د کشمير د مسلمانانو د ارادې خلاف دي.

پاکستان سره له دي چې د کشمير د مسلمانانو ترڅنګ ولاړ دی، خو په کشمیر کې په امنیت خوندي کولو کې پاتې راغلی. لامل یې دا دی چې پاکستان د خپلې پوځي وړتيا په پرتله امريکايي تګلاره تعقيبوي. د هند او پاکستان ترمنځ ګڼې نښتې شوې، چې په ترڅ کې پاکستان د کشمير پر موضوع ځينې امتيازات له لاسه ورکړي. محمد علی جناح په ۱۹۴۸م کال کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا اوربند ومانه؛ ايوب خان په ۱۹۶۵م کال کې درې سيندونه چې د پاکستان برخه وه، هند ته وسپارل او نوازشريف په ۱۹۹۹م کال کې کارګيل هند ته وسپاره. وروستی خيانت د ولسمشر پرويز مشرف و، چې په ۲۰۰۴م کال کې یې د امریکا په اشاره د کشمير لانجه د پاکستان او هند ترمنځ دوه اړخيزه وبلله او هوکړه يې وکړه چې دواړو هېوادونه به یې حلوي. پاکستان پلوی امريکايي دريځ او هند پلوی شوروي دريځ په کشمير کې د ډېرو لاسوهنو لامل ګرځېدلی و. امريکا په کشمير کې د مقاومت چاپيريال په خپله ګټه وکاروه او پاکستان ته يې اجازه ورکړه چې په کشمير کې د مقاومت خوځښتونو ملاتړ وکړي، څو په سيمه کې د شوروي اتحاد تر ماتې وروسته پوځي مانور وکړي.

په کشمير کې له خپلواکۍ راهيسې له ۱۹۸۸م څخه تر ۱۹۹۹م کال پورې مقاومت په ډېر قوت کې و، چې دې ته د کشمير پاڅون هم ويل کېږي او پر همدې مهال د ايالتي ناندریزو ټاکنو مسله هم راپورته شوه. هند ګڼ شمېر امنيتي ځواکونه د پوځ، پوله ساتو ځواکونو او مرکزي احتياطي ځواکونو په ګډون هلته ځای پر ځای کړ، چې شمېر يې ۷۵۰۰۰۰ تنه و. هند د ۱۹۹۰م کال د سپټمبر په مياشت کې د مقاومت ختمولو په موخه د وسله والو ځواکونو ځانګړی قانون (AFSPA) پر کشمير باندې پلی کړ. ياد قانون وسله والو ځواکونو ته اجازه ورکړه، چې د عامه نظم د ساتلو لپاره له قانوني حکم پرته يو څوک وژلی او بندي کولی شي. هندي سرتېري په ګڼو بشري سرغړونو او د محکمې له امر پرته په ګڼو وژنو، ربړونو، جنسي تېريو او ځورونو کې تورن او مسوول وګڼل شوي. د اټکل لمخې تراوسه ۱۰۰۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. کابو همدومره کسان له جرم سره يا پرته له جرمه نادرکه او یا په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي.

د زرګونو کونډو او يتيمانو ترڅنګ د کشمير له پېغلو او زړو ښځو سره ډېر زړه بوږنوونکي جرمونه شوي. د کشمير په دره کې له ۲۰۰۴م کال راهيسې د هند ملېشو د مقاومت ګڼ شمېر مشران د مقاومت د له منځه وړلو په موخه نادرکه کړي دي. د بشري حقونو کميسيون د ۲۰۱۱م کال راپور تاييدوي، چې په جمو او کشمير کې په مرمیو ویشتل شوي زرګونه جسدونه په یوه نامعلوم قبر کې ښخ شوي دي. له ۱۴ ولسواليو څخه په ۴ ولسواليو کې د ځايي وګړو له ۲۷۳۰ بربنډو جسدونو څخه ۵۷۴ جسدونه په ګوته شوي، سره له دې چې د هند حکومت ټينګار کوي چې ياد ټول قبرونه په بهرنيانو پورې تړاو لري. د کشمير مسلمانانو د تېرو ۱۵۰ کلونو راهيسې د بریتانیې، هند او امریکا بېلابېل ظلمونه او وحشتونه وزغمل.

د هند د ۲۰۱۹م کال د اګېسټ د ۵مې اعلان، د وحشت يو نوی پړاو دی؛ خو الله سبحانه وتعالی پر هرڅه قادر دی. د هند حکومت د کشمير د خلکو سترې غوښتنې د ۳۷۰مې مادې پټولو يا حذفولو په پلمه له پامه غورځوي. په دغه حساس پړاو کې د مسلمانانو ته پکار ده، چې د يادو پېښو په تړاو سم دريځ ونیسي.

۱- مسلمانانو ته روا نه ده چې په هغه ځمکه کې د اسلام د پلي کېدو مخه ډب کړي، چې یو وخت داسلام تر واکمنۍ لاندې وه. دا مفکوره د مسلمان له ویاړ او شرافت څخه سرچینه نه اخلي، بلکې د الله سبحانه و تعالی د قانون او شریعت پلي کولو ته سخته اړتیا ده. پر همدې بنسټ، مسلمان ته روا نه ده، چې دغې موخې ته په رسېدو کې له خپلو هلو ځلو لاس په سر شي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ﴾

[المایده:۵۰]

 ژباړه: که دوی د خدای له قانون څخه مخه واړوي، نو ایا بیا د جاهلیت پرېکړه غوړي؟ په داسې حال کې هغه خلک چې پر الله باور لري، د دوی په نزد له الله څخه بل غوره پرېکړه کوونکی هېڅ نشته.

۲- هندوستان د کشمیر مسله کې دخیل دي، هغه هېواد چې په نړۍ کې د ډیموکراسۍ د ستر ملاتړي دعوه کوي او دا په وار وار جوته شوې چې ډیموکراسي پکې یوازې د هوساینې یوه وسیله ده. بریتانویانو په خپلو ډیموکراتيکو بنسټونو او موسسو ویاړ کاوه، خو د کشمیر د مسلې په راپورته کېدو سره یې په کشمیر کې په بشپړ ډول خلک بېل کړل. هندوستان په خپلو ډیموکراټیکو بنسټونو او موسسو نازېده، په داسې حال کې چې په کشمیر کې یې په ډېر وحشت سره د خلکو لویې هیلې تر پښو لاندې کړې. دا ښکاره ده، چې هندوستان له ډېر پخوا څڅخه د نړۍ په یوې ټاکلې سیمې کې لوی پوځ لري او نوموړی پوځ جګړه نه کوي، خو له دې څخه هم سترګې نشي پټېدای، چې هند د کشمیر پر خلکو ظلم او وحشت کوي. د ملګرو ملتونو سازمان د یوې ټاکنیزې تګلارې له مخې د امریکا په چوپړ کې بوخت دی او کله چې د مسلمانانو په سیمو کې ښکېل شي، په ښکاره د جوجاړي لار غوره کوي، خو په اصل کې بله لاره لټوي. نوموړی سازمان به د تل په څېر د ځواک د څښتنانو لخوا د یوې وسېلې په توګه د هغوی ګټې ساتي او واک ته تر رسېدو پورې به پرې پانګونه کوي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُواْ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُواْ أَن يَكْفُرُواْ بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلاَلاً بَعِيدًا﴾

[النساء:۶۰]

ژباړه: اې پېغمبره! ایا تاسو هغو خلکو ته نه دي کتلي، چې دعوه کوي: موږ پر هغه کتاب چې تا ته راغلی او پر هغو کتابونو چې له تاسو څخه مخکې نازل شوي وو، ایمان راوړی. خو بل خوا بیا غواړي چې خپلې چارې د پرېکړې لپاره طاغوت ته وړاندې کوي. په داسې حال کې چې هغوی ته له طاغوت څخه د منکرېدو حکم شوی و. شیطان غواړي چې هغوی وغولوي او له سمې لارې څخه یې ډېر لري کړي.

۳- نړیوالو قدرتونو لکه: امریکا، بریتانیا، روسیې، اروپا او چین د خپلو سیمه ییزو او ملي ګټو د خوندي کولو په موخه د اسلام تر نامه لاندې د مسلمانانو له لوړو هیلو او احساساتو څخه ګټه اخیستې. د کشمیر په رامنځته کېدو کې د بریتانیې رول او په همدغې مسله کې د امریکا رول چې له ملګرو ملتونو څخه یې د وسیلې په توګه کار اخیستی او یا له دغه سازمان پرته له ۱۹۴۷م کال راهیسې په دغې مسله کې بوخت دی، بیخي ښکاره دی. دغه راز نور قدرتونه هم د خپلو دریځونو پر بنسټ د کمشیر په مسله کې برخه لري. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُواْ لِلّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُّبِينًا﴾

[النساء:۱۴۴]

ژباړه: اې مومنانو! د مومنانو پر ځای له کافرانو سره ملګرتیا مه کوئ. ایا تاسو غواړئ، چې الله ته د ځان پر خلاف ښکاره سند ورکړئ؟

۴- د کشمیر او فلسطین د مسلو سرچینه یوه ده. دواړې د بریتانویانو پروژې وې او غوښتل يې چې له مسلمانانو واک واخلي، نو پر همدې اساس یې فلسطین یهودانو او کشمیر هندیانو ته ورکړ. له دویمې نړېوالې جګړې وروسته د نوموړو دواړو پروژو واک امریکا په لاس کې واخیست او د یوې وسیلې په توګه یې ترې د سیمو په اشغال او ښکېلاک کې کار واخیست. دواړه په وسلو سمبال نظامیان لري، د لسیزو را په دېخوا له انساني حقونو څخه ناوړه ګټه اخلي او په نړۍ کې تېري او سپکاوي ته دوام ورکوي. دواړه ډېر عمره نسلونه لري او په څرګنده توګه ډیموکراسۍ ته واقعي رنګ ورکوي. دواړه هڅه کوي چې د اسلامي دولت د واکمنۍ په نشت کې پر اسلامي نړۍ خپل واک وغځوي. هغه اسلامي دولت چې په ټوله نړۍ کې د خلکو ژوند او ملکیت ساتي او د دغه دولت د سپېڅلې دندې په اړه الله سبحانه و تعالی په قران کې فرمايي:   

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ الْكُفَّارِ وَلِيَجِدُواْ فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ﴾

[التوبه:۱۲۳]

ژباړه: اې مومنانو! د حق له هغو منکرانو سره و جنګېږئ، چې تاسو ته نږدې دي. هغوی باید په تاسو کې کلکوالی( زېږوالی) و مومي او پوه شئ چې الله له پرهېزګارانو سره دی.

۵- په کشمیر کې مسلمانان داسې دولتي ځواک او زور نه لري، چې په خپله اسلامي شریعت پلی کړي. دا د اسلامي نړۍ د پوځونو دنده ده، چې کشمیر ازاد او امنیت یې ټینګ کړي. د کشمیر د خپلواکۍ اصلي او لومړنۍ دنده د پاکستاني پوځ ده. د خلافت په بېرته راتګ سره به په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو پوځونه ډاډمن شي او پر ځمکه به د الله سبحانه وتعالی د سپر ساتنه او مرسته کوي. خلافت دولت به د حکم (حکومتولۍ) نظام پلی کوي، چې له دې لارې به د ټولو وګړو (مسلمانو او نا مسلمانو) ژوند امن کړي. د ژوند او ملکیت ارزښت به خوندي کړي او دیني حقونه به یې وساتي. له قوانینو څخه به په دوامداره توګه دفاع کوي او دا به څرګندوي چې قوانین له نفسي غوښتنو او هوسونو څخه نه، بلکې له یوې رښتینې سرچینې (قران) څخه راوځي، چې الله سبحانه و تعالی یې امر کړی او پېغمبر صلی الله علیه وسلم یې راوړي دي (سنت). په دې اړه الله سبحانه و تعالی فرمايي:  

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الأَرْضِ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الآخِرَةِ إِلاَّ قَلِيلٌ﴾

[التوبه:۳۸]

ژباړه: اې مومنانو! پر تاسو څه شوي، کله چې در ته د الله په لاره کې د وتلو وویل شول؛ نو تاسو پر ځمکه بېغمه کېناستلئ؟ ایا د اخرت په پرتله مو د دنیا ژوند غوره کړی؟ که داسې وي، نو پوه شئ چې په اخرت کې به د دنیوي ژوندانه دغه ټول وسایل هېڅ ارزښت ونه لري.

مرکزي مطبوعاتي دفتر ته د ریاض ابن ابراهیم لیکنه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې