یکشنبه, ۱۰ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د نصرت په اړه د الله سبحانه وتعالی زیري او ابتلا‌وې!
بسم الله الرحمن الرحيم
د نصرت په اړه د الله سبحانه وتعالی زیري او ابتلا‌وې!

(لومړۍ برخه)

د هغو وحشتناکو او ډارونکو پېښو تکرار چې د مسلمانانو احساسات یې په نښه کړي، له شک پرته چې موخه یې، د هغوی له منځه وړل، د تصمیم نیوونې نشت او په منځ کې یې د نهیلۍ خپرېدل دي. د بېلګې په توګه، لیدل کېږي چې د مسلمانانو چارواکي د بریټانیا د ملکې د مړینې په مراسمو کې ګډون کوي، دا په داسې حال کې ده چې دغه ښکېلاکګر هېواد مسلمانان ځوروي او په حق کې یې تر ټولو ناوړه جنایتونه ترسره کوي. بل دا چې په سوډان کې د امریکا سفیر د سولې د کوترې رول لوبوي او د کورنیو، مشرانو او کلیو لیدنه کوي، بېوزلو ته زړه ورکوي، غونډې جوړوي او په کنفرانسونو کې ښکاره کېږي... په دغو کړنو سره داسې ښيي چې ګنې د دغو خاورو اوسنی حاکم دی، خو ټول پوهېږي چې په نړۍ او په ځانګړي ډول په اسلامي خاورو کې د جنایتونو او فتنو رامنځته کولو عامل امریکا ده.

په دې کې شک نشته چې دغو استعمارګرو دولتونو زموږ په خاورو کې د مزدورو حکامو په مرستې بحرانونه رامنځته کړي، دسیسې جوړوي او خپله سیاسي او امنیتي ولکه یې په داسې بڼه پیاوړې کړې چې وضعیت ناوړه او ژوند سختېږي او دا د دې لامل کېږي چې د ځینو مسلمانانو په زړونو کې نهیلي پیدا شي او یو څوک ووایي: ایا موږ ته به نصرت راشي؟!

نصرت الهي ډالۍ ده چې الله سبحانه وتعالی هغه یوازې خپلو مخلصو بندګانو ته ورکوي. الله سبحانه وتعالی ځینې وخت ژر او ځینې وخت بیا هغه حکمت ته په کتو چې هغه سبحانه وتعالی پرې خبر دی، نصرت ځنډوي. د هغه په واسطه مومنان ابتلاء کوي او په ځنډ سره یې مخلص او ثابت قدمه بنده‌ګان له ماتې خوړلو او تسلیم شوو څخه بېلوي. الهي سنت د انسان نفس داسې معرفي کوي چې خیر په بیړه غواړي او د ځورېدو پر وړاندې صبر او استقاومت نه کوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَ لَوْ يُعَجِّلُ اللَّهُ لِلنَّاسِ الشَّرَّ إستِعجَالَهُم بِالْخَيْرِ لَقُضِىَ إِلَيْهِمْ أَجَلُهُمْ﴾ [یونس: 11]

ژباړه: لکه څنګه چې خلک د ښېګڼو او خیر په تر لاسه کولو کې بیړه کوي، که الله سبحانه وتعالی یې په جزا ورکولو کې بیړه کولی، ډېر ژر به یې عمر پای ته رسېده (او ټول به له منځه وړل کېدل)

ډېری وختونه تر سختیو وروسته اساني او تر غمونو وروسته ارامي وي. ځينې څیزونه دي چې انسان یې ځان ته خیر بولي، په داسې حال کې چې شر  پکې نغښتی وي او ډېری داسې څیزونه هم شته چې انسان یې شر بولي، په داسې حال کې چې په هغه کې یې خیر وي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَ عَسَىٰ أَن تَکرَهُوا شَيْءًا وَ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَ عَسَىٰ أَن تُحِبُّوا شَيْءًا وَ هُوَ شَرٌّ لَّكُمْ وَ اللَّهُ يَعْلَمُ وَ أَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ﴾ [بقره: 216]

ژباړه: ډېر شیان به مو نه خوښېږي، په داسې حال کې چې په هغه کې مو خیر دی. یا دا چې کوم څه مو خوښېږي، په داسې حال کې چې په هغه کې مو شر دی او الله سبحانه وتعالی پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ.

اسلامي امت د تاریخ په اوږدو کې له سترو غمیزو او مصبتونو سره مخ شوی او دغه سلسله همداسې تکرارېږي. په تېر وخت کې د تاتاریانو او صلیبیانو له جګړو سره مخ شو، الله سبحانه وتعالی د دغه امت لپاره اخلاصمن وګړي چمتو کړل چې صفونه یې یوځای کړل او پر دښمن بریالي شول. نن ورځ هم دغه ګډوډۍ د خلافت تر پاشل کېدو وروسته تکرارېږي. استعمار زموږ خاورو ته رادننه شو، فلسطین او اقصی مسجد یې اشغال کړل، خلک یې په بې رحمۍ سره ووژل او له مسجد څخه یې وایستل. په بوسنیا کې پر ښځو تېری وشو، د چیچن خاروه لوټ شوه او غوايي پرست هندوانو پر مسلمانانو بریدونه وکړل. همدارنګه په روهینګیا کې بت پرستو له مسلمانانو سره ناوړه چلند وکړ او مسیحیانو په منځنۍ افریقا کې مسلمانان په ډېره وحشتناکه بڼه ووژل. د افغانستان، عراق په اشغال او د جنوبي سوډان په بېلتون... هو، استعمارګرو دغه ټول جنایتونه د ځینو مسلمانو حکامو، درباري علماوو او د هغوی د ملاتړو په وحشیانه همکارۍ او توافق ترسره کړل.

دغه وحشتناکې پېښې او مصیبتونه د امت په ځینو بچیانو کې هم خواره شول او هغوی متزلزل او مټې یې ورکمزورې کړې. پر دې سربېره، استعمارګرو د مسلمانانو پر وړاندې فکري او ثقافتي جګړې پلې کولې، هغه تکتیکي جګړې چې مسلمانان یې په شرعي دلایلو کې په شک کې واچول او هغوی یې د الله سبحانه وتعالی له ډېرو احکامو څخه منحرف کړل. ځینې اسلامي مفاهېم یې ګډوډ کړل، وراسته شوي کفري افکار یې خواره کړل، هغه کسان چې د اسلام د پلي کېدو غوښتونکي وو، په دولت او ټولنه کې یې دننه فضا پرې تنګه کړه، هغوی یې تعقیب کړل او د هغوی ځان، مال او کورنۍ یې وځپلې. دې جګړې د ځینو کسانو تصمیم او اراده کمزوري کړل، په هغوی کې ډېری کسان بدل شول او په غربي مفکورو کې ډوب شول. ځینو کسانو سلامتۍ او دنیا ته په لېوالتیا سره لومړیتوب ورکړ او چوپتیا پرې خوره شوه. ځینې نور بیا نهیلي شول او امت ته ورکړل شوې نږدې ژمنه او فتحه یې لېرې او وروسته وګڼله. د امت یو شمېر نور بچیان بیا په مېړانه کې پاتې شول چې تر نن پورې په یوازې توګه مبارزه او له حق څخه دفاع کوي. ثبات او استقاومت یې دنګو غرونو ته پاتېږي او پېښې یې ثبات نه شي کمزوری کولی. فتنې د هغوی د بدلون وړتیا نه لري او همدارنګه ټکرونه او فشارونه یې اراده له منځه نه شي وړلی. د هغوی په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه قول صدق کوي:

«لَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي ظَاهِرِينَ عَلَى الْحَقِّ لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَذَلَهُمْ حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللَّهِ وَهُمْ كَذَلِكَ...» (متفق علیه)

ژباړه: تل او په دوامداره توګه زما په امت کې یوه ډله شته چې د حق ملاتړې او پیروې ده او کوم کسان چې د دوی ذلت غواړي، دوی ته زیان نه شي رسولی او په همدې طریقه به شتون ولري، تر هغه چې د الله سبحانه وتعالی فرمان (د قیامت ورځ) راورسېږي.

هو، وروسته له دې چې امت رهبر، ځواک او دولت له لاسه ورکړل او وروسته تر دې چې امت بې خلیفه، بې رهبره او بې امامه شو، ستونزې نورې هم پراخې شوې. رسول الله صلی الله علیه وسلم څه ښه فرمایلي:

«انما الاِمَام جُنة یُقاتَل مِن وَرائِهِ وَ یُتَّقَی بِه»

ژباړه: امام هغه ډال دی چې تر شاه يې جګړه کېږي او هغه ته پنا وړل کېږي.

د مسلمانانو اوسني حکام هېڅ یو امام او رهبر نه دي او د امت غم ورسره نشته. همدارنګه له مصیبت او بدبختۍ پرته بل څه نه دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«انها ستأتی علی الناس سنون خداعة؛ یصدق فیها الکاذب و یکذب فیها الصادق، و یؤتمن فیها الخائن و یخون فیها الأمین، و ینطق فیها الروبیضة. قیل: و ما الروبیضة؟ قال: السفیه یتکلم فی أمر العامة...» الإمام أحمد مسنده.

ژباړه: هغه کلونه به راشي (چې خدعه پکې کېږي)، درواغجن به تصدیق او صادق به درواغجن کېږي، خاین به امانت ساتونکی او امین به خاین ګڼل کېږي. رویبضه به ویناوې کوي. وویل شول: رویبضه چاته ویل کېږي؟ ویې فرمایل: بې عقلان او ناپوهان چې د خلکو په چارو کې نظر ورکوي.

هو، اسلامي امت پوځونه رهبري کول او بیرغونه یې رپول، کلاوې یې نړولې، داسې کسان یې روزل چې پياوړي اتلان یې په ګونډو کول، د نړۍ ګوټ ګوټ ته یې خیر او نیکي خوروله، کمزورو مرسته ترې غوښته او اسلامي امت مرسته ورسره کوله. پنا غوښتونکو پنا ترې غوښته او اسلامي امت هغوی ته پنا ورکوله. هو، اسلامي امت.

روایت شوی چې کله عمر رضي الله عنه شام ته ولاړ او پوځیان ورسره وو، چې نوموړي له لنګ، موزو او له لونګۍ پرته بل څه نه درلودل، په داسې حال کې چې اوښ یې نیولی و او په اوبو کې یې پورې ایسته، ورته ویې ویل: اې امیر المؤمنینه! د شام مشران او پوځونه دې په خدمت کې دي او ته په دغه حالت کې يې! عمر رضي الله عنه وفرمایل: موږ هغه قوم یو چې الله سبحانه وتعالی د اسلام په وسیله عزت راکړی او هېڅکله عزت په بل څه کې نه لټوو... (المستدرک او نور)

حتما به موږ په نږدې راتلونکي کې د الله سبحانه وتعالی په مرسته او غوښتنه دغه ستر واقعیت ته ورسېږو. د الله سبحانه وتعالی او رسول صلی الله علیه وسلم زیري ته خوشحاله یو، نو له همدې امله باید په دې لاره کې په ټول وس سره فعالیت وکړو، نهیلۍ او سرګردانۍ لېرې کړو، پر زیریو ځانونه خبر کړو او پر ابتلاء‌وو صبر او استقامت وکړو. په دې کې شک نشته چې نصرت په ټاکلي وخت چې الله سبحانه وتعالی پرې پوهېږي، راتلونکی دی او زموږ مکلفیت د اسلام د حاکمیت اقامې لپاره یوازې فعالیت کول دي. که داسې وګڼو چې هر یو پر دې ژمنې پوهېږي، ایا د اسلام غوښتنې او مکلفیتونه یې عملي کړي، که یې د دنیا لور ته يې مخه کړې، حوادث او پېښې یې د ځان لپاره سختې کړې چې په پایله کې یې د اسلام لپاره د نصرت له فعالیت او د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت د تاسیس لپاره له دعوت څخه لاس اخیستی دی؟!

ادامه لري...

الرایه: ۴۱۶ګڼه

لیکوال: استاد محمد جامعه « أبو أیمن»

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې