سه شنبه, ۲۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
قدس؛ د یوه بل فاتح په تمه!
بسم الله الرحمن الرحيم
قدس؛ د یوه بل فاتح په تمه!

موږ هره ورځ خبري شبکې ګورو او داسې خبرونو ته په تمه یو چې، قدس د یهودو له منګولو وژغورل شي. خو داسې خبرونه د غلامو شبکو چې د خپلو اربابانو د سیاست په محور خپرونې کوي، نه خپرېږي. د دې پر ځای زړه بوږنوونکي خبرونه خپروي، چې زموږ د غوسې لامل ګرځي او هغه وخت به مو غوسه پای ته ورسېږي، چې جهاد وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر (د کفارو پېشوا) او د مصر د اطلاعاتو وزیر مخکې له مخکې داسې پلان جوړ کړی، چې د یهودي رژیم حکومت ته مشروعیت ورکړي او د غزې قضیه پای ته ورسوي. موږ حق لرو وپښتو چې دا کسان ازادي غوښتونکي دي، که توطیه جوړونکي؟ له شک پرته له غرب کافر څخه د ابرو او ناموس ساتلو تمه نه کېږي او وېجاړیو ته يې مخه کړې ده. په منځني ختيځ کې د لويې او ځواکمنې خاورې (مصر) د اطلاعاتو وزیز، چې بې شمېره پوځيان او پوځي تجهیزات لري، له کومه وخته د یهود امنیت ساتلو لپاره راغلی دی! دا تور نه دی، دا هغه څه دي چې پخپله يې له اربابانو سره ویلي دي. په دې لوبه کې د هغه دنده، دری مهم ټکي لري: اوربند يې د یهودو د بمباریو د مخ نيوي او د غزې د بېرته جوړلو لپاره وړاندیز کړ او همدارنګه د یهودو او غزې مقاومت تر منځ يې د بدنیانو د تبادلې طرحه وړانده کړه. اجازه راکړئ دلته پر دغو درېیو ټکو تبصره وکړو.

لومړی: له کوم قید او شرط پرته پر دواړو غاړو د اوربند منل، د یهودو په اشاره د سپينې ماڼۍ د مشر وړاندیز و، چې د خپل غلام «سیسي» په وسیله يې عملي کړ. امریکا په نړۍ او ځانګړي ډول منځني ختيځ کې د خپلو ګټو د خوندي کولو او سیاسي موقعیت د ساتلو فکر لري. دا هېواد له خپل لاسپوڅي رژیم (یهودو)  له ملاټر څخه پرته، کوم بل څه ته ارزښت نه ورکوي او دا خبره ټولو ته ښکاره ده.  د امريکا ولسمشر مخکې هم ويلي و، چې که په فلسطین کې د یهودو رژیم نه وای، ما به جوړ کړی وای. موږ د امریکایي سیاسیونو په پېژندلو کې اوږده تجربه لرو؛ هغوی د دغه سرطاني رژیم جوړلو ته څومره لېوال دي. د دوی د غلام «سیسي» په اړه که وویل شي، یو عاقل انسان ته اړینه نه ده، چې د هغه دښمني له اسلام او مسلمانانو سره ثبوت کړي. څه چې یهودي سیاسیونو ویلي، دی له هغوی څخه هم لوی صهیونېست دی. ټولو ته ښکاره ده چې پر منتخت ولسمشر محمد مُرسي (د الله سبحانه وتعالی رحمت دې وې پرې) کودتا وکړه؛ بندي يې کړ او وروسته يې له حماس سره د همکارۍ په تور شهید کړ. ایا خیر له امریکا راځي او که د هغه له غلام سیسي څخه؟

دویم: د غزې بېرته رغول، چې یهودو ړنګه کړې وه، لومړۍ پوښتنه د یهودیانو په اړه ده، چې غزه يې ړنګه کړه او ټولو ملامت وبلل. څوک چې په یوه پېښه کې ګرم وي، ایا هغه باید خپل مسوولیت و نه مني؟ او یا دا چې دوی به وېجاړی کوي، مصر او قطر به يې بېرته رغوي؟ دا موضوع هم یوازې په بیا رغونه کې محدوده ده، نه دې مجرم مجازاتو کې. موږ په اخره زمانه کې یو، حقیتونه بدلېږي او حالات بدولون کوي! باید پر دې بحث وشي چې ولې یهودو غزه وېجاړه کړه؟

 دا د مسلمانانو مقدساتو او الاقصی جومات ته د یهودو ښکاره سپکاوی دی؛ خو دا خبره یوازې د غزې په بیا جوړولو کې محدوده پاتې ده او غواړي چې د تېر په څېر د فلسطین قضيې ته د پای ټکی کېږدي. ایا هغه کسان چې شهیدان، بې ځایه او زنداني شوي، د دغه ډول کړنو څخه به خوښ شي؟ څومره ناوړه ده چې د څو پیسو لپاره د مظلومو مسلمانانو وینه پلوري. 

درېيم: معمولاُ یهودیان قضیې غټوي، چې یوه هم د زندیانو تبادله ده. ایا دا مقاومت نه وو چې اوربند يې تحمیل کړ یا یهودیانو؟ ایا څوک چې یو څه تحمیلوي، شرط هم باید کېږدي؟ یا یوازې د یهودیانو لپاره دا حق دی او نور یې نه لري!؟ بندیان ازادۍ ته په تمه دي، نه دا چې د یهودو د ظلم لپاره له یوه زندان څخه بل ته ولېږدول شي. که تاسو له یوه زنداني څخه وپوښتئ چې له یوه زندان څخه بل ته ولېږل شي، څه ځواب به ورکړي؟ ایا دا ازادي ده، که له یوه حالت څخه بل ته بدلون؟ د لا زیات پوهاوي لپاره باید وویل شي چې، د دیتون چارواکي د فلسطین له خلکو مالیات او پیسې اخلي، څو بندیانو ته خواړه او څښاک ولېږي او دا پېښه یوازې په فلسطین کې ترسره کېږي. بندیان د یهودو تر ظلم لاندې په زندانو کې دي، خو د فلسطین د خلکو په وسیله تغذیه او معالجه کېږي. کوم منطق به دا ومني؟ یهودیان بندیان دي او په فلسطین کې يې مسلمانان لګښت ورکوي. دا حالت بیارغونې ته ورته دی؛ یهود وېجاړ، کوي او د مسلمانانو پیسې يې پر بیارغونه لګېږي. دا کوم منطق دی؟ له شک پرته چې دا د یهودو، د هغوی د غلامانو او امریکا منطق دی!

دا ټول هغه څه دي، چې ان د یوه ماشوم د کوچني درد دوا هم نشي کېدای او پلار يې ویلي دي: «د قدس لپاره ځاني قرباني اسانه ده.» کوم خلک چې له لیرې سیمو څخه د فلسطین د ازادۍ لپاره راځي، له دې خوښ نه دي، چې د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندل شي. فلسطین له وچې تر اوبو اشغالي سیمه ده چې، یهود يې د استعمارګرو کفارو په وسیله اداره کوي او د (اردن، مصر، سوریه) غلامو نظامونو ساتونکي، له هغوی ساتنه کوي. هغوی د یهودو سیوری دي او کله چې سیوری ورک شي، یهودیان هم ورکېږي. یهود به تر هغه پورې له منځه ولاړ نشي، څو یو ځواکمن پوځ برید پرې وکړي او د تاریخ کندې ته یې ورټېل وهي. دا پېښه به ژر وشي، کله چې د یهودو رژيم په منځ کې اختلاف راشي او امت یوځای شي او ځواکمن پوځ جوړ کړي. د دې لپاره باید د قدرت اهل د یهودو له منځه وړلو وروسته، داسې نظام جوړ کړي، چې کافر غرب ته عبرت ورکړي او د شیطان وسوسې له یاده وباسي. دا نظام راتلونکی راشده خلافت دی او د الله سبحانه وتعالی په مرسته او توفیق سره به ژر بیا تاسیس شي.

#الاقصی- پوځونه- رابولي

#الأقصى_يستصرخ_الجيوش

#AqsaCalls Armies

#OrdularAksaya

لیکوال: ډاکټر ماهر صالح – امريكا

ژباړن: الهام پردېس

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې