جمعه, ۲۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
روسیه د مهار او خپلواکۍ د سیاست تر منځ او نړۍ ته د دې شخړې خطرونه  (پنځمه برخه او وروستۍ برخه)
بسم الله الرحمن الرحيم
روسیه د مهار او خپلواکۍ د سیاست تر منځ او نړۍ ته د دې شخړې خطرونه (پنځمه برخه او وروستۍ برخه)

(ژباړه)

په تېره برخه کې مو وویل چې د نړیوالو اتحادونو او ایتلافونو تر منځ اوسنۍ جګړه د لومړۍ نړیوالې جګړې فضا ته ورته ده او هره ورځ یوه نوي پړاو ته داخلېږي. اټکل دا دی چې دغه جګړه به یو دم خطرناکه شي او بشریت به له بې شمېره ګواښونو او خطرونو سره مخ کړي. دغه خطرونه څه دي چې ممکن له یادې ویجاړوونکې جګړې څخه رامنځته شي؟

په واقعیت کې اټکل کېږي چې له دغې نړیوالې جګړې څخه به په ټولو سیاسي، اقتصادي او نظامي بڼو بې شمېره خطرونه رامنځته شي، چې ځینې یې په لاندې ډول دی:

۱- له دغه ایتلاف او اتحاد څخه د وتلو لپاره د اروپایي هېوادونو لېوالتیا؛ چې دلیل یې لوړ لګښتونه، په ډېره کچه زیانونه، ازاد بازار او د انرژۍ لوړې بیې دي. غرب د هرې ورځې په تېرېدو سره په دې جګړه کې میلیونه ډالر لګوي؛ څنګه مو چې وړاندې بیان کړه، په دې وروستیو کې له یادې جګړې څخه د المان او فرانسې نارضایتۍ ښکاره شوې چې له دې جګړې څخه د وتلو لپاره یې د سیاسي حللارې غوښتنه کړې ده. د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون چین ته د سفر پرمهال د چین را وړاندې کېدل د حللارې په توګه تایید کړي او په دې سره په تایوان کې د چین پر وړاندې د جبهې له جوړولو تېر شوی دی؛ المان هېواد هم په همدغه نظر دی.  

المان او فرانسه په اروپایي ټولنه کې تر ټولو ستر او فعال دولتونه دي. له همدې امله امریکا په چټکۍ سره د دغه وړاندې تګ د ردولو لپاره ګامونه پورته کړل او د اوکراین د اشغال لپاره یې د حللارې په رامنځته کېدو کې د فرانسې ستاینه وکړه. د جګړې اوږدېدو په اروپا کې پر سیاسي ګوندونو اغېز وکړ، په داسې بڼه چې ښي اړخي افراطي ګوندونه د ټاکنو په پروسه کې له یوه هېواد څخه په ډېرو کې بریالي شول او په امریکا کې یې هم پر دوو لویو ګوندونو تاثیر کړی دی؛ داسې چې د روان میلادي کال د پورونو د لوړېدو موضوع نن ورځ په سیاسي موسسو کې شخړې راپورته کړې دي. اقتصادي ګواښ یا په دغو هېوادونو کې د نویو اقتصادي ناورینونو رامنځته کېدل هم بل خطر ګڼل کېږي، په ځانګړي ډول دې ته په کتو چې امریکا له ۲۰۰۸م کال څخه تر اوسه له زیان سره مخ ده، ځان یې نه دی ژغورلی او د جګړې لګښتونه او له همدې امله رامنځته شوي زیانونه کېدای شي د ۲۰۰۸ م کال تر ناورین لوی نړیوال او اغېزمنوونکی بحران رامنځته کړي.

۲- په داسې حال کې چې ناورین نور هم سخت او حالت نازک شي؛ روسیه به له ډېرو خطرونو سره مخ شي چې پاشل کېدل به یې اسانه وي. که چین د روسیې له ملاتړه لاس واخلي یا غرب د اوس په څېر پر روسیه سخت محدوديتونه وضع کړي، اغېز به یې ډېر سخت او لوی وي. پر روسیه وضع شوي محدوديتونه بې مخینې دي او د وخت په تېرېدو سره هره شېبه ډېرېږي. د روسیې اقتصاد له سخت زیان سره مخ دی، چې د ژوند په ټولو برخو کې یې نفوذ کړی دی.

سربېره پر دې روسیه د کلابندۍ په حال کې ده؛ د جګړې د هرې ورځې لګښتونه میلیونونه ډالرو ته رسېږي. روسیه له اقتصادي اړخه دومره غښتلې نه وه او د چین له همکارۍ پرته د اوږدې مودې لپاره جګړې ته دوام نه شي ورکولی. اټکل کېږي چې همدا موضوع د نړیوالې کلابندۍ پر وړاندې د روسیې د ثبات او پایدارۍ دلیل وي. مهمه مسله دا ده چې د پاڼ څنډې ته د روسیې نږدې کېدل به دغه هېواد دې ته اړ کړي، چې د خپل ځان د ژغورنې لپاره پر نویو اسالیبو فکر وکړي او ممکن داسې کچې ته ورسېږي چې هم ځان او هم خپل دښمن زیانمن کړي. دا هغه څه دي چې د روسي سیاستوالو لکه؛ ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او د روسیې د ملي امنیت سلاکار یې څو څو ځله خبرداری ورکړی دی.

۳- خو د چین په اړه؛ د دغه هېواد ډېری مسوولینو خبرداری ورکړی، چې د تایوان په مسله کې د امریکا د لاسوهنو د ډېرېدو په صورت کې به له زور او قدرت څخه کار واخلي. د دغه هېواد د حکومت ویاند «سون یلي» د چین د کمونیستي حزب شلمه کنګره کې څرګنده کړه: «هېواد به یې د تایوان د ستونزې د حل لپاره د تجزیې او د پردیو د لاسوهنې په صورت کې له زور او امکاناتو کار واخلي.» نوموړي د یاد کنفرانس تر جوړېدو وړاندې په یو بل مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: «موږ له زور او قدرت پرته د بل څه ګواښ نه کوو.» وروسته یې وویل: «موږ ځان ته دا حق ورکوو چې د بهرنۍ لاسوهنې او د ډېر کم شمېر تجزیه غوښتونکو ځواکونو پر وړاندې له ټولو لازمو امکاناتو کار واخلو، چې د تایوان د خپلواکۍ غوښتونکي دي او د تجزیې غوښتنې فعالیتونه ترسره کوي.»

د ۲۰۲۳م کال د اپرېل پر ۷مه د چین د بهرنیو چارو وزیر د امریکا حکومت ته پیغام ولېږه او په هغه کې یې ویلي وو؛ اټکل کېږي چې پکین روسیې ته په اوکراین کې نظامي مرسته ولېږي. نوموړي ټینګار کړی چې دغه ګام به د تایوان د تجزیې لپاره د وسلو د پلورلو په غبرګون کې ترسره کړي.

د دغه مطبوعاتي کنفرانس په جریان کې د چین د بهرنیو چارو وزیر «چين ګانګ» داسې وپوښتل: «امریکا ولې له چینه غواړي چې روسیې ته د وسلو د لېږد مخه ونیسي، په داسې حال کې چې پخپله پر تایوان د وسلو پلورلو ته دوام ورکوي؟!

دغه شخړه چین ګواښي، ترڅو په هر اړخیزه توګه یې په تایوان کې جګړې ته ور کش کړي، لکه له روسیې سره یې چې په اوکراین کې وکړل.

۴- اقتصادي اغېز په عامه توګه پر نړۍ او په خاصه تګه پر بېوزلو هېوادونو اوسمهال سیوری غوړولی دی. په همدغه دلیل امریکا دې جګړې ته اهمیت ورکړی، میلیاردونه ډالر یې لګولي او په پایله کې یې هڅه کوي چې له بېوزلو هېوادونو سره بهرنۍ مرستې راکمې کړي او له بلې خوا د اوکراین ویجاړوونکې جګړې نړیوال بازارونه له ماتې سره مخ کړي دي او ښايي د یو شمېر هېوادونو د ماتې او ګواښ لامل شي. د دې سبب د بازار د تورم ډېرېدل او د خوراکي توکو په ځانګړي ډول د غلو‌ دانو د بیو لوړېدل وو، چې دلیل یې د اوکراین د لارو تړل او په دغه هېواد کې په پراخو سیمو کې د کرنې نشت او انحصار دی.

د نړۍ د نن ورځې فضاء د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې غوندې ده، چې په بشپړه توګه د لویو دولتونو تر منځ د جګړې او دښمنۍ فضاء ده. امریکا به له خپل دغه ظالمانه سیاست څخه لاس وانخلي، ځکه غواړي چې خپله نړیواله واکمني او قدرت خوندي کړي. دا هر څه یوازې هغه وخت امکان لري، چې امریکا خپل دښمن له منځه یوسي، یا د نږدې او مخامخ جګړو په واسطه یې وګواښي او یا پر دښمن د فشار راوړلو لپاره له نورو اسالیبو څخه کار واخلي، چې په دې صورت کې امریکا د خپل قدرت ساتلو لپاره ممکن له خپل زور څخه ګټه واخلي؛ ځکه په دې اړه د امریکا چوپتیا د روسیې او چین د پرمختګ په مانا ده، چې اروپا هم د امریکا د ځوروونکي سیاست له امله له دغو دوو هېوادونو سره ممکن یوځای شي. همدارنګه د دې ډیپلوماتیکې جګړې د پای ته رسېدو لپاره هیلې نشته دي، ځکه د امریکا ټوله هڅه دا ده چې خپل دښمن باید مات کړي او پر نړۍ خپله واکمني وساتي؛ ځکه له دې پرته به نور هېوادونه له امریکا څخه لرې شي او په دې توګه به امریکا له دغه مقام او رتبې څخه راولوېږي. که دغه کار وشي، نو په راتلونکي کې به په حساسو مسایلو لکه د ډالرو په قدرت کې به دویم اتحاد لاسوهنې وکړي، ملګري ملتونه به په سم ډول له سره فعالیت وکړي او د نړۍ په رهبرۍ کې به اوسنی حالت پای ته ورسېږي. دا د امریکا لپاره یو وژونکی ګوزار ګڼل کېږي، ځکه چې د امریکا د بقا او ثبات کیلي همغه د قدرت ساتل دي. 

په پای کې وایو: دغه ویجاړوونکې جګړه چې هره ورځ زور اخلي او سرعت یې د لوړېدو په حال کې دی، د دغو هېوادونو تر منځ او نړیوالې جګړې واقعیت یې څرګند کړی دی او هغه څه یې د خلکو په ذهنونو کې متصور کړي، چې په دوو نړیوالو جګړو کې ترسره شول او همدارنګه د کوریا، ویتنام او نورو ځایونو په څېر د جګړو پایلې هم متصوروي. همدارنګه د اوسنۍ او حاکمې مبدأ حقیقت یې څرګند کړی دی او د نړیوالو ستونزو د حل، د نړیوالې سولې د خپراوي او په نړۍ کې د اقتصادي عدالت پر وړاندې د ناروغۍ او ناتوانۍ اندازه هم څرګندوي.

د دغو هېوادونو او دولتونو سیاستونو او اقداماتو د بشر د رهبرۍ لپاره د هغوی له نه وړتيا څخه پرده پورته کړې ده، د پانګوالۍ مبدأ افشا شوې او د ټولې ځمکې پر مخ د خلکو عقل د بیدارېدو په حال کې دی او دا الهام ورته کوي چې نړۍ یوه نوي نظام ته اړتیا لري؛ ځکه په خبره یې چې اوسني نظام ځمکه زیانمنه کړې ده. داسې نوی نظام نه چې اساس یې د اوسنیو ماته خوړلو دولتونو پر نویو اتحادونو او ایتلافونو ولاړ وي.

دغه جګړه په لومړي سر کې امت ته هغه لوی امانت او ستر مسووليت وریادوي، چې الله سبحانه وتعالی یې په دغه قول کې یادونه کړې ده:  

﴿وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطاً لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيداً﴾

[بقره: 143]

ژباړه: همدارنګه موږ تاسو وسط امت کړلئ، چې پر خلکو شاهدان وئ او پیغمبر پر تاسو شاهد وي.

له دغه ناوړه حالت څخه د بشریت د ژغورلو په برخه کې د بشریت لپاره د امت شهادت رښتیا شوی دی او یوازې د الله سبحانه وتعالی دین کولی شي بشریت له دغو کړاوونو او مصیبتونو څخه وژغوري. هغه دین چې سیالي یې یوازې د خیر کار لپاره اساس ګرځولې ده او له دې پرته هر ډول سیالي یې ناروا بللې ده. خلک یې د یو بل دوستان کړي، کره‌که او بغض یې له منځه وړي. 

په حقیقت کې کله چې د دغې ناکامې مبدأ ماته، خواري او ذلت څرګند شوي، نو په نوي پړاو کې به موږ يو او د هغه نوي نړیوال نظم واک به له موږ سره وي، چې اسلامي امت به د خپل امانت او رسالت د پر ځای کولو لپاره د ټولو خلکو په هدایت او رهبري کولو سره پرمختګ کوي.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:  

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (4) ‏ بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ‏(5) وَعْدَ اللَّهِ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ وَعْدَهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾ [روم: 4-6]

ژباړه: په هغه هره ورځ مومنان د الله سبحانه وتعالی پر نصرت خوشحاله کېږي. الله سبحانه وتعالی له هر هغه کس سره مرسته کوي چې ویې غواړي، هغه سبحانه وتعالی (پر خپلو دښمنانو) برلاسی  او (پر خپلو دوستانو) ډېر مهربان دی. دا د الله تعالی کړې ژمنه ده او الله به هېڅکله له خپلې ژمنې څخه شاته نشي؛ مګر ډېری کسان (چې کافران، مشرکان او منافقین دي) په دې نه پوهېږي.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې ژر تر ژره د ټولو بدیو ریښې او بڼې له منځه یوسي، د هغوی دولتونه ونړوي او اسلامي امت بیرته خپل مقام ته پورته کړي! اللهم آمین و آخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمین.

لیکوال: حمد طبیب

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې