پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ولې د مسلمانانو  یو بلاک نه لرو؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ولې د مسلمانانو یو بلاک نه لرو؟

د G20 او بریکس وروستۍ ناستې ښيی چې دوه بلاکونه د راڅرګندېدو په حال کې دي او د نړۍ ډېری هېوادونه به ژر پرېکړه کوي چې کوم اړخ غوره کړي. له ډېر وخت راهيسې مالي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګونه د لیبرال نړیوال نظم تر لاس لاندې وو؛ خو په عراق او افغانستان کې د امریکا جګړو د دوی دا دریځ کمزوری کړ او د ۲۰۰۸م کال له مالي ناورين وروسته، لیبرال نظم سخته ضربه وخوړه. روسیه او چین نړیوال سوېل (په شمال او سوېل د نړۍ وېش؛ چې په نړیوال سوېل کې افریقا، سوېلي/لاتینه امریکا او د اسیا مخ پر ودې هېوادونه شاملېږي. ژ) ته د بدیل نظم په وړاندې کولو سره له دغه وضعیته ګټه پورته کوي. اسلامي نړۍ به د G20 او بریکس ترمنځ سیالۍ د ګټونکي په ټاکلو کې مهم رول ولري.

د بریکس غړي هیوادونه په اګېسټ کې په جنوبي افریقا کې سره راټول شول او د اجنډا اصلي ټکی یې د بلاک پراختیا او د نویو هیوادونو اضافه کول وو. ارجنټاین، مصر، ایتوپیا، ایران، سعودي عرب او امارات ټول د دغه بلاک غړي شول؛ د کاغذ پر مخ دا یو پیاوړی بلاک دی. له دغه بلاک سره د نړۍ ۶۰٪ د تیلو زیرمې؛ د نړۍ د مهمو منرالونو لویه برخه او د نړۍ ۴۰٪ نفوس دی. اندونيزیا به هم ورسره یوځای شي. دا بلاک د ناټو درې برابره او د نړۍ تر ټولو لویه ناغربي ډله ده. چین او روسیه له کلونو راهیسې لېواله وو چې مهم اسلامي هیوادونه له خپل بلاک سره یو ځای کړي؛ دا کار یې بلاک ته اعتبار ورکوي او ستنې یې ټینګوي.

په هند کې د G20 په ناسته کې مهمه خبره دا وشوه چې د هند او اروپا ترمنځ به د منځني ختیځ له لارې دهلېز جوړېږي. امریکا، هند، سعودي عرب او نورو هیوادونو یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې د اورګاډي او سمندري لارو یوه شبکه جوړېږي چې د هند نیمه وچه به د منځي ختيځ له لارې له اروپا سره نښلوي. په دې اړه ډېر جزیات نشته خو که دا کار وشي، د ټرانسپورټ وخت یو پر درېیمه کمېږي. یو ځل بیا، د منځني ختیځ اسلامي هېوادونه د دغې پروژې په مرکز کې دي. د یادولو وړ ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان وکړ چې د پراختیایي سړک پروژې- هغه ۱.۱۷۵کیلومتره رېل‌پټلۍ چې په عراق کې د فاو سوېلي بندر څخه پیلېږي او د مدیترانې په غاړه کې د ترکیې تر مېرسین بند پورې رسېږي - له کارولو او د ترکیې له ګډون پرته به دا دهلېز نه وي.

اسلامي هیوادونه د G20 او بریکس په بریالیتوب کې مهمه ونډه لري او دواړه بلاکونه هڅه کوي چې د مسلمانو حکامو تمویل او ملاتړ ترلاسه کړي. شرق او غرب دواړه پوهېږي چې اسلامي نړۍ، په نړۍ کې اساسي رول لري؛ د اسلامي نړۍ معدني شتمني او سټراټېژیک موقعیت د دواړه بلاکونو لپاره خورا مهم دی. په ځانګړي ډول دا چې اوس روسیه او چین د غربي بنسټونو د ننګولو هڅه کوي یا یې ممکن ځایناستي شي.

اسلامي هېوادونو ته د شرق او غرب دغه ضرورت ته په کتو؛ یو څوک ښايي فکر وکړي چې د اسلامي هېوادونو حکام ولې دا خبره نه درک کوي او د شرق او غرب د اجنډاوو د ملاتړ پر ځای، له خپل ځواک څخه کار نه اخلي او خپل بلاک نه جوړوي چې نړۍ د خپلو ګټو پر محور راوڅرخوي. مسلمان حکام په دې خبره کې ځکه پاتې راغلي چې له دوی سره یوازې د خپلې څوکۍ غم دی او دا ډول نړیوالې موخې نه لري. دوی وړتیاوې او ظرفیتونه لري؛ خو څنګه یې چې شرق او غرب دغو وړتیاوو ته ګوري، دوی پخپله نه ورته ګوري. ځکه خو د دې پر ځای چې له دغو وړتیاوو ځان ته ډېره ګټه ورسوي؛ تل د نورو دولتونو له بلاکونو سره یو ځای کېږي او د دوی د اجنډاوو ملاتړ کوي.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کې د نوي اسلامي دولت بنسټ کېښود؛ له کمزورۍ او د سرچينو له کموالي سره سره یې د اتحادونه جوړولو، معاهدو او له خپلو دښمنانو سره د مبارزې له لارې یې د امت د پیاوړي کولو لپاره کار وکړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم نړیوال وضعیت –چې د روم او فارس تر واک لاندې و- څاره او له دې لارې یې اسلامي دولت تیار کړ چې له فرصتونو ګټه واخلي او د هر ګواښ پر وړاندې دفاع وکړي. له هغه صلی الله علیه وسلم وروسته اصحاب کرامو رضی الله تعالی عنهم دغه کار ته دوام ورکړ او بلاخره اسلامي دولت د وخت د دواړو زبرځواکو ځایناستی شو. د رسول الله صلي الله علیه وسلم رسالت پوره شو خو د دین په اظهار، خپرولو او نورو ته رسولو کې اصحاب کرامو ډېره خواري کوله، سره له دې چې پوهېدل چې په خپل ژوند دین ټولو ته نه شي رسولی. د دوی هڅې وې چې اوس په نړۍ کې دوه ملیارده مسلمانان دي.

نن ورځ مسلمان ملتونه شرق او غرب دواړو ته خورا مهم ګڼل کېږي؛ خو زموږ حکام یوې اسلامي اجنډا ته د رسېدو لپاره له دې څخه ګټه نه اخلي. که داسې حکام ولرو چې اسلامي اجنډا پر مخ یوسي؛ نړۍ به یو نوی زبرځواک پیدا کړي او یوه نوې دوره به پیل شي.

د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

عدنان خان

ژباړن: فریدون محتاط

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې