پنجشنبه, ۳۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د انصارو مشر، سعد بن معاذ  نن ورځ د امت سعد څوک دی؟!
بسم الله الرحمن الرحيم
د انصارو مشر، سعد بن معاذ نن ورځ د امت سعد څوک دی؟!

 (ژباړه)

د اسلام د تاریخ د لویو شخصیتونو یادول د کوم افسانوي او تاریخي «اتل» په څیر نه دی. د ویاړلو مسلمانانو او د تاریخ د «اتلانو» تر منځ توپیر دا دی چې د لومړي هغه تاریخ د دې لپاره لولو چې خپله الګو یې کړو. موږ د دوی پر پله پل ږدو او له اتلولۍ یې زده‌کړه کوو. دوی دغه اتلولۍ د دې لپاره نه دي کړي، چې دوی کوم ځانګړی افسانوي شخصیت درلود، بلکې لامل یې دا و، چې دوی اسلام د عقیدې او شرعي احکامو په توګه درک کړی و. دوی دغه احکام سم پلي کړل او له نورو سره یې توپیر پیدا کړ. دوی د پیاوړی هوډ څښتنان او هغه کسان وو، چې په الهي نصوصو کې ستایل شوي دي. له دغو اتلانو څخه یو، د قدر وړ صحابي سعد بن معاذ رضی الله عنه دی.

دی له هغو کسانو څخه و چې الله سبحانه وتعالی یې په اړه فرمايي:

[وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ]

ژباړه: «له هغو مهاجرینو او انصارو څخه چې تر ټولو وړاندې یې د ایمان بلنې ته لبیک ووایه او همدارنګه له هغو کسانو څخه چې وروسته په پوره ریښتینولی او نیکۍ سره پر دوی پسې راغلل، الله سبحانه وتعالی له دوی او دوی له الله سبحانه وتعالی څخه خوښ او راضي دي. الله د دوی لپاره داسې جنتونه تیار کړي چې ترې لاندې ویالې بهیږي او دوی به د تل لپاره پکې اوسیږي او همدا تر ټولو ستره بریا ده.» [توبه:۱۰۰]

دغه لوی صحابي رضي الله عنه د یوې سترې کارنامې له امله د دغې ستاینې او مقام وړ دی. دا هغه لوی کار و، چې د قریشو، عربو او نورو قبیلو مشرانو یې له کولو انکار کړ. دا ستر کار د اسلام او د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم لپاره د نصرت (مادي ملاتړ) برابرول وو. نو نن ورځ باید د قدرت څښتنان پوه شي چې اسلامي دولت هغه وخت تاسیس شو، چې سعد رضي الله عنه حضرت محمد صلی علیه وسلم ته نصرت ورکړ. دوی باید پوه شي چې که نن ورځ څوک د اسلامي دولت د تاسیس لپاره نصرت ورکوي، مقام به یې د همغو کسانو وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يې نصرت ورکړی و.

د اوسني نصرت ورکوونکي مقام به انشاالله د سعد بن معاذ رضی الله عنه پشان وي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه فرمایلي:

«اهْتَزَّ العَرْشُ لِمَوْتِ سَعْدِ بْنِ مُعَاذٍ»

ژباړه: د سعد بن معاذ پر مړینه عرش ولړزید. [بخاري او مسلم]

ذهبي رحمه الله وایي: «دا حدیث متواتر دی. زه شاهدي ورکوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ریښتیا هم دا خبره کړې ده.» [العلوو لیل علی الغفار]. ذهبي په خپل کتاب –الفوائد- کې له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت کړی، چې رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«اهْتَزَّ الْعَرْشُ لِمَوْتِ سَعْدِ بْنِ مُعَاذٍ ، مِنْ فَرَحِ الرَّبِّ عَزَّ وَجَلَّ»

ژباړه: عرش د سعد بن معاذ پر مړینه د رب عزوجل د خوښۍ له امله ولړزیده.

 د عبدالله بن امام احمد په السنة کتاب کې راغلي: «له حسن رضي الله عنه څخه روایت دی چې د سعد بن معاذ رضی الله عنه په جنازه کې د رحمن ذات عرش ولړزېد.» حسن رضي الله عنه داسې تفسیر کړی چې د عرش دا لړزېدل د سعد بن معاذ رضي ا لله عنه د روح د ورتګ له امله وو.

د هر مسلمان سرلښکر (قوماندان) لپاره اړینه ده چې د سعد رضي الله عنه په اړه مطالعه او فکر وکړي. سعد رضي ا لله عنه د بدر، الفرقان په ورځ ودرېد او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې وويل: «موږ پر تا اېمان راوړی او پر تا مو باور کړی دی ... او پر دې شاهدي ورکوو چې، څه چې پر تا نازل شوي هغه حق دی او موږ ژمنه کړې چې ستا خبره به اورو او ستا پیروي به کوو. تاسو چې هر ډول پرېکړه وکړئ موږ درسره یو. په هغه ذات قسم چې تاسو یې په حق رالېږلي یئ، که تاسو سمندر ته د ټوپ کولو امر راته وکړئ، له موږ څخه به هېڅوک هم زړه نازړه نه شي. موږ سبا له دښمن سره د مخ کېدو ویره نه لرو؛ موږ به په خپله مبارزه کې ثابت قدمه اوسو او الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته هغه څه ورسوي چې ستاسو سترګې پرې خوښیږي. راځئ حرکت وکړو او د هغه سبحانه و تعالی پر نصرت باور ولرو.»

دا هغه څه دي چې په اسلامي لښکرو کې د واک او ځواک څښتنان یې باید درک او د امت د برخلیک په ټاکلو کې د دغه ویاړلي دریځ پر ارزښت پوه شي چې دوی هم خپل ژوند د سعد رضي الله عنه په څیر د الله سبحانه وتعالی په اطاعت کې تېر کړی شي. سعد د دنیا ژوند ښه درک کړی و؛ ځکه خو یې د ځمکې پر سر د الله سبحانه وتعالی د دین د اقامې لپاره اسلام او د اسلام پیغمبر صلی علیه وسلم ته نصرت ورکړ. د هغه مړینه داسې وه لکه یوه زوم ته چې په واده کې د جنت باغونه ورکړل شي. دا هغه سعد و چې خلکو یې په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: «موږ هېڅکله هم دومره په وزن سپک مړی نه دی لېږدولی.» رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ:

«مَا يَمْنَعُهُ أَنْ يَخِفَّ وَقَدْ هَبَطَ مِنَ المَلاَئِكَةِ كَذَا وَكَذَا، لَمْ يَهْبِطُوا قَطُّ قَبْلَ يَوْمِهِم، قَدْ حَمَلُوْهُ مَعَكُم»

«د هغه د جسد وزن ځکه سپک و چې ډېر شمېر پرېښتو یې جنازه له تاسو سره یو ځای لېږدوله. دا پرېښتې تر دې وړاندې هېڅکله ځمکې ته نه وې رالېږل شوې.» [ابن سعد په طبقات کې روایت کړی.]

سعد رضي الله عنه یو داسې شخصیت و، چې کله وفات شو، نو جبرائیل علیه سلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغئ او ورته ویې ویل: «دا پاک روحه کس څوک و چې مړ شو؟ د هغه لپاره د اسمانونو دروازې خلاصې شوې او عرش ولړزید.» وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«هَذَا الْعَبْدُ الصَّالِحُ الَّذِي تَحَرَّكَ لَهُ الْعَرْشُ، وَفُتِحَتْ لَهُ أَبْوَابُ السَّمَاءِ، وَشَهِدَهُ سَبْعُونَ أَلْفاً مِنَ الْمَلَائِكَةَ لَمْ يَهْبِطُوا إِلَى الْأَرْضِ قَبْلَ ذَلِكَ، وَلَقَدْ ضُمَّ ضَمَّةً ثُمَّ أُفْرِجُ عَنْهُ»

ژباړه: دا هغه نېک بنده دی چې د اسمانونو دروازې یې پر مخ خلاصې شوې او عرش ولړزید. اویا زره پرېښتې ورته راکوزې شوې، هغه یې دفن کړ او بېرته پورته شوې. [دا حکيم روايت کړی او الذهبي يې صحت تاييد کړی دی. امام احمد هغه په صحیح سند سره روایت کړی دی.]

په حقیقت کې دغه مقام الله سبحانه وتعالی د هغه چا لپاره چمتو کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې د اسلامي دولت د تاسیس لپاره نصرت ورکړ. دغه او یا ښايي د الله سبحانه وتعالی په فضل او کرم تر دې لوی مقام هغو کسانو ته ورکړل شي چې نن ورځ هغو مسلمانانو ته نصرت ورکوي، چې په ژوند کې یې اسلام نه پلی کېږي او د کفر او استبداد ځواکونه پرې واکمن دي؛ دښمنان یې یرغل پرې کوي او ټول واکمن نظامونه او قوانین یو ځای ضربه ورته رسوي. د قدرت څښتنان باید دغه فرصت - چې تر څوارلسو پېړیو وروسته یوازې د دویم ځل لپاره لاس ته راغلی- له لاسه ور نه کړي او ګټه ترې واخلي. بریالي کسان هغه دي چې د سعد بن معاذ –چې لومړی ځل یې له دغه فرصت څخه ګټه واخیسته- د اجر او مقام ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.

څوک چې واک او ځواک لري خو اسلام او مسلمانانو ته یې له دې لارې خیر نه رسوي؛ هغوی خو یا خپل اخرت د دنیا په بدل کې پلوري یا خپل اخرت د بل چا د دنیا لپاره بربادوي. دوی یوازې د مسلمانانو په لښکرو کې د مډالونو، رتبو او لوړو مقامونو ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي؛ د اسلام او مسلمانانو د دفاع او پر ځمکې د ټول بشریت د څښتن د شرعي قانون پلي کولو لپاره پانګونه نه کوي؛ بلکې د دې دنیا له لنډمهاله او باطلو خوښیو څخه د ډېرې برخې ترلاسه کولو هڅه کوي. دوی دا ستر حقیقت هېروي چې که د الله دین ته نصرت ور نه کړي؛ نو دا مډالونه او رتبې به یې هېڅکله هم د الله سبحانه وتعالی له غضب او د دوزخ له اوره ونه شي ژغورلی.

د واک او ځواک خاوندان باید پوه شي چې سعد بن معاذ رضي الله عنه هم زموږ په څېر یو انسان و؛ زموږ پشان غریزې یې لرلې. هغه هم د ملکیت، زیږون او بقا لپاره فطري انګېزې لرلې؛ چې مظهرونه یې د پیسو، مقام، اولادونو او ښځو سره مینه ده. له دې سره سره، دا چې عقیده یې خالصه او پاکه وه؛ پوهیده چې د دې دنیا خوندونه لنډمهاله دي. هغه عقیده درلوده چې د آخرت خوندونه، تلپاتې او نه ختمېدونکي دي او همغه اصلي خوند دی. نن ورځ باید د واک او ځواک څښتنان درک کړي چې د صحابه کرامو رضی الله عنهم ژوند د تاریخ کومې ناکامې پاڼې نه دي چې باید د تکرار مخه یې ونیول شي؛ بلکې د سعد رضي الله عنه په څیر، دوی هم کولی شي چې دغه ستره کارنامه وکړي او په دواړو دنیاوو کې سرلوړي وي.

له عاصم بن قتاده رضی الله عنه څخه روایت دی چې «رسول الله صلی الله علیه وسلم ویده شو، یوه فرښته ورته راغله ـ یا جبرائیل علیه السلام ـ کله چې له خوبه راویښ شو، نو ورته ويې ويل: ستا له امت څخه نن شپه څوک وفات شوی چې جنتیانو یې آخرت ته په ورتګ سره خوشحالي وکړه؟ هغه وفرمایل:

«لا أَعْلَمُ إِلا أَنَّ سَعْداً أَمْسَى دَنِفاً (مريضاً). مَا فَعَلَ سَعْدٌ؟»

ژباړه: زه نه پوهېږم، یوازې په دې خبر یم چې سعد ناروغ و، سعد څه وکړل؟.

دوی وویل: «یا رسول الله (صلی الله علیه وسلم) روح یې واخستل شو. د هغه خلک ورته راغلل او دی یې خپلو کورونو ته یووړ.» رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار لمونځ ادا کړ او له خلکو سره روان شو. خلک دومره په چټکۍ روان وو چې بوټان یې له پښو څخه وتل او نیږدې وه چې جامې یې له اوږو ولوېږي. یو سړي رسول الله ته وویل: «یا رسول الله صلی الله علیه وسلم، خلک ستړي شوي دي.» هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِنِّي أَخْشَى أَنْ تَسْبِقَنَا إِلَيْهِ الْمَلَائِكَةُ كَمَا سَبَقَتْنَا إِلَى حَنْظَلَةَ»

ژباړه: زه وېرېږم چې پرښتې به له موږ وړاندې هغه ته رسېدلې وي، لکه څنګه چې دوی له موږ څخه وړاندې حنظله رضی الله عنه ته رسېدلې وې.

 هغه دا جمله تکراروله:

«هَنِيئاً لَك أَبَا عَمْرٍو! هَنِيئاً لَك أَبَا عَمْرٍو»

ژباړه: ابو عمرو مبارک دې شه! ابو عمرو مبارک دې شه!

اې د مسلمانانو په پوځ کې د واک او ځواک څښتنانو! دا هغه ورځ ده چې هوډ راپاڅېږي او ویاړونه ثبتیږي. دا هغه ورځ ده چې تاسو د دغه دین د نصرت لپاره هېڅ ډول هڅه نه سپموئ. نو دغه فرصت له لاسه مه ورکوئ. د الله سبحانه وتعالی حکم ته د زړه له اخلاصه داسې «اې الله قدرت مې ستا په خدمت کې دی» ځواب ورکړئ. نن چې اسلامي امت تاسو ته چیغې وهي، نو هغوی ته په ځواب کې ووایه چې «موږ ستاسو د ټپونو ملهم یو، اې زموږ امته، موږ ستاسو د دردونو دوا یو.» نن ورځ حزب التحریر تاسو ته خپل لاسونه اوږدوي، ترڅو له دوی سره یو ځای دغه بار ته اوږه ورکړئ، نو حزب التحریر ته داسې ځواب ورکړئ چې «موږ ستاسو سعد یو، اې حزب التحریره، موږ ستاسو سعد یو.» د هغه چا غوښتنه ومنئ چې تاسو د الله سبحانه وتعالی امر ته رابولي ... ایا تاسو نه غواړئ چې د دوو سعدانو، سعد بن معاذ او سعد بن عباده، أسعد او أسيد پر لار ګامونه کېږدئ!؟ ایا تاسو نه غواړئ چې ستاسو مقام د دوی د مقام په څیر وي او د دوی مقامونو ته ورسېږئ او په دې توګه د دوی په څیر ځان ته ابدي خوښۍ تضمین کړئ!؟

اې د مسلمانانو په پوځ کې د واک او ځواک څښتنانو! د انصارو د مشر، سعد بن معاذ رضي الله عنه دریځ د مسلمانانو زړونه له خوښیو ډک کړل. کله یې چې نوم یادېږي، دعا ورته کېږي. دا ممکنه نه ده چې کله د ده په مړینه د رحمن رب د عرش د لړزېدو خبره واورې؛ سترګې دې د خوښۍ له اوښکو ډکې نه شي او زړه دې بیاځلي د دغه ارمان پوره کېدو لپاره ټوپونه ونه وهي. آيا خپل رب سبحانه و تعالی لوري ته د ورګرځېدلو لپاره تر دې غوره لار شته؟! د سړي لویوالی د هغه د دریځ په سوچه‌والي، د موخې په لویوالي او سپېڅلوالي او د ابتلأ او امتحان پر وخت د دوی په صبر کې دی. د سړي لویوالی او عظمت د هغه په دریځونو کې دی؛ که شرایط هر ډول وي، د خپل دریځ لپاره نه ستړي کېدونکې هڅې کوي او د دې هېڅ پروا نه کوي چې په دې لار کې له څومره لویو ننګونو سره مخ دی. تاسو په داسې وخت کې ژوند کوئ چې انصارو ته د مهاجرینو د دعوت پشان دعوت درته کېږي. نو زموږ انصار شئ. د خپل دین د عظمت، شوکت او ویاړ لپاره راپورته شئ! د خپل امت د سرلوړۍ لپاره پاڅېږئ!

موږ او تاسو دواړه ښه پوهېږو چې ستاسو لپاره مناسب ځای د جګړې ډګر دی. نو ایا دغو حکامو د جګړې هغه ډګرونه درته برابر کړي چې ریښتینی ویاړ پکې دی!؟ د عزت او سرلوړۍ هغه جګړې چېرې دي چې دغه حکام یوځای درسره جنګېدلي وي!؟ د هغو اتلانو پشان جګړې چېرته دي چې تاسو یې نومونه پر ځان اېښي او هغه نېکې کارنامې یې ثبت شوې!؟ هغه جګړې چېرې دي چې تاسو ترې پېژندل کېږئ او ورسره بلد هم یئ؟ موږ او تاسو دواړه پوهېږو چې تاسو یوازې مامورین نه یئ. ستاسو اندېښنه یوازې ثبات او د ژوند خوندي کول نه دي. تاسو د اسلام د واکمنولو او دغه واک د پیاوړي کولو کليانې ياست. امت د خپل دین د دښمنانو پر وړاندې ستاسو له لارې جهاد کوي. امت غواړي چې په تاسو کې د موسی بن نصیر، عقبه بن نافع، محمد بن قاسم او طارق بن زیاد په څېر کسان وویني.

اې زموږ د نصرت څښتنانو، تاسو پوهېږئ چې دغه حکام غواړي له خپلو باطلو نظامونو سره برلاسي شي او خپل ظلم او خیانت ته دوام ورکړي. دوی غواړي چې تاسو ورسره ودریږئ او د دوی د باطل نظام او قانون ساتنه وکړئ؛ خو الله سبحانه وتعالی درنه غواړي چې له دغو حکامو واک واخلئ. الله سبحانه وتعالی درنه غواړي چې واک د دعوت لېږدونکو ته وسپارئ او د نبوت پر منهج دوهم راشده خلافت تاسیس کړئ؛ ترڅو پر امت د هغه څه په واسطه حکومت وشي چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي. دغه حکام پوهېږي چې په تاسو کې داسې مخلص کسان شته چې پر خپل دین ویاړي. دوی پوهیږي چې په تاسو کې داسې کسان شته چې د دوی د شرمناکو معاملو او تړونونو په سبب ورباندې په غوسه یئ. دوی پوهیږي چې په تاسو کې داسې کسان شته چې د دښمنانو له لاسه د امت درد او ځور احساسوي له هغه درد څخه کړیږي چې نن ورځ یې مسلمانان زغمي.

ځکه خو تاسو ګواښي، لرې کوي مو، څاري مو، محدودوي مو، بستونه مو بدلوي او پوښتنې درنه کوي. دوی جنایتکارو او خاینو افسرانو ته ترفیع ورکوي او د یوه شریف او صادق افسر ترفیع ردوي. دوی دا کار ځکه کوي چې د بدلون راوستو لپاره ستاسو لاسونه فلج کړي. الله سبحانه وتعالی له تاسو غواړي چې دا ډول واکمنان ونیسئ، له واکه یې لې کړئ، ریښې یې وچې او امت یې له شره خلاص کړئ. الله سبحانه وتعالی له تاسو غواړي چې پر ظالمو واکمنانو برلاسي، پر مسلمانانو رحم کوونکي او د دغه دين ساتونکي شئ. دا نه د شک کولو وخت دی او نه د ځنډ. دا د امت لپاره د عدالت او د دین لپاره د نصرت وخت دی. که پر دغو ناوړه او فاسدو چارو د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر ته لومړیتوب نه ورکوئ، نو ستاسو دین او امت به نور هم په ستونزمنو شرایطو کې ګیر شي او د دغه غفلت په سبب به په اخرت کې سخت محاسبه شئ.

ايا سعد رضي ا لله عنه به د یوې ثانیې لپاره هم هغه څه منلي وای چې يهود یې په فلسطين کې د مسلمانانو پر وړاندې کوي؟ یا هغه څه چې امریکا په عراق او افغانستان کې وکړل یا په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو پر وړاندې د صلیبي دښمنۍ کړنې؟ ایا سعد به هغه څه منلي وای چې روسانو په چیچن او سوریه، هند په کشمیر او چین په ختیځ ترکستان کې وکړل!؟ نو د سعد اولاده یې ولې منلی شي؟ موږ د واک او ځواک په خلکو کې هغو مجرمینو ته مخ نه اړوو چې دغو غلامو واکمنانو ته ورته دي. موږ ستاسو په منځ کې یوازې مخلصو کسانو ته مخ اړوو او یوازې له تاسو مخلصینو نصرت غواړو. نو تاسو زموږ غوښتنې ته د ځواب نه ورکولو لپاره هیڅ عذر او پلمه نه لرئ. د چوپ پاتې کېدو او انتظار لپاره هېڅ عذر نه لرئ. که تاسو دا جرات ونه کړئ او دین ته نصرت ور نه کړئ، نو څوک به یې کوي!؟

د الله سبحانه وتعالی د نازل کړي شریعت حاکمولو لپاره د شته واکمنانو بدلول د دین تر ټولو مکلفیتونو وړاندې دی. د دغه مادي بدلون مسولیت تر نورو وړاندې د واک او ځواک د څښتنانو دی. تاسو ته زمینه برابره شوې او له تاسو څخه د امت غوښتنه دا ده چې دغه واکمنان له واکه وشړئ. تاسو ته لارې هوارې شوې او واکمنان د خلکو له غچ څخه وېرېږي. لارې په بشپړ ډول پرانیستې دي او تاسو شاهدان یئ چې د امریکایي او اروپايي اشغالګرو تورې د مجاهدینو سپرونو ماتې کړې دي او یهودي قوماندانان د بل صلاح الدین له ظهور څخه خپله وېره څرګندوي.

لارې ټولې هوارې دي او یوازې د حق لارویانو انتظار باسي. د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره خپل نصرت ورکړئ. د نبوت پر منهج دوهم راشده خلافت په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری ستاسو په تمه دی. د خلافت د بیا تاسیس لپاره د نن ورځې انصار شئ. د امت د نن ورځې سعد شئ. سعد ستاسو په منځ کې دی او باید رامخکې شي. امت یې ستاسو په منځ کې لیدو ته سخت لېواله دی. امت د هغه سعد په تمه دی چې واک واخلي او د امانت په توګه یې د دعوت مخلصو لیږدوونکو ته وسپاري چې د نبوت پر منهج دوهم راشده خلافت تاسیس کړي او په حق سره حکومت وکړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[مَنْ كَانَ يَظُنُّ أَنْ لَنْ يَنْصُرَهُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ فَلْيَمْدُدْ بِسَبَبٍ إِلَى السَّمَاءِ ثُمَّ لِيَقْطَعْ فَلْيَنْظُرْ هَلْ يُذْهِبَنَّ كَيْدُهُ مَا يَغِيظُ]

ژباړه: «څوک چې دا ګومان کوي چې الله سبحانه وتعالی به په دنیا او اخرت کې له دغه پیغمبر سره څه مرسته ونه کړي، نو هغه دې د یوې رسۍ په مرسته ځان زندۍ او راځوړند کړي، بیا یې دې پرې کړي. بيا دې وګوري چې ایا د هغه تدبیر د یو داسې شي مخنیوی کولی شي، چې پر هغه بد تمامیږي.» [حج:۱۵]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

بلال مهاجر- ولایه پاکستان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې