دوشنبه, ۲۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
سیمه‌ییز اقتصادي بلاکونه او د ډېرو اسلامي خاورو تشه
بسم الله الرحمن الرحيم
سیمه‌ییز اقتصادي بلاکونه او د ډېرو اسلامي خاورو تشه

بسم الله الرحمن الرحیم

(ژباړه)

هغه نړۍ چې ګڼو خدمتونو او د بېلابېلو توکو بې‌پایه اړتیاوو او مادیاتو ته پکې اړتیا ده، دولتونه د سترو ازادو بازارونو د رامنځته کېدو او د خدمتونو او سوداګریزو توکو د پراخې راکړې ورکړې هڅه کوي. همدارنګه دولتونه د داسې بازارونو رامنځته کېدو په لټه کې دي چې ګمرکي خنډونه او مالیاتي ستونزې ترې لېرې شي. دوی هڅه کوي چې پردۍ پانګونې او په پرېمانه پیسې راجذب کړي. په داسې یوه نړۍ کې چې دولتونه په یوه سیمه کې راټول شوي، هڅه کوي چې له یو بل سره په یو واحد اقتصادي بلاک کې یوځای شي، چې دا موخې پوره کوي او د اقتصادي تکامل کچې ته د رسېدو لپاره سوداګریزې اسانتیاوې رامنځته کوي؛ ترڅو په دې سره د اقتصادي قدرت درجه تر لاسه شي، چې په یوازې توګه داسې اقتصادي بلاک ته د یو دولت رسېدل ناشوني دي.

په نننۍ نړۍ کې تر لسو ډېر سوداګریز او اقتصادي بلاکونه شته چې همدغو موخو ته د رسېدو هڅې کوي. ځینو هېوادونو واقعي بریاوې تر لاسه کړې چې پر مټ یې د غړو هېوادونو اقتصادي کچه لوړه کړې او د یو شمېر نورو ځانګړو اسبابو له امله، چې پخپل ځای کې یې په اړه خبرې کوو، خپلو موخو ته په رسېدو کې نه دي بریالي شوي.

هغه سیمه‌ییز اقتصادي بلاکونه چې نن په نړۍ کې شته، لس بلاکونه یې یادولی شو، خو پنځه بریالي بلاکونه دا دي:

۱- اروپایي ټولنه: اروپایي ټولنه اوسمهال له ۲۷غړو څخه تشکیل شوې چې یې له «شینګن» سیمې سره یوځای شوي او په «یورو» یو پولي واحد راکړه ورکړه کوي. بهرني مسافر په یوه وېزه سره ټولو هېوادونو ته تللی شي. نو پر دغه اساس، هېڅ داسې ستونزه پکې نشته چې د خلکو د تګ راتګ او په بشپړې ازادۍ او ډېرې اسانتیا سره د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې خنډ شي.  

اروپايي ټولنې د تېرې پېړۍ په ۵۰مه لسیزه کې له شپږو دولتونو سره، چې له فرانسې، المان، ایټالیا، هالنډ، بلژیک او لوکزامبورګ څخه عبارت دي، خپل ماموریت پیل کړ. په دغو هېوادونو کې په پیل کې د ډبرو سکرو او اوسپنې بازار ازاد شو او د وخت په تېرېدو سره په اروپایي بازار بدل شو، چې په ټولو توکو کې ګډ بازار دی. تر دې وروسته د لودیځې اروپا نور هېوادونه لکه اسپانیا، پرتګال، ایرلنډ او بریټانیا هم دغه بازار ته دننه شول. دغه بازار نور هم پراخ شو چې د ختیځې اروپا نور هېوادونه لکه مجارستان، لهستان، بلغارستان، رومانیا، چک جمهوریت او سلواکیا هم ورسره یوځای شول او تل د پراختیا په حال کې دی.

په ۱۹۹۲م کال کې د «ماستریخت» د هوکړې تر لاسلیک وروسته د اروپا بازار پر اروپایي ټولنه بدل شو چې په دې سره اروپا په نړۍ کې له ۵۰۰میلیونه څخه د ډېرو کسانو لپاره د ستر بازار څښتنه شوه.

اروپایي ټولنې په اسانۍ سره په دې ټولنه کې دننه بېلابېلې نژادي او ژبنۍ ستونزې له منځته یوړې او ۲۴رسمي ژبې چې د نن ورځې اروپایان په دې ټولنه کې پر خبرې کوي، په رسمیت وپېژندې.

اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو لپاره په اقتصادي او سوداګریزو پرمختګونو بسنه ونه کړه، بلکې د سیاسي اړخونو پراخوالي ته یې هم پوره پام وکړ. پر همدغه اساس، یو عمومي کمېسیون یې رامنځته کړ چې د خپلو هېوادونو د بهرنیو سیاستونو پر یووالي څارنه کوي او د ټولو غړو په استازیتوب یې واحد پارلمان رامنځته کړ. همدارنګه دې ټولنې د الزامي قوانینو د وضع کولو لپاره ټولو هېوادونو ته ګډې محکمې تاسیس کړې.

خو دغه سیاسي او قانوني اړخونه د اروپایي ټولنې په دولتونو لکه فرانسې، المان او بریټانیا کې د شخړو او ستونزو رامنځته کېدو لامل شول، چې له دې ټولنې څخه یې د بشپړې سیاسي خپلواکۍ غوښتنه کوله. دا چاره سبب شوه چې بریټانیا له دغې ټولنې څخه ووځي او په دې سره په فرانسه، المان، ایټالیا او اسپانیا کې هم سیالۍ او لانجې رامنځته شوې.

۲- د نفتا اقتصادي بلاک: دغه تړون د شمالي امریکا د دولتونو یعني د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا او مکزیک تر منځ د ازادې سوداګرۍ لپاره دی. دغه اقتصادي بلاک په ۱۹۹۳م کال کې تاسیس شو او په درې ګونو دولتونو کې د سوداګریزو توکو ازادې راکړې ورکړې ته ځانګړی شو چې اوسېدونکي یې له ۴۵۰میلیونه تنو څخه ډېر دي او تر منځ یې هېڅ ستونزه نشته. خو د اروپایي ټولنې پر خلاف سیاسي اړخونه پکې نشته او کېدای شي دا موضوع یې له یادې ناحیې څخه د غوره‌والي لامل شوې وي.

۳- آسه آن بلاک: دغه بلاک د لودیځې اسیا دولتونو د همپالنې بلاک په نامه یادېږي او په دغه بلاک کې لس دولتونه لکه اندونیزیا، مالیزیا، برونټي، ټایلنډ، سنګاپور، ویتنام، لاوس، کمبودیا، فلیپین او میانمار پکې ګډون لري. دغه اقتصادي بلاک د تاسیس له پلوه لومړنی بلاک دی چې په ۱۹۷۶م کال کې تاسیس شو. دغه سوداګریز او فعال بلاک د دغو دولتونو لپاره دی او په مستقیم ډول په محسوس کوانټومي خوځښت سره د اقتصادي کچې په لوړولو کې بریالی شو او هغه یې د مخ پر ودې دولتونو په ردیف کې شامل کړ.

۴- د جنوب ګډ بازار بلاک: دغه بلاک د جنوبي امریکا دولتونو لپاره ځانګړی بلاک دی او لس دولتونه پکې شامل دي، چې له برازیل، ارجنټاین، اروګوای، پراګوای، شيي، پرو، بولیوي، کلمبیا، ونزویلا او اکوادور څخه عبارت دي. دغه بلاک په ۱۹۹۱ م کال کې تاسیس شو او د ودې له پلوه په نړۍ کې چټک اقتصادي بلاک یادېږي.

۵- د ارکیوم بلاک: دا د «کاراییب» سیمې دولتونو ګډ بازار دی او ۱۲مخ پر ودې دولتونه پکې شامل دي چې له ډلې څخه یې هاییتي، جاماییکا، ګرانادا، سورینام او نور واړه هېوادونه دي. دغه اقتصادي بلاک له دغو هېوادونو سره مرسته کړې چې په نسبي بڼه د کمزورو او کوچنیو دولتونو په توګه خپل اقتصاد ته وده ورکړي؛ خو په دغه بازار کې یې شتون له دغو دولتونو سره مرسته کړې چې په کور دننه د لوږې او بېکارۍ له ډېرېدو څخه وژغورل شي؛ څنګه چې دغه موضوع په کوچنیو دولتونو کې په ورته سیمو کې رامنځته کېږي.

نابریالي او متزلزل پنځه اقتصادي بلاکونه دا دي:

1- د اوراسیا اقتصادي ټولنه: دغه ټولنه په ۲۰۱۴م کال کې تاسیس شوه او پنځه دولتونه، روسیه، بلاروس، قزاقستان، ارمنستان او قرغیزستان پکې شامل دي. دغه بلاک د روسیې د ولکې او په روسیه پورې د غړو هېوادونو د نیمه مطلق سیاسي تړښت له کبله بریا ته ونه رسېد.

۲- سیمه‌ییز اقتصادي بشپړ مشارکت: دغه مشارکت په ۲۰۲۰ م کال کې اعلان شو او له ۱۵دولتونو څخه تشکیل شو. لس هېوادونه یې د «آسه آن» په بلاک کې شته او پنځه نور یې چین، جاپان، اسټرالیا، نیوزلنډ او جنوبي کوریا دي. د دغه بلاک د ماتې علت د پرمختللو او سترو دولتونو شتون دی چې ګټې یې په ټکر کې دي او سیاسي لیدلوري یې یو له بل سره جوړ نه دي. چین هڅه کوي چې د خپل اقتصادي قدرت له امله پر دغه بلاک واکمن شي، خو د چین رقابت له یوه پلوه او له جاپان، اسټرالیا، نیوزلنډ او جنوبي کوریا سره سیالي له بل لوري د دې سبب شوې چې دغه بلاک ناکام شي.

۳- د لودیځې افریقا دولتونو اکواس بلاک: دغه بلاک د خپلو دولتونو په منځ کې د یو ګډ بازار په توګه په ۱۹۷۵م کال کې تاسیس شو او د بریټانیا پلوو شپږو هېوادونو لکه نایجیریا، غنا، کنیا، ګامبیا او سیرالیون سره یې پیل غوره و او په جزیي بڼه بریالی شو. وروسته فرانسې خپل پلوي هېوادونه لکه مالي، سنګال او نور دغه بلاک ته ورداخل کړل. پر همدغه اساس، د دغه بلاک غړي هېوادونه ۱۵ته ورسېدل چې اوسېدونکي یې شاوخوا ۳۵۰ میلیونه وو. تر دې وروسته فرانسې هڅه وکړه چې د بریټانیا د اکو پولي واحد تر څنګ خپل افریقایي فرانک پولي واحد هغه ته دننه کړي. نو د دواړو ډلو تر منځ لانجه رامنځته شوه او پر بلاک یې سیاسي برید وکړ. سیاسي نښتې پیل شوې او بلاک ناکام شو، چې له سیاسي او سوداګریز پلوه کمزوری شو.

۴- د ختیځې افریقا بلاک: دغه یو ګډ او نوی بازار دی چې په ۲۰۱۰ م کال کې تاسیس شو. په دغه بلاک کې د ختیځې افریقا اوه هېوادونه کنیا، تانزانیا، اوګاندا، بوروندي، روانډا، کانګو او جنوبي سوډان شامل دي. کېدای شي دلیل یې په جنوبي سوډان او کانګو کې د کورنیو جګړو پیل او د هغوی د اقتصادونو کمزورتیا وي.

۵- د جنوبي افریقا د پراختیا بلاک: دغه بلاک ګډ بازار دی چې په ۱۹۹۲ م کال کې تاسیس شوی. په دغه بلاک کې نهه دولتونه لکه انګولا، بوتسوانا، مالاوي، موزامبیک، تانزانیا، زامبیا، زممبابوې، لسوتو، اسواتیني او یو شمېر نور منزوي هېوادونه شامل دي، چې په نورو هېوادونو کې بند پاتې دي. دغه اقتصادي بلاک د ډېرو دغو دولتونو د اقتصادي کچې په لوړولو او له لوږې څخه د هغوی په ژغورلو کې بریالی نه شو.

دا په نړۍ کې شته سیمه‌ییز مهم اقتصادي بلاکونه دي چې ډېری اسلامي هېوادونه لکه ټول عربي دولتونه، پاکستان، بنګله دېش، ترکیه او ایران کې پکې نشته؛ څنګه چې دغه هېوادونه پر دې نه دي توانېدلي چې د خپل ځان لپاره اقتصادي بلاکونه جوړ کړي او همدې موضوع یې ځواک کمزوری کړی او هغوی یې په نورو پورې تړلي دي.

الرایه جریده: ۴۲۶مه شماره

لیکوال: استاد احمد «الخطوانی»

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې