یکشنبه, ۱۰ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سیکولرېزم له دریځه د اردوغان شل کلنې لاسته راوړنې
بسم الله الرحمن الرحيم
د سیکولرېزم له دریځه د اردوغان شل کلنې لاسته راوړنې

اردوغان چې نن په ترکیه کې د امریکا تر ملاتړ لاندې حاکم دی، په سیمه کې د امریکا د سیاستونو لپاره خدمت کوي او د دغه هېواد د مصالحو د تامین لپاره ګام پورته کوي. تر ټولو مهمه دا چې د شترنج په دې لوبه کې د امریکا اساسي موخه له قدرته د اسلام لېرې کول دي. اردوغان د مصطفی کمال (د اسلامي خلافت له منځه وړونکي) او نورو سیکولر حکامو غوندې دی چې تر مصطفی کمال وروسته راغی او له ماانزالله پرته یې حکم وکړ.

د هغوی او اردوغان تر منځ توپیر دا دی چې هغوی له اسلام سره دښمني درلوده، خو اردوغان یې نه لري. په بل عبارت، هغه وایي چې په اسلام کې سیاسي نظام نشته او اسلام یوازې عبادي شعایر لکه لمونځ، روژه، حج، زکات او داسې نور بولي. پر همدغه اساس، اردوغان د ترکیې او نورو اسلامي خاورو د حکامو په څېر په کفري احکامو سره حکم کوي او له هغو کسانو سره جګړه کوي چې د الهي حکومت تاسیس غواړي؛ ځکه یې ناسمه او غیر دیني طریقه ټاکلې ده.

نو هغه مسلمانان چې اردوغان رهبر حساب کړي، لازمه ده چې هغه او کړنو ته یې په دوو پرانیستو سترګو وګوري، نه په یوه سترګه. هغه سترګې چې ویني هغه لمونځ کوي، روژه نیسي، په تجوید سره قرآن کریم لولي او مسجدونه پرانیزي. هغه سترګې چې وویني چې هغه له «ما انزالله» پرته حکم کوي، په سیاستونو کې یې له امریکا سره څنګ په څنګ په اسلامي خاورو او په افغانستان، عراق، لیبیا، سوریې او نورو اسلامي هېوادونو کې د اسلام پر وړاندې په جګړه کې د استعماري او ګمراه کوونکو نقشو د پلي کېدو پر لور حرکت کوي. دا چې نوموړی په تکبر او له الله سبحانه وتعالی څخه په نه وېرېدو سره د بشار الاسد له رژیم سره ارتباطي پول رامنځته کوي او د هغو مسلمانانو او د اسد د رژیم تر منځ د سولې ټینګېدو لپاره هڅه کوي چې په درو کې له جګړې څخه ستړي شوي. همدارنګه په استخباراتي، نظامي، اقتصادي او ګرځندويۍ برخو کې یې له اسراییلو سره دوستانه اړیکې او د سود پر اساس اقتصادي سیاست یې هم د یادولو وړ دي، چې د نوموړي پلويان مسلمانان باید د اردوغان دغه خیانتونه وویني.  

باید ووایم: هغه دلیل چې د اردوغان څېره ښکاره کوي، دا دی چې که نوموړی هغه دین ته رښتینی او صادق وای چې الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې غواړي، له شک پرته لومړني کسان چې له هغه سره به جنګېدل، د الله سبحانه وتعالی او رسول صلی الله علیه وسلم دښمنان او له ډلې یې یهودیان، امریکا او اروپا به وو، خو وینو چې د اردوغان او هغوی تر منځ تعامل او معاملې دوام لري.

له شک پرته چې اسلام او سیکولرېزم دوې متوازي کرښې دي چې هېڅکله نه سره یوځای کېږي. اسلام د « لااله الا الله محمد رسول الله» پر عقیده ولاړ دی، خو د سیکولرېزم عقیده «له دین څخه د دولت  دبېلتون» پر اساس ده. هر مسلمان هغه که حاکم او یا محکوم وي، باید د فکر اساس، د اعمالو مقیاس او په ژوند کې یې تصرفات د اسلامي عقیدي پر اساس وي او په دې مسئله کې هېڅ اختیار نه لري. له دوو ډېر څیزونه نشته، یا قضیه حق ده او یا باطله. اسلام حق دین دی، نو له دې پرته نور هر څه باطل دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِينًا﴾ [احزاب: ٣٦]

ژباړه: کله چې الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو امر حکم کوي، هېڅ مسلمان نارینه او ښځینه ته یې په کار کې اختیار نشته او هغه کسان چې د الله او د هغه د رسول نافرماني وکړي، له شک پرته چې ښکاره ګمراهي کوي.

د مبدا د ساتنې لپاره اسلام د حاکم او محکوم محاسبه هغه وخت په برابره توګه مشروع کړې چې د الله سبحانه وتعالی د دین په پلي کېدو کې بدلون راولي او یا غفلت پکې وکړي؛ ځکه پر معروف امر او له منکر څخه نهی د الله سبحانه وتعالی په کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو کې په مطلقه بڼه راغلي او رخصت ته د اجازې په غوښتنې سره مقید او یا تخصیص شوي نه دي.

مسلمانانو د خلفای راشدینو، امویانو او عباسیانو په وخت کې خپل حاکمان محاسبه کول. د هغه حاکم چې د اسلام پر اساس او د هغه حاکم چې د سیکولرېزم پر اساس حکم کوي، د محاسبې او امر بالمعروف کې یې ډېر توپیر دی. د اسلامي امت د اوسنیو حاکمانو حالت همداسې دی.

لنډه دا چې په ۱۹۲۴م کال کې د عثماني خلافت تر ړنګولو وروسته استعمار خپل نفوذ او سیکولرېریستي نظامونه په اسلامي خاورو کې تیت او پراخ کړل او وروسته یې د هغو خیانت کوونکو حاکمانو د مزدورولو هڅې پیل کړې چې مسلمانان یې په ناوړه او له دوکې په ډکو طریقو سره لارورکي او ګمراه کړل. هغه حکام چې د مسلمانانو تر منځ قومي او وطني مسایلو ته لمن وهي او یا د تمدن په نامه مسلمانان له خپل دین څخه بېلوي او یا هم ځینې وختونه مسلمانان پر هغه څه خوشحالوي چې نه یې مړوي او نه یې له لوږې ژغوري.

له هر حاکم سره د مسلمانانو د غولولو ځانګړي دوکه ورکوونکي وسایل او طریقې شته دي. په دې وروستیو کې مسلمانان په خپلې بیدارۍ سره د ډیموکراسۍ له لومو څخه وتلي، چټلو او بدبویه اړیکو ته یې شاه کړې او د فاسدو نظامونو پر وړاندې درېدلي دي.

پر همدغه اساس، د استعمار لپاره بل څه نه دي پاتې، پرته له دې چې د اسلام په ټاپې سره یوه پاڼه وړاندې کړي او په ډیموکراسۍ سره مسلمانان راضي کړي. د مسلمانانو لپاره لازمه ده چې ویښ شي، د خپلو دښمنانو او مزدورانو طریقې وپېژني او هغه خنډ له منځه یوسي چې د اسلام حاکمیت ځنډوي. هغه څه چې د فرېبکار اردوغان په اړه د حقایقو وړاندې کولو لامل شوي د اردوغان زاړه سیاسي کارونه دي، چې د درواغو له ادعاوو پرته بل څه نه ي. دا کار نوموړی د دښمن په ځای کې راولي، هغه ځای چې الله سبحانه وتعالی په صف سورت کې ترې لېرې کېدل غوښتي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ  (٢)كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ [صف: 2-3]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، ولې هغه څه نه ترسره کوئ چې واياست یې؟ د الله د غضب لپاره تر تر ټولو ستره خبره دا ده چې هغه څه ووایئ چې نه یې ترسره کوئ.

که د عباسیانو او عثمانیانو په حاکمیت کې عربي ژبې ته بې‌پامي او د اجتهاد د پرېښودو اغېز نه وای، اردوغان او نورو جمود فکرو یو مسلمان هم نه شوای دوکه کولی. دغه دوه موارد د استعمار د پټېدو مهم اسباب وو. پر همدغه اساس، د اردوغان لپاره دا اسانه ده، چې سطحي فکره کسان په مسجد کې په خپل عکس اخیستو، د قرآن کریم مصحف په پورته کولو، د مسجد القصی په اړه په بیانیې ورکولو او د ایا صوفیا د مسجد په بنسټ اېښودلو سره چې له مخکې هم موجود و، دوکه کړي او سپکاوی ورته وکړي.

دا هغه کارونه دي چې هر مسلمان وګړی یې ترسره کوي، حتا ښځې هم. د مسلمانانو لپاره چې د «صف» سورت لومړني ایاتونه وایي، لازمه ده چې د امن او قدرت په موقف کې د یو حاکم په توګه د اردوغان حقیقت ځان ته معلوم کړي. هغه نظام ته په کتنې چې پر اساس یې په ترکیه کې حکومت کوي او د عثماني خلافت په وخت کې د اسلامي خاورو پلازمېنه وه. یا د اردوغان هغې بیدارۍ او زیرکۍ ته وګوري او وویني چې په کوم لور په حرکت او له چا سره په مصلحت کې دی. همدارنګه په پوځونو، مطبوعاتو، ثقافت، سوداګرۍ او خپلو سیستمونو سره له چا سره ملګری دی او یا د فلسطین د قضیې، سوریې، لیبیا او نورو پر وړاندې د هغه بېلابېلو دریځونو ته چې تېر شوي او رابه شي، وګوري. په پایله کې که کوم څوک تدبر ولري، د اردوغان دښمن شخصیت به درک کړي. له دغسې ظالمانو باید د نصرت تمه ونه شي، ځکه دوی د فرعون ملګري دي.

په پاتې برخه کې به په تېرو شلو کلونو کې د سېکولرېزم له مقام څخه د اردوغان د لاسته راوړنو نښې وړاندې کړو. فکر نه کوم، هغه مومن ته چې پر الله سبحانه وتعالی او د اخرت په ورځ ایمان لري، دا نښې او د اردوغان لاسته راوړنې پټې وي، خو د تذکر په موخه یې بیا هم یادوم.

لومړی دا چې اردوغان د امریکا په سرپرستۍ د سیکولرېزم په مقام او ځای کې د مصطفی کمال اتاترک لمسی دی:

په ۱۹۴۵م کال کې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا لپاره سیاسي او اقتصادي زمینې برابرې شوې، ترڅو د انګلیس پر وړاندې د نړۍ په رهبرۍ لومړی قدرت شي. د مسلمانانو په چارو پورې له اړوند لیدلوري څخه د منځني ختیځ د سیاسي او جغرافیایي اهمیت له امله امریکا په بخیلي وغوښتل چې د جنایتکار مصطفی کمال له خوا د عثماني دولت په له منځه وړلو کې په ترکیه کې د حکومت په مرکز کې د انګلیس د مزدورانو پر نفوذ سربېره نفوذ وکړي. څنګه چې روښانه ده په ترکیه کې پر انګلیس سربېره حاکمیت ته په رسېدو کې امریکا د معتدل اسلام د نقش له لوبولو پرته بله چاره نه درلوده چې د امریکا د ډیموکراسۍ په مبدا سره، چې پر منځني حل ولاړه ده، نرم چلند ولري. د همدغه رول لوبولو لپاره یې اردوغان وټاکه. دې مسئلې څو دلیلونه درلودل:

لومړی، هغو ترک مسلمانانو چې د اسلامي حکومت هیله یې درلوده، د خپلو مزدورانو لپاره د ترکیې په حکومت کې وګوماري او د دغو مسلمانانو احساسات هم کنټرول کړي.

پر  دې سربېره، د اقتصاد مقاله وه چې امریکا وکولی شول پر اساس یې په ۲۰۰۲ م کال کې په ترکیه کې واک ته د رسېدو لپاره د اردوغان د چمتو کولو په موخه وړاندې کړي، چې په دې اړه له نوموړي سره له وړاندې ډېرې لیدنې او خبرې اترې شوې وې. له بلې خوا امریکا د مسلمانانو لپاره د خبر رسوونې کار اسانه کړ او اردوغان یې پر اسلامي کړنلارې سربېره د حکومت په مرکز کې ګمراه کړ. دا مسئله د دې سبب شوه چې اردوغان د اسلامي منځلارو حرکتونو محور شي چې تر ټولو مخکښ یې د اخوان المسلمین حرکت و؛ هغوی چې د اردوغان د تخیلي رهبرۍ قرباني شول او د دین د اقامې تمه ترې نه شي کېدای. دغه سیکولر حاکم هغوی د سیکولرېزم کندې ته غورځولي او په دغه کار سره د هغوی او د دعوت د مخلصینو تر منځ د راشده خلافت دولت د بیا تاسیس لپاره کړنې او ویناوې سره لېرې شوې. دا هغه دولت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د جبري حکومت تر نسکورولو وروسته د بیا تاسیس زیری ورکړی دی. هغه صلی‌الله علیه وسلم فرمایي:

«…ثم تكون خلافة على منهاج النبوة»

ژباړه: ...وروسته به د نبوت پر تګلاره خلافت وي.

د هغو کسانو لپاره چې سطحي او منځلاري افکار لري، سخته نه ده چې سترګې یې د دېوال شاته څه ونه ویني، خو که یې عقلونه په مستنیر فکر سره برابر او کار کړلو ته چمتو کړي، د اردوغان حقیقت به ورته معلوم شي. هغه کس چې سیکولرېزم یې کرلی او له چټلیو پرته یې بل څه په لاس نه دي راوړي. هغه ترکیه چې د عثمانیانو په خلافت کې د مسلمانانو پلازمېنه او د دارالاسلام مرکز وه، له اوس سره د ځمکې او اسمان په اندازه توپیر لري. هغه ځای چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خوا د قسطنطنیې په فتحې سره مشرفه شوې وه او هغه ځای چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه فرمایلي دي:

«ستفتح القسطنطينية، ولنعم الأمير أميرها، ولنعم الجيش جيشها»

ژباړه: قسطنطنیه به ډېره ژر فتحه شي، څه غوره امیر دی هغه امیر او څه ښه لښکر دی هغه لښکر.

په مقابل کې یې اردوغان په ترکیه کې له سیکولرېستي نظام پرته، چې مصطفی کمال پلی کاوه، بل حکومت نه کوي. که مصطفی کمال په مسجدونو کې اذان منع کړ، اردوغان هم په ترکیه کې د همجنس‌خوښو څخه د ملاتړ لپاره د قانون په اړه خبرې وکړې. پر خپل فساد یې هم بسنه نه ده کړې، بلکې نورو ته یې هم توصیه کوي. څنګه چې محمد مرسي ته یې هم کله چې په مصر کې واک تر لاسه کړ، توصیه وکړه چې د سیکولرېزم پر بنسټ حکومت وکړي، ځکه په خبره یې، د حکومتولۍ لپاره مناسب نظام دی. اردوغان ډېر ځله روښانه کړې چې سیکولر دی او نظام یې هم له سیکولرېستي پرته بل څه نه دی. د جنایتکار مصطفی کمال عکس یې د خپل شخصیت د رمز په توکه ځوړند کړی او هر کال یې په ترکیه کې د سیکولرېزم له تاسیس څخه د لمانځنې په توګه پر قبر د ګلونو ګېډۍ ږدي.

په دې توګه اردوغان په ځلونه ثابته کړې چې په سیکولرېزم کې د مصطفی کمال لمسی دی او په سیاستونو کې یې امریکا ته له مزدورۍ پرته بل څه نشته. اردوغان رښتیا او درواغ سره ګډ کړي او وایي چې سیکولر یم. په ورته وخت کې له اسلام څخه د دفاع دعوه هم لري. د هغه چا لپاره چې د اردوغان له دوکې ډکو دریځونو څخه پند نه اخلي، هغه وخت رارسېدلی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث یاد ته راوړي. هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«أعاذك الله يا كعب بن عجرة من إمارة السفهاء، قال: وما إمارة السفهاء؟ قال: أمراء يكونون بعدي لايهتدون بهدايتي، ولا يستنون بسنتي، فمن صدقهم بكذبهم وأعانهم على ظلمهم فأولئك ليسوا مني ولست منهم ولايردون على حوضي، ومن لم يصدقهم بكذبهم ولم يعنهم على ظلمهم فأولئك مني وأنا منهم وسيردون عليَّ حوضي»

ژباړه: اې کعب بن عجزه! الله سبحانه وتعالی دې تا له ناپوهو حاکمانو وساتي، ویې وویل: ناپوه حاکمان څوک دي؟ ویې فرمایل: تر ما وروسته به داسې حاکمان وي چې لارښوونې مې نه عملي کوي او پر سنتو مې برابر نه دي. که څوک هغوی پخپلو درواغو سره ومني او تصدیق یې کړي او له ظلم سره یې مرسته وکړي، هغه ډله له ما څخه نه ده، زه به له هغوی څخه نه وم او حوض ته به مې رانه شي. که یې څوک درواغ تصدیق نه کړي او له ظلم  سره یې مرسته ونه کړي، هغوی له ما څخه دي او زه له هغوی څخه یم او حوض ته به مې راشي.

دویم؛ د فلسطین له قضیې د اردوغان لاسته راوړنې

د فلسطین قضیه د مسلمانانو لپاره برخلیک ټاکونکې بلل کېږي. دا په حقیقت کې د یو امت قضیه ده، نه یوازې د فلسطین قضیه. د فلسطین په مبارکه خاوره کې صهیونستی اشغال په داسې حال کې اوږد شوی چې په اسلامي خاورو کې همدا یو دولت دی چې نه مړېږي او نه هم له لوږې مري.

دا په داسې حال کې ده چې د اردوغان دولت چې هغوی ته په خپلو بیانیو کې له عمل سره په ټکر  کې له ګواښونو ډکې څرګندونې کوي، خو وینو چې دولت یې د هغوی په خدمت کې دی. له بده مرغه چې د ترکیې پوځ اوسمهال د جنګي چمتوالي له اړخه په نړۍ کې پنځم ستر پوځ دی، خو د اسلام له لیدلوري څخه هغه دولت هېڅ ارزښت نه لري چې په اسلام کې د حکومتولۍ نظام پلی نه کړي او اسلام په دعوت او جهاد سره په نړۍ کې خپور نه کړي. اردوغان په مسجدالاقصی کې د وا اسلاما چیغي اوري، خو هغوی ته په تسلیت او غمشریکۍ ځواب ورکوي. په داسې حال کې چې که د کوم امریکایي بنسټ له خوا زنګ ورته ووهل شي، د ترکیې له پوځ سره د خپل بادار د امر پر ځای کېدو لپاره منډې وهي او له هغوی سره د نقشو او دسیسو پلي کېدو لپاره د ترهګرۍ په پلمه له مخلصینو سره د جګړې او د امنیت ټینګېدو په موخه د هغوی د مالونو لوټولو لپاره تړون کوي.

دا چې د فلسطین مبارکه خاوره له اردوغان څخه لېرې نه ده، نو ایا اردوغان خپل پوځ ته د فلسطین د ازادۍ لپاره څنګه یې چې د عفرین د ازادۍ لپاره وخوځاوه، حرکت ورکړی؟! په درواغجنو بیانیو سره د فلسطین د ازادۍ او نصرت ادعاوې کوي، وروسته په همغه ژبه د فلسطین په خاوره کې د امریکا دولت د مقررې پر لوري (د دوو دولتونو حللارې) ته پنا وړي. دا خبره له هغه چا پرته بل څوک نه کوي چې په ښکاره خاین او په ذات کې چټل وي.

ګرانو لوستونکو! د اردوغان د خیات د قربانیو درک لپاره دا بسنه کوي چې «شمعون بیریز» په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د ترکیې د پارلمان مخې ته په عبري ژبه وویل: «ترکیې پیاوړی او ټینګ باور جوړ کړی، راغلی یم چې له ترکیې څخه د دغه کار له امله مننه وکړم.»

د دغه مزدور حاکم د بې وسۍ د درک لپاره کافي ده چې هغه بیانیه واورېدل شي چې په هغه کې یې ویلي: «موږ د اسراییلو دولت ضد نه یو، بلکې موږ د هغو اسراییلو ضد یو چې وژنې کوي.» (سرچینه: الجریزه) دا ډېره د خندا وړ ده چې اردوغان ګومان کوي په فلسطین کې او یا نورو ځایونو کې دې یهودي حکومت وي او په هغه کې دې ارامي رامنځته شي. اردوغان د الله سبحانه وتعالی په کتاب کې د یهودانو حقایق نه دي لوستي چې داسې فرمایي: «یا دا چې هېره کړې یې ده چې فلسطین اسلامي خاوره ده، باید د غاصبو یهودانو له چټلیو پاکه شي.»

له اردوغان څخه تر ټولو کمزوري کسان هغه دي چې د اردوغان په بیانیو غولېدلي او له یهودانو سره د هغه رښتینې ملګرتیا نه درک کوي. هغوی یو د بل تر څنګ په ډېر ویاړ سره په سوداګریزو معاملو، امنیتي برخو او د ډیپلوماسۍ په اړیکو کې کار کوي. اردوغان لومړنی کس دی چې دا ډول اړیکې یې لاسلیک کړې دي. هغوی نه پوهېږي چې د اردوغان حاکمیت د الله سبحانه وتعالی دی. د هغه چا له رضایت څخه ډډه وکړئ چې الله سبحانه وتعالی ترې ناراضه دی او که داسې ونه کړئ، ستاسو لپاره به عذاب وي. مسلمان یوازې له هغه چا راضي کېږي چې الله سبحانه وتعالی له هغه څخه راضي وي. د رضایت، منلو، خوښۍ او د رد معیار مو شرعي کړئ!

درېیم، له سیاسي کارونو څخه د اردوغان لاسته راوړنې

اردوغان د امریکا ستراتیژیک ملګری دی او دغه امر یې په ویناوو او کړنو کې ښکاره دی. امریکا چې کله په ۲۰۰۳م کال کې پر اعراق نظامي برید وکړ، د ترکیې انجرلیک اډه یې د عراق د جګړې د خنډ له منځه وړلو لپاره وسیله کړه او په ۲۰۱۱م کال کې په سوریه کې د امریکا د مزدور بشار اسد د ساتنې لپاره اردوغان هغه اسلامي جریان وځاپه چې د اسلام دولت د تاسیس لپاره راوتلی و او د جنایت کوونکي بشاراسد پر وړاندې یې شعار ورکاوه. وروسته یې جیش الحر چې له ترکیې سره یې اړیکه درلوده، د ازادۍ په موخه د «درع الفرات» غوندې د عملیاتو په پایله کې چې پر حلب یې د بشار اسد په واکمنېدو کې مرسته کوله، وپاشه. همدارنګه د "غصن الزیتون" عملیات چې له بشار اسد سره یې غوطې ته په داخلېدو کې مرسته وکړه.

کاشکي امریکا د اردوغان پر همدمره بې‌لارې کېدو بسنه کړې وای، بلکې اردوغان د خپل بادار د فرمان منلو لپاره ډېر نور عملیات ترسره کړي چې وروستي هغه یې امریکا ته د خدمت لپاره له اذربایجان سره د ارمنستان او لیبیا په چارو کې لاسووهنه وه. 

اردوغان چې په دې وروستیو کې په اماراتو کې د خاینو رهبرانو د بانکونو دروازو مخې ته د ترکۍ لېرې د پړسوب مخنیوي لپاره ګدايي کوي، کله چې په سوریه، لیبیا او اذربایجان کې خپل سرتېري ځای پر ځای کوي، نو مناسبه ده چې پر خپل قیمت او ارزښت پوه شي.

نه مسلمانان په سوریه کې د بشار اسد له ظلم څخه ازادېږي او نه هغوی د حفتر له بند څخه ژغورل کېږي. همدرانګه د ترکیې په اقتصاد کې د بې نظمیو د له منځه وړلو وس هم نه لري، بلکې د غلامانو غوندې د خپلو بادارانو په خدمت کې ژوند کوي. امریکا په ټول وس هڅه کوي چې د اردوغان په څېر ورته نسخې په یمن، سوډان او سوریه کې رامنځته کړي. هغوی مکر وکړ او مکر یېّ الله سبحانه وتعالی ته معلوم دی، که یې مکر په غرونو کې هم پټ شي.

بېشکه اسلامي امت د راشده اسلامي خلافت دولت د تاسیس لپاره د  لیندۍ د غشو له دوو چوکاټونو او یا تر دې هم نږدې شوي! یو حزب رامنځته شوی چې اهل ته یې درواغ نه وایي او هغه حزب‌التحریر دی چې د موخې تر لاسه کېدو ته هوښیار، په طریقه کې د بصیرت څښتن او پر خپله نظریه ټینګ ولاړ دی.

«… ثم تكون خلافة على منهاج النبوة»

ژباړه: وروسته به د نبوت پر تګلاره خلافت راشي.

د الله په اذن سره به یې ډېر ژر د تاسیس شاهدان وو.

الواعي مجله: ۴۳۳مه ګڼه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې