جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خلافت له ړنګېدو سره سم غربي کفار وتوانېدل چې پر نړۍ مسلط شي، له اسلام پرته بل څه نشته چې د کفر مخنیوی وکړي، ځکه نو باید ژر تر ژره اسلامي نظام( خلافت) تاسیس شي
بسم الله الرحمن الرحيم
د خلافت له ړنګېدو سره سم غربي کفار وتوانېدل چې پر نړۍ مسلط شي، له اسلام پرته بل څه نشته چې د کفر مخنیوی وکړي، ځکه نو باید ژر تر ژره اسلامي نظام( خلافت) تاسیس شي

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا [مائده:۳]

ژباړه: نن ورځ ما خپل دین ستاسو لپاره پوره (تکمیل) کړ او تاسو ته د عزت ورکولو او ثابتو قدمونو اېښودو لپاره مې پرتاسو خپل نعمت پیرزو کړ او اسلام مې د الله سبحانه وتعالی له خوا منل شوی دین پرتاسو پیرزو کړ.

کله چې الله سبحانه وتعالی پر خپل رسول صلی الله علیه وسلم باندې خپله وحیې تکمیل کړه، نو د عربو عقیدې، اېډیولوژۍ، خبرو او عملونو کې بدلون راغی. دوی د ځمکې پر مخ له ناپوهو، ظالمو، کمزورو او وروسته پاتې خلکو څخه په ډېرو پوهو او ځیرکو خلکو بدل شول.

د اسلام په واسطه د دښتو خلک د رسول الله صلی الله علیه وسلم غوره اصحاب وګرځېدل او ټولو یو ځای له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په ګډه هڅې کولې، تر څو چې د ناپوهۍ تورې تیارې یې د عربي خاورو له هرې څنډې څخه لیرې کړې او  پر ځای یې د اسلام مبارک دین نور خپور کړ. دغه نور ډېر روښانه او پیاوړی و، چې د دوی فکر یې له کلابندۍ څخه بیرون او له انفرادي ژوند څخه یې دولتي سیسټم ته راویستل. یوه ښه بېلګه یې د نجاشي پر وړاندې د جعفر بن ابي طالب ځواب دی. د اسلام مبارک دین له برکته د عربو خلک له تیارو رڼا ته راووتل.

اې پاچا! موږ د ناپوهۍ او بربریت په تورو تیارو کې ډوب وو، د بتانو عبادت مو کاوه او په بې ناموسۍ کې ژوند کاوه. دغه راز مړي به مو خوړل او یوبل به مو رټل. موږ به د بشر هر احساس ته په سپکه سترګه کتل او د ګاونډیانو او مېلمه حقونو ته مو پام نه کاوه. زموږ تر منځ له زور پرته بل کوم قانون نه وو، خو کله چې الله سبحانه وتعالی زموږ په منځ کې داسې یو کس راپیداکړ، چې د نوموړي له  پیدایښت، رښتینولۍ، صداقت او پاکوالي څخه یې موږ خبر کړو. نوموړي موږ د یوه واحد الله سبحانه وتعالی لوري ته راوبلو او موږ ته یې درس راکړ، چې له الله سبحانه وتعالی سره شریک ونه نیسو. موږ یې د بتانو له عبادت څخه منع کړو او د حق په ویلو باندې یې موږ ته امر وکړ، ترڅو بااېمانه او مهربانه شو. دغه راز د مېلمه، ګاونډي او خپلوانو حقونو ته پاملرنه وکړو. نوموړي موږ له ښځو سره له ناوړه چلند او د یتیم  مال له خوړلو یې منع کړو. نوموړي موږ له ګناه او ناوړه کارونو منع او د لمانځه کولو، صدقه ورکولو او روژه نیولو باندې یې امر راته وکړ.     

په حقیقت کې اسلام د بشر د لارښوونې او په ځمکه کې د سولې، عدالت او ښه ژوند کولو لپاره رالېږل شوی و. له ۱۳کلونو دعوت وروسته کله چې د نوموړي په اصحابو کې اېمان او تقوی پیاوړې شوه، نو نوموړي ته وحیې وشوه چې یثرب ته هجرت وکړي او هلته د مصعب بن عمیر رض د سیاسي هڅو له امله د اوس او خزرج دوو قبیلو عامه نظر، اسلام ته راواوښت. یثرب چې د کفارو ځای وو، په اسلامي دولت یې بدل کړ او نوم یې مدینه منوره پرې کېښود او همدارنګه د اسلام د فتحې د پیل په نوم یې ونوماوه. په عربي خاورو کې د لومړي ځل لپاره په پوره ډول، دلته اسلامي شریعت پلی شو، په پایله کې ټولې تورې تیارې له خلکو او بشریت څخه لیرې کړل شوې او خلک یې د واحد الله سبحانه وتعالی بندګۍ ته راوبلل. 

له دې وروسته خلافت وکولای شوای، چې د ‍۱۰۰۰ کلونو لپاره د نړۍ لومړی زبرځواک واوسي او له بې ګناه انسانانو څخه که مسلمان وي که کافر،که یې تر حاکمیت لاندې وي او که نه، ترې دفاع وکړي. کله به چې اسلام نویو خاورو ته ورسول شو، نو د هغه ځای خلک به یې له ټولو تورو تیارو، ظلمونو او بې عدالتیو څخه راوایستل. همدا بس ده چې ووایو اسلامي تمدن په هسپانیه، پرتګال او اروپا کې ډېر ښه نوم درلود  او د یوه ښه فکر، علم او فرهنګ د تولید زانګو بلل کېده. هېڅوک د مغولو له شجاعت او کارنامو سترګې نه شي پټولی او هېچا په شرق او غرب کې نه شوای کولی، چې د دوی د ظالمو پاچاهیو مخه ونیسي. د یادولو وړ ده چې هغه روشنفکري، چې هغه وخت د عثمانیانو له خوا رامنځته شوې وه او اروپایان لا هم وېره ترې لري او ځانونه ترې ساتي، چې مشهوره کیسه یې د سلطان سلیمان ده، چې د فرانسې پاچا یې د هسپانیې له ظالم رژیم څخه ازاد کړ او په سلګونو داسې نورې پېښې هم لري.

خو د خلافت له نړېدو سره سم کفار او د امت خاینان وتوانېدل، چې خپل ټول شوم پلانونه عملي کړي. وروسته دوی په کامیابۍ سره وکولای شول، چې د مسلمانانو رهبري په لاس کې واخلي او د اسلامي خاورو ذخیرې یوسي او دغه امت تر خپل کنټرول لاندې راولي. اسلامي خاوره لوېشت لوېشت کفارو اشغال کړې وه او دغه متحد امت یې ورځ په ورځ یو له بل څخه بېل او کمزوری کاوه. 

څه وخت وروسته د مسلمانانو مقدسه خاوره بیت المقدس د بریتانیا له اعلان سره سم د یهودي دولت له خوا په رسمي ډول ونیول وشو او هېڅ کوم اسلامي مشر یا پوځ د دغې مقدسې خاورې د ازادولو لپاره غږ پورته نه کړ. د فلسطین خلک به هره ورځ له شکنجو او ظلمونو سره مخ وو او دغه حالت د نړۍ په کچه د مسلمانانو پر وړاندې روان وو. امت له هغو روځې څخه تر نن پورې په وینو او تریخ واقعیت کې ژوند کوي. 

د خلافت په نړېدو مسلمانانو خپل عزت او یووالی له لاسه ورکړ. غرب د اسلامي خاور په نیولو بسنه ونه کړه، بلکې دوی هڅې وکړې چې د اسلامي امت په فکرونو کې خپله فاسده د پانګوالي ایدیولوژي هم ورتزریق کړي. اسلامي امت هم ونه توانېده، چې خپل طلایي تاریخ او فکر د دغه سیاسي مکتب له لاسه ورکولو ورسته همداسې ځلاند وساتي.

غرب په دې هم اکتفا ونه کړه. دوی خپل پلان ته په دې ډول ادامه ورکړه، تر څو د مسلمانانو له ذهنونو څخه د اسلام حقیقت ورک کړي او د خلافت او جهاد په هکله یې مفکوره بیخي له منځه یوسي او اسلام یوازې د شخص په فردي عبادت کولو کې تمثیل کړي . دغه راز اسلام له جومات څخه دباندې په نورو مسایلو کې دخیل نه وي. دوی چې هر څه وغوښتل هغه یې وکړل، دوی ځانونه باوري کړل، چې د مسلمانانو زبرځواک اسلامي دولت (خلافت) به بیا راونه ګرځي. غرب په دې ښه پوهېږي چې له خلافت پرته دوی په نړۍ باندې حاکمیت کولی شي او بله داسې کومه ډله یا دولت نشته چې د دوی مخنیوی وکړي.

همدارنګه غرب د سیاسي تسلط سربېره خپلې هڅې روانې وساتلې، تر څو د مسلمانانو عقیدې په پوره ډول له منځه یوسي او د خپلو ځانونو په څېر د مسلمانانو په ژوند کې هم لېبرالېزم، خوشحالۍ او د خوند اخیستلو عقیده رامنځته کړي. که دوی وتوانېدل چې خپلې دغې موخې ته ورسېږي، نو مسلمانان په ډېر کمزوري حالت کې قرار لري او په نړۍ باندې به د دوی حاکمیت نور هم دوام پیداکړي. دوی ډېرې هڅې وکړې چې خپل شوم پلانونه عملي کړي او خپل پراخه حاکمیت باوري کړي او داسې وښيي چې بریالي دي. سل کاله کېږي چې مسلمانان په ناورینونو کې ژوند کوي، بالاخره دغه حالت اوس د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسېدلی او نړۍ یې له یو لوی بحران سره مخ کړې ده. سل کاله له خلافت پرته غرب وکولای شوای چې پر نړۍ حاکمیت وکړي او له خلافت پرته د دوی پر وړاندې بل کوم خنډ هم نه وو او نه شته او نه به وي.

 اوس غرب دا درک کړه، چې د دغه امت له منځ څخه اسلامي عقیده نشي ختمولی. یوازې کمزوري کولی یې شي، خو دوی هېڅکله هم نه شي کولای چې په پوره ډول سره یې له منځه یوسي. غرب دا هم درک کړه چې دوی د خلافت د بیا راتګ مخنیوی هم نه شي کولای. دغه راز دوی یوازې کولای شي چې دغه پروسه کمزورې کړي، خو نه شي کولای چې د خلافت بیا راتګ ودروي. د الله سبحانه وتعالی له ارادې سره سم به خلافت په نیږدې راتلونکې کې تاسیس شي او کله چې خلافت تاسیس شي بیا به غرب له واقعي حریف سره مخ شي. خلافت به په ښکاره ډول دوی ته ماتې ورکړي او د دوی خاورې به د اسلام د زبرځواک اسلامي دولت (خلافت) له خوا یو پر بل پسې ونیول شي انشاءالله.

#أقيموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah

خلافت تاسیس کړئ

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ولایه مالیزیا

لیکوال: عدام عبدالله

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې