یکشنبه, ۱۰ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د نړۍ نفوس ۸ میلیارده شو
بسم الله الرحمن الرحيم
د نړۍ نفوس ۸ میلیارده شو

د ملګرو ملتونو تازه معلومات ښيي چې د ۲۰۲۲م کال نومبر په ۱۵مه د نړۍ نفوس ۸ میلیارده شو؛ دا چې د پاخه عمر لرونکو کسانو کچه په بیساري ډول لوړه شوې، اټکل کېږي چې تر راتلونکو ۱۵ کلونو به د نړۍ نفوس ۹ میلیارده شي. په وروستیو څو لسیزو کې ټولو څېړنو منلې چې نړۍ د نفوس له خورا ډېر ګڼوالي سره مخ کېږي. د نفوس بې کنټروله ودې ته د نړۍ نایابه زېرمې بسنه نه کوي او چاپېریال ویجاړوي. ډېر نفوس د خوړو او انرژۍ ډېرو سرچینو ته اړتیا لري، چې دا په خپل وار د نړیوالې تودوخې د زیاتېدو او نورو چاپېریالي ناورینونو د زیږېدو سبب کېږي. خو په ۲۱مه پیړۍ کې د نړۍ په کچه هېوادونه د نفوس له کمېدو او د امېندوارۍ له ټيټې کچې سره مخ دي. په ایټالیا کې زیږنتونونه د تړل کېدو په حال کې دي. په چين کې ښارونه له خلکو په خالي کېدو دی. په سویلي کوریا کې پوهنتونونه د جذب لپاره په کافي اندازه محصلین نه شي پیدا کولی او په جرمني کې په سلګونو زره ویجاړ شویو ملکیتونو او ځمکو کې پارکونه جوړیږي.

تر ۱۸۰۴ پورې د نړۍ نفوس یو میلیارد ثبت شوی. ۱۲۵ کلونه وروسته دوه میليارده شو. درې لسیزې وروسته په ۱۹۶۰ کې د نړۍ نفوس درې میلیارده و. تر راتلونکو ۴۰ کلونو د ۲۱مې پیړۍ په اوږدو کې د نړۍ نفوس دوبرابره شو او له ۳ څخه ۶ ميلياردو تنو ته ورسېد. په دغو کلونو کې هر کال ۷۱ میلیونه تنه اضافه کېدل. یوازې د نړۍ نفوس ډېر نه شو، بلکې د ودې کچه هم په تصاعدي ډول ډېره شوه. د نړۍ ۳۰ سلنه نفوس د افريقا په جنوبي صحرا، نايجريا او جنوبي آسیا کې دی. د نړۍ په نیم نفوس کې د امېندوارۍ کچه د پخوا په پرتله کمه شوې.

په ۲۱مه پیړۍ کې د زېږون کچه لوړه نه، بلکې ټيټه شوه. د ملګرو ملتونو معلومات ښيي چې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۵۰ کال پورې به د نړۍ د نفوس وده دوام وکړي،  خو دا وده به د تېرو پنځوسو کلونو نیمايي وي. د دې پیړۍ په دویمه نیمايي کې به د نړۍ د نفوس د ودې کچه ۰-۱۰ سلنه وي. اټکل کیږي چې د ۲۰۰۰ او ۲۰۵۰ کلونو ترمنځ به د نړۍ نفوس په کال کې ۵۷ میلیونه زیات شي. د ۱۹۵۰ او ۲۰۰۰ کلونو ترمنځ د نفوس د ډیروالي کچه په کال کې ۷۱ میلیونه تنه وه، چې د اوس په پرتله ډېره وه. د ۲۱مې پیړۍ په یوه برخه کې به د نړۍ د نفوس د ودې اوسنۍ لوړه کچه ونه لیدل شي. سر له اوسه دا بدلونونه وینو. د زیږون ټيټه کچه د دې لامل شوې چې ځوان کارکوونکي د مخ پر زیاتېدو متقاعدینو ځای ډک نه کړي. اروپا او جاپان لا له وړاندې له دې ستونزې سره مخ دي. ډېری کسان دا اټکل هم کوي چې د نفوس وده به په اروپا کې ټیټه شي خو مجموعي کچه به یې د ودې په حال کې کوي، ځکه چې په درېیمه نړۍ کې د زیږون کچه لوړه ده. مګر د زېږون کچه په هر ځای کې د ټيټېدو په حال کې ده. د لومړی نړۍ هیوادونه د کم نفوس پر ژۍ ولاړ دي او نوره نړۍ ور پسې روانه ده. دا جمعیتي بدلون به د ۲۱مې پيړۍ د پاتې برخې بڼه وربدله کړي.

د امېندوارۍ قطعي شمېره د هرې ښځې پر سر ۲،۱ ماشومان دي. دا د ماشومانو هغه شمېره ده چې هره ښځه یې په اوسط ډول باید ولري، تر څو وکولی شي د نړۍ نفوس ثابت وساتلی شي. له دې شمېرې څخه ډېر زیږون د نړۍ نفوس ډېروي، او تر دې شمېرې کم د نړۍ نفوس کموي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په ۱۹۷۰ کې ښځو ۴،۵ ماشومان زیږول. په ۲۰۰۰ کال کې دا شمېره ۲،۷ ماشومانو ته راټيټه شوه. دا کچه ټیټېدل ډراماټيک دي. د ملګرو ملتونو معلومات ښيي چې په ۲۰۵۰ کې به د امیندوارۍ نړیواله کچه د هرې ښځې پر سر ۲،۰۵ ته راټيټه شي. دا شمېره له ۲،۱ څخه چې د نړۍ نفوس ثابت ساتي، ټيټه ده. د ملګرو ملتونو بله وړاندوینه چې پر بېلابېلو ګمانونو ولاړه ده ښيي چې د هرې ښځې پر سر به د زېږېدو کچه ۱،۶ ماشومان وي. د ملګرو ملتونو سازمان چې معلوماتو ته ښه لاسرسی لري، اټکل کوي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د نړۍ نفوس یا ثابت پاتې شي او یا به په ډراماتیک ډول ټیټ شي.

تر صنعتي کېدو وړاندې د یوې کورنۍ شتمني د هغو د ماشومانو په شمېر پورې تړلې وه. ډېر ماشومان په دې معنی وو چې ډېر کارګر لري چې په پټیو کې کار درته وکړي. کله چې فابریکې راغلې او د انسان ځای ماشین ونیو، دا حالت بدل شو. په تېرو دوه سوه کلونو کې د بشر د ټول تېر تاريخ په پرتله ټکنالوژۍ او ساينس پرمختګ کړی. اوس له اته کلنۍ مخکې د ماشومانو د مړینې کچه ډېره ټيټه شوې. ډیری ناروغی چې په ماشومتوب کې د مړینې لامل کېدې، اوس یې واکسین شته او دا چاره د دې سبب شوې چې د نړۍ نفوس چټکه وده وکړي. کورنۍ، ښځې او جنسي تمایلات د نړیوال اقتصاد او همداراز ډیرو مشتریانو -چې د دغه نړیوال اقتصاد چلوونکو په توګه کار کوي- د غوښتنو په ځواب کې بیا تعریف شوي. د نړيوال اقتصاد اړتیاوې او د مصرفونکو لپاره اړتیا؛ د ښځو رول او له دې لارې د کورنۍ جوړښت بدل کړی. ښځه نور د ماشومانو زیږول خپله دنده نه ګڼي، اوس خپواکې ښځې دي چې د ماشومانو زیږولو پرځای دنده پر مخ وړل او په اقتصاد کې لوی رول لرل خپله دنده بولي. د ښځو او ماشومانو ارزښتونه اوس پر فردپالنې او د ښځې پر اقتصادي ارزښتونو بدل شوي. برابري، فیمینیزم او د همجنسپالو ټولنه (LGBT) هغه مفاهیم دي چې د کورنۍ جوړښت یې ویجاړ کړ. ښځه د ماشوم زیږوونکې، د کور سمبالوونکې او خاوند نفقه راوړنکی؛ دا رول بلکل بدل شوی او په نړۍ کې د امیندوارۍ د کچې پر کمېدو  یې اغیز کړی.

په داسې حال کې چې د نړۍ د نفوس د ودې کچه مخ پر کمېدو ده، په تېرو څو لسیزو کې په اسلامي نړۍ کې هم د امېندوارۍ کچه ټيټه شوې؛ خو تر اټکل شوې کچې ډېره ده او اسلامي نړۍ به له اندونیزیا تر مراکشه د ۲۱مې پیړۍ په پاتې برخه کې د نفوس وده ولري. مسلمانان د نورو لویو مذهبونو په پرتله ډېر ماشومان لري. هره مسلمانه ښځه ۳،۱ ماشومان زیږوي، دا د مسیحیانو (۲،۷) او ټولو نامسلمانانو (۲،۳) په پرتله لوړ شمېر دی.

له یوې پېړۍ چټکې ودې وروسته، د زیږون کچه ټيټه شوې او د پلان له مخې به تر ۲۰۲۰ کال وروسته نوره هم ورو شي. له دې اټکل سره سره به تر۲۰۵۰ پورې په اسلامي نړۍ کې نفوس ډېر شي. په راتلونکي کې به له اسلامي هېوادونو پرته ډېر کم شمېر هېوادونه وي چې نفوس یې وده کوي. مخ پر ودې نفوس به اوبو، کورونو، عصري ټرانسپورټيشن او د کار بازارونو ته اړتیا ولري. د کار موندنو، په ځانګړي ډول دولتي دندو پر سر سیالۍ، بې کیفیته استوګنځایونه او د عمومي خدمتونو کمی د اوسني وضعیت په اړه د ټولنو د نارضایتۍ اصلي لاملونه دي. د نفوس له دغو فشارونو څخه زیږېدونکی سټرس او د دغو فشارونو په کمولو کې د سیمه‌ایزو هېوادونو رول به د اسلامي نړۍ د راتلونکي مسیر په ټاکلو کې مهم رول ولوبوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عدنان خان

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې