شنبه, ۰۹ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ایتلاف غړي اوس هم نه پوهېږي، چې سلمان د حوثیانو تر ټولو ستر ملاتړی دی
بسم الله الرحمن الرحيم
د ایتلاف غړي اوس هم نه پوهېږي، چې سلمان د حوثیانو تر ټولو ستر ملاتړی دی

(ژباړه(

یو شمېر خلک په ځانګړي ډول هغه کسان چې د سلمان یرغل تاییدوي، د نوموړي په اړه د خیر ګمان کوي او پر دې باور دي چې د ملک سلمان عمل د حوثیانو د له منځه وړلو لپاره دی. دا هر څه په دې موخه ترسره کېږي، چې د ایران په مرسته د حوثیانو له خوا لرې کړای شوی ولسمشر هادي یو ځل بیا واک ته ورسېږي.

اوس هم د یمن په جکړه کې د امریکا او انګلیس شخړې په قصدي ډول په رسنیو کې انحراف شوې دي او ډېری خلکو ته دغه موضوع ګونګه ده. د دواړو لورو رسنۍ پر دې تمرکز لري چې خلک د دغه ناوړه یرغل په حقیقت پوه نه شي. د حوثیانو رسنۍ د دښمن د ظالم بللو غږ پورته کوي او د یمن د خلکو مظلومیت یادوي، ملي احساسات یې راپورته کړي او د دښمن پر وړاندې په جګړه کې د خلکو د چمتوالي لپاره فعالیت کوي. دوی د دغه کار لپاره په رسنیو کې حماسي فعالیتونه کوي. په ورته وخت کې هڅه کوي چې ملاتړي یې په خاص او خلک په عام ډول د اتلولۍ د تر لاسه کولو په موخه د جګړې پر اوسني واقعیت پوه نه شي.
همدارنګه د ایتلاف ټولې رسنۍ له شته جریانونو سره د حوثیانو له منګولو د یمن د ازادۍ او د هادي د بیرته واکمنۍ لپاره هڅې کوي، چې د یمن قانوني ولسمشر یادېږي. د دوی په وینا، هادي د یمن قانوني ولسمشر دی، د ال سعود او خلیج حکامو ته یې پنا وړې او حوثیانو په زور له واکه ګوښه کړی دی. خو حقیقت دا دی چې امریکا د حوثیانو بنسټیزه ملاتړې ده. د حوثیانو هغه غږ دغه حقیقت یې پټ کړی، چې پر امریکا د مرګ نارې وهي او هره ورځ چیغې وهي. پر دغه حقیقت له زیرکو انسانانو پرته، چې د هېڅ لوري پلوي نه کوي، نو څوک نه پوهېږي. ځکه امریکا خپلې ډېری نقشې پخپله نه عملي کوي، بلکې د خپلو مزدورانو په واسطه یې عملي کوي. امریکا هڅه کوي، څو حوثیان په یوازني قدرت بدل کړي. که دغه کار ناشونی هم وي، په سیمه کې به یې د یو ځواکمن قدرت په توکه معرفي کړي. امریکا دغې موخې ته د رسېدو لپاره له دوو سیمه ییزو قدرتونو ایران او سعودي عربستان څخه ګټه اخلي.
ایران د یو ځواکمن قدرت په توګه د حوثیانو په بدلون کې ډېر ورو رول لوبوي، ځکه امریکا د حوثیانو تثقیف، د وسلو برابرېدنه، نظامي تمرینونه او د سیاستوالو روزنه د یمن دننه ایران ته په غاړه ورکړې ده، څو په ورته وخت کې واک ته له رسېدو سره سم د سیاسي چارو پرمخ وړلو وړتیا هم ولري. له همدې امله، لسګونه کلونه کېږي چې ایران په پټه توګه د امریکا له لوري ورکړل شوی پروګرام پرمخ وړي. وروسته په تدریجي ډول ټولو خلکو ته د ایران دغه رول معلوم شو. که څه هم ایران هڅه وکړه چې د حوثیانو پر مټ دغه موضوع پټه کړي، خو بیاهم خلک پرې خبر شول. سعودي بیا واک ته د حوثیانو په رسولو کې چټک رول لوبوي. د همدغه یرغل له لارې یې واک تر لاسه کړی او د صالح ټولې وسلې او امکانات یې حوثیانو ته وسپارل. که څه هم د ایران رول د سعودي د رول په پرتله توپیر کوي.
سعودي ایران ته د لومړي ملګري او دوست په توګه ځکه ګوري چې باور ورباندې لري او د ایران له مشورې پرته هېڅ کار نه کوي. په داسې حال کې چې سعودي خپل تر ټولو لوی دښمن بولي. له همدې امله له هغوی کرکه کوي. د حوثیانو واک ته د رسېدو په برخه کې د سعودي رول د ایران د رول بشپړول دي، که څه هم ایران ډېره برخه حوثیانو ته ورکړه او په پټه یې ملاتړ وکړ.
ایران په دغه چاره کې بریالی شو او اوس حوثیان د انګلیس له مزدورانو، د هادي، ال احمر او همدارنګه د صالح له پیراوانو سره د شخړو وس لري. اوس سعودي عربستان د ایران د رول بشپړوونکي په توګه ډګر ته راغلی، ترڅو حوثیانو ته واک ورکړي. دغې موخې ته د رسېدو لپاره باید پنځه ګامه تېر شي، چې تر اوسه له څلورو ګامونو تېر شوی او د پنځم ګام پورته کېدو په هڅه کې دی. دغه ګامونه په لاندې ډول دي:
د صالح د قدرت له منځ وړل: دوی صالح د حوثیانو واک ته د رسېدو په مخ کې لومړی خنډ باله او د صالح تر مړینې وروسته دغې موخې ته ورسېدل. د ده په وژل کېدو سره د نوموړي واک او قدرت له منځه ولاړ.

د هادي د رول لرې کېدل: کله چې د ایتلاف په مرسته د هادي ځواکونه د صنعا دروازو ته ورسېدل، نو د هادي پلویانو پر سلمان باور وکړ او د حوثیانو د ماتې خوب یې لیده. سلمان د هادي له پلویانو سره خیانت وکړ او هغوی یې د صنعا پر لور له پرمختګ څخه وګرځول. هغه کسان چې پر دغې موخې نه پوهېدل، د سلمان د الوتکو په واسطه وځپل شول.
د یوازني قدرت په توګه د حوثیانو راپورته کول دا ښيي، چې له پیسو اخیستونکو پرته د ایتلاف غړي ډېر نه دي، چې له هېواد سره یې خیانت وکړ او همدارنګه غواړي چې د حوثیانو په ولسي کېدو او په ځانګړي ډول له دې وروسته د قدرت په تر لاسه کولو سره خپل رول ولوبوي.
د دغې مسلې راپورته کول چې حوثیان تر دې وروسته یو فاع کوونکی قدرت نه، بلکې بریدګر قدرت دی، په ځلونه یې پر سعودي د توغندیو بریدونه وکړل او وروستی برید یې هم پر ارامکو شرکت برید و. همدارنګه دا مسله چې سعودي نور د حوثیانو بریدونو ته ځواب نه شي ورکولی او د حوثیانو د قدرت پر وړاندې عاجز دی، دا د جګړې درول او پای ته رسول ښيي.
د جګړې بندولو، د حوثیانو د قدرت قانوني کېدو او لوړ ښودلو په تړاو د ایتلاف غړو هېوادونو نیوکه هم د یادولو وړ ده. په ځانګړي ډول پر ارامکو باندې تر برید وروسته د حوثیانو هغه نظامي عملیات چې د «نصر من الله» تر نوم لاندې ترسره شول. هغه سیمې چې په دغو کلونو کې د ایتلاف تر واکمنۍ لاندې وې، په څو اونیو کې یې ونیولې. حوثیانو د امریکا په مرسته او د سعودي په چوپتیا سره ډېرې سیمې ونیولې او په سلګونه کسان یې په کتاف او واودي کې بندیان کړل.
د سعودي واکمنانو تر دې وروسته پر دغه هېواد د توغندیزو بریدونو د بندولو اعلان وکړ او هغوی هم پر یمن د بمبار درولو غوښتنه وکړه. ځکه حوثیان او سلمان د امریکا دوې مزدورې څېرې دي. ډېر ژر د امریکا امر مني، د جګړې درولو اعلان کوي، د حوثیانو پر قانوني کېدو اعتراف کوي او هغوی او پیراوان یې د یمن په واکمنۍ کې د هغې سیاسي لارې پر بنسټ شریکوي، چې امریکا یې غواړي او مزدور حوثیان تل همغې لارې ته رابولي.
انګلیس او مزدوران یې هڅه کوي چې سیاسي حل لاره له ننګونو سره مخ کړي، څو امریکا او سعودي د انتقالي مجلس پر قانوني کېدو اعتراف وکړي او د هغوی په سیاسي حل لاره کې ور ګډ شي. پر همدغه بنسټ، یمن له یوه لوري د امریکا او مزدورانو او له بل لوري د انګلیس او پیراوانو د شخړو تر منځ پاتې کېږي. ځینې وختونه دغه شخړې ډېرېږي او ځینې وخت ارامې وي. خو په هر حالت کې د یمن مظلوم خلک په دغه جګړه کې قرباني ورکوي.
اې د یمن خلکو! ترڅو به کفار او د هغو مزدوران پر تاسو خپل پلانونه پلي کوي، ستاسو وینه به تویوي او شتمنۍ به مو لوټوي؟! ترڅو به د پانګوالۍ په قوانینو سره پر تاسو واکمني کوي او اسلام، چې ستاسو ژغورنکی دی، ستاسو له ژوند لرې کوي؟! پر تاسو واجب دی چې د مزدورانو او د هغوی د اربابانو حقیقت وپېژنئ او څه ډول چې الله سبحانه وتعالی امر کړی، هغوی ته دښمن ووایاست او د الله سبحانه وتعالی د شریعت د واکمنۍ لپاره په حزب التحریر کې له خپلو وروڼو سره د اسلامي خلافت بیا راژوندي کېدو او تاسیس لپاره مبارزه وکړئ؛ ترڅو د کفارو او د هغوی د مزدورانو له خوا ستاسو غصب شوی حق بیرته واخلي. په هغه وخت کې به د خلافت تر چتر لاندې له مسلمانو سره ژوند کوئ، لکه څنګه مو چې مشرانو همداسې ژوند کاوه.

لیکوال: استاد شایف «شرادي»
ژباړه: بهیر «ویاړ»

Last modified onشنبه, 09 نومبر 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې