جمعه, ۲۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د بهرنۍ مستقیمې پانګونې ناوړه دام
بسم الله الرحمن الرحيم
د بهرنۍ مستقیمې پانګونې ناوړه دام

(ژباړه)

 اکسپرس ټرېبیون د ۲۰۲۳م کال د اګېسټ په ۷مه د شهباز شریف په حواله لیکي، «د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز  (CPEC)کې د چین پانګونه ۳۰ میلیارده ډالرو ته لوړه شوې او د دغې سترې پروژې دویم پړاو به دوه اړخیزو همکاریو ته لا زیاتې لارې پرانیزي».

د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف په پاکستان کې غوره چینایی کمپنیو -په ځانګړې توګه هغه چې د CPEC پروژې مخته وړي- ته د جایزو ورکولو په مراسمو کې وینا وکړه. شهباز وويل چې CPEC د پاکستان اقتصادي لید بدل کړی. نوموړي زیاته کړه چې حکومت بهرنۍ مستقیمې پانګونې (FDI) ته د ودې ورکولو لپاره د پانګونې په برخه کې اسانتیاوو ځانګړې شورا (SIFC) پرانیستې چې د هېواد ټول مهم سهامداران به پکې شامل وي. دغه مراسم په داسې حال کې ترسره شول چې دواړو هېوادونو په دې وروستیو کې د CPEC یوه لسیزه ولمانځله؛ CPEC د چین د ولسمشر، شي جین پینګ د یوه کمربند - یوې لارې (BRI) نوښت یوه ډېره مهمه پروژه ده.

دولت او ټول حاکم اړخونه بهرنۍ مستقیمه پانګونه د پاکستان د اقتصاد لپاره وضعیت بدلوونکې ښيي. داسې ښکاري چې په دې اړه زموږ د چارواکو ترمنځ ټکان ورکوونکې اجماع ده. د پاکستان سیاسي او پوځي جوړښت هېواد ته د مستقیمې بهرنۍ پانګونې راجلبولو په موخه د پانګونې په برخه کې د اسانتیاوو ځانګړې شورا جوړه کړې. د دغې شورا له لارې د پاکستان حکومت د بهرنۍ مستقیمې پانګونې د جلبولو لپاره ځينې اقدامات کړي؛ لکه هڅونه، چټک تایید او د مقرراتو اسانه کول چې د پانګوالو د خوښې چاپېریال رامنځته کړي. یعنې په هېواد کې به د سمیه‌ایزو پانګوالو، سوداګرو او شرکتونو لپاره یو سیستم وي او د بهرنیو پانګوالو لپاره بل؛ د دویمو هغو لپاره به ځانګړي قوانین جوړېږي او اسانه چلند به ورسره کېږي.

د بهرنۍ مستقیمې پانګونې فکر د غرب د پرمختګ له ماډله راځي. غربي هېوادونه استعمارګر ماهیت لري. یعنې د خپلې اقتصادي هوساینې لپاره د نورو هېوادونو سرچینې لوټوي. بهرنۍ مستقیمه پانګونه یوه بله وسیله ده چې غربي کمپنۍ په جوړښتي بڼه د اسلامي هېوادونو سرچینې زبېښي. د نورې نړۍ لوټولو دغه تګلاره د لاندې څلورو تګلارو پر محور جوړه شوې:

۱. هر نوښت او نوې ټېکنالوژي چې په غربي پوهنتونونو او څېړنیزو مرکزونو کې رامنځته کېږي؛ د فکري مالکیت حقونو او اختراعاتو په نامه ثبتېږي. نو کمپنۍ خپل فکرونه، ټېکنالوژۍ او حللارې نه شریکوي. دوی باور لري چې د خپل فکري مالکیت (IP) په خوندي ساتلو، ډېره ګټه ترلاسه کوي. نو نوي اختراعات او نوښتونه د ځان په نامه ثبتوي.

۲. غربي بنسټونه، لکه د پيسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک د ازاد بازار او نړیوالې سوداګرۍ په نامه پر خپلو مرستو او پروګرامونو شرطونه ږدي. د دغو شرطونو له لارې د نورو هېوادونو د اقتصادونو لار ورته پرانیستل کېږي. غربي اقتصادونه د خپلې ټېکنالوژۍ شریکولو پر ځای، خپل محصولات او خدمتونه په دغو بازارونو کې پلوري. د اپل، مایکروسافټ او نویدیا پشان سترو کمپنیو که ځان د امریکا تر بازارونو محدود کړی وی، هېڅکله به ټرېلیوني کمپنۍ نه وې شوې.

۳. غربي کمپنۍ بیا بهرنۍ مستقیمه پانګونه د مخ پر ودې هېوادونو اقتصادونو ته راوړي. دغه پانګونې د هڅونو، مالیاتي معافیت او اسانه مقرراتو او پروسیجرونو په واسطه خوندي کېږي چې په نوو هېوادونو کې اړین بېخ بنسټ جوړ کړي. دوی په دغو هېوادونو کې پانګونه کوي چې د غربي محصولاتو او خدمتونو کارخونې شي؛ ارزانه کاري ځواک پیدا کړي او پر تولید یې کم لګښت راشي. له دې سره د غربي کمپنیو ګټه زیاتېږي. دغه ګټه بیا له مخ پر ودې هېوادونو ایستل کېږي او پانګه ټوله غرب ته ځي.

۴. دغه مخ پر ودې هېوادونه بیا د غربي کمپنیو ګران‌بیه محصولات او خدمتونه، چې د همدوی په بازارونو کې پلورل کېږي، اخلي او ګټه بیا د غرب اقتصادي ودې او د دغو کمپنیو جېبونو ته رسېږي او له دې سره داسې ناوړه او شریر سایکل یا دوران رامنځته کېږي چې تېښته ترې نشته.

چین د غرب له دغې تګلارې زده کړي او له مخې د یوه کمربند یوې لارې د پانګونې ماډل جوړ کړی. اوس چینایي بانکونه او مالي بنسټونه هېوادونو ته پراختیايي پورونه ورکوي. دغه پورونه بیا د دې لپاره کارول کېږي چې چینايي شرکتونو ته د پراختیايي پروژو پلي کولو لپاره تادیه وشي. نو چینايي مالي بنسټونو ته د سوداګریزو پورونو سود او د زیربنايي پروژو پلي کولو له لارې د چینايي کمپنیو ګټه؛ له مخ پر ودې هېوادونو څخه د چین اقتصاد او پانګې ته لویه ګټه رسوي. نن ورځ د چین له ۱ ټرېلیون ډالرو پانګونې یا نورو هېوادونو ته پور څخه ۷۰۰ بیلیونه په ستونزه کې دي. دا د چینايي پورونو او پراختیايي پانګونې استخراجي ماهیت ښيي.

د بهرنۍ مستقیمې پانګونې په نامه دغه استثمار تر هغه پای ته نه رسېږي چې څو حاکم پانګوال اقتصادي نظام او نوی لېبرال نړیوال نظم بدل شوی نه وي. د دې ځای باید د اسلام عدل ونیسي. د اسلام اقتصادي نظام یو بې‌ساری نظام دی چې پر شرعي اصولو ولاړ دی او دغه شرعي اصول له سپېڅلي قران او نبوي احادیثو اخیستل شوي. پاکستان او په ټوله کې اسلامي نړۍ اسلامي اقتصادي نظام ته اړتیا لري چې نړۍ به د پانګوال اقتصادي نظام له شر او افتونو خلاصه کړي.

اسلامي اقتصادي نظام یوازې د شتمنۍ پر تولید نه، بلکې د شتمنۍ پر وېش هم تمرکز کوي. اسلام په لویو صنعتونو او سترو پروژو کې د خصوصي سکتور په واسطه پر ودې باور نه لري. په اسلام کې شتمني له خصوصي سکتور، دولتي سکتور او دولت سره وي؛ دا دولت ته فرصت ورکوي چې په اقتصاد کې مهم رول ولوبوي. په اسلام کې بانکونه، سهامي شرکتونه او د پانګې بازارونه نشته. دا د غیر واقعي سترو خصوصي شرکتونو جوړېدو مخه نیسي. په اسلام کې سود او ټولې بڼې یې حرامې دي. اسلام د انرژۍ سرچینو خصوصي کولو ته اجازه نه ورکوي. د دې ترڅنګ د انرژۍ سکتور کې د خصوصي لوبغاړو رول کموي. دا چاره د دې سبب کېږي چې اسلامي دولت د عوایدو راټولولو دغه ستره سرچینه پخپله مدیریت کړي.

اسلامي اقتصادي نظام تر زرو کالو ډېر تجربه شوی او خپل امتحان یې ورکړی. د اسلامي خلافت د تاسیس لپاره زمینه برابره ده. مسلمانان باید یو ځل بیا نه یوازې د مسلمانانو، بلکې ټول بشر د ګټې لپاره دغه نظام پلی کړي. که داسې وشي، نړۍ به بې ساري هوساینې او ارامۍ ته ورسېږي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

انجنیر جنید – ولایه پاکستان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې