جمعه, ۰۱ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
پوځ؛ د بدلون په اوسنۍ معادله کې ورک عنصر
بسم الله الرحمن الرحيم
پوځ؛ د بدلون په اوسنۍ معادله کې ورک عنصر

(ژباړه)

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ (۱۷۱) إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنصُورُونَ (۱۷۲) وَإِنَّ جُندَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ [صافات: ۱۷۱-۱۷۳]

ژباړه: له خپلو لېږل شویو بندګانو سره موږ لا پخوا (په لوح محفوظ کې)  وعده کړې وه چې هرو مرو به له هغوی سره مرسته وشي. او همدا زموږ لښکر به ( پر کافرانو) برلاسی کېږي.

طبري وايې: زموږ ډله بریالۍ او غوره ده. هغه وايي: «هغوی زموږ د ګټې لپاره پر کفر برلاسي کیږي او د دې برعکس زموږ په زیان ده...». دا په دې معنی ده چې له لښکرونو پرته بریا نشته او له پوځونو پرته هېڅ بدلون نه راځي.

نن ورځ د خلافت تر ړنګېدو یوه پیړۍ وروسته د بدلون هیله لرو او له ماتې، ذلت، تسلیمۍ، د شتمنیو له لوټېدو، ځور او زیان لیدو، د خاورو بېلېدو، ښکېلاک او مقدساتو ته له سپکاوي ستړي شوي یو او بدلون راوستل راباندې لازمي چاره ده. بدلون هغه سنت دی چې الله سبحانه وتعالی په اوسنۍ نړۍ کې هغه ته شرایط، عنصرونه او ضوابط ټاکلي او هر کار همداسې دی؛ که غواړې له بدلونه ګټه واخلې، باید عنصرونه یې پوره شي.

 په ژوند کې چې کوم مادي ترکیبونه کارېږي، ټول عنصرونه او اجزاوې لري؛ لکه په پخلنځي کې خواړه چې څو خوړلو ته چمتو کیږي، عنصرونه او اجزاوې لري؛ که یې یو عنصر نه وي، ګټه یې کمه ده او ښه خوند هم نه کوي. نو د بدلون هغه پروسه چې رسول الله صلی علیه وسلم په مکه کې پیل کړه او د «اقرأ» لفظ په ویلو سره یې موږ ته د هغې پروسې نښې وټاکلې، همداسې ده. صحابه کرام یې په پټه د ارقم بن ارقم په کور کې راټولول او هغوی ته یې د الله سبحانه وتعالی دین ور زده کاوه؛ دا هماغه روزنه ده چې د بدلون اړین جز او عنصر ګڼل کېږي. لومړی یې نږدې خپلوان، طایفه او ملګري –چې له خلکو سره د فردي اړیکې مهم عنصر دی- دعوت کړل، بیا عمومي ډګر ته لاړ چې د نورو خلکو په منځ کې دعوت وکړي؛ دې ته د تفاعل، عامه فکر جوړولو او له خلکو سره د جمعي ارتباط او د هغوی د مخاطب کولو پروسه وايي. د کعبې دواړو خواوو ته یې د مسلمانانو له منځه دوې ډلې بېلې کړې چې اسلامي دعوت ښکاره کړي؛ د هرې ډلې مشري یې یوه ځیرک، هوښيار او نفوذ لرونکي کس ته ورکړه. لومړی حمزه بن عبدالمطلب او دويم عمر بن الخطاب؛ دواړو په یوه ځانګړي او د پام وړ انداز د کعبې طواف وکړ او له دې سره د بدلون معادلې اغېزناک عنصر پیدا شو چې د مبارزې پروسه ده. وروسته رسول الله صلی علیه وسلم د قریشو مشران او سرداران او شاوخوا قبیلې خپل مخاطب وګرځول چې د هغوی نصرت او ملاتړ ترلاسه کړي؛ د نصرت غوښتلو چاره یې تر شلو ځلو ډېره تکرار کړه چې ګوندې څوک نصرت ورکړي. دا دې لپاره وو چې د اسلام دعوت د مومن له ځواک سره ګډ شي او وکولی شي چې دعوت او دعوتګر وساتي او په داسې ځای کې اسلام پلی کړي چې په تاریخ کې لومړني اسلامي دولت د تاسیس لپاره تر ټولو غوره دی.

او امر (اسلام) تر هغه وخته نه بشپړېده، ترڅو د بدلون د پروسې دغه مهم عنصر چې دیارلس کاله د بدلون له پروسې ورک و - د «اقرأ» د نزول له وخته په منا کې د رسول الله او خزرج د سردارانو ترمنځ د عقبې تر دویم تړونه- نه وای چمتو شوی. وروسته له هغه الله سبحانه وتعالی مسلمانانو ته اجازه ورکړه چې د اسلامي دولت د تاسیس لپاره مدینې ته هجرت وکړي؛ دا هغه وخت و چې د بدلون په معادله کې دغه قاطع عنصر(نصرت) ترلاسه شو. البته پر دې سربېره نور عناصر هم وو؛ لکه فعاله کتله، تثقیف او روزنه، په ټولنه کې د مبارزې سخته پروسه تېرول (فکري ټکر او سیاسي مبارزه)، پر ځورونو او بې سرپناهۍ صبر، پر عقیده او مفاهیمو یې ثبات، د الله سبحانه و تعالی لپاره د نیت اخلاص، د معاملې او فرېب رد او پر دې پوره ډاډمن اوسېدل چې الله سبحانه و تعالی خپل دین ته نصر ورکوي؛ د خپل دعوت حاملین پر ځمکه ځایناستي کوي، دین یې قایموي او وېره یې په امن بدلوي.

اوس د بدلون په پروسه کې ورک عنصر د اسلام دعوت ته د مسلمانانو د داسې پوځ نصرت دی چې د بدلون ټول عناصر ولري. اوس پاتې خبره دا ده چې دعوت له ځواک سره یو ځای شي او یو ځل بیا په یوه اسلاي خاوره کې د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس شي. وروسته بیا د نورو خاورو په یو ځای کېدو، په نوې بڼه خلافت اقامه شي؛ د مسلمانانو پوځونه سره یو موټی کړي او د اسلام دعوت، د دعوت او د الله سبحانه و تعالی په لار کې جهاد له لارې په درېیو پړاوونو کې ټولې نړۍ ته ورسوي؛ لومړی اسلام ته دعوت، وروسته له هغو کسانو څخه د جزیې غوښتنه چې دین نه مني او بیا د جزیې د رد په صورت کې د هغوی پر وړاندې جهاد او قتال.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیث امام مسلم او د سنن نورو اصحابو (مؤلفينو) روایت کړی چې بریده بن حصیب اسلمي وايي:

«كَانَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ إِذَا أَمَّرَ أَمِيراً عَلَى جَيْشٍ أَوْ سَرِيَّةٍ أَوْصَاهُ فِي خَاصَّتِهِ بِتَقْوَى اللَّهِ وَمَنْ مَعَهُ مِنْ الْمُسْلِمِينَ خَيْراً، ثُمَّ قَالَ: اغْزُوا بِاسْمِ اللَّهِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، قَاتِلُوا مَنْ كَفَرَ بِاللَّهِ، اغْزُوا وَلَا تَغُلُّوا وَلَا تَغْدِرُوا وَلَا تَمْثُلُوا وَلَا تَقْتُلُوا وَلِيداً، وَإِذَا لَقِيتَ عَدُوَّكَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ فَادْعُهُمْ إِلَى ثَلَاثِ خِصَالٍ أَوْ خِلَالٍ، فَأَيَّتُهُنَّ مَا أَجَابُوكَ فَاقْبَلْ مِنْهُمْ وَكُفَّ عَنْهُمْ؛ ثُمَّ ادْعُهُمْ إِلَى الْإِسْلَامِ فَإِنْ أَجَابُوكَ فَاقْبَلْ مِنْهُمْ وَكُفَّ عَنْهُمْ ثُمَّ ادْعُهُمْ إِلَى التَّحَوُّلِ مِنْ دَارِهِمْ إِلَى دَارِ الْمُهَاجِرِينَ وَأَخْبِرْهُمْ أَنَّهُمْ إِنْ فَعَلُوا ذَلِكَ فَلَهُمْ مَا لِلْمُهَاجِرِينَ وَعَلَيْهِمْ مَا عَلَى الْمُهَاجِرِينَ فَإِنْ أَبَوْا أَنْ يَتَحَوَّلُوا مِنْهَا فَأَخْبِرْهُمْ أَنَّهُمْ يَكُونُونَ كَأَعْرَابِ الْمُسْلِمِينَ يَجْرِي عَلَيْهِمْ حُكْمُ اللَّهِ الَّذِي يَجْرِي عَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَلَا يَكُونُ لَهُمْ فِي الْغَنِيمَةِ وَالْفَيْءِ شَيْءٌ إِلَّا أَنْ يُجَاهِدُوا مَعَ الْمُسْلِمِينَ. فَإِنْ هُمْ أَبَوْا فَسَلْهُمْ الْجِزْيَةَ فَإِنْ هُمْ أَجَابُوكَ فَاقْبَلْ مِنْهُمْ وَكُفَّ عَنْهُمْ. فَإِنْ هُمْ أَبَوْا فَاسْتَعِنْ بِاللَّهِ وَقَاتِلْهُمْ. وَإِذَا حَاصَرْتَ أَهْلَ حِصْنٍ فَأَرَادُوكَ أَنْ تَجْعَلَ لَهُمْ ذِمَّةَ اللَّهِ وَذِمَّةَ نَبِيِّهِ فَلَا تَجْعَلْ لَهُمْ ذِمَّةَ اللَّهِ وَلَا ذِمَّةَ نَبِيِّهِ وَلَكِنْ اجْعَلْ لَهُمْ ذِمَّتَكَ وَذِمَّةَ أَصْحَابِكَ فَإِنَّكُمْ أَنْ تُخْفِرُوا ذِمَمَكُمْ وَذِمَمَ أَصْحَابِكُمْ أَهْوَنُ مِنْ أَنْ تُخْفِرُوا ذِمَّةَ اللَّهِ وَذِمَّةَ رَسُولِهِ وَإِذَا حَاصَرْتَ أَهْلَ حِصْنٍ فَأَرَادُوكَ أَنْ تُنْزِلَهُمْ عَلَى حُكْمِ اللَّهِ فَلَا تُنْزِلْهُمْ عَلَى حُكْمِ اللَّهِ وَلَكِنْ أَنْزِلْهُمْ عَلَى حُكْمِكَ فَإِنَّكَ لَا تَدْرِي أَتُصِيبُ حُكْمَ اللَّهِ فِيهِمْ أَمْ لَا»

ژباړه: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه پوځ یا سریې ته امیر ټاکه، هغه ته به یې سپارښتنه کوله چې د ځان او نورو ورسره مسلمانانو په حق کې الهي تقوا وکړي او دغه راز له خپلو ملګرو سره نیکې وکړي. بیا یې فرمایل: د الله په نامه او د هغه سبحانه و تعالی په لار کې جهاد وکړئ! له هغو کسانو سره وجنګېږئ چې کفر کوي! جهاد وکړئ او د غنیمت په مالونو کې خیانت مه کوئ! تړون مه ماتوئ!  وژل شوي کسان مه مثله کوئ (غوږونه، شونډې، پوزه او د بدن نور غړي یې مه پرې کوئ)! ماشومان مه وژنئ او کله مو چې له مشرک دښمن سره مخ شوئ، درېیو شیانو ته یې دعوت کړئ؛ که یې له دغو درېیو کوم یو ومانه، جګړه مه ورسره کوئ! لومړی یې اسلام ته دعوت کړه. که مسلمانان شول، اسلام یې ومانه، نو جګړه مه ورسره کوه. بیا د ځای بدلولو او مدینې ته د هجرت دعوت ورکړه؛ ورته ووایه چې که هجرت وکړي او مدینې ته راشي، د مهاجرینو له حقونو (غنیمت او نورو) به برخمن شي او د مهاجرینو مسولیتونه (جهاد او مبارزه) به یې هم پر غاړه وي. که یې مدینې ته د راتګ دعوت ونه مانه، ورته ووایه چې د هغو مسلمانانو پشان به چلند درسره وشي چې په دښتو او اطرافو کې اوسېږي او کوم احکام چې پر نورو مسلمانانو پلي کېږي، پر دوی به هم پلي شي. د جګړې په غنیمتونو او مالیاتو کې ونډه نه لري، مګر دا چې د مسلمانانو په څنګ کې جهاد وکړي. او که یې اسلام ونه مانه، جزيه ترې وغواړه. که یې د جزيې ورکړې ته غاړه کېښوده، ترې ویې منه او جګړه مه ورسره ورکوه! خو که یې د جزيې ورکړه هم رد کړه، نو له الله سبحانه و تعالی مرسته وغواړه او ورسره وجنګېږه! که دې د یوې کلا اوسېدونکي محاصره کړل او هغوی درنه وغوښتل چې د د الله او د هغه د رسول د تړون له مخې سوله کوي، مه یې منه، بلکې د ځان او خپلو ملګرو د تړون له مخې سوله ورسره وکړه؛ ځکه چې د هغوی له لوري ستاسو او ستا د ملګرو د تړون ماتول د الله سبحانه و تعالی او پيغمبر صلي الله علیه وسلم تړون ماتول اسانه دي. که دې د یوې کلا اوسېدونکي محاصره کړل، او درنه ویې غوښتل چې د الله سبحانه و تعالی له حکم سره سم له محاصره پای ته ورسوه، مه یې منه؛ بلکې تعهد وکړه چې د خپل حکم (خپل اجتهاد) له مخې به محاصره پای ته رسوې؛ ځکه ته نه پوهېږې چې حق ته رسېږې که نه او په ریښتیا د الله تعالی حکم پرې پلی کوې که نه.  

علقمه وايي چې دغه حدیث مې مقاتل بن حیان ته روایت کړ، هغه وویل: مسلم بن هیصم له نعمان بن مقرن او هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه همداسې یو حدیث راته روایت کړی.

دا صریح حدیث دی چې استخلاف،  تمکین او امنیت د دعوتګرو د پوځ له ملاتړ پرته نه شي ترلاسه کېدی او نړیوالو ته د اسلام دعوت یوازي د تورو تر سیوري لاندې او د یوه داسې پوځ په برابرولو سره رسېږي، چې دښمن او د دښمن تر شا کسان ترې ووېرېږي. پر دې خبره باید د مسلمانانو د پوځونو، اسلامي علماوو، مخکښانو، اسلامي خوځښتونو او عامو خلکو سر خلاص وي.

﴿وَاللهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾. [یوسف: 21]

ژباړه: الله (سبحانه وتعالی) پر خپل کار برلاسی دی؛ خو ډېر خلک (د هغه پر پټ حکمت او تدبیر) نه پوهیږي.

لیکوال: شیخ عصام عمیر‌ة

Last modified onجمعه, 23 جون 2023

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې