چهارشنبه, ۲۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
روسیه د مهار او خپلواکۍ سیاست تر منځ او نړۍ ته د دې شخړې خطرونه  (درېیمه برخه)
بسم الله الرحمن الرحيم
روسیه د مهار او خپلواکۍ سیاست تر منځ او نړۍ ته د دې شخړې خطرونه (درېیمه برخه)

(ژباړه)

په تېره برخه کې مو بیان کړه چې د روسیې دې ته پام شوی، چې امریکا غواړي دغه هېواد سره وپاشي، پر یوه غاړه‌اېښودونکي دولت یې بدل کړي او دغه هېواد ته نږدې په نفوذي سیمو او هغو هېوادونو کې قدرت پیدا کړي، چې د روسیې اتحادیه اوسمهال هلته فعالیت لري. په دې برخه کې د تېر  بحث د بشپړېدو لپاره ځینې موارد بیانوو:

د روسیې ولسمشر «ویلاد میر پوتین» د ۲۰۲۳م کال د فبروري پر ۲۱مه پر اوکراین د برید په لومړۍ کلیزه کې د پوځ د مشرانو په غونډه کې د خپلې کلنۍ وینا پرمهال وویل: «د غرب د مشرانو موخه له هېچا څخه پټه نه ده، هغوی هوډ لري چې روسیه له ستراتیژیکې ماتې سره مخ کړي. په بل عبارت، هغوی هوډ لري چې په یو ځل زموږ ریښي له منځه یوسي.»

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» د روسیې د رسمي خبري اژانس په حواله د ۲۰۲۲م کال د نوامبر پر ۲۷مه پخپلو څرګندونو کې وویل: «د غرب او د هغوی د لاسپوڅي (د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي) ټولو اقداماتو د اوکراین د بحران نړیوال ماهیت تایید کړی او د امریکا او په ناټو کې یې د متحدینو ستراتیژیکه موخه له هېچا څخه پټه نه ده. هغوی هوډ لري چې د روسیې پر وړاندې په جګړه کې بریالي شي او له دغې بریا څخه زموږ د هېواد د کمزوري کېدو او یا له منځه تلو لپاره د کړنلارې په توګه ګټه واخلي.» لاوروف پخپلو خبرو کې وویل: «زموږ مخالفین او دښمنان د دې موخې د ترلاسه کېدو لپاره هر لازم کار ترسره کوي.»

هغه څه چې امریکا یې د روسیې پر وړاندې همدغه تصمیم نیولو ته اړه کړه، د تړون یا ستراتیژیک مشارکت په نوم د روسیې او چین نږدېوالی دی، چې دواړو هېوادونو تر تایید وروسته پرې ټینګار کړی او مادې او شرایط یې په ۲۰۲۲م کال کې وغځول شول. پر دې سربېره هغه څه چې د ستونزې لامل ګڼل کېږي، د ۲۰۲۳م کال د اپرېل پر ۲۱مه مسکو ته د چین د ولمسمشر «شي جین پینګ» سفر او له روسیې سره د ځینو هوکړو لاسلیکول دي. همدارنګه د چین ولسمشر د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیک مشارکت پر مفهوم هم ټینګار کړی دی. د دواړو هېوادونو ولسمشرانو پخپلو لیدنو کې وویل: «ناټو سازمان په اسیا او ارام سمندر کې د خپلو تړونونو او هوکړه‌لیکونو د ملاتړ هڅه کوي.» داسې تر سترګو کېږي چې امریکا یو ځل بیا د نظامي تړونونو او نظامي اډو په تاسیس سره د مخالفانو د کنټرول سیاست را ژوندی کوي. په دې ناسته کې د چین او روسیې ولسمشران هوکړې ته ورسېدل، چې د دواړو هېوادونو تر منځ کلنۍ سوداګریزې معاملې او راکړې ورکړې له ۱۵۰میلیارده امریکایي ډالرو څخه ۲۰۰میلیارده ډالرو ته ډېرې کړي.

همدارنګه په دې ناسته کې هوکړه وشوه چې د «۱سیبریا ځواک» د نل‌لیکې بشپړېدو او پراختیا لپاره د «۲سیبریا ځواک» په نوم سره چین ته د ګازو صادراتو بله نل‌لیکه جوړه شي، چې د نوې سیبریا نل‌لیکه د چین له شمال سره ونښلوي. پوتین ټینګار وکړ چې روسیه کولی شي د انرژۍ د صادراتو لپاره د چین ستره غوښتنه پوره کړي. د روسیې او چین د مشرانو تر ناستې وروسته په بله بیانیه کې پوتین څرګنده کړه، چې نوموړی له چین سره یوځای د څو قطبي، عادلانه او ډیموکراټیک نوي نړیوال نظم د تشکیل لپاره کار کوي، چې باید د ملګرو ملتونو، امنیت شورا او نړیوال قانون د مرکزي رول او د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو او موخو پر بنسټ کار او فعالیت وکړي.

د غرب د ادعا له مخې د روسیې پر وړاندې څرګندونې، اقدامات او ګواښونه ډېر شوي او په ۲۰۲۳م کال کې په مادرید کې د ناټو په وروستۍ ناسته کې تندو څرګندونو دا مسله نوره هم روښانه کړه. پر دې سربېره، هلته د شته سیاستوالو بیانیې هم د دې مسلې څرګندونه کوي. «روسیه د ناټو د غړو امنیت او سولې لپاره مستقیم او ستر ګواښ بلل کېږي.» په دې ناسته کې د ناټو غړو څرګنده کړه چې چین د ناټو غړو هېوادونو او د نوې ستراتیژیکې لارې په نقشه کې د هغوی امنیت ته، چې د مادرید د ناستې په جریان کې تصویب شوه، ستر ګواښ او ننګونه ده. دغه ګواښ او ننګونه هغه وخت ډېره شوه چې غربي هېوادونو او په سر کې یې امریکا هوډ وکړ، چې دوه هغه هېوادونه په ناټو سازمان کې شامل کړي چې له روسیې سره اوږدې پولې لري. ځکه له روسیې سره د ناټو د سرحدونو اوږدوالی ۲۶۰۰ کیلومتره ته رسېږي او له ناټو سره د سویډن او فنلنډ په یوځای کېدو سره ۱۳۰۰ کیلومتره واټن نور هم زیاتېږي.

د دغو ننګونو او ګواښونو پر وړاندې د چین او روسیې غبرګون ډېر تند او سخت و، څنګه چې چین ناټو په ناوړه برید او د خپل شهرت په بې باوره کېدو تورنه کړه او همدارنګه د چین ډیپلوماټیکو استازو په اروپایي ټولنه کې وویل: «ناټو ادعا کوي چې نور هېوادونه ننګونکي دي، خو ناټو پخپله په ټوله نړۍ کې ستونزې راپیدا کوي.» مګر روسیې بیا د چین په پرتله د امریکا پر وړاندې تندې څرګندونې وکړې. د روسیې د دفاع وزیر سریګي شویګو د امریکا د دغه هوډ په اړه وویل: «له ناټو سره د فنلنډ یوځای کېدل او د نظامي چمتووالي د ډېرېدو لپاره د نظامي ایتلاف اقدام د نښتو ګواښ نور هم ډېروي.» نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د بيلاروس ځینې نظامي هوایي الوتکې همدا اوس اټومي سرګلولې وړلی شي او بيلاروس ته د سکندر توغنديو سیسټمونه لېږدول شوي دي؛ په دې توګه څرګندېږي چې له دغو سیسټمونو څخه د معمولي یا اټومي توغندیو د لېږد لپاره ګټه واخلي.     

روسیه د امریکا پر اصلي موخو تر پوهېدو وروسته دغو غربي سیاستونو ته تسلیم نه شوه، بلکې د ناټو سازمان پر وړاندې یې، چې ۵۲ هېوادونه پکې شامل دي، یو شمېره ګامونه پورته کړل. لکه؛ اروپا ته د ګازو د جریان ۴۵سلنه راټیټول، چې د روسیې پر ګازو پورې تړلې وه او دغه اقدام په ځانګړي ډول المان د انرژۍ د بحران په برخه کې اندېښمن کړ. همدارنګه روسیې د ګازو او انرژۍ نوې نل‌لیکې جوړې کړې، پخوانۍ نل‌لیکې یې پیاوړې او خپله ګټه اخیستنه یې ډېره کړه. همدارنګه روسیې د سیبري په سیمه کې د «کوویکتا» د ګازو کارول پراخ کړل، چې د سیبري ځواک نل‌لیکو له کرښې سره نښلول شوي او د چین پر لور روان دي. همدارنګه روسیې هڅه وکړه چې د خپلې انرژۍ (تېلو او ګازو) صادرات د اروپا پر ځای چین او هند ته صادر کړي، هغه هم په ډېره ارزانه بیه، چې د هر بېلر تېلو بیه ۳۵ ډالر ده.

روسیې له چین سره د مادي او تلپاتې مالي ملاتړ لپاره خپلې اړیکې پیاوړې کړې. له روسیې سره د دغو اړیکو پیاوړتیا د روسیې په مقابل کې د غرب د سیاستونو پر وړاندې د چین د ولسمشر په ګوت‌ځنډنه او خبرداري کې ښکاره شوه. په ځانګړي ډول د پوتین پر وړاندې د نړیوالو جنایتونو د محکمې تر تصمیم وروسته او هغه وخت چې د چین ولسمشر د ۲۰۲۳م کال د اپرېل پر ۲۰مه مسکو ته ولاړ، له روسیې سره یې ځینې اقتصادي تړونونه لاسلیک کړل، د ستراتیژیک مشارکت پر موضوع یې ټینګار وکړ او د چین د سولې هڅې، چې امریکا یې سخته مخالفه ده، طرحه کړې. روسیې خپله نظامي جبهه په څو برخو کې پیاوړې کړه. له هغو ډلې د اوکراین په جبهه کې د واګنر ځانګړو ځواکونو ډېرېدل وو. دغه هېواد په ۲۰۲۲م کال کې د سرتېرو او نویو کار‌‌کوونکو د استخدام پروسه پراخه او د احتیاطي ځواکونو تمرینونه یې ډېر کړل. وروسته پوتین د ۲۰۲۳م کال د اپرېل پر ۱۵مه د سرتېرو د استخدام نوی قانون لاسلیک کړ، څنګه چې د ۲۰۲۳م کال د جنوري پر ۱۶مه یې له بيلاروس سره نظامي تمرینونه پیل کړل. د بيلاروس دفاع وزارت د دغو تمرینونو په جریان کې وویل: «د ګډ هوایي چلند په چوکاټ کې د روسیې او بيلاروس د وسله‌والو ځواکونو عملي تمرینونه ترسره شول، چې د دواړو هېوادونو د هوایي چلند وسلې پکې شاملې وې.».

روسیې د اټومي او نورو پرمختللو وسلو په واسطه تندې څرګندونې او ګواښونه وکړل او روسي چارواکو څو ځله دغه ډول څرګندونې کړې دي. د دې تر څنګ یې په هغه صورت کې یې د پرمختللو وسلو کارونې ته اشاره کړې، کله چې د روسیې ملي امنیت ته ګواښ پېښ شي او یا برید پرې وشي. د روسیې ولسمشر پوتین د جګړې لپاره د ځواکونو د نوي عمومي بسیج یا راټولېدنې په وخت کې د ۲۰۲۳م کال د اپرېل پر ۱۵مه وویل: «هېواد به یې له ځان څخه د ساتنې او دفاع لپاره له هر ډول وسلو څخه ګټه واخلي.» خو د روسیې د امنیت شورا رییس له امریکا سره له نوي اټومي تړون څخه د خپل هېواد د وتلو تر اعلان وروسته وویل: «مسکو به له ځان څخه د ساتنې او دفاع لپاره له هرې ممکنې وسیلې څخه ګټه واخلي؛ چې له ډلې یې د اټومي وسلو کارونه هم ده.» هغه خبرداری ورکړ چې که واشنګټن د مسکو پر ماتې ټینګار وکړي، په ټوله نړۍ کې به هر اړخیزه جګړه پیل شي. روسیه د یو شمېر هېوادونو له لارې او د چین په مرسته په دې هڅه کې ده، چې په اروپایي ټولنه کې نفوذ وکړي. دا کټ مټ هغه څه دي چې چین ته د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون په وروستي سفر کې ښکاره شول. څنګه چې فرانسې د هغو هڅو له لارې چې د ۲۰۲۳م کال د اپرېل پر ۲۰مه یې ترسره کړې، د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د چین د ځینو سیاستونو منلو لړۍ پیل کړه. د چین او فرانسې د ولسمشرانو په ګډه بیانیه کې راغلي: «پکن او پاریس د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي، چې د نړیوال قانون مطابق او د ملګرو ملتونو سازمان د منشور د اصولو او موخو پر اساس په اوکراین کې د سولې د چمتوالي لپاره ترسره کېږي.»

روسیې په کور دننه د خلکو تر منځ تبلیغات پیل کړل او د امریکا پر وړاندې یې خلک راوپارول او ویې هڅول؛ په ځانګړي ډول کله چې په غربي وسلو د روسیې ځینې برخې هدف وګرځول شوې. پوتین څو ځلې ویلي چې امریکا او ملګري یې هوډ لري چې روسیه سره وپاشي او له منځه یې یوسي. د روسیې دغه تبلیغاتي اقدام د دغه هېواد د نظامیانو او سیاستوالو تر منځ د انقلاب د پیلولو لپاره و، ترڅو د غرب د خوځښت پر وړاندې خپل داخلي صفونه پیاوړي کړي. د روسیې خلک د خپل هېواد د استعمار مانا درک کوي، په ځانګړي ډول دا چې هغوی له غرب سره د مبارزې لپاره دوې نړیوالې جګړې تجربه کړې دي.

روسیې هڅه وکړه چې د انرژۍ په تبادله کې د ډالر ارزښت اغېزمن او راټیټ کړي. پر همدغه اساس یې په معاملو او راکړو ورکړو کې د خپلو تېلو تړونونه له یو شمېر هېوادونو سره د ډالر پر ځای په روبل وکړل. روسیې د اوکراین پر وړاندې ویجاړوونکي اقدامات وکړل او د دغه هېواد د انرژۍ مرکزونه، حیاتي مرکزونه او صنعتي موسسې یې په نښه کړې. همدارنګه د غرب دفاعي وسلې لکه «پاټرویټ» توغندي یې له منځه یوړل. روسیې د اوکراین کرنیز صادرات له ننګونو سره مخ کړل او پر هغه یې داسې کړۍ راتنګه کړه چې د نړیوال فشار لامل شول. دغه کار د اوکراین په حبوباتو او په ځانګړي ډول په غنمو کې راښکاره شو؛ چې په نړیواله کچه د خوراکي توکو د کمښت او د نړۍ په ډېری سیمو کې د بیو د لوړېدو لامل شو. د دې تر څنګ د روسیې دغه اقدام د اوسني بحران د مخنیوي او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د فشار ټکی شو.

روسیې د غربیانو او د هغوی په سیاستوالو کې د عمومي افکارو راپارول پیل کړل، چې د دې جګړې موخه د روسیې په نښه کول و، دا جګړه د نړیوالو قوانینو پر اساس نه وه او د نړیوال قانون له منځه تلو سبب کېږي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څو ځلې څرګنده کړه، چې دغه جګړه د هېڅ نړیوال قانون پر اساس نه ده او دغه کار د روسیې لپاره په امریکا کې د ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو په منځ کې د شخړو د پیلېدو لپاره ښې پایلې ورکړې او له کیڼ اړخو افراطي ګوندونو سره یې په ډېری اروپایي هېوادونو کې د جګړې لپاره مرسته کړې ده.

دا هغه اقدامات وو چې روسیې د امریکا له سیاستونو سره د مبارزې لپاره ترسره کړي او تر اوسه پرې ولاړه ده. د دغه بحث دویمې برخې ته رارسېږو، یعني د دغې شخړې راتلونکی او نړۍ ته یې خطرونه.

دوام لري...

 الرایه جریده: ۴۵۱مه ګڼه

لیکوال حمد طبیب

ژباړه: بهیر «ویاړ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې