دوشنبه, ۲۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
کشمیر تاریخي مسله ده چې سترګې نه شي پرې پټېدای
بسم الله الرحمن الرحيم
کشمیر تاریخي مسله ده چې سترګې نه شي پرې پټېدای

بسم الله الرحمن الرحيم

د تاریخ ځواک ته په پراخه کچه په کمه سترګه کتل شوي. د دې سبب دا فکر دی چې ګواکي تېر باید د راتلونکي ټاکونکی نه وي. ننی انسان له دغه فکر څخه د سپکاوي احساس کوي چې تېر باید د ده اوس او راتلونکی تعریف کړي؛ غواړي له دغه فکر څخه مخ واوړي او وایي چې دا فکر د انتخاب، د خپل راتلونکي ټاکلو او په اوس کې د خپلو پرېکړو کولو پر ضد دی.

خو په دې اړه چې د تېر لخوا د راتلونکي تعریفول د انتخاب د فکر ضد چاره ده، ناسم تعبیر شوی. تېر د انتخاب په پروسه کې هرو مرو په پام کې نیول کېږي. د نن په اړه پرېکړه کولو کې خپل تېر ته نظر اچوو او ګورو چې ایا داسې یو حالت تېر شوی چې ورته پرېکړې پکې شوې که نه؛ که تېر شوی وي، پایلې يې څه وې. که نه وي تېر شوی، نو ولې په تېر کې له ورته پرېکړو ډډه شوې. پایلې یې څه وې؟ نو تاریخ یو لارښود دی، یو ښوونکی دی. ان تر دې لوړ ارزښت لري. ښايي پر موږ د تاریخ تر ټولو ځواکمن اغېز دا وي چې دا ټاکي چې موږ څوک یو. تاریخ زموږ لومړی هویت دی. تاریخ له «موږ» څخه زموږ لومړنی برداشت دی. تاریخ «زه» دی، ځکه ځان مې پکې پېژندلی. دا خبره هم د افرادو لپاره صدق کوي او هم د ملتونو لپاره.

البته موږ تاریخ پرېښودلی شو؛ ځکه اوس او راتلونکی د پخواني نه، بلکې د ننني نسل په انتخابونو پورې اړه لري. همدارنګه کولی شو پر خپلو پخوانيو هویتونو سترګې پټې کړو؛ ځکه تاریخ یوازې زموږ لومړنی هویت ټاکي. بلاخره موږ خپل هویت د خپلو فکري عقایدو له مخې انتخابوو.

هند، پاکستان او کشمیر هم خپل تاریخ لري. د هند نیمې وچې مسلمانانو پرېکړه وکړه چې نور د هندو حکومت تر بې عدالتۍ او ظلم لاندې ژوند نه شي کولی. داسې یو دولت یې غوښت چې په هغه کې حاکمیت د اسلام او اسلامي قوانینو وي او دغه راز واک او اقتدار په مسلمانانو پورې اړه ولري. په دغو غوښتنو کې دغو مسلمانانو له تاریخ څخه هم الهام اخیستی و؛ په هند نیمه وچه کې د پېړیو لپاره د مسلمانانو د حاکمیت تاریخ.

د پاکستان ډېری اوسنۍ ستونزې په تاریخ او زموږ د انتخابونو او پرېکړو په څرنګوالي پورې اړه لري. پاکستان باید لوېدیځې اروپا تاریخي تجربه وڅاري او سیکولرېزم د خپل دولت د ایډیالوژۍ په توګه ومني؟ او که مسلمانان باید خپل زرین تاریخ وڅاري او د خلافت د بیا تاسیس غوښتنه وکړي؟

کشمیر یوه تاریخي مسله ده؛ ځان ته د یوه بېل دولت جوړولو لپاره د مسلمانانو مبارزه. کشمیر ته د لوېدېځې اروپاه د تاریخ له زاویې هم کتل کېدی شي. دا په موږ پورې اړه لري چې د کشمیر مسلې ته له کومې زاویې ګورو؛ له پاکستاني سیکولر زاویې او که د اسلامي ورورلۍ له زاوې. که لومړۍ زاویه وټاکو، نو یو انتخاب لرو؛ دا چې له هند سره سوله وکړو، په دې توګه ازاد کشمیر خپلوو او د جمو کشمیر مسلمانان تر هندو حاکمیت لاندې محکوم پرېږدو. که له دویمې زاویې ورته وګورو؛ نو کوم انتخاب نه لرو. ځکه هر حالت چې وي، مسلمان خپل بل مسلمان ورور یوازې نه پرېږدي. تر څو چې د کشمیر خلک له ستونزو سره مخ وي، سوله به نه کېږي او تر څو چې ټول کشمیر ازاد شوی نه وي، هېڅ جوړجاوړی به نه کېږي.

تاریخ هېڅکله له پامه نه شو غورځولی؛ ځکه چې قطعي نه دی. تاریخ موږ د کوم کار کولو ته نه اړباسي. یوازې په انتخابونو کې مرسته راسره کوي. بلاخره دا زموږ انتخابونه دي چې اوس او راتلونکی مو ټاکي، نه تاريخ.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

انجنیر معز – ولایه پاکستان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې