یکشنبه, ۲۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امت د ماتیې لامل شرعي قوانینو ته شا کول دي
بسم الله الرحمن الرحيم
د امت د ماتیې لامل شرعي قوانینو ته شا کول دي

موږ داسې یو امت یو چې د ژوند د هرې برخې د تنظیم لپاره یوه برنامه لرو. د الله سبحانه وتعالی په قول، ټول اسلامي امت د یوې کمې برخه په استثنا په ستراتېژیکو سیمو کې مېشت دی. خو د امت یوه برخه له لوږې ځورېږي، په داسې حال کې چې د امت یوه بله برخه په عیش عشرت او مزو کې ډوبه ده. په ځینو اسلامي خاورو باندې شپه او ورځ بمونه ورېږي، هېڅ داسې ځای به پیدا نه شي چې هلته د ډېر وخت لپاره بم نه وي لوېدلی او په ځینو نورو خاورو باندې بیا د اسلامي خاورو د چارواکو له خوا په قصدي ډول بمبار کېږي. دوی کولای شي چې دغه اور مړ کړي. دا د نویو تاوتریخوالو یوه برخه وه، چې پورته مو ذکر کړل.

له ژوند څخه د سیاسي اسلام له بېلوالي سره سم مسلمانانو نه یوازې دا چې له خپلو سرچینو څخه بې برخې شول، بلکې مهمه دا ده چې د خپل خالق د ایدیولوژۍ او دین تطبیق، چې د بشري ژوند د ټولو ستونزو لپاره یې سمه حلاره وړاندې کړې وه، هم له لاسه ورکړ.

اقتصادي برخه: ‌څنګه چې تاسو ته ښه معلومه ده، اوس پر نړۍ د پانګوالۍ اقتصادي سیستم چلېږي. نړۍ د بانکي قرضونو په واسطه نیول شوې ده، د خلکو عامه دارایي یې شخصي ملکیت ته راوړې او غریب خلک یې د سرمایه لرونکو خلکو له ګټو څخه محروم کړي او اسلامي هېوادونه هم له دې څخه مستثنا نه دي.

ټولنیزه برخه:‌ کله چې نړۍ اسلامي دولت (خلافت) له لاسه ورکړ، نو مسلمانو ښځو د خپل شرف، عزت او افتخار ساتونکی له لاسه ورکړ. ټول د فیمینېزم او عیاشۍ تر منځ د یو لوی ناورین سره مخ شول.

تعلیمي سیستم: ‌‌‌دغه امت یوازې دا نه چې هغه لوی لوی شخصیتونه، چې تاریخ یې په اساسي ډول بدل کړ له یاده وایستل، بلکې د نړۍ د خالق  هغه اساسي لارښوونې یې هم له یاده وایستلې او خلکو ته یوازې د یوه مقدس شي په شان ښکارېدل. د دغو د وېشلو په اړه موږ څه ویلای شو؟

د اخلاقو برخه: د الله سبحانه وتعالی د قانون د نه تطبیق په پایله کې بشر په پراخه کچه د بېلابېلو ګناهونو ترسره کولو ته مخه کړه، چې دا ټول ګناهونه بیا د بشر له طبیعت سره په ټکر کې وو. فحشا، بې دیني، ناوړه ګټه اخیستنه، غلا، دروغ،  د الکولي مشروباتو څښل، نشه یي توکو او داسې نورو څخه چې په اسلامي هېوادونو کې معمول نه وو، وکارول شول. 

نړیوال سیاست: مخکې به د مسلمانانو له خلیفه څخه د اسلام دښمنانو وېره درلوده او د نوموړي تر مخ به یې د مسلمانانو پر وړاندې به یې تاوتریخوالی نه شوای تر سره کولی. خو اوسمهال د مسلمانانو چارواکي د نړۍ تر ټولو ذلیل چارواکي دي او په ډېرو کوچنیو مسایلو بوخت دي. یوازې دا نه چې د مسلمانانو په حق کې یې لوی خیانت کړی، بلکې په اصل کې دوی له الله سبحانه وتعالی سره خیانت کوي. همدارنګه د ټولنې ټول اړخونه په ناقانونه ډول پرمخ روان دي. په پایله کې ویلای شو چې د مسلمانانو ماتې له ژوند څخه د سیاست له بېلولو او له اسلامي نظام (خلافت) څخه د لېرېوالي سره مستقیمه اړیکه لري. کله چې اسلامي امت دغه حق ایدیولوژي هېره کړه، نو بیا امکان نه لري چې اسلام د نورو سیاسي سیستمونو په قالب کې پلی شي او کله چې کفارو پر مسلمانانو تسلط پیداکړ نو، بیا د خیر په پوله ورته کېناستل. که چېرته اسلامي امت د دغو ستونزو لپاره حل په نورو غلطو ایدیولوژیو کې لټوي، نو په دې مانا چې شات (عسل) او قیر سره یوځای کوي او دا به یوازې زموږ هغه پخواني شان او شوکت ته سخته ضربه ورسوي. 

اوس یوه لار شته چې د اسلام پوره تطبیق بیا د ژوند هرې برخې ته راستون شي، هغه دا چې رسوال الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره یو ځل بیا خلافت تاسیس کړو. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«قَدْ تَرَكْتُكُمْ عَلَى الْبَيْضَاءِ لَيْلُهَا كَنَهَارِهَا لَا يَزِيغُ عَنْهَا بَعْدِي إِلَّا هَالِكٌ» (رواه: ابوداود)

ژباړه: ما تاسو ته روښانه لاره پرېښې ده، چې په توره شپه کې د ورځې په شان ښکارېږي او هرڅوک چې له دغې لارې څخه منحرف شو، نو هلاک دی.

أقيموا_الخلافة#
#ReturnTheKhilafah
خلافت تاسیس کړئ#

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: دینیسلام

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې