یکشنبه, ۲۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ایا د غرب او د هغوی د سازمانونو د رضایت په پرتله دا غورنه نه ده، چې خپله ټولنه له فساد او اخلاقي رذالتونو څخه وساتل شي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ایا د غرب او د هغوی د سازمانونو د رضایت په پرتله دا غورنه نه ده، چې خپله ټولنه له فساد او اخلاقي رذالتونو څخه وساتل شي؟

(ژباړه)

د العطا خیریه بنسټ د ښځو چارو د ادارې او په انګلیستان کې د میکا موسسې په ملاتړ په بیت حنون کې چې تر غزې مهم ښار دی، فلسطیني نجونو ته ورزشي لوبې جوړې کړې دي. په دغو لوبو کې له ۱۲څخه تر ۱۵کلنو نجونو پورې ګډون کړی و. د دغو لوبو موخه د ځوانو فلسطیني نجونو په ځانګړې توګه غزې تړانګې ته د نژدې نجونو د حقونو ساتل ښودول کېږي. دغه لوبې له ځان سره له پورته پیغامونو سربېره د فلسطین د قضیې تر شا نور پیغامونه هم لري.

په اسلامي او عربي نړۍ کې د ښځو لپاره په بېلابېلو نومونو او وسیلو سره د بنسټونو او حرکتونو جوړل د مسلمانو ښځو پر وړاندې یو ډول جګړه ده. که د دغو حرکتونو موخو او پلانونو ته ځیر شو، نو دا په ډاګه کوي چې یاد حرکتونه د فکري جګړې بنسټونه دي. دغه بنسټونه داسې شکمن رول لوبوي، چې له ځان سره لوی لوی خطرونه هم لېږدوي. دا حرکتونه په غرب پورې تړلي او ملاتړ یې کوي. دوی هڅه کوي چې په دې سره د عملي اسلام مخه ډپ کړي.

دغه بنسټونه په لومړیو کې د بېوزلو کسانو د اساسي اړتیاوو په پوره کولو تمرکز کوي لکه: روغتیایي او تعلیمي اړتیاوې او طبیعي پېښې (سیلاب، لوږه، هغه جګړې چې ډېری کسان ګډوالۍ ته اړ کوي)؛ خو د وخت په تېرېدو سره دغه سازمانونه خپل فعالیتونه، پروګرامونه او رول ډېروي. که دولتونه وغواړي د خپلې ورانوونکې غونډې اجنډا په اسلامي خاورو کې پلې کړي، نو له دغو بنسټونو سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکوي. یاد بنسټونه بیا په پایله کې د دوی پروګرامونو لکه: چاپېریال ساتنه، ټولنیز عدالت، د بشر، ښځې، ماشومانو او ځوانانو حقونه، ډېموکراسي، تاوتریخوالي او داسې نورو ته ارزښت ورکوي.

دغه مرکزونه خپله تګلاره د فکرې پروګرامونو پر ځای پر تفریحي پروګرامونو او یا هم یتیمانو ته د خوراکي توکو په وېش پیلوي، خو کله چې ښځې پر ځان راماتې کړي، وروسته بیا خپل دوکه ورکوونکي پلانونه پلي کوي. دغه چټل مرکزونه د ورزشي لوبو، د پخلي د پروګرامونو، ښځو ته د ګټورو لاسي صنایعو، د ماشومانو د روزنې او زده کړې د پروګرامونو له لارې د مسلمانو ښځو ذهنونه مسموموي. لکه څنګه یې چې د تفریحي ځایونو په وسیله مسمومول. موخه یې په دغو مرکزونو کې د ښځو د ګډون لپاره تشویق دی او د داسې فضا د رامنځته کېدو هڅه کوي، چې ښځې د خپل ځان او بچیانو په اړه ډاډمنې شي.

فلسطین یو له هغو خاورو څخه ده، چې دا ډول بنسټونه پکې جوړشوي دي. په ۱۹۹۳م کال کې د اسلو له ننګین هوکړه لیک او خپلو جوړښتونو ته د فلسطین له ګرځېدو وروسته په ښځو پورې اړونده فعالیتونو په پراخه کچه زیات شول. د فلسطین بېلابېل ښارونه او کلي د اروپا او نړیوالې ټولنې روغتیایي، فرهنګي او بشر دوستۍ سخاوتمندانه فعالیتونو ونیول. اوس د دغو خیریه بنسټونو شمېر زرګونو ته رسېږي. که د ښځو دغه سازمانونه او پروژې وڅېړو، نو پوه به شو چې دغه سازمانونه د مرسته کوونکو تر کنټرول لاندې دي او یوازې د دوی د موخو لپاره فعالیت کوي. که مرسته کوونکي وغواړي ډیموکراسي عامه کړي، لسګونه بنسټونه ورته جوړوي. که وغواړي یوازې ښځو او ماشومانو ته کار وکړي، په اسانۍ سره ډېر بنسټونه ورته جوړولی شي. که وغواړي تاوتریخوالی رامنځته کړي، د دغو بنسټونو په وسیله یې په ډېرې اسانۍ سره کولی شي. دغه بنسټونه د تفریحي پروګرامونو، مرستې او ورزشي لوبو په چوکاټ کې د ښځو د جذب لپاره جوړیږي.

همدا اوس د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه زرګونه بنسټونه جوړشوي دي. هغه بنسټونه چې یوازې مرسته کوونکو ته غوږ دي او د هغوی موخې تعقیبوي؛ لکه: اروپایي ټولنه، نړیوال بانک، امریکایي اقتصادي بنسټ (USAID)  او داسې نورې موسسې.

باید ووایو چې په فلسطیني ټولنه کې دغه خیریه بنسټونه د ښځو لپاره عملي او واقعي پروګرامونه نه لري. دغه موسسې پر رسمي موضوعاتو لکه: تاوتریخوالی، ژر واده کول، مساواتو او نورو مسایلو تمرکز کوي. په حقیقت کې دا داسې ستونزې نه دي، چې د ښځو پر ژوند یې دې اغېز کړی وي. دا بنسټونه پر داسې پروګرامونو کار کوي، چې پر جنسیت پورې اړه لري او له غربي مفهوم سره سم د ښځو پر ازادۍ او حقونو تمرکز کوي؛ لکه: جنسیتي مساواتو ته لاسرسی، د پوهې د لوړوالي لپاره د زده کړې پروګرامونه، چې د ښځو د مهارتونو او تجروبو د زیاتوالي لامل شي او د ښځو د خپلواکۍ ساتل، چې د نرانو له سرپرستۍ څخه راووځي. دغه راز غواړي ښځې له غربي مفاهیمو سره سمې د خپلو حقونو غوښتلو ته تشویق کړي.

دا حالت یوازې په غربي برخه کې نه دی، بلکې په غزه کې هم د ښځو اړوند لسګونه خیریه بنسټونه او مرکزونه شته، چې د غرب په مرسته او ملاتړ جوړ شوي دي. هغه مرکزونه چې له خپلو شخصي ګټو پرته بل هېڅ موخه نه لري، نه غواړي ډېر کم خیر هم مسلمانانو ته ورسیږي. له دې ډلې، د فلسطین د ښځو اتحادیه، د ښځو کمېټه، د ښځو د پرمختګ او مطالعاتو د پراختیا بنسټ، د ښځو د چارو مرکز او د العطا خیریه بنسټ، چې دغه لوبې د دوی په څارنه جوړېږي. که څه هم دغه لوبې په ښکاره د نجونو د تفریح او خوشحالۍ لامل ښکاري، خو په حقیقت کې هغه پروګرامونه دي، چې د فلسطین مبارکې خاورې د نجونو د فاسدولو لپاره جوړې شوي دي. دغه لوبې په حقیقت کې د غربي فاسد فرهنګ عامول، د اسلامي مفاهیمو او احکامو پر وړاندې لویه ضربه او د نجونو د حیا او شرم د مخنیوي له منځه وړل دي. دغه راز د نڅا د لوبو یا د دبکه (د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې یو ډول نڅا ده) په لور یو ګام دی. همداراز د موسیقۍ او  مُد (ډول) وړاندې په دې پلمه کوي، چې دوی د فلسطین د میراثونه ژوندي ساتي. د فلسطین له قضیې ملاتړ کوي او نړیوالو ته یې په متمدن ډول او له تاوتریخوالي پرته څرګندوي. 

موږ پوهیږو چې د نجونو او ښځو ورزش او فعالیتونه به له شریعت سره په ټکر کې نه وي، خو هغه څه چې په شریعت کې منعه دي، هغه جنسیتي اختلاط او د عورت لوڅول دي. په دې مانا که چېرې د سندرو ویل، د منډو وهلو لوبې او د نجونو دبکه، د ښځو په ځانګړي ځای کې وي له شریعت سره ستونزه نه لري. نو موږ به ولې د ښځې ازادي له اسلامي شریعت سره په مخالفت کې اچوو؟!

ښځې کولی شي زده کړې او کار وکړي، سوداګریز شرکتونه او موسسې مدیریت کړي. د ټولنیزو، فرهنګې او اقتصادي ادارو په خدمت کې ګډون وکړي. خو د هغه مشروعیتونو په چوکاټ کې چې غیرتي پروردګار یې ورکړي دي، نه د انسانانو له خوا په ورکړل شویو مشروعیتونو کې. اسلام د ښځو لپاره سخت دریځه او ناعادلانه نه دی. ښځې کولی شي تفریح او ورزش وکړي. ښځې کولی شي یو بل ته خپل ښایست، جامې او سینګار وښيي، په داسې حال کې چې نران نه وي. اسلامي شریعت په وخت او ځای پورې محدود نه دی. تمدن او پرمختګ له اسلام سره ستونزه نه لري؛ بلکې موږ د اسلام خلاف روان یو، ځکه له دا ډول ستونزو سره مخ شوي یو.

نو دا پوښتنه رامنځته کېږي، چې ایا د دا ډول فعالیتونو مخه نیول د غزې تړانګې د مسوولینو دنده نه ده؟! په داسې حال کې چې په غربي برخه کې د دغو بنسټونو فاسدوونکي او وبجاړوونکي فعالیتونه په خپلو سترګو ویني. ایا د غرب او د هغوی د سازمانونو د رضایت په پرتله دا ښه نه ده، چې خپله ټولنه له فساد او اخلاقي رذالتونو څخه وساتل شي؟ دا په ښځو پورې اړوند حرکتونه، سازمانونه او بنسټونه، چې په پټه او ښکاره هر څه کوي، یوازې د ملاتړ کوونکو په خدمت کې دي. هغه ملاتړي چې تل د اسلامي امت د فاسدولو په هڅه کوي. غواړي د امت ټولنیز بنسټ یې خراب کړي، خلک یې بې‌‌اتفاقه او په کوچنیو ډلو  ووېشي. څو په دې سره د مسلمانانو له بېدارۍ او په پایله کې د اسلامي دولت د بیا تاسیس مخه ونیسي. هغه دولت چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تګلارې انځور وړاندې کوي. انشاء الله، چې الله سبحانه وتعالی به مو یې ډېر ژر شاهدان کړي.

لیکواله: مسلمه الشامي

ژباړن: حبیب الله

Last modified onجمعه, 11 اکتوبر 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې