چهارشنبه, ۲۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د اړیکو پراخېدو لپاره د ناټو هڅې
بسم الله الرحمن الرحيم
د اړیکو پراخېدو لپاره د ناټو هڅې

د امریکا او اروپایي ټولنې تر منځ به په بروکسل کې غونډه وشي. کله چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اروپایي ټولنې له دې کبله نیوکه وکړه چې په ناټو کې خپله ونډه په سمه توګه نه اخلي، دې څه ملاتړو هېوادونو ته ټکان ورکړ. د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن په دوره کې به هغه خپلو ملاتړو ته د امریکا او دوی تر منځ د اړیکو نوی پړاو پرانیزي او همدارنګه د ناټو په تړاو د ټرمپ پر ستراتیژۍ بیا کتنه د بایډن د حکومت اساسي برخه او کار دی؛ خو ناټو به د خپل بیا تعریف په هدف د لسیزو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او دا په اوسنیو نړیوالو حالاتو کې ستونزمنه ښکاري.

ناټو په نړیواله سړه جګړه کې د امریکا او اروپایي ټولنې د نظامي امکاناتو په بشپړولو کې مهم او بنسټیز رول ولوباوه. کله چې دویمه نړیواله جګړه پایته ورسېده، اروپایي ټولنه د هغې جګړې له امله تر ډېره ویجاړه شوې وه. شوروي اتحاد د یو قدرت په توګه راښکاره شو او سرحدونه یې تر برلین او جرمني پورې ورسېدل. هغه مهال اروپا د ویجاړېدو په حال کې وه او د برلین په غربي برخه کې یې د شوروي اتحاد د زرګونه ټاکونو پر وړاندې د مبارزې لپاره هېڅ هم نه درلودل. دا حقیقت دی چې هغه مهال امریکا له کمونیزم څخه د اروپایي ټولنې د خوندیتوب لپاره ضمانت کوونکی ځواب برابر کړ، څو دا ټولنه کمونېسته نه شي.

تر ۱۹۹۱ م کاله د ناټو موخه معلومه وه، دښمن معلوم و او نظامي امکانات او ستراتیژي هم ښکاره وه. همدارنګه د کمونېزم پر وړاندې د اروپایي ټولنې موخه هر ملت ته څرګنده او ټولو ته معلوم و.

کله چې شوروي اتحاد په ۱۹۹۱ م کال کې له ماتې سره مخ شو، ناټو د هویت له بحران سره مخ وه. د شوروي اتحار ملېشو له منځه وړل د ناټو د رامنځته کېدو او جوړېدو لامل شول او د «بالکان» په جګړه کې پر ملاتړو سربېره بیا هم  له کوم حقیقي دښمن پرته پاتې شوه.

پر ۱۹۹۰ م کال چې د دویمې نړیوالې جګړې کابو څلور لسیزې تېرې شوې وې، اروپایي ټولنې د ناټو په غړو هېوادونو کې د روسیې پر وړاندې د ستر نظامي ځواک جوړولو ته اړتیا نه لیدله.

په ۱۹۹۰ م کال کې اروپا پر امریکا پورې داسې نه وه تړلې لکه په ۱۹۵۰ م کال کې او تر ډېره یې د خپل ملي امنیت پراختیا لپاره کار وکړ. همدارنګه دې ټولنې پر نظامي ځواک جوړېدو کار وکړ. په ۱۹۹۰ م کال کې د «ماستریخت» تړون اروپا متحده کړه او د یو اقتصادي ځواک په توګه یې له امریکا سره ډغرې پیل کړې. اروپا د شوروي اتحاد تر ماتې وروسته د ناټو ارتباط نه لید او دا څه یې د نظامي لګښتونو په کمېدو کې لیدل کېدل.

اورپایي ټولنې هم روسیې ته کتل، څو په سړه جګړه کې د هغې رول او فعالیت وویني. د دوو لسیزو لپاره اورپایي ټولنه د ټولې اروپا لپاره پرانیستې وه او انګلیستان هغه وخت ډېر پراخه و او دا وړتیا یې درلوده چې د شوروي اتحاد ټول جمهوریتونه سره راټول کړي. روسیه هغه مهال له کوم ګواښ سره نه وه مخ او ځینو ملتونو لکه جرمني له مسکو سره د انرژۍ په برخه کې اړیکې درلودې. اوسمهال روسیه د پخواني شوروي غوندې نه ده او ډېره کمزورې شوې ده. تر دې وروسته په اروپا کې د روسیې ستراتیژي سر پوځ نه دی، بلکې ترکیبي جګړه ده. لکه له ځینو حزبونو ملاتړ، سایبري بریدونه او ناسم اطلاعات. دا د مسکو محدوده ستراتیژي ده.

د لسیزو په تېرېدو سره د امریکا او اروپا تر منځ توپیرونه هم ډېر شوي دي. په اروپا کې د پایپ لاین یا نللیکې په جوړېدو سره د اروپا ملتونه ووېشل شول. امریکا اوس غواړي چې روسیه له چین سره ښکېله کړي او له اصلي دښمن سره یې مخ کړي. چین له اروپایي ټولنې سره سرحد او اوبه نه لري او دې لویې وچې ته کوم جدي خطر نه ده. همدارنګه د اقتصاد، سوداګرۍ، ټیکنالوژۍ او د بهرنۍ پانګونې په برخو کې ګټور تمامېږي.

په داسې حال کې چې شوروي اتحاد د امنیت لپاره جدي ګواښ و، خو چین بیا له اورپا او اسیا دواړو سره په اړیکه کې و. چین په داسې حال کې نوښتونه رامنځته کول چې شوروي اتحاد یې وړتیا نه درلوده او همدا دلیل دی چې امریکا یې له اروپایي ټولنې سره یوځای د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

پر همدغه اساس ویلای شو چې ناټو د یوې دورې لپاره د یو ځانګړي سازمان په توګه جوړه شوې وه، هغه دوره چې په تېره پېړۍ کې وه. په اوس وخت کې امریکا په اقتصادي برخه کې چین هېواد پخپل مخ کې خنډ بولي او ناټو هېڅ کله د پیاوړي اقتصاد په توګه نه شي مطرح کېدای. پر همدغه اساس، امریکا غواړي چې د اروپایي تولنې له لوري پر چین د بودیجې په برخه کې ځینې تورونه او بندیزونه ولګوي.

د اوږدې مودې لپاره امریکا له ناټو په ډېرو برخو کې ګټه پورته کړه او اوس هم امریکا په ډېرو ځایونو کې له ناټو څخه ګټې اخیستلو ته دوام ورکوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکوال: عدنان خان

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې