شنبه, ۰۹ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ایا بغدادي رښتیا ووژل شو؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ایا بغدادي رښتیا ووژل شو؟

(ژباړه)

هغه څه چې مهم دي، هغه د انقلاب له پیل راهیسې په سوریه کې له یو میلیون ډېرو کسانو وژل دي، چې د دغو ټولو وژنو قاتل معلوم هم دی. دغه جنګي جنایتونه تر هغه څه ډېر دي، چې رسنیو سترګې پرې پټې کړې دي. دا جنایت کوونکی بشار اسد دی، چې په دوامداره توګه تر خپل واک لاندې سیمې تر خاورو لاندې کوي او د نوموړي او جنایت کوونکې روسیې الوتکې پر سوریه بمونه غورځوي او خلک یې وژني. له همدې کبله له هغو کسانو سره کنفرانسونه او خبري غونډې جوړوي، چې د سوریې له مظلومو او بې وسه خلکو سره د خواخوږۍ او ملګرۍ ادعا لري.

ښايي لوستونکي دا پوښتنه وکړي، چې ولې دې د بشار د نظام او د روسیې له جنایتونو پیل وکړ؛ په داسې حال کې چې موضوع د بغدادي وژل کېدل دي؟ هو، لوستونکي باید پوښتنه وکړي. د دغې پوښتنې ځواب دا دی چې ډېری وخت رسنۍ وړې قضیې تر پوښښ لاندې راولي، څو حساسې او د شخړو راپورته کوونکې قضیې هېرې شي. پر همدې اساس، موږ باید د رسنیو په تبلیغاتو پسې لاړ نه شو، بلکې پر مهمو او برخلیک ټاکونکو قضیو تمرکز وکړو. د دغو قضیو په تړاو څېړنه وکړو او د ژغورنې کرښې یې رسم کړو. اوس چې پر دغې مسلې خبرې کېږي، موږ باید لاندې حقیقتونو ته پام وکړو:  

لومړی؛ دا لومړی ځل نه دی چې د بغدادي د وژل کېدو خبر ورکول کېږي.

دویم) دا لومړی ځل نه دی چې نړیوال ایتلاف داسې موخې په نښه کوي، چې له دوی سره د جنګېدونکو سازمانونو د بمبارولو ادعا کوي. وروسته یې ادعا باطله اعلانېږي، لکه څنګه چې د ایتلاف الوتکو د حلب په یو کلي کې د «الجنبه» په نوم مسجد بمبار کړ او ادعا یې وکړه چې دوی د القاعده ډلې پر یوې غونډې برید کړی؛ خو وروسته څرګنده شوه چې هغوی د جماعت دعوت غړي په نښه کړي دي.

موږ باید داسې پوښتنې وکړو، چې د دغې پېښې پر سیاسي پیغامونو مو خبر کړي او دغه پوښتنې په دې ډول دي: له دغه خبر څخه څوک ګټه اخلي؟ د دغه خبر له اورېدو وروسته خلک څه فکر کوي؟ هغه ګواښوونکې پېښې څه دي، چې ځینې وخت یې پټوي او ځینې وخت دوام ورکوي؟ هغه لیدلوری څه دی چې تر دې وروسته په ادلېب کې رامنځته کېږي؟ دغه خبر د سوچي له هوکړې او د سوریې د نظام په ګټه د ډېرو سیمو له منځه وړلو سره څه اړیکه لري؟

دغه پوښتنې موږ دې ته اړ کوي چې د سوریې پر نوو رامنځته کېدونکو پېښو خبرې وکړو. وروسته مو دې ته پام کېږي، هغه څه چې په ختیځ فرات کې دوام لري، داسې لویه مسله ده چې د پټېدو هڅې یې کېږي. د «سولې پسرلي» عملیات، چې اردوغان او یو شمېر نورو ډلو پیل کړل، د انقلاب په تړاو به ناوړه او له غمه ډکه پایله ولري. پراخه سیمې په ختیځ فرات کې د سوریې د جنایت کوونکي حکومت له لوري سقوط شوې دي او دا د سوریې د پیل شوي انقلاب او خلکو په اړه تازه جنایت دی، چې د ترکیې د جنایتونو په لېست کې ثبتېږي.   

د بغدادي د وژل کېدو خبر د دې لپاره دی، چې په رسنیو کې د خبرونو سرټکی شي. په داسې حال کې چې د بشار جنایت کوونکی رژیم او روسیه هڅه کوي چې په «الکبینه» کې نوې سیمې د لاذقیه له کلیو څخه تر لاسه کړي. دغه عمل د پوتین او اردوغان له دوه اړخیزه هوکړې وروسته ترسره شو او دواړه لوري ټینګار کوي چې د سوچې هوکړه په طبیعي ډول دوام وکړي. ایا د دغې هوکړې طبیعي کېدل د ترکیې لپاره دا مانا لري چې هر ورځ د سوریې خلک ووژل شي او بمونه پرې ورېږي؟! یا دا چې په ختیځ فرات کې لویې سیمې نظام ته وسپاري؟!

د زیتون ونې تر عملیاتو وروسته، چې د حلب د شمالي کلیو جنګیالي هم هلته حاضر وو، اردوغان د «تل رفعت» او د دغه ښار د شاوخوا سیمو ازادولو ژمنه ورسره کړې وه او د «فرات سپر» تر عملیاتو وروسته یې هم ژمنه کړې وه، چې «منیج» ازاد به کړي؛ خو دغه یوه ژمنه هم عملي نه شوه او اوس د «سولې پسرلي» په نوم عملیات پیل شوي؛ څو نظام ته ډېرې سیمې په لاس ورکړي. ایا تر دې وروسته د ترکیې په نظام پورې تړلې دغه ډلې پاتې کېږي؟! یا هغه واقعیت درک کوي چې موږ تل د دوی تر غوږونو رساوه.

د بغدادي د وژل کېدو خبر ته راګرځو. په هغه ځای کې چې د بغدادي د وژل کېدو ادعا کېږي، د انقلاب د وروستي تمځای په توګه پر حلب له راتلونکو بریدونو سره مرسته کوي. په اوسنیو جنایتونو کې له بشار اسد سره ګډ ملګري ملتونه د نوموړي پر تېرو جنایتونو سترګو پټولو ته یوه توجیه پيدا کوي او ښايي له دغه خبر وروسته په رسمي ډول د جنایت کوونکي بشار اسد ملاتړ هم اعلان کړي؟ په ځانګړي ډول د ترکیې تر هغه اعلان وروسته چې د موضوع د پراخېدو لپاره له هغوی سره په استخباراتي ډول فعالیت کوي.

 د پوهې څښتنان پوهېږي، چې ټول مسلمانان په ځانګړي ډول د شام خلک د خپلو دښمنانو تر ښکېلاک لاندې یو. الوتکې مو په سیمو کې الوتنې کوي، خلک وژني او داسې څوک نشته چې پوښتنه ترې وکړي. هغوی خپل عملونه ترسره کوي، وروسته د هغوی روایت راته وایي او له موږ څخه غواړي، چې هغه ومنو او تر دې وروسته د همغه روایت پر بنسټ موږ محاکمه کوي. دا کار ځکه کېږي چې مسلمانان هغه دولت نه لري، چې د الله سبحانه وتعالی د شریعت پر بنسټ د دوی د چارو سرپرستي وکړي. له هغوی ملاتړ وکړي، د جنایت کوونکو له شر څخه یې وژغوري او دښمنانو ته یې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

د شام ځینې خلک ووژل شول، ځینې مهاجر شول، ځینې له خپلو اصلي سیمو بېځایه شول او د ښکېلاکګرو او د هغوی د مزدورانو تر بیراغ لاندې د ژغورنې په تمه دي. هغوی په دې لاره کې هر څه له لاسه ورکړل او له هغوی سره د تېرو څو کلونو په ترڅ کې دغه ظلمونه او دوکې شوې دي. دا هر څه د دې لپاره چې د امت بچیان تر را ویښېدو وړاندې له منځه یوسي. خو اوس ښکېلاکګر ړانده شوي. دغه امت په ډېری هېوادونو کې یو بل ته لاس ورکړی او د هغو مزدورانو د له منځه وړلو غوښتنه کوي، چې غرب د مسلمانانو د شتمنیو د لوټولو لپاره په دندو ګمارلي دي.  

په وروستیو کې باید ووایو چې د مسلمانانو او د هغوی د دښمنانو تر منځ جګړه یو حتمي امر دی او پایله یې هم اړینه او د متقیانو ده. خو دغه پایله له موږ څخه دا غواړي چې د خپل توان په اندازه خپل مسوولیت پرځای کړو او په بشپړ قوت سره پر خپل دین منګولې ولګوو. د هغه نصرت په اړه ناهیلي نشو، چې الله سبحانه وتعالی یې له خپلو بنده ګانو سره ژمنه کړې. ځکه موږ د الله سبحانه وتعالی له دین پرته له منځه ځو او که د الله سبحانه وتعالی د شریعت په کښتۍ کې سپاره نه وو، ډوبېږو. که له هغو انسانانو سره د فعالیت کولو مرسته ونه کړو، چې د الله سبحان وتعالی د دین د نصرت لپاره کار کوي، بله د ژغورنې لار نه لرو. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَاصْبِرْ إِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ﴾

ژباړه: صبر وکړئ، ځکه پایله د متقیانو ده.

لیکوال: منیر ناصر

د حزب التحریر ـ ولایه سوریې د مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړه: بهیر «ویاړ»

Last modified onپنج شنبه, 21 نومبر 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې