چهارشنبه, ۲۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
روسیه د مهار او خپلواکۍ سیاست تر منځ او نړۍ ته د دې شخړې خطرونه
بسم الله الرحمن الرحيم
روسیه د مهار او خپلواکۍ سیاست تر منځ او نړۍ ته د دې شخړې خطرونه

دویمه برخه))

(ژباړه)

په تېره برخه کې مو د روسیې د مهارولو لپاره د دغه هېواد پر وړاندې د امریکا اقدامات بیان کړل او ومو ویل چې دغه سیاست په ځینو مواردو کې تر یوه حده بریالی و، خو څنګه چې امریکا غوښتل، په ټولو برخو کې بریالی نه شو. په دې برخه کې به د امریکا د سیاستونو پر وړاندې د روسیې د اقداماتو په اړه او پر دې خبرې وکړو چې مسکو څنګه د هغه څه د مخنیوي هڅه وکړه چې د امریکا تر وزرو لاندې او د واشنګټن د سیاستونو او دیکتاتورانه او پراختیا غوښتنې موخو لپاره د خدمت جوګه نه شي؛ څنګه چې امریکا له اروپایي دولتونو سره همداسې چلند وکړ. خو باید هېره نه کړو چې روسیه د هغه غوسه‌ناک سړي غوندې ده چې هېڅ ښه کار نه شي ترسره کولی!

وړاندې تر دې چې د روسیې د مهارولو لپاره د امریکا د سیاستونو پر وړاندې د دغه هېواد د اقداماتو په اړه بحث وکړو، هغه موارد په لنډه توګه بیانوو چې امریکا یې د روسیې پر وړاندې د مهارولو په سیاست کې په تر لاسه کېدو بریالۍ شوه:

امریکا روسیه له غرب سره د یوه سیال دولت له رتبې او په نړیوال دریځ کې له مقابل لوري څخه راوغورځوله او په دې سره یې دغه هېواد د نورو اروپایي دولتونو په څېر کړ، چې په نړیواله کچه د امریکا له سیاستونو څخه سرغړونه نه شي کولی؛ په ځانګړي ډول په عراق، افغانستان او سوریه کې د جګړو تر پېښېدو وروسته. د روسیې چوپتیا او له امریکا سره یې له مخالفت څخه ګوښه کېدل، په دې مانا دي چې له واشنګټن سره د دغه هېواد د مخالفت او مبارزې دریځ مهار شوی دی. روسیې په ډېری هېوادونو کې د امریکا د لاسوهنو پر وړاندې چوپتیا غوره کړې او په دې برخه کې یې هېڅوک نه دي راپاورلي، حتا مسکو د دغو هېوادونو په پولو کې د امریکا د نظامي اډو او مرکزونو پر وړاندې هېڅ دریځ نه دی نیولی. بېلګه یې د هغو پېښو پر وړاندې د روسیې دریځ نه نیول دي، چې په اسلامي خاورو او د افغانستان په پولو کې رامنځته شوې.

په نړیوالو ګرمو قضیو لکه د ایران قضیه یا له یهود سره شخړه کې، روسیې بې طرفه دریځ نیولی او د امریکا له سیاستونو سره یې مخالفت نه دی کړی. امریکا نښتې، روغې‌جوړې، جګړې او هوکړه‌لیکونه د روسیې له لاسووهنې او مخالفت پرته مخته وړل او دلیل یې په کورنۍ مسله کې د روسیې بوخت ساتل او یا ځینې هغه اقتصادي امتیازات او ژمنې دي چې امریکا د روسیې لپاره په پام کې نیولې دي.  امریکا له اروپایي هېوادونو څخه د روسیې د لرې کولو په سیاست کې بریالۍ شوه، په ځانګړې ډول له اوکراین سره وروستي بحران ته په کتو؛ یعنې اروپایي دولتونو له روسیې سره د انرژۍ په برخه کې اقتصادي تړونونه لغوه کړل او د روسیې او خپلو هېوادونو تر منځ یې نیمه‌انزوایي اړیکه جوړه کړه.

روسیې د وسلو په سیالۍ کې خپلې ډېرې نظامي تګلارې او لېرې واټن ویشتونکې او اغېزمنې وسلې لېرې کړې، چې علت یې د دغو ستراټیژیو تر شاه د یو شمېر سیاستونو په پام کې نیول دي، په ځانګړي ډول اقتصادي سیاستونه. روسیې د ډالرو د بدیل په مسله کې چوپتیا غوره کړه او د هغه د ماتې او له هغه سره د مبارزې لپاره یې هڅه ونه کړه. که څه هم دا فرصت و چې د خپلې انرژۍ د تړونونو سیاست د ډالر پر ځای روبل ته واړوي او په دې موده کې د ډالر ارزښت ته ضربه ورسوي. د امریکا حکومت په تېرو کلونو کې پر دې بریالی شو، چې تر ډېره بریده چین له روسیې څخه او په نړیواله کچه له هر ډول اقتصادي او سیاسي تړونونو څخه لرې وساتي؛ لکه د انرژۍ د بیو، فضایي ستونزه او د کرونا ستونزه او په ۲۰۰۸م کال کې له اقتصادي بحران څخه لروالی. امریکا دغه ستونزې د اروپایي هېوادونو، چین او روسیې له لاسووهنې پرته مدیریت کړې.

دا هغه موارد وو چې امریکا د روسیې د مهارولو په سیاست کې عملي کړل، خو امریکا پر دې بسنه ونه کړه، بلکې غوښتل یې چې روسیه په داسې هېواد بدله کړي چې په ټولو سیاستونو کې د امریکا تابع وي او په هره برخه او حتا د روسیې د اتحادیې په دننه کې باید د امریکا له لاسووهنو سره مخالفت ونه کړي. همدارنګه امریکا غوښتل چې روسیه په نړیواله کچه له چین او نورو هېوادونو سره د هر ډول مشارکت په برخه کې محدوده کړي. پر دې سربېره روسیه باید د پخواني ختیځ بلاک له هېوادونو سره خپل ټول تړونونه منحل کړي او په ناټو سازمان او یا نورو نظامي سازمانونو کې د هر هېواد د ایستلو او یو ځای کولو په اړه باید چوپتیا غوره کړي.

د روسیې سیاستوال پر دې پوه شوي دي، هغه څه چې امریکا یې ترسره کوي، په حقیقت کې د دوی د هېواد په دننه کې ښکاره لاسووهنه ده؛ په ځانګړي ډول هغه امنیتي او اقتصادي تړونونه چې امریکا د روسیې له ملګرو هېوادونو سره لاسلیک کړل. په دې برخه کې وروستی یې په ۲۰۲۳م کال د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلېنکن هغه اقدام و، چې د پنځو خپلواکو هېوادونو له مشرانو سره یې تړونونه لاسلیک کړل. دغه کار د امریکا د موخو په اړه د روسیې باور نور هم ډېر کړ؛ یعنې هغه استعماري جګړه چې امریکا د روسیې کور ته نږدې او د کور په حویلۍ کې پیل کړې، شونې ده چې ژر به د هغې کور ته هم وغځېږي. همدارنګه روسیه متوجه شوې چې امریکا غواړي د پخواني شوروي اتحاد پاتې شونې (روسیه) کمزورې کړي، داسې چې هېڅ ارزښت او نفوذ ونه لري، د امریکا خواخوږۍ او خیر غوښتنې ته اړ وي، هر ډول چې امریکا وغواړي، همغه لوري ته یې برابره کړي او د خپلې خوښې په لور یې را واړوي. دا ټول د دې لپاره دي چې امریکا له کوم ګواښ او ننګونې پرته په نړیواله کچه یوازنی زبرځواک پاتې شي.

امریکا د روسیې پر وړاندې خپله شیطاني او مکاره څېره ښه څرګنده کړه او د اوکراین په قضیې سره ډېر بدلونونه رامنځته شول؛ یعنې په دې سره په اوکراین کې د امریکا لاسوهنې بربنډې شوې، چې موخه یې یوازې د روسیې مهارول او پخپل کور کې محدودول نه دي، بلکې د هغه کور ته دننه کېدل دي او چې څه یې زړه وغواړي، هغه باید ترسره کړي او لاسوهنه وکړي. همدارنګه امریکا باید د روسیې نږدې سیمو کې لاسوهنه وکړي، نظامي اډې جوړې، هر څوک چې وغواړي پخپلو ستراتیژیکو تړونونو کې یې یو ځای کړي او له اقتصادي او سیاسي پلوه چې هر څوک وغواړي، هغه جذب کړي. په بل عبارت امریکا روسیه د یو زبرځواک په توګه موخه وګرځوله، نه د یو فعال هېواد په څېر او په ورته وخت کې هڅه کوي چې په نړیواله کچه هر ډول چارې د خپلې خوښې اړوند مخته یوسي او د قدرت توازن وساتي، چې یو قطبي نړیوال سیاست یې خوندي پاتې شي؛ په ځانګړي ډول وروسته له دې چې یو شمېر اروپایي هېوادونو د امریکا د سیاستونو پر وړاندې نارضایتي وښوده او دا هغه څه وو چې د فرانسې لپاره یې انګېزه رامنځته کړه، ترڅو له ناټو سازمان پرته د یو خپلواک اروپایي نظامي ځواک بڼه غوره کړي. هو، له هغه ناټو تړون څخه جدا کېدل، چې امریکا ترې د خپل پوځ په توګه په هر وخت کې ګټه اخلي.

اروپا باید د امریکا سیاستونو ته په کتو د لګښتونو بیه ورکړي، تر دې چې د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ د خپل قدرت په وخت کې په ښکاره وویل: «امریکا اړ نه ده چې د ناټو ټول لګښتونه ورکړي، بلکې له اروپا څخه د امریکا د ملاتړ په بدل کې اروپا یې باید ورکړي.» په ځینو مواردو کې د چین نارضایتي هم ښکاره شوې ده، خو چین په هغه کچه کې نه دی چې د امریکا له سیاستونو سره د مبارزې لپاره ګام واخلي او دا هغه څه ته ورته دي، چې د امریکا د خزانې د پاڼو له یوې برخې سره د سرو‌ زرو د ځایناستي په مسله او یا هم د ډالر له نړیوالې ولکې څخه د خلاصون لپاره د (G20) هېوادونو د مشرانو په وروستیو ناستو کې پرې بحث وشو.

همدغو دلیلونو ته په کتو، روسیې د امریکا د سیاستونو او ظالمانه موخو پر وړاندې د استقامت او درېدو لپاره متضاد اقدامات ترسره کړل، ترڅو په دې سره خپل ځان له پاشل کېدو او سیاسي او اقتصادي وژنې څخه وساتي. د روسیې ولسمشر پوتین د دغې ناوړه څپې پر وړاندې د استقامت او درېدو لپاره کورني او بهرني اقدامات، موخې او سیاستونه ترسره کړل، ترڅو په دې سره له هغو ټولو فشارونو او دامونو څخه چې امریکا یې د روسیې پر وړاندې ترسیموي، خوندي پاتې شي. یو شمېر دغه اقدامات او سیاستونه به په راتلونکې برخه کې بیان کړو.

دوام لري...

الرایه جریده: ۴۵۰ګڼه

لیکوال: حمد طبیب

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې