چهارشنبه, ۲۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د حزب التحرير ـ ولايه افغانستان د مبارکۍ پيغام!
بسم الله الرحمن الرحيم
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د حزب التحرير ـ ولايه افغانستان د مبارکۍ پيغام!

"الله أكبر، الله أكبر، الله أكبر، لا إله إلا الله، الله أكبر، الله أكبر، ولله الحمد، الله أكبر كبيرًا، والحمد لله كثيرًا، وسبحان الله بكرة وأصيلا، لا إله إلا الله وحده، صدق وعده، ونصر عبده، وأعز جنده، وهزم الأحزاب وحده، لا إله إلا الله، ولا نعبدإلا إيَّاهُ، مُخْلِصِين له الدين ولو كره الكافرون، اللهم صل على سيدنا محمد، وعلى آل سيدنا محمد، وعلى أصحاب سيدنا محمد، وعلى أنصار سيدنا محمد، وعلى أزواج سيدنا محمد، وعلى ذرية سيدنا محمد وسلم تسليمًا كثيرًا"

د حزب التحرير ـ ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت ټول اسلامي امت او په ځانګړي ډول د حزب التحرير امير شيخ عطاء بن خليل ابو الرشته او د حزب التحرير شبابو ته مبارکي وايي. له الله سبحانه و تعالی څخه غواړو چې زموږ ټول عبادات، صدقات، دعوت، مبارزه او قرباني په خپل دربار کې قبول کړي.

دا ځل بيا لوی اختر په داسې حال کې رارسېږي چې غير اسلامي نظم پر نړۍ سيوری غوړولی، اسلام غريب دی او مسلمانان له ګڼو فتنو سره لاس او ګريوان دي چې دوی ته يې د شرعي مکلفيتونو ترسره کول سخت کړي دي. په دې وروستيو کې شاهدان يو چې د سيکولر نظم په فساد ککړ مظاهر تر پخوا ډېر په نړۍ کې د خپرېدو په حالت کې دي. کلونه کېږي چې نړۍ د کفري مفکورو لکه ليبراليزم، نشنليزم، سکولريزم، بشري حقونو، ډيموکراټيکو ازاديو... له وبا سره مخ ده، خو په دې وروستيو کې د همجنس‌پالنې څپه او د بشر په فطرت کې لاسوهنه (د جنسيت تغير) نړۍ له نوي ګواښ سره مخ کړې ده. دغه پراخه وبا له غربي نړۍ څخه تر اسلامي نړۍ پورې د خپرېدو په حال کې ده. مسلمانان له فکري او جسمي پلوه خوندي نه دي. غربي دولتونه، ملګري ملتونه او نور سازمانونه يې د بشري حقونو او بشري مرستو تر نامه لاندې زموږ افکار او عقايد موخه ګرځوي او دغه راز مو ځانونه هم يوازې په دې خاطر چې مسلمانان یو، د دوښمن د بمونو او باروتو په واسطه په نښه کيږي. لا هم د فلسطين مسلمانان د نړۍ له تر ټولو شريرو انسانانو لخوا کړول کېږي. د سوريې مسلمانان له روسي بمونو او د ايران، ترکيې او نورو عربي هېوادونو د حکامو له خيانت څخه په امان کې نه دي. د هند مسلمانان د مودي د حکومت د توکمپاله او د هندوتوا خوځښت د سياستونو په ولکه کې دي. ايغوريان د چين د دولت تر اشغال او ربړونې لاندې دي. د روهنګيا مسلمانان په سيمه کې د سرپنا په ارمان لالهانده دي. پر اسلامي خاورو خاین حکام واکمن دي... او افغانستان هم د غربيانو تر سختو بندېزونو لاندې دی، ځکه غرب اندېښنه لري او غواړي دغه نوی په پښو درېدلی ظرفيت له پښو وغورځوي او تسليم يې کړي، تر څو په افغانستان کې اوسنی شته ځواک په سيمه کې د اسلام او اسلامي امت په ګټه ونه څرخي.

خو له دغو ټولو مصيبتونو سره سره بيا هم د اختر مراسم ترسره کوو او غواړو چې مسلمانان په دغو ورځو کې قربانۍ وکړي، خوښي او خوشالي وکړي او د خپل رب حکم پر ځای کړي؛ لکه څه ډول چې د ستونزو او مصبيتونو پر وړاندې يوازې د الله سبحانه و تعالی د رضايت په خاطر صبر کوي. نو موږ له ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه د ځواک له څښتنانو غواړو چې د ژوندانه په ډګر کې د الله سبحانه و تعالی حکم معيار وګرځوي او په ځانګړې توګه د اسلامي ژوند د بېرته راګرځولو لپاره د خلافت دولت د تاسيس لپاره ګام پورته کړي. له شک پرته چې دا لار له ستونزو ډکه ده، خو خپل، خپل اسماعيل بايد يوازې د الله سبحانه و تعالی د رضا لپاره قرباني کړو او له هر هغه څه تېر شو چې د اسلام د تطبیق او د دعوت او جهاد له لارې يې نړۍ ته د رسولو په لار کې زموږ مخې ته خنډ کېږي. د قدرت، ثروت او شهرت لپاره خپلې غوښتنې او شهوتونه باید قرباني کړو، چې پايله يې هم په دنيا کې د اسلام د نصرت او سيکولر نړيوال نظم د زوال باعث کېږي او په اخرت کې به هم هغه نعمتونه چې نه ليدل شوي، نه يې په اړه اورېدل شوي او نه يې خوند څکل شوی، د هغو کسانو لپاره وي چې له الله سبحانه و تعالی سره پر خپل ميثاق (د اسلام حاکمول او نړيوالو ته يې د دعوت او جهاد له لارې لېږد) وفا کړې وي او ځان يې د هر ډول  بشري ميثاقونو له ولکې ـ چې د اسلام د تطبيق مانع کېږي ـ ازاد کړی وي.

مَّن كَانَ يُرِيدُ الْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهُ فِيهَا مَا نَشَاءُ لِمَن نُّرِيدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهُ جَهَنَّمَ يَصْلَاهَا مَذْمُومًا مَّدْحُورًا * وَمَنْ أَرَادَ الْآخِرَةَ وَسَعَىٰ لَهَا سَعْيَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَٰئِكَ كَانَ سَعْيُهُم مَّشْكُورًا { اسراء: ۱۸ – ۱۹}

ژباړه: څوک چې ژر تېرېدونکې دنيا (دا دنيا) غواړي، نو هغه اندازه چې د چا لپاره مو خوښه وي او اراده يې ولرو، ورته ورکوو، بيا دوزخ د هغه ځای ګرځوو چې په سوځوونکي اور کې به سوځي په داسې حال کې چې رټل شوی او شړل شوی به وي. او څوک چې اخرت (تلپاتې نړۍ) وغواړي او د هغې د ترلاسه کولو لپاره خپله ټوله هڅه او هاند وکړي، په داسې حال کې چې دی مومن وي، نو د دغو کسانو هڅې او کوښښونه منل شوي دي او بې بدله نه پاتې کېږي.

د حزب التحرير ـ ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې