دوشنبه, ۲۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د نصرت په اړه د الله سبحانه وتعالی زیري او ابتلاءګانې
بسم الله الرحمن الرحيم
د نصرت په اړه د الله سبحانه وتعالی زیري او ابتلاءګانې

بسم الله الرحمن الرحيم

(پنځمه برخه)

الله سبحانه وتعالی خپلو مومنو بنده‌ګانو ته زیری ورکړی چې هغوی ته نصرت ورکوي، خو په دې شرط چې پر اوامرو یې ټینګ ودرېږي او د نصرت د ترلاسي لپاره د الله سبحانه وتعالی شرط پر ځای کړي. دغه زیري ډېر څرګند او ښکاره دي چې یوه برخه یې په شرعي نصوصو او ځیني نور یې بیا په هغو پېښو او مخته راغلو واقعیتونو کې په اثبات رسېږي چې موږ ورسره مخ یو.

د شرعي نصوصو او وحی له لارې امت ته د نصرت د تحقق زیري:

۱- پر دښمن د بریالي کېدو او امت ته د ستر مقام ورکړې ژمنه؛ الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایلي دي:

﴿وَ لَا تَهِنُوا وَ لَا تَحْزَنُوا وَ أَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ﴾ [آل عمران: 139]

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد ته سستي مه کوئ، که څه هم له کړاونو سره به مخ کېږئ، هغه کسان چې په همدې لاره کې وژل کېږي، هغوی ته مه غمجن کېږئ او تاسو په هغه قوي ایمان او له هغه حق ځواک څخه چې دفاع ترې کوئ، غوره یاست. بریا ستاسو ده، که رښتیني مومنان وئ او ایمان ولرئ.

دغه زیری د الله سبحانه وتعالی د مومنو بنده‌ګانو لپاره ډاډ ورکوونکی دی او زیری ورکوي چې بریا د هغوی ده، که څه هم وخت اوږد او یا لنډ وي او زیری ورکوي چې الله سبحانه وتعالی په خپل نصرت سره له هغوی سره دی. الله سبحانه وتعالی مومنانو ته امر کړی چې دښمن ته له سر ټیټولو، خضوع او تسلیمۍ څخه ډډه وکړي او داسې یې فرمایلي دي:

﴿فَلَا تَهِنُوا وَ تَدْعُوا إِلَى السَّلمِ وَ أَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَ اللَّهُ مَعَكُمْ وَ لَن يَتِرَكُمْ أَعْمَٰلَكُمْ﴾ [محمد: 35]

ژباړه: سستېږئ مه او کافران سولې ته مه راغواړئ، ځکه تاسو غوره یاست، الله سبحانه وتعالی له تاسو سره دی او هېڅکله ستاسو د اعمالو اجر او ثواب نه کموي.

امام إبن کثیر رحمه الله فرمایلي دي: د «وَاللهُ مَعَکُم» عبارت پر دښمنانو د مومنانو د بریا او نصرت د ستر زیري دلیل دی.»

۲- الله سبحانه وتعالی پر مومنانو ټینګار کوي چې دین به یې ډېر ژر د نړۍ پر ټولو دینونو بریالی او واکمن کړي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿هُوَ الَّذِى أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَ دِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَ لَوْ کَرِهَ المُشرِکُون﴾ [التوبه: 33]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی هغه ذات دی چې خپل رسول (محمد صلی الله علیه وسلم) یې له خپل رښتیني دین او لارښوونو سره خلکو ته راولېږه چې دغه دین پر ټولو دینونو غالب کړي، که څه هم مشرکین دا نه خوښوي.

3- رسول الله صلی الله علیه وسلم هم خپل امت ته زیر ورکړی چې د دین واکمني به یې تر هغه ځایه ورسېږي چې د شپې او ورځې امکان وي، امام مسلم له ثوبان څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إنَّ اللهَ زَوَی لِیَ الأرضَ فَرَأیتُ مَشَارِقِهَا وَ مَغَارِبِهَا وَ إِنَّ أُمَّتِی سَیَبلُغُ مُلکَهَا مَا زَوَی لِی مِنهَا»

ژباړه: الله سبحانه وتعالی ځمکه راته راټوله کړه او ما یې ختیځ او لودیځ ولیدل او له شک پرته چې د امت ملک او واکمني به مې ډېر ژر تر هغو ځایونو ورسېږي چې راته راټوله شول (ما ولیدل).

۴- الله سبحانه وتعالی له خپلو بنده‌ګانو سره د ځایناستې او امنیت ژمنه کړې او دغه ژمنه رښتیا شوې ده او تر هغه چې مسلمانان د الله سبحانه وتعالی منهج ته ژمن وي او په اوامرو او نواهی یې ټینګ ولاړ وي، دغه ژمنه به همدارنګه رښتیا شي: الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ ءَامَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾[نور: 55]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او نېک اعمال یې ترسره کړي، ژمنه کوي چې هغوی به د ځمکې پر سر واکمنان کړي، لکه څنګه یې چې مخکنیو ته په ځمکه کې خلافت ورکړ او هغه دین یې چې هغوی ته خوښ کړی، ټینګ او ریښې به یې نورې هم وغځوي. د هغوی ډار په امنیت او ارامۍ بدلوي. هغوی یوازې زما عبادت کوي او له ما سره دې شریک نه نیسي. هغه کسان چې تر دې وروسته کافران شي، هغوی فاسقان دي.

۵- الله سبحانه وتعالی مسلمانانو ته ډاډ ورکوي چې کافران له ماتې سره مخ کېږي او د هغه سبحانه وتعالی له جزا څخه نه شي تښتېدلی، که څه هم د هغوی ځواک ډېر شي. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایلي دي:

﴿لَا تَحسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مُعْجِزِينَ فِى الْأَرْضِ وَ مَأْوَىٰهُمُ النَّارُ وَ لَبِئْسَ الْمَصِيرُ﴾ [نور: 57]

ژباړه: شک مه کوه چې کافران کولی شي په ځمکه کې له الهی جزا څخه وتښتي! د هغوی ځای اور (دوزخ) دی او څومره ناوړه ځای دی.

۶- هر څوک چې د الله سبحانه وتعالی دین ته نصرت ورکړي، الله سبحانه وتعالی هم خپل نصرت ورکوي. هغه سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿يَٰأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ یَنصُرکُم وَ يُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾ [محمد: 7]

ژباړه: اې مومنانو! که د الله سبحانه وتعالی دین ته نصرت ورکړئ، الله سبحانه وتعالی له تاسو سره مرسته کوي او پر دښمنانو مو بریالي کوي، ګامونه مو ټینګوي. (کاروبار ته مو دوام ورکوي)

۷- هغه دعوتګران چې د الله سبحانه وتعالی د دین د نصرت لپاره فعالیت کوی، د هغوی ګامونه به ثابت او کلک وي او هغه کسان چې د هغوی پر وړاندې فعالیت کوي او یوازې یې پرېږدي، هېڅ زیان نه شي ورته رسولی. له معاویه څخه روایت دی چې ویې ویل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویې فرمایل:

«لَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي ظَاهِرِينَ عَلَى الْحَقِّ لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَذَلَهُمْ حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللَّهِ وَهُمْ كَذَلِكَ...»

ژباړه: تل او په دوامداره توګه زما په امت کې یوه ډله شته چې د حق ملاتړې ده او هغو کسانو چې د دې ډلې کسان یې پرېښي او له ماتې سره یې مخ کړي؛ هغې ته زیان نه شي رسولی او هغوی به په همدې توګه موجود وي، تر دې چې د الله سبحانه وتعالی فرمان راورسېږي. (د قیامت تر ورځې).

۸-   د کفري خاورو د هغو ښارونو د فتحې زیری چې تر نن ورځې نه دي فتح شوې، له عبدالله بن عمرو بن العاص رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل: «په داسې حال چې موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو او لیکل مو کول، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې لومړی به قسطنطنیه او که روم فتح شي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ: «لومړی د هرقل ښار فتحه کېږي.» یعني قسطنطنیه. (د امام احمد مسند). روم تر اوسه نه دی فتح شوی.

هغه زیري چې له شته واقعیت څخه ثابتېږي:

۱د باطل او حق د صفونو بېلېدل: نن ورځ موږ د هغه څه شاهدان یو چې د حق او باطل د ملاتړو صفونه یو له بل څخه بېل شوي او په قرآن کریم کې دغه واقعیت داسې تعبیر شوی دی:

﴿مَا كَانَ اللَّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَىٰ مَا أَنتُمْ عَلَيْهِ حَتَّىٰ يَمِيزَ الخَبِیثَ مِنَ الطَّيِّبِ﴾ [آل عمران: 179]

ژباړه: د الله سنت دا نه دي چې مومنان پر خپل حال لکه اوس چې تاسو  یاست پرېږدي، بلکې الله سبحانه وتعالی (په سختیو، مشکلاتو، ابتلاء او امتحان سره (منافق) ناپاک له (مومن) پاک څخه بېلوي.

د سیکولرېزم او د غربي ازادۍ غوښتنې دعوتګران د سیل په څېر رامخکې شول، الحادي او کفري ډلو او په ښځو پورې اړوند سازمانونه راښکاره شول. رسنۍ یې پخپل کنټرول او واک کې واخیستې او د اسلام په اړه یې کرکه څرګنده کړه؛ خو امت تل ویښ دی او د دښمنانو دوکې ته یې پام دی. امت همدارنګه د هغوی دسیسې ښکاره او تشخیصوي او الله سبحانه وتعالی باطل ذلیل او له منځه وړي.

۲د استعمار کوونکو دولتونو د اسلام ضد څرګندونو امت ویښ کړی او د اسلام پر وړاندې د هغوی له جګړې څخه یې پرده پورته کړې ده.

۳په اسلامي خاورو کې د حکامو او د هغوی د دستګاوو له جزا څخه د وېرېدو او نه وېرېدو د پردې لېرې کېدل. د اسلامي امت ځوانان د عربي انقلابونو په جریان کې د مجازاتو پر وړاندې په اسقامت او ثبات کې غوره بېلګې دي، پر دې سربېره چې د کافرانو، د هغوی د مزدورانو، حکامو او سیاستوالو پر وړاندې د بنسټیز بدلون لپاره پر سمه لاره روان نه دي.

۴- د اسلامي خاورو د حکامو د غلامۍ او مزدورۍ او د امت پر وړاندې د هغوی د دسیسو افشا کېدل؛ په ځانګړي ډول په الکټرونیکي ارتباطي وسایلو کې تر خپرېدو وروسته چې دعوتګرو استفاده ترې وکړه. هغه دعوتګر چې د نبوت پر منهج د راشده خلافت د تاسیس لپاره فعالیت کوي، تر دې چې حکامو او مزدورانو ته یې د حقیقتونو پټول او د خلکو بېلارې کول سخت کړي دي.

۵- پر حق ولاړ او یا چوپ علماء: د اسلام او اسلامي امت پر وړاندې د استعماري دولتونو د جګړو په جریان کې ډېری علماء ابتلاء او افشا شول؛ په داسې توګه چې له خپلو همکارانو سره یوځای یې د مسلمانانو د مزدورو حکامو ننګه وکړه. په رښتیا چې د درباري او رباني علما‌وو تر منځ څرګند او ښکاره تفکیک شوی. له الله سبحانه وتعالی څخه دغو رباني علماوو ته د ډېر ثبات او استقامت غوښتنه کوم.

۶- سیکولرېزم ډیموکراسي نظام پر دې نه دی توانېدلی چې د بشریت ستونزې حل کړي او ماتې یې ښکاره معلومېږي.

۷د وطنپالنې مفکورې کمزروي تر دې چې د خپلو خاورو ساتنه نه شي کولی او د خلکو د چارو په سمبالېدو او تنظیم کې پاتې راغلې. د سوډان وطنپال یې ښکاره بېلګه دي چې لسګونه ځله یې د خپلې خاورې د له منځه وړلو هڅې کړې دي.

۸- د منځلارو اسلامي خوځښتونو او ګوندونو ماتې چې د ډیموکراسۍ د لوبې ساتنه کوي: دغو ګوندونو د خلکو د ستونزو د حل لپاره په حللارو کې ماتې وخوړه او مسلمانانو ته یې داسې اسلام وړاندې کړ چې له کفري احکامو سره ستونزه ونه لري او پرې راضي وي. هو، هغه اسلام چې له غرب سره مرسته کوي او له ظالمانو سره جوړجاړی او نرمي کوي، لکه د البشیر حکومت، په سوډان کې اسلامي خوځښت، په تونس کې النهضه خوځښت، د غزې په تړانکه کې د حماس خوځښت او په مصر کې اخوان المسلمین...

۹-  د اسلام د پلي کېدو پر بنسټ د مسلمانانو غوښته: دغه امر په اسلامي شعارونو کې چې د عربي پسرلي په انقلابونو کې د مسلمانو ځوانانو له خوا ویل شوی، ثابت شوی دی.

۱۰- نور زیري؛ د امت د وحدت احساس پیدا کېدل او د هغوی د قضیو وحدت: اسلامي امت د خلافت تر ړنګېدو وروسته د استعمارګرو وطنپالو نظامونو د ظلم پر وړاندې انقلابونه کړي دي. د بېلګې په ډول په تونس، مصر، لیبیا، یمن، شام، سوډان، المغرب او الجزایر کې... د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه به د امت دغه خوځښتونه دوام وکړي، تر دې چې الله سبحانه وتعالی به د اسلامي دولت (د نبوت پر منهج د راشده خلافت دولت) په تاسیس سره دا غوښتنه پوره کړي.

دوام لري...

الرایه جریده: ۴۱۹

لیکوال: استاد محمد جامع (أبو أیمن)

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې