یکشنبه, ۲۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د پاکستاني پوځ غښتلو مجاهدینو ته اجازه ورکړئ، چې د مودي زامې ماتې او کشمیر ازاد کړي!
بسم الله الرحمن الرحيم
د پاکستاني پوځ غښتلو مجاهدینو ته اجازه ورکړئ، چې د مودي زامې ماتې او کشمیر ازاد کړي!

د یهودو په څېر دا ځلې هندو دولت داسې ګامونه واخیستل، چې په ترڅ کې يې هڅه کوي پر سوچه اسلامي خاوره (کشمیر) خپله ولکه لا نوره هم ټینګه کړي. دا هغه خاوره ده چې څو لسیزې د مسلمانانو په وینو خړوبه شوې ده. هندو دولت د ۲۰۱۹م کال د اګېسټ پر ۵ مه د یوه فرمان په ترڅ کې له کشمیر څخه د ځانګړې سیمې حیثیت واخیست. کشمیر ته يې پرېمانه پوځیان ولېږل، د مخابراتي شبکو فعالیتونه یې بند کړل، هغه سیمې يې کلابندې کړې، چې هندو دولت ترې د مقاومت ډار درلود. پر دې سربېره یې هندوانو ته اجازه ورکړه، چې په کشمیر کې مېشت شي او دا هر څه يې د اساسي قانون د (A- 35) پراګراف او ۳۷۰ مې مادې تر لغوه کولو وروسته وکړل. هندو حکومت دا هرڅه د غرب تر دقیقې څارنې لاندې وکړل، د دې لپاره چې پر کشمیر خپله ولکه ډېره کړي، هندو حکومت ځمکني واقعیت ته بدلون ورکړ او دا چاره یې په فلسطین کې د یهودي دولت کړنلارې ته په کتو ترسره کړه. په حقیقت کې هندو حکومت دا جوته کړه، چې خیانت او چل د مشرکو هندو مشرانو په خټه اخښل شوی دی او همدوی د مسلمانانو سرسخته دښمنان دي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا﴾

[المایده:۸۲]

ژباړه: ته به له مومنانو سره په دښمنۍ کې تر ټولو سر سخت یهودان او مشرکان و مومې.

اې د پاکستان مخلصو او سپېڅلو مسلمانانو!

په دې وروستیو کې پر اشغال شوي کشمیر د هندي حکومت ولکه خورا پیاوړې شوې وه. په ځانګړې توګه هغه مهال چې حکومت د کشمیر یو غښتلی مجاهد «برهان واني» شهید کړ-الله دې جنت فردوس ورکړي- نو له هغه وروسته د کشمیریانو خورا پراخو لاریونونو هندي مشران وارخطا کړل. که څه هم هندو حکومت یو ځل بیا خپله ولکه ټینګه کړه، خو پوځیان يې سخت بې موراله او بې روحیې شوي دي. دوی له داسې خلکو سره په جګړه کې ښکېل دي، چې له مرګه نه ډارېږي او په خوښۍ سره شهادت قبلوي. بل خوا بیا هندي پوځیان له سخت رواني ناارامۍ سره مخ دي، چې ځینې يې حتا په رواني ناروغیو اخته شوي او ځان وژنې يې کړي دي. هندي حکومت یو ځل بیا پر کشمیر خپله ولکه ټینګه کړه، خو د امت د یوې وړې برخې پوځ هغه مهال مودي ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ، کله چې هندي پوځي الوتکو د پاکستان فضايي حریم مات کړ. له پاکستاني پوځ سره یې په مقابله کې پوځي الوتکه راو پرځېده او پیلوټ يې بندي شو.

پاکستاني چارواکي هم د منځني ختیځ د بې غیرته عربو مشرانو په څېر دي، د دې پر ځای چې د مومنانو د زخمونو د ټکور لپاره يې د هندو حکومت پوځي اقدام ته په پوځ سره ځواب ویلی وای؛ دوی پر کشمیر د هندي واکمنۍ لاټینګېدو ته نوره هم لار هواره کړه. د باجوه- عمران حکومت دا هرڅه د خپل سرکښه او خاین بادار ټرمپ په امر وکړل؛ په داسې حال کې چې د ټولې نړۍ د حاکم ذات الله سبحانه و تعالی حکم يې شا ته پرېښود. د پاکستان ذلیلو مشرانو د کشمیر د سپېڅلو مجاهدینو له ملاتړ څخه لاس واخیست او هغوی يې ترهګر وبلل. په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ﴾

[البقره:۱۹۱]

ژباړه: له هغوی سره چې هر ځای مخامخ شوئ، وجنګېږئ او له هغه ځای څخه یې وباسئ، چې تاسو یې ترې ایستلي یاست.

خو د پاکستان بې شرمه مشرانو د غربي اشغالګرو قوتونو غوښتنې ومنلې او د کشمیر د سپېڅلو مجاهدینو مالي ملاتړ يې ونه کړ. په دې سره د هغوی پوځي مبارزه ټکنۍ او ان له ګواښ سره مخ شوه. الله سبحانه و تعالی فرمايي:


﴿وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ﴾

[الانفال:۶۰]

ژباړه: او تاسو ترخپله وسه د هغوی مقابلې ته ډېر امکانات او زین کړي اسونه چمتو کړئ. څو له دې لارې د الله سبحانه وتعالی دښمنان، خپل دښمنان او هغه نور دښمنان ووېروئ، چې تاسو یې نه پېژنئ او الله سبحانه وتعالی یې پېژني.

د مودي حکومت څو ځله پر پاکستانۍ خاوره د راکټونو او کلسټر بمونو بریدونه کړي، خو د باجوه-عمران خاین حکومت د دې پر ځای چې د پاکستاني پوځ زمریو پوځیانو ته د غاښ ماتوونکي ځواب اجازه ورکړي، مودي ته د سولې کولو زارۍ کوي. حتا د نړۍ په کچه له لوی سرکښ ټرمپ څخه د منځګړیتوب غوښتنه کوي. په داسې حال کې چې الله تعالی فرمايي:

﴿فَلاَ تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنْتُمْ الأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَكُمْ وَلَنْ يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ﴾

[محمد:۳۵]

ژباړه: نو تاسې مه بې زړه کېږئ او مه د سولې وړاندیز کوئ؛ همدا تاسو برلاسي کېدونکي یاست. الله سبحانه وتعالی له تاسو سره دی او هغه سبحانه وتعالی به هېڅکله ستاسو عملونه بې ځایه نه کړي.

اې د پاکستان د وسلوالو ځواکونو زمریانو!

هغه ستر ذات چې ستاسو ساه ګانې يې په لاس کې دي، د شهیدانو ارواح به د جنت په مرغانو کې واچوي او هلته به د هغه په قدرت سره حرکت کوي، فرمايي:

﴿وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلْوِلْدَانِ ٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَآ أَخْرِجْنَا مِنْ هَـٰذِهِ ٱلْقَرْيَةِ ٱلظَّالِمِ أَهْلُهَا﴾

[النساء:۷۵]

ژباړه: اخر څه دلیل دی، چې تاسو د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د هغو ناتوانه نارینه و، ښځو او ماشومانو لپاره نه جنګېږئ! هغوی چې کمزوري شوي، تر فشار لاندې نیول شوي او داسې چیغې وهي: اې ربه ته مو له دغې خاورې څخه چې اوسېدونکي یې ټول ظالمان دي، وباسه!

یوازنی پوځي مشر چې تاسو یې باید حتمي اطاعت وکړئ او پر لاره یې روان شئ، هغه پیغمبر صلی الله علیه وسلم دی؛ چې فرمايي:

«مَا تَرَكَ قَوْمٌ الْجِهَادَ إلاّ ذُلّوا»

(احمد)

ژباړه: ذلیل شوی قوم، جهاد پرېږدي.

نو په تاسې کې به هغه کوم پوځي کنډک وي، چې لومړی پر سرینګر د تکبیر ناره پورته کړي او پر کشمیر د مودي د واکمنۍ پای ته رسول وغواړي؟

رښتني خلافت ته نصرت ورکړئ او مادي ملاتړ یې وکړئ، تر څو یو ځل بیا پر نبوي تګلاره خلافت تاسیس شي. داسې واکمنان واک ته ورسېږي، چې هغوی پر ځمکه د الله سبحانه و تعالی له لوري رالېږل شوي احکام پلي کړي. زموږ خلافت به نه یوازې دا چې د هندي حکومت سفارتي چارې به بندې کړي او ډيپلوماټان به يې بېرته ورشړي؛ بلکې د اشغال شوي کشمیر مسلې ته به د نظامي ځواک پر مټ وردانګي. زموږ خلافت به د الله سبحانه و تعالی د رضا د لاسته راوړلو لپاره خلک جهاد ته هڅوي، هغه خلک چې له کلونو کلونو راهیسې دردېدلي او له خپلو کورونو شړل شوي دي. زموږ خلافت به د دښمن د وېرولو په موخه خپلې اټومي وسلې په حرکت راولي. همدا ډول به د اشغال شوي کشمیر او پاکستان تنکي ځونان به په بېړه وروزي، څو ستاسو ملاتړ ته چمتو شي. په رښتیا سره اوس نو ستاسو وار دی، چې پر سرینګر د اسلامي خلافت بیرغ ورپوئ او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د بریا او شهادت په لټه کې شئ،  تر دې چې لاسته یې راوړئ. پر همدې اساس الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ الْكُفَّارِ وَلْيَجِدُوا فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ﴾

[التوبه:۱۲۳]

ژباړه: اې مومنانو! د حق له هغو منکرانو سره و جنګېږئ، چې تاسو ته نږدې دي او هغوی باید په تاسو کې کلکوالی(زېږوالی) راپیدا کړي؛ پوه شئ. چې الله سبحانه وتعالی له پرهیزګارانو سره دی.

حزب التحریر-ولایه پاکستان

Last modified onجمعه, 06 سپټمبر 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې